د نيشه يي توکو په وړاندې مبارزه په لوړه بيه پای ته رسېږي

ځايي سوداګر وايي، له هغه مهاله چې د کوکنارو کرکيله بنده شوې، اقتصاد ګډوډ شوی دی.

د نيشه يي توکو په وړاندې مبارزه په لوړه بيه پای ته رسېږي

ځايي سوداګر وايي، له هغه مهاله چې د کوکنارو کرکيله بنده شوې، اقتصاد ګډوډ شوی دی.

په داسې حال کې چې په کابل کې د لويديځ حکومت مشران او چارواکي په خپل منځ کې په افغانستان کې د نيشه يي توکو د سوداګرۍ د له منځه وړلو د هڅو د اغېزو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې کوي، د ختيځ ولايت ننګرهار اوسېدونکي وايي، د کوکنارو د کرکيلې د له منځه وړلو کمپاين ډېر بريالی دی او بيه يې هغوی پرې کړې ده.


د جلال آباد د ښار يو هټيوال، امير سنګهه وايي: ((بل کوم کاروبار نه شته. اوس (يوازې) هغه خلک شمارم، چې زما د هټۍ په مخکې تيرېږي راتېريږي. بزګرانو به د خپلو زامنواو ورونو لپاره د کوکنارو د حاصلاتو له ټولو څخه وروسته ودونه کول. هټيوالو به په دې توګه د ورځې تر 500 ډالرو پورې سودا خرڅوله. اوس زما کاروبار په ټپه ولاړ دی.))


سنګهه د خپلې اقتصادي ځوړتيا پړه د کوکنارو د کرکيلې پر بندلولو باندې د حکومت په هڅو اچوي.


د 2004 کال په دسمبر کې ولسمشر حامد کرزي د نېشه يي توکو د يو دولت د جوړېدو له امله مخ په زياتېدونکو اندېښنو ته د ځواب ورکولو په موخه د نيشه يي توکو په وړاندې ((جهاد)) اعلان کړ. د تېرکال د نومبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د يو خپور شوي رپوټ له مخې افغانستان د نړۍ د ټولو اپيمو په سلو کې نوي برخه توليدوي.


د کوکنارو د کرکيلې د راټيټيدو په اړه نړيواله ټولنه تلولې ده. يوازې د امريکا متحده ايالتونو 780 مليونه ډالر ددې هڅې لپاره بېل کړي او برتانيه، چې ددې هڅو په سر کې ولاړه ده، ددې کرکيلې د له منځه وړلو لپاره د عسکرو د لېږلو ژمنه کړې ده.


د روان کال په سر کې ولسشمر حامد کرزي د امريکا متحده ايالتونو ته د سفر په بهير کې د هغو رپوټونو له برسېره کېدو څخه وروسته دې ته اړايستل شو، ترڅو له خپل کمپاين څخه دفاع وکړي، چې په کې ويل کېدل حامد کرزی او دهغه لوړپوړي چارواکي (د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره) په خپلو هڅو کې زړه نازړه دی، ترڅو د ځواکمنو جنګ سالارانو په وړاندې ګام پورته کړي.


افغان مشر دا راز ګوتنېونې و نه منلې. هغه له سي اين اين (CNN) سره په يوې مرکې کې وويل: ((موږ به د ټول هېواد په کچه د نيشه يي توکو په توليد کې په سلو کې دېرش ټيټوالی ولرو. موږ خپله دنده سرته رسولې ده. افغانانو خپله دنده سرته رسولې ده. اوس بايد نړيواله ټولنه رامخته شي او افغانانو ته د ژوند يوه بله لار ومومي، هغه کار چې تر اوسه يې سرته رسولی نه دی.))


افغان حکومت له نيشه يي توکو سره د مبازې لپاره يو وزارت جوړ کړی او د کورنيو چارو له نيشه يي توکو سره د مبارزې معين ته يې دنده سپارلې، ترڅو له نيشه يي توکو سره د مبارزې کمپاين ګړندی کړي.


د داود د وينا له مخې د حکومت هڅه تر زياتې اندازې بريالۍ ده. هغه وايي: ((د کوکنارو په کرکيلې کې په افغانستان کې د پام وړ کمښت راغلی دی.))


د جلال آباد په څېر ښارونو کې ځايي سوداګر وايي، چې د کمپاين اغېز يې لېدلی دی. الفت، چې د جلال آباد په ښارکې د زرګرۍ يوه هټۍ لري، وايي د هغه کاروبار په ټپه ولاړ دی. هغه زياتوي: ((له هغه راهيسې چې حکومت د کوکنارو د کروندو په اړولو پيل کړی دی، خلک نه شي کولای ودونه وکړي. هغوی سره زر (ګاڼې) نه شي اخيستلای.))


الفت ادعا کوي، چې پخوا به يې د ورځې د دوو زرو ډالرو په انډول سودا پلورله. هغه وايي: ((کرزي بايد د کوکنارو د اړولو څخه دمخه د ژوند کولو (معيشت) يوه بله لاره په پام کې نيولای وای.))


د اقتصاد يو څېړونکی او د ننګرهار د پوهنتون استاد، محمد بشير دوديال له دې خبرې سره همغږی دی، چې د کوکنارو د کرکيلې له منځه وړلو ځايي اقتصاد ته زيان رسولی دی. هغه وايي: ((له پنځه ويشتو کلونو راهيسې خلکو په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل او داپيمو د کاروبار له لارې يې خپل ژوند په مخ کې وړلو. له دې امله به د کوکنارو له منځه وړل د خلکو په اقتصاد باندې ناوړه اغېز وکړي. حکومت بايد بزګرانو ته د بندونو، سړکونو، روغتونونو او ښوونځيو په څېر اسانتياوې چمتو کړي. هغوی بايد د ميوې د باغونو په جوړولو کې مرسته وکړي ، تر څو بزګران نور کوکنار ونه کري.))


د ننګرهار ولايت د کرنې د رياست مرستيال، محمد اسمعيل دولتزی وايي، حکومت اوس بزګرانو ته دغه راز مرستې چمتو کړي او په راتلونکې کې به نورې هم ورته چمتو کړي. هغه وايي، د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو نړيوال خوراکي پروګرام د بټيکوټ، سره رود او کامې په ولسواليو کې د نهو سوو تنو په شاوخوا کې بزګرانو ته د کرنې وسايل چمتو کړي دي. په همدې توګه په پام کې لري، ترڅو 30 زره چرګان بزرګرانو ته وويشي، چې د اپينو له لارې د رسېدلی زيان مخه پرې ونيولای شي.


دولتزي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ د اچين، نازيانو او دره نور په ولسواليو کې هغو بزګرانو ته د عطر د جوړلو لپاره د ګلابو بوټې ويشلي، چې کوکنار يې اړول شوي دي.)) نوموړي زياته کړه د سره رود په ولسوالۍ کې 650 تنو بزګرانو ته د سابو تخمونه ويشل شوي او پنځه مارکيټونه ورته جوړ شوې، ترڅو وکړای شي، خپل محصولات په کې وپلوري.


خو بزګران وايي، د حکومت مرسته په هغه اندازه نه ده، چې د دوې اړتياوې ليرې کړي او د کوکنارو


په اندازه عايد ورته راوړي.


د اچين د ولسوالۍ يو بزګر ميرمحمد پاچا وايي: ((ما په کال کې په يو جريب ځمکې کې د کوکنارو له حاصل څخه له 2000 څخه تر 3000 ډالرو پورې عايد لاسته راوړو. حکومت زما ځمکه واړوله او په ځای يې دوه درې کيلو غنم راکړل، چې آن زما چرګان نه شي مړولای.))


د ننګرهار والي، حاجي دين محمد وويل: ((زه دا منم، چې زموږ بزګران ډېر بېوزلي دي. ماته د هغوی ستونزې معلومې دي. خو موږ ځکه د کوکنارو پټي واړول، چې هغه د مرکزي حکومت لپاره يو خطر و. ما له حکومت سره خبرې کړي او هغوی له مرستندويه موسسو څخه غوښتي ، ترڅو د بزګرانو ستونزې هوارې کړي.))


له دې مرکې څخه لږ وروسته نوموړی والي د ولسمشر کرزي له خوا د ولايتونو د مشرانو د بدلولو په لړ کې د کابل والي په توګه ونومول شو.


د کسب اوکار ځايي وګړي او د کوکنارو پخواني کروندګر له کړاو سره مخامخ دي.


محمد جميل ميمله وال، چې د جلال اباد په ښار کې د موټرو پلورنځی لري، وايي: ((موږ به له هرات څخه جلال آباد ته موټرې راوړې او د نيشه يي توکو په سوداګرو به مو پلورلې. خو اوس د نړيوالو موسسو له يو څو تنو کارکوونکو پرته، بل څوک موټرې نه اخلي.))


د اچين د ولسوالۍ يو اوسېدونکی، اسمعيل پاچا، چې غوښتل يې خپله مېرمن د درملنې لپاره پېښور ته يوسي، له هغه وروسته له خپل پلان څخه وګرځېد، چې حکومت يې د کوکنارو پټي واړول. هغه وايي: ((د کوکنارو له منځه وړل د بېوزلو خلکو له وژلو سره يو شان دي. زما مېرمن د زړه ناروغي لري. ما د اپينو پيسو ته اړتيا درلوده، چې د هغې درملنه پرې وکړم.))


يو شمېر خلک په دې اند دي، چې د نيشه يي توکو په وړاندې مبارزه د لوېديځوالو د ډبل ستنډرديوه بېلګه ده.


د جلال آباد يو اوسېدونکي، ملا صابرشاه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((اپين له اسلام سره مخالف دي. هغه حرام دي. بهرنيان شراب او سګريټ لري او په مليونونه تنه يې له څکولو څخه مري. همدارنګه امريکايي کمپنۍ هوا ککړوي او ټولې نړۍ ته زيان رسوي. خو امريکايان په دې هکله هيڅ هم نه کوي. زه امريکايانو او د هغې ملګرو ته حيران يم.))


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists