د نشه یي توکو سوداګرۍ په نیمروز ولایت کي غوړيدلې ده

له ایران څخه راستنیدونکي کارګر هم د نشه یې توکو خپرولوکې سره مرسته کوي.

د نشه یي توکو سوداګرۍ په نیمروز ولایت کي غوړيدلې ده

له ایران څخه راستنیدونکي کارګر هم د نشه یې توکو خپرولوکې سره مرسته کوي.

Poppy production is on the rise in Nimroz province. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Poppy production is on the rise in Nimroz province. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

د کوکنارو کرل او قاچاق په لویدیځ نیمروز ولایت کې ډېر زیات شوي دي ، چارواکي هم ګوت نیونه کوي چې په سیمه کې د روږدي کسانو په شمېر کې زیاتوالي د غمیزې لامل کیږي.

نیمروز ولایت د قاچاق لپاره یوه ستراتیژیکه سیمه ده، دغه ولایت  له ایران سره ۲۳۵ کیلومتره ګډه پوله لري. همدارنګه له هلمند ولایت سره يې پوله نښتې، چې د افغانستان نیمایی اپین پکې تولیدیږي.

د نوموړي ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې د ریاست د عامه خبرتیا د پروګرام مسؤول، عبدالقیوم کریمي وویل، په ۲۰۱۶ کال کې د نیمروز ولایت په ۵۳۳۰ هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. کریمي وویل، له نژدې څخه له امنیتي ځواکونو سره په ګډ کار د هغه ریاست وکړای شول چې له دغه جملې څخه یوازې ۱۸ هکټاره ځمکه واوړي.    

هغوی یوه له ناکامې جګړې سره مخ دي. پروسږکال د خاشرود، چاربرجک، کنګ او د ولایت مرکز، زرنج په شاوخوا کې په ۱۱۴۷۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

ځايي خلک ګوته نیونه کوي  چې یوازې د کوکنارو کرکیله او قاچاق لوړ شوي  نه دي، د ولایت چارواکي د روږدي کسانو په شمېر کې د زیاتوالي له امله نور هم له خنډونو سره مخ دي. دغه کارهغو راستنېدونکو ته نسبت کیږي چې په ایران کې د کار پر مهال پر نشو روږدي شوی دي.

قومي مشر شپېته کلن حاجي عبدالغني وویل، زیات شمېر ځلمیان ایران ته د کار لپاره خپل کورونه پريښي وو. هلته يې زیاته موده د هیروینو او کوکاینو، په ګډون نور نشه یی توکي کارول.

هغه دوام ورکړ، په نیمروز ولایت کې نشه يي توکي د ځايي چارواکو په مرسته په ښکاره ډول پلورل کيږي.

د نیمروز اوسیدونکي ۲۳ کلن ځوان وايي، سره له دې چې د یوې لیسې فارغ التحصیل و، خو په خپل ولایت کې ورته کار پیدا نشو. ایران ته د کار موندلو په خاطر لاړ، خو هلته يې کار ورکوونکي پر نشې روږدی کړ.

هغه وویل: «د ورځې په پای کې د کار له بشپړېدو وروسته به ډېر ستړی شوی وم ،  دغه مهال به ماته دکار خاوند ګولۍ راکولې چې دراحت احساس وکړم  د وخت په تېرېدو روږدی شوم ، په پای کې دایراني پولیسو له خوا ونیول شوم او افغانستان ته وشړل شوم ))  

د ۲۲ کلن وحید په نامه یو بل ځوان وویل، د هغه کیسه هم ده ته ورته ده. په افغانستان کې يې کار نشو موندلای، د بخت ازمایلو لپاره ایران ته لاړ.

وحید وویل: «سخت کار مې کاوه او ډېر به ستړی کېدم. بادار مې راته هر وخت راته یوه ګولۍ راکوله چې سټریا مې رفع شي  ګولۍ د مرستې پر ځای پر نشه یي توکو روږدی کړم.»

د ولایتي شورا غړي، حاجي مسعود حکیمی دا مني چې له ایران څخه د ځوانانو د راستنېدو له امله پر نشه یي توکو روږدې کیدل په نیمروز کې د غمیزې سرحد ته رسیدلی، ځکه دغه ځوانان وروسته پر وسله والو غلاوو او نورو جنایتونو عادت کیږي.

د نیمروز پراخه سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده، چې د ممنوعه مالونو راوړلو ته يې لاره هواره کړې ده.

د ولایتي شورا د ریاست مرستیال، محمد صدیق چخانسوري وویل، د نشه يي توکو قاچاق کوونکي له دغه ناقانونه سیمو څخه کار اخلي.

هغه وویل: «د نشه یي توکو کاروانونه د نیمروز ولایت د خاشرود، د هلمند ولایت له موسی کلا او د فراه ولایت د بکوا له ولسوالیو څخه تېرېږي او نشه يي توکي پاکستان ته لېږدوي.»

چخانسوري ګوته نیونه وکړه چې  د دغه کار د مخنیوي لپاره کوم عملي لارې چارې موجودي نه دي.

هغه وویل: «د نیمروز ولایت د نشه يي توکه سره د مبارزې د ریاست له خوا ټول نیول شوي پلانونه مازې سمبولیکه بڼه لري. هغوی د دغه ستونزې د مخنیوی لپاره کوم عملي لاره نه ده وړاندې کړې.»

د نیمروز ولایت د مدني ټولنې د شبکو رئیس، محمد فیصل سهار هم وویل، حکومت داسې کوم تګلاره نه لري چې د نشه یی توکو د چاقاق لارې بندې کړي.

هغه دا هم وویل، چې مافیایي ډلې خپل قاچاق په ډېرو خوندي لارو انتقالوي، په داسې حال کې چې نشه يي توکي پېرودل کيږي، پلورل کيږي او په ازاد ډول کار و بار یې په نیمروز ولایت کې روان دي.

ځايي فعال، نیک محمد مصدق یادونه وکړه چې د دلارام – زرنج لویه لار په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوه او د هېواد له ډېرو ګڼه ګوڼو لارو څخه ده. دغه لاره له افغانستان څخه ایران، پاکستان او نورو ځایونو ته د نشه يي توکو د قاچاق لویه لار ده.

مصدق وویل: «د نیمروز – دلارام او سویل لویدیځ  لارې باید د نشه يي توکو د ترانزیت اسانتیاوې له منځه لاړې شي، ترڅو له دې وروسته زموږ پر حیثیت د داغ لامل نه وي.»

د نیمروز د پولیسو ویاند، محمد عمري ونه منله چې ګوندې ځايي چارواکي د نشه یې توکو لېږد رالېږد مخه نه نیسي هغه  زیاتوي، د پولیسو چارواکو لا له وړاندې څخه د نیمروز ولایت په مرکز کې د نشه یی توکو د سوداګرو د په نښه کولو ستراتیژي جوړه کړې ده.

هغه وویل: «د نیمروز د پولیسو قوماندانۍ عملیات تر لاس لاندې نیولي دي چې د زرنج ښار د نشه يي توکو له سوداګرو څخه پاک کړي.» هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې دا پروګرام ولسوالیو ته هم وغځول شي.

Frontline Updates
Support local journalists