د نيشه يي توکو قاچاق وړونکي نوي (جوړېدونکي) پول ته ګوري

قاچاق وړونکي تر پام لاندې نيول شوي پول، چې د هغوی لاره اسانوي، مرکزي اسيا ته د وراوښتلو لپاره يو سوغات بولي.

د نيشه يي توکو قاچاق وړونکي نوي (جوړېدونکي) پول ته ګوري

قاچاق وړونکي تر پام لاندې نيول شوي پول، چې د هغوی لاره اسانوي، مرکزي اسيا ته د وراوښتلو لپاره يو سوغات بولي.

د افغانستان له شمال څخه د مرکزي اسيا او روسيې دروازې، تاجيکستان، ته د نيشه يي توکو قاچاق سوړ، لوند او زيان ليدونکی کار دی. د شپې په را دبره کېدو تيارې څېرې د لاريو د ټايرونو د ټيوپونو په واسطه د امو له درياب څخه اوړي.


نوموړي قاچاق وړونکي اوس هيله من دي، چې د هغوی کار به اسانه شي.


دا دوه هېوادونه (افغانستان او تاجيکستان) ) د امريکا د متحده ايالتونو په مالي مرسته د يو پول د


جوړلو په کا رلګيا دي، چې د افغانستان په شمال کې د کندوز د ولايت د شېرخان بندر به له امو درياب څخه پورې غاړې ته په تاجيکستان کې د پنج له ښار سره ونښلوي.


افغاني او تاجيکي مشران وايي، چې ددې پول د جوړېدو له امله به ټوله سيمه د سوداګرۍ او ترانسپورت له پلوه ګټه وکړي.


د خامو اپينو او هيرويينو جوړوونکي هيله لري، چې په دې کار به د هغوی په سوداګرۍ کې هم اسانتيا رامنځته شي.


يو قاچاق وړونکي د کاروبار د پرمخ وړلو د اوسني څرنګوالي په هکله آی ډبليو پي آر ته داسې وويل: ((زه له پنځو څخه تر لسو کيلوګېرامو اپينو پورې په يوې کڅوړې کې ږدم او په خپل خواوشاپورې يې تړم. د ټيوپ په واسطه له درياب څخه تېرېږم او په شلو دقيقو کې تاجيکستان ته رسيږم. زه دا کار د مياشتې دوه ځلې کوم.))


نوموړي سړي، چې د نوم له ښوولو يې ډډه وکړه، وويل، هغه دا لاره په 2001 کال کې د طالبانو له راپرځېدو وروسته خپله کړې ده.


د ډوبېدلو او يا د موادو د له منځه تللو د خطر د مخنيوي په خاطر د زياتې اندازې موادو د وړلو لپاره کله ناکله هغه دا مواد د قانوني سوداګريزو موادو په منځ کې پټوي، چې له هېواد بهراستول کيږي.


هغه وايي: ((دا د کاروبار د پرمخ وړلو ډېره ښه لاره ده، ځکه زه له ځايي بزګرانو او يا هټيوالو څخه يو کيلو اپين په سل ډالرو اخلم او په تاجيکستان کې يې کيلو په دوه سوو ډالرو پلورم.)) نوموړي زياته کړه، چې دا راز ګټه: ((د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم نه شته.))


د نيشه يي توکو ددې قاچاق وړونکي او د هغه د نورو انډېوالانو په پرتله نور هيڅوک هم په 2007 کال کې بشپړيدونکي دغه د 672 متر اوږد پول 29 مليون ډالري پروژې ته ليوال نه دي. نه هم له دې رسمي ژمنې څخه اندېښمن دی، چې د پول له بشپړيدو وروسته به د پولې په اوږدو کې امنيت ټينګ شي.


هغه موسکيږي او وايي: ((موږ دامنيت په اړوند کومه اندېښنه نه لرو، ځکه پوليسان زموږ ملګري دي. دا شونې نه ده، چې د پوليسو له مرستې پرته اپين قاچاق کړای شي. هر وار چې تاجيکستان ته اپين وړم، د درې - څلور سوه ډالره د پولي ساتونکو ته ورکوم.))


يو بل قاچاق وړونکي، چې هغه هم وغوښتل ونه نومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل: ((لا تر اوسه د پولې په شاوخوا کې زيات شمېر پوليسان شته، خو موږ له هغوی سره کومه ستونزه نه لرو، ځکه موږ


هغوی ته پيسې ورکوو. د پول جوړېدل به پوليسانو ته هم ګټه واړوي، ځکه زموږ اړيکې به له هغوی سره نورې هم پراخې شي او له موږ څخه به زياتې پيسې تر لاسه کړي.))


افغاني پوليس په نيشه يي توکو کې خپله ښکېلتيا نه مني. په سيمه کې د پوليسو يو قوماندان، ډګروال جمعه ګل ياردم وايي، هغه مواد چې د بېړيو په واسطه د درياب له لارې استول کيږي، ښه لټول کيږي.


ياردم دا خبره ومنله چې د پولي اوږدوالي د پوليسو په وړاندې ستونزې پيدا کړي دي. هغه وايي، د هغه په اند به د نوي پول جوړول د قاچاق مخه په اسانۍ ونيولای شي.


د کوکنارو ځايي کروندګر مخالف نظر لري.


د بلخ د ولايت عزت الله نومی يو بزګر، چې خپل سږنی اپين يي لا له وخته پلورلی دی، وايي: ((که چېرته بهرنيو هېوادونو ته د اپين د قاچاق دايمي لاره موجوده وي، نو زموږ کاروبار ته به ډېره ګټه ورسوي. ما پخپله درې جريبه ځمکه کې کوکنار کرلي و. زه د خپل ژوند لګښت له اپينو څخه پوره کوم. که چېرته پول جوړ شي او زموږ اپين بهرنيو هېوادونو ته ولېږدول شي، نو د اپينو په بيه کې به زياتوالی راشي او په دې توګه به وکړای شم پيسې سپما کړم او ژوند به مې ورځ په ورځ ښه شي.))


عزت الله په دې اند دی، چې پول به سيمه د نيشه يي توکو د قاچاق وړونکو لپاره په هغه اندازه په زړه پورې کړي، چې د هېواد له نورو سيمو څخه به دلته راشي او د اپينو بيې به وټاکي (داوطلبي به وکړي). هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((ما خپل ټول اپين کيلو په 50 ډالرو وپلورل، خو بيا وروسته کيلو سل ډالرو ته پورته شول.))


د بلخ ولسوالي د هېواد په کچه د اپينو د کاروبار يو تر ټولو لوی مارکيټ او د قاچاق وړونکو لپاره يو راکښونکی مرکز دی، چې د افغانستان له نورو ولايتونو څخه دلته د اپينو د پېرودلو لپاره راځي.


د بلخ يو هټيوال چې له نيشه يي توکو سره سروکار لري، آی ډبليو پي آر ته وويل، چې هغه د عزت الله منطق مني: ((که چېرته د قاچاق وړونکو لپاره ډېرې لارې موجودې وي، چې خپل اپين بهرنيو هېوادونو ته وروسوي، نو د اپينو بيې به ډېرې لوړې وخيژي.))


په مزارشريف کې يو سياسي څېړونکی، قيوم بابک هم د پول په اړوند ورته نظر لري. هغه وايي: ((د کندوز په ولايت کې نوی پول به منځنۍ اسيا هېوادنو ته د اپينو د وړلو يوه تر ټولو ښه لاره شي.))


هغه وويل، په هېواد کې د اپينو د ودرولو يو ازينۍ لاره د کوکنارو د کرکيلې بندول دي، خو دا چې دا کار به څنګه تر لاسه شي، نوموړي څه ونه ويل.


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نيشه يي توکو سره د مبارزې معين، جنرال محمد داود وايي، د


نيشه يي توکو لوی سوداګر حکومت پېژندلي دي.((خو محکمې ته د هغوی د راکښلو په وړاندې لا تر اوسه يو څه ستونزې شته دی.))


Frontline Updates
Support local journalists