د انترنيټ پراختيا

د حکومت د يو نوی پروګرام له لارې به انټرنيټ د پرګنو په واک کې ورکړشي.

د انترنيټ پراختيا

د حکومت د يو نوی پروګرام له لارې به انټرنيټ د پرګنو په واک کې ورکړشي.

په داسې يو هېواد کې چې رسنۍ په کې يا ډېرې کمزورې دي او يا په نشت شمېرل کيږي، افغان حکومت يو پروګرام تر لاس لاندې نيولی دی، ترڅو د ډيجيتل د بيسم شبکې له لارې انټرنيټ ته د ټولو خلکو لاسونه ورسيږي.


د مخابراتو د وزير، انجنير اميرزي سنګين په وينا، دا شبکه چې اوس يوازې په پلازمينې کابل کې فعاله ده، ډېر ژر به نورو دولسو ولايتونو ته وغځيږي او د کال تر پايه به په ټول هېواد کې فعاله شي.


تر اوسه حکومت ددې پروژې په رامنځته کولو باندې اويا مليونه ډالره لګولي او په پام کې لري، چې نور 50 مليونه ډالره به ددې کال تر پايه پورې د هغې په بشپړولو ولګيږي. سنګين وويل، نهه زره ديجيتل تيلفونونه له شبکې سره نښلولو ته چمتو دي.


لکه څنګه چې حکومت په يو شمېر ولايتونو باندې د واک د ټينګولو لپاره هلې ځلې کوي، د بيسيم انټرنيټ له لارې د افغانستان نښلول اقتصادي او سياسي پرمختګ دواړو ته ډېر ارزښتمن بلل کيږي.


سنګين وايي: ((د سوداګرۍ مرکزونه، حکومتي څانګې، ښوونځي او نورې موسسې به د انټرنيټ له شبکې څخه ګټه واخلي.))


د مخابراتو د وزارت معين، بريالي حسام وويل، حکومت د چين د هېواد د مواصلاتو (تيلي کمونيکشن) له دوو شرکتونو،ZPE او Huaway سره ددې شبکې د جوړېدو په اړه تړونونه لاسليک کړي دي.


حکومتي او شخصي موسسو ته د پرمخ تلليو مخابراتي وسايلو په چمتو کولو برسېره چارواکي هيله لري، عادي خلک، چې تراوسه انټرنيټ نه لري، هم له دې شبکې څخه ګټه پورته کړي.


اوسمهال ويب په کابل کې د انټرنيټ د يو شمېر شخصي کلبونو له لارې کارول کيږي. خو په يو ساعت کې د يو ډالر د بيې له مخې د انټرنيټ کارول په داسې يو هېواد کې زيات ګران بريښې، چې، حکومتي مامورين او ښوونکي په کې په مياشت کې د 60 ډالرو په خواوشا کې معاشونه اخلي.


سنګين وايي، ځانګړې بيې بايد رامنځته شي. حکومت په پام کې لري، ترڅو د انټرنيټ د شخصي کلپونو په پرتله دېرش سينټه لږې پيسې واخلي او د شپې له خوا به دا بيې نورې شل سينټه هم راټيتې شي.


حسام وويل، په دې برسېره چې خلک به خپل کمپيوترونه ولري، مشتريان به يو بيسيم ديجيتل تليفون هم اخلي، چې د 140 او 160 ډالرو تر منځ بيه لري. هغوی به يو کارت هم اخلي، چې د کارونې د دقيقو (وخت) ټاکلې اندازه به په کې ليکل شوي وي. په هغې برسېره به حکومت په دې سيستم باندې د مياشتې څلور ډالره ټکس هم ولګوي.


حسام وويل، حکومت په پام کې لري، چې نويو مشتريانو ته دوه لومړۍ مياشتې خدمت په وړيا توګه وړاندې کړي.


له نوې شبکې هرڅوک خوشحاله نه دی.


په کابل کې د سبا انټرنيټ کلب خاوند، حسام الدين وايي، د حکومت له خوا د ټيټې بيې رامنځته کول به د هغه کاروبار ته زيان ورسوي. هغه وايي: ((د مخابراتو د وزارت نوی سيستم به زموږ کاروبار ته په سلو کې 50 زيان ورسوي. خلک به ويب ته په ټيټه بيه وروسېدای شي. هيڅوک به زما د انټرنيټ کلب ته له هغې وروسته رانه شي.))


خو په هېواد کې د دولسو فعالو بيسيم مخابراتي شرکتونو په کتار کې د افغان بيسيم شرکت د حکومت د نوې پروژې هرکلی کوي.


د کمپنۍ يو وياند، محمد نعيم حقمل وويل: ((موږ د رغنده سيالۍ غوښتونکي يو، که هغه د مخابراتو وزارت وي او يا نورې کمپنۍ، چې عادي خلکو ته خدمت کوي. ... دا پخپله يو ډول خدمت دی.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists