د نيشه توکو په له منځه وړلو کې وار بنګو ته رارسېدلی دی

په شمال کې بزګران د حکومت له پروګرام څخه پوزې ته راغلي، چې غواړي د بنګو بوټي له منځه يوسي.

د نيشه توکو په له منځه وړلو کې وار بنګو ته رارسېدلی دی

په شمال کې بزګران د حکومت له پروګرام څخه پوزې ته راغلي، چې غواړي د بنګو بوټي له منځه يوسي.

. دا ولايت د ((شيرک)) په درلودلو زيات شهرت لري، چې د اعلي کيفيت چرس دي او د ماهرو اشخاصو په لاسونو جوړيږي او د افغانستان دننه بازارونو کې پلورل کيږي. د جمعې شپه په دوديزه توګه د شيرک د غونډو د شپې په نوم ياديږي. په دې شپې کې چرس د يو پايپ، يا (بونګ؟) له لارې څګل کيږي او يوه ځايي ساعت تيري ده. دا توکي غيرقانوني دي، خو کارونه يې دومره پراخه ده، چې چارواکو پرې سترګې پټې کړي دي.



اوس هر څه د بدلون په حال کې دي. حکومت غواړي په پرېکنډه توګه نيشه يي توکي بند کړي.



په 2001 کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته د اپينو د بوټو (کوکنارو) د کرلو مخنيوی، چې هيروين ترې جوړيږي، لويدېځ حکومتونه دې ته اړ ايستل، ترڅو ګواښنه وکړي، چې افغانستان د نيشه توکو په يو دولت باندې د اوښتلو په حال کې دی. ملګرو ملتونو پروسږکال په يو خپاره شوي رپوټ کې ويلي و، چې د نړۍ په سلو کې نوي برخه هيرويين له افغانستان څخه سرچينه اخلي.



نړيوالی ټولنې له نيشه يي توکو سره د مبارزې په اړه د هغې د له منځه وړلو له پروګرام سره سخاوتمندانه مرسته کوي. يوازې دامريکا متحده ايالتونو په افغانستان کې د نيشه يي توکو د مبارزې لپاره د 780 مليونو ډالرو ژمنه کړې او نورو هېوادونو، د هغو په منځ کې برتانيا، له کمپاين سره د مبارزې لپاره پيسې او سرتېرې چمتو کوي.



د نړيوالو څېړنو له مخې دې کمپاين تر اوسه يو څه نتېجه ورکړې ده. په داسې حال کې چې په يو شمېر ولايتونو کې په پرتله ييزه توګه پراخه ځمکه د کوکنارو له کروندې بهر شوې ده، خو په نور سيمو کې توليد د پخوا په شان هماغسې په خپل زور او ځواک پاتې دی.



له هغو ولايتونو څخه چې تولېد په کې لا د پخوا په څېر په خپل حال پاتې دی، د بلخ ولايت دی. رسمي چارواکي اټکل کوي، چې په وروستيو کلونو کې په دې ولايت کې حاصلات درې برابره شوي دي. په سيمه ييزې ادارې زور اچول شوی، چې د خپل کار پايلې جوتې کړي. ددې کار له امله، د بنګو د بوټو په ګډون، د ټولو ناقانونه توکو په وړاندې مبارزې زور اخيستی دی.



د بلخ ولايت د پوليسو د قوماندانۍ وياند، شيرجان درانی وايي: ((موږ ګامونه پورته کړي، ترڅو کروندګرو ته څرګنده کړو، چې موږ کمپاين پيل کړی دی او په راتلونکي کې به په دې ولايت کې د کوکنارو او بنګو کرل بند شي.))



هغه وويل، د (نيشه يي توکو) د له منځه وړلو کمپاين ځايي پوليسو ته ورکړ شوی دی. نوموړي وويل: ((زموږ پوليسو ته د اړتيا وړ وسايل ورکړ شوي دي، چې په بشپړه توګه د کوکنارو او بنګو کروندې واړوي.))



چارواکو ته د نيشه يي توکو د له منځه وړلو په موخه بنګ يو تر ټولو اسانه کار دی. لکه څنګه چې اوس د کوکنارو وخت نه دی، د نيشه توکو په وړاندې د مبارزې سرښند ځواکونه خپله انرژي په بنګو لګولای شي، چې له اکتوبر څخه تر دسمبر پورې حاصل ورکوي.



کروند ګر وايي د بنګو کرکيله د کوکنارو هغو په پرتله څو ځله ګټه لري. هغه په اسانه وده کوي او د کوکنارو د بوټي په پرتله اسانه ساتل کېدای شي، هغه چې زيات کار او زيار غواړي او کار پوهو کارکوونکو ته اړتيا لري. بنګ په لنډه موده کې حاصل ورکوي او اخښل شوي چرس لږ ځای نيسي او په اسانۍ لېږدول کېدای شي.



همدا ډول بنګ لږې اوبه غواړي، هغه چې په افغانستان کې دوچکالۍ له امله يوه ستونزه ده.

د هغې ټولول هم اسانه دي. د بلخ د ولايت يو کروندګر وايي: ((کله چې د بنګو د ټولولو وخت راورسيږي، موږ يوازې بوټی رېبو او په يو وچ ځای کې يې ساتو. له هغې وروسته بوټی څنډو، ترڅو تخم ترې ولويږي. موږ د مزدورانو نيولو ته، د کوکنارو په څېر، اړتيا نه لرو. له دې امله بنګ ډېر ارزانه لاس ته راځي.))



سره له دې چې هغوی د کوکنارو په پرتله، که چېرته يې وکري، يو په څلورمه حاصل اخلي، يو شمېر کروندګرو دا ښه ګڼلې چې بنګ وکري، له دې امله نه چې لږ کار او لګښت غواړي، بلکې له دې امله چې د کوکنارو په پرتله به له لږې سزا سره مخامخ شي.



د بلخ د ولايت يو کروندګر، 55 کلن محمد جان، چې د بنګو کرونده يې اړول شوې ده، وايي، ((موږ فکر نه کاوه، چې هغه (بنګ) غير قانوني و. حکومت په تېرو کلونو کې يوازې د کوکنارو کروندې اړولې.))



په ځانګړې توګه د محمدجان او نورو کروندګرو غوسه په دې راځي، چې حکومت تر اکتوبر پورې وکتل او هغه مهال چې کښت حاصل ته نژدې شو، نو هغوی يې په اړولو پيل وکړ.



محمدجان ګيله وکړه: ((زموږ د يو کال کار له لاسه لاړ. که چېرته حکومت موږ ته اخطار راکړی وای، نو موز به بنګ نه وای کرلای. دې کار زموږ ژوند په بشپړه توګه ويجاړ کړ.))



کروندګر وايي، که چيرته قانوني کښت وکرو، نو کورنۍ نه شو مړولای.



د بلخ د ولايت د چاربولک دولسوالۍ يو کروندګر، فضل الرحمن وويل: ((که زه غنمو خپل يو کلن حاصل راټول کړم، بازار ته يې يوسم او ويې پلورم، نو په سختۍ به پرې د يوې اوونۍ لپاره ګوزاره وکړم. موږ اجازه نه لرو، کوکنار اويا بنګ وکرو، خو حکومت له موږ سره د نورو تخمونو په پيدا کولو کې مرسته نه کوي. له دې امله به خپل کورونه پرېږدو، چې ځانته ډوډوۍ ومومو. ما هېڅکه هم کوکنار نه دې کرلي، ځکه ډاريږم، حکومت د کوکنارو کروندې اړوي. له دې امله مې پر ځای په يو دوه جريبه ځمکه کې بنګ کرل. له هغې څخه لاسته راغلي حاصل زما او زما د کورنۍ د يو کال لګښت لپاره بس دي. اوس چې حکومت زموږ د بنګو کروندې واړولې او ژمی راروان دی، موږ بل څه نه لرو، چې ګوزاره پرې وکړو.))



د کورنيو چارو له نيشه يي توکو سره د مبارزې معين، جنرال محمد داود وويل، حکومت به د هيڅ نيشه يي بوټي کرل ونه زغمي. داود د اکتوبر د مياشتې په منځ کې مزار شريف ته ولاړ، البته په دې موخه چې خلکو ته په هغه ولايت کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په اړه د حکومت ژمنه نوې کړي.



هغه وويل: ((حکومت پتېلې ده، چې په لومړي ګام کې کوکنارو او بنګو دتخمونو د کرلو منخه ونيسي. که چا دا بوټي وکرل، نو ځمکه يې واړول شي. په پای کې حکومت د نيشه يي توکو د لېږد رالېږد مخه نيسي.))



له نيشه يي توکو سره د مبارزې وزير، حبيب الله قادري په وينا د نيشه يي توکو په توليد کې بلخ له کندهار او هلمند څخه وروسته راځي. له دې امله د کابل حکومت په ځايي چارواکو باندې زيات فشار راوړي.



هغه وايي: ((په بلخ کې د نيشه يي توکو د کروندو له مخ په زياتېدو سره حکومت هغه ولايت ته يو پلاوی استوي، ترڅو له ولايتي چارواکو سره وګوري اوددغه بوټو د کرنې مخه ونيسي.))



قادري ټينګار کوي، چې حکومت د کروندګرو د ژوند حالت ته هم اندېښمن دي. هغه وايي: ((دا پلاوی مالي او تخنيکي سرچيني لري او د له منځه وړلو له عمليې سره به هغوی د کروندګرو داړتياوو لست واخلي او د هغوی د ستونزو د له منځه وړلو په هکله به ګامونه واخلي.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists