د پام وړ کرنيزه ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده

ډېره موده کيږي، چې د آمو سيند پر غاړو مورګو باندې د اوبو د راوښتلو له امله کروندګر بې کوره کيږي، خو اوس ښکاري، چې د ا ستونزه لا پسې زياتيږي.

د پام وړ کرنيزه ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده

ډېره موده کيږي، چې د آمو سيند پر غاړو مورګو باندې د اوبو د راوښتلو له امله کروندګر بې کوره کيږي، خو اوس ښکاري، چې د ا ستونزه لا پسې زياتيږي.

د آمو سيند په مورګو باندې د اوبو د راوښتلو له امله، چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ سرحدي پوله جوړوي، په دې وروستيو مياشتو کې په سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي او په نوموړې سيمه کې يې ښايسته زياته حاصل خېزه ځمکه له منځه وړې ده.


د شګو په زرګونه بوجۍ د اوبو د اړولو لپاره د سيند په غاړو کې اچول شوي دي. تر اوسه پورې دې څپو وهونکو اوبو د شورتېپې په ولسوالۍ کې بې شمېره کورونه او کرنيزه ځمکه ويجاړه او له منځه وړې ده.


د مزارشريف د ښار ١٢٥ کيلومتره شمال ختيځ ته، د شورتېپې په ولسوالۍ کې، چارواکو د ستونزې لامل د ونو پرېکول او د ازبکستان د پوليسو د ګزمو د بېړيو چلول بولي، چې افغاني لوري ته د سيند شګلنې غاړې کمزورې کوي او د دافغانستان ساحلي لوري ته ننوزي.


د شورتېپې ولسوال، عبدالستار وايي: "که چېرته د اوبو د اوښتلو په وړاندې جدې ګامونه پورته نه شي، نو فکرکوم، چې په راتلونکو څو کلونو کې به د شورتېپې ولسوالي له منځه ولاړه شي.´


کله چې په تېر ژمې کې اوبه خپلې لوړې کچې ته ورسېدې، د اتو کليو څه ناڅه پنځه سوه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښولو ته اړشول. يو شمېر کورنۍ د مزارشريف ښار ته ولاړې او يو شمېر نور په ولسوالۍ کې دننه د خپلو خپلوانو په کورنو کې ميشت شول.


يو تن محمد صادق، چې خپل کور يي له لاسه ورکړى، وايي: "موږ په خپله ولسوالۍ کې بې کوره شوي يو. زموږ کورونه او ځمکې بيخي ويجاړې شوي دي."


د فبرورۍ په مياشت کې په مزارشريف کې د برتانيې د ولايتي بيارغاونې ډلې د ٥٠ زرو بوجيو او ٤ زره ليترو تيلو د پېرودلو لپاره د اته نيم زرو ډالرومرسته وکړه، تر څو د اوبو د بندولو لپاره پرې يو بند جوړ شي.


له برتانوي ډلې سره يو امريکايي ارتباطي مامور وويل: "موږ ته څرګنده شوه، چې هغه خلک مرستې ته اړتيا لري. هغوى له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي." نوموړي زياته کړه، د اوبو او د شګو د ښويېدلو مخه نيول په شورتېپه کې "د اوږدې مودې يوه پروژه ده."


ددې ولسوالۍ يو اوسېدونکى خالمراد وايي، هغوى په تراکتورونو او خالي لاسونو باندې د سيند په منځ کې يو بند جوړوي، که ګوندې وکړاى شي د اوبو مخه وګرځوي.


هغوى تر اوسه ٢٨ زره بوجۍ له شګو او خټې څخه ډکې او هلته اچولي او څه ناڅه ٦٠ مترو په اوږدوالي، چې د سيند د سور دريمه برخه کيږي، د اوبو له مخ څخه دوه متره لوړ يو بند جوړ کړى دى. د شګو د بوجيو د ټينګولو لپاره بوټي او د ونو ښاخونه کارېدلي دي.


د شفق غير حکومتي موسسې د شورتېپې ولسوالۍ ته د شګو بوجۍ او تېل راوړي دي. د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام به د ٥٠ کورنيو لپاره خواړه چمتو کړي، چې د بند په جوړولوکې مرسته کوي.


د مزارشريف د کليو د پراختيا او بيا رغاولو رئيس، انجنيرعبدالباسط وايي، ښايي بند د اوس لپاره د اوبو مخه ونيسي، خو ويل کيږي، چې دا يو موقتي کار دى.


په غاړو مورګو باندې د اوبو اوښتل اوس د ژوند په يو حقيقت اوښتى؛ ځکه د خلکوتر منځ په کيسوکې يي ځاى نيولاى دى. خلک وايي د شورتېپې غونډۍ، چې اوس يي په نوم هغه ولسوالۍ ياديږي، د مالګينې غونډۍ مانا ورکوي. دا غونډۍ لسګونه کاله وړاندې تر اوبو لاندې وه، خو اوس د سيند په منځ کې ولاړه ده. په وچه پرته يوه بله کوچنۍ غونډۍ په دې وروستيو وختونو کې د اوبو د اوښتلو له امله له منځه تللې ده.


د شورتېپې ولسوالۍ ١٢٠ متره اوږدوالى لري. سور يي په ځينو ځايونو کې يوازې يو کيلومتر ته رسيږي. دا ولسوالي د آمو سيند پر غاړه اوږده پرته ده او ډېرې حاصل ورکوونکي ځمکې يي د سيند په غاړه پرتې دي.


خالمراد وايي، د ولسوالۍ څه ناڅه په سلو کې نوي برخه په دې وروستيووختونو کې تر اوبو لاندې شوې او له منځه تللې ده. هغه اټکل کوي، چې څه ناڅه دوه سوه هکتاره کرنيزه ځمکه ښايي اوبو وړي وي. نوموړى وايي: "په ځينو ځايونو کې سيند دوه کيلومتره او په ځينو ځايونو کې آن اووه کيلومتره راننوتى دى." خالمراد وايي، ستونزه په دې وروستيو وختونو کې لا پسې زياته شوه، ځکه د ولسوالۍ خلک د سيند دغاړې ونې وهي او په دې توګه د سيند غاړه کمزورې کوي. هاخوا په ازبکستان کې هيچا ته د ونو د وهلو اجازه نه شته. په هغې برسېره د سيند غاړو ته د کانکريټو پاخه ديوالونه حوړ شوي او غاړې مورګې ټينګې شوي دي. د شورتېپې ولسوال د اوبو وروستى زياتوالى او سيند په مورګو راوښتل د ازبکستان د ګزمو د بېړيو د زياتوالي له امله بولي. هغه وايي، له لسګونو کلونو راهيسې د سيند غاړې مورګې لويږي ، خو د دووکلونو راهيسې د کډوالو او نيشه يي توکو دمخنيوي په هڅه د ازبکستان د ګزمو په بېړيو کې زياتوالى راغلى دى.


تېره مياشت په سيمه کې د افغانستان د سرحدې پوليسويو قوماندان، سمونوال جمعه ګلدي د شورتېپې او کلدار له ولسواليو څخه د يو پلاوي په مشرۍ د خبرو اترو لپاره ازبکستان ته تللى و. جمعه ګلدي وايي، د ازبکستان لوري ته هم د سيند ځينې غاړې مورګې لوېدلي، خو لکه څنګه چې د افغاني لوري ته د سيند غاړې مورګې شګلنې دي، نو زيان هم دې لوري ته زيات دى. نوموړى وايي: "د ازبکستان چارواکي له ستونزې خبر دي او په هغې خپګان څرګندوي." هغه وايي، ازبکي چارواکو ورته ډاډ ورکړ، چې د ګزمو په بېړيو کې به کموالى راولي.


خالمراد دا خبره مني، چې د ازبکستان ګزمې د ستونزې په رامنځته کولو کې ونډه لري، خو دا نه وايي، چې ګوندې هغه دې اصلي لامل وي. هغه وايي، درنو لويو بېړيو کلونه کلونه سيند په خپل تګ راتګ سره ويشلى دى. خالمراد وايي: "موږ په عمومي توګه پړه په بېړيو نه شو اچولاى. يوه لسيزه وړاندې دا بېړۍ چلېدې(تر پنځو زرو ټنو پورې با ربه يي کښته پورته وړولو)، خو اوس هغه بېړۍ نشته."


Frontline Updates
Support local journalists