د پارلمان د ناستې ځاى

د ووټونه د شمېر کار روان دى، چې وکتل شي، څوک نوي پارلمان ته لاره پيدا کوي، خو د هغوى د غونډو ځاى لا تر اوسه معلوم نه دي.

د پارلمان د ناستې ځاى

د ووټونه د شمېر کار روان دى، چې وکتل شي، څوک نوي پارلمان ته لاره پيدا کوي، خو د هغوى د غونډو ځاى لا تر اوسه معلوم نه دي.

د پارلمان راتلونکي غړي دې ته سترګې په لار دي، چې د وږي د ٢٧ نېټې پايلې څرګندې شي. د اوو سوو تنو په شاوخوا کې کارکوونکي په چټکۍ لګيا دي، چې (د پارلمان) نوي غړي په کې خپلې غونډې وکړي او خپل زور وآزمايي.


کار په هغه ويجاړې ودانۍ پيل شوى، چې د پخوانۍ پاچا، محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وروستيو کلونوکې کارېده. ظاهرشاه په ١٩٧٣ کې له واکه وغورځول شو. نوموړې ودانۍ د ١٩٩٠ کلونو کورګډې کورنۍ جګړې له امله بيخي ويجاړه شوې وه.


له جوړېدا وروسته به دا هم د پارلمان د ناستې موقتي ځاى وي، تر هغه چې د هند په مالي مرسته نوې ودانۍ جوړه شي.


په يو جريب ځمکه کې د پارلمان پرته ودانۍ له جمهوري رياست څخه يوازې درې کيلومتره وړاندې دارالامان ماڼۍ ته يو څه نژدې پرته ده. ددې ودانۍ يوازې ريتاړې دېوالونه او اسکليټ له ورايه ښکاري او د هغه کورنۍ جګړې شاهدي ورکوي، چې د ١٩٩٢ او ١٩٩٦ کلونو تر منځ د ويجاړتيا لامل شوه.


د ښار او کور جوړولو د وزارت معين، سيد شريف حسيني وويل: "د پارلمان په موقتي ودانى باندې کار د حکومت په لګښت له څه ناڅه يو کال راهيسې روان دى. ترننه ورباندې دوه مليونه ډالره لګېدلي دي."


هغه زياته کړه، چې کار په چټکۍ روان دى او په تېرو ٤٥ ورځو کې زيات شمېر کوټې اونور داړتيا وړ ځايونه، لکه د موټرو پارکينګ، جومات او مطبعه بشپړ شوي دي. هغه وويل، چې د ودانۍ په سلو کې نوې برخه بشپړه شوې ده.


دا څلور پوړيزه ودانۍ بېلا بېلې برخې لري: يوه برخه د پارلمان د ولسي جرګې لپاره، يوه د مشرانو جرګې لپاره او دريمه يې اداري برخه ده.


کار په ډېرې چټکۍ روان دی او اتلس تنه کارګر د مشرانو د راتلونکې جرګې د غونډې د کوټو چتونو ته خوازې جوړې کړې او هغه رنګوي.


يو شمېر کارګران شک لري، چې ګوندې پاتې کار به د پارلماني ټولټاکنو د پايلو تر څرګندېدو پورې بشپړ شي.


يو تن کارګر وويل: "لا تر اوسه زيات کار پاتې دى. فکر نه کوم هغه به په دوو مياشتوکې پاى ته


ورسيږي."


لا تر اوسه د ولسشمر حامد کرزي له خوا د نوي پارلمان د لومړۍ غونډې نېټه او وخت نه دى اعلان شوى.


د پارلمان د منځمهالي سکرتريت مشر، ډاکتر عزيزالله لودين آۍ ډبليو پي آر ته وويل: "د نوي پارلمان لومړنۍ غونډه به د پارلمان په دې ودانۍ کې جوړه شي. دا ودانۍ ... تاريخي ارزښت لري، ځکه دا د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د پارلمان لپاره کارېده.


لودين وويل د کال تر پايه د پنځو مليونو ډالرو بودجه د ودانولو د چارو، کارکوونکو او وکيلانو د معاشونو د ورکولو لپاره بېله شوې ده." هغه ژمنه وکړه: "ودانۍ به د اکتوبر له ١٥ څخه د نومبر تر پيل پورې بشپړه شي."


حسيني وويل، لکه څنګه چې توقع ده، ښايي په لومړۍ غونډې کې زيات شمېر خلک ګډون وکړي، بهرنيان او نور ميلمانه ورته راوبلل شي ، خيمې به ودرول شي او له اصلي ودانۍ سره به د تلويزيون له لارې ونښلول شي، تر څو د ګڼې ګوڼې ځواب وويلاى شي.


په همدې وخت کې د دارالامان د ماڼۍ شاته په نوې ودانۍ باندې کار پيل شوى دى، چې ٣٨ زره متره مربع مساحت لري.


حسيني وويل، هغه پخپله د ودانى نقشه جوړه کړې،چې وروسته بيا د هندي انجنيرانو په واسطه ډيزاين شوه. دا ودانۍ به يو درې اړخيز جوړښت ولري، چې يوه به يې د ولسي جرګې، بله د مشرانو جرګې لپاره او پاتې درېمه به يې د اداري او دفترونو لپاره وي. په دې ودانۍ کې يو جومات او يو کتابتون په پام کې هم نيول شوى دى.


پلان د اګست په مياشت کې کابل ته د راتګ پر مهال د هند صدراعظم من موهن سنګهه ته وړاندې شوى و. سنګهه د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده، چې د هغه د هېواد له خوا تموليږي. توقع ده، چې د ودانولو کار به په دريو کلونو کې بشپړ شي.


Frontline Updates
Support local journalists