د نجونو ښوونځي سوځول شوي دي

ميندي او پلرونه او پخپله زده کوونکي د هغو حملو له امله چى پر ښوونځيو شوي د خوف او ناباورۍ احساس کوي.

د نجونو ښوونځي سوځول شوي دي

ميندي او پلرونه او پخپله زده کوونکي د هغو حملو له امله چى پر ښوونځيو شوي د خوف او ناباورۍ احساس کوي.

Wednesday, 2 March, 2005

سرښوونکى حبيب اله چى د سوځول شوي ښوونځي پاتى شونو ته ګوري، داسى د خپګان احساس کوي چى خپل کور يي سيزل شوى وي. هغه وايي : موږ دا ښوونځى ډير په زحمت سره جوړ کړى و. د سيمى خلکو د دغه ښوونځي ځمکه په خپلو پيسو رانيولى وه. موږ د زده کوونکو د نومونو ثبتول همدا تيره مياشت پاى ته ورسول او يوى سويډني موسسى له موږ سره ژمنه وکړه چى د قرطاسيي په برخه کى به هغوى له موږ سره مرسته وکړي. د زده کوونکو شمير د ورځى په تيريدو زياتيده. خو له بده مرغه کوم بى رحمه انسان زموږ دا ټولى هيلى له خاورو سره برابرى کړى.


وروستيو حملو د افغانستان په پنځو ولايتونو کى د زده کوونکو حضور، روحياتو او د ټولګيو شمير ته سخت زيان ور رسولى دى.


ګڼ شمير نجونى په هغو ولسواليو کى چى ښوونځي يي سوځول شوي او يا يي پر ښوونځيو د توغندو حملى شوي ټولګي ته نه حاضريږي.


د بيلګى په توګه د لوګر په ولايت کى ، د هغه ولايت د ښوونى او روزنى د مشر غلام حضرت صديقي په وينا، پر ښوونځيو تر حملو وروسته د زده کوونکو د سوبتيا په برخه کى په سلو کى پنځوس کموالى راغلى دى. ميندى او پلرونه د خپلو ماشومانو د مصو نيت له امله انديښمن دي او ويره لري چى داسى پيښى به ډير تکرار شي او آن لوڼى به يي وتښتول شي او يا به پرى تيرى وشي.


خو د ښوونى او روزنى د وزير معاون محمد معين مرستيال ټينګار کوي چى ګواکى په ټول هيواد کى د زده کوونکو په حاضرۍ کى لږوالى نه دى راغلى. هغه وايي: د زده کوونکو ميندو او پلرونو تر يوى مودى انديښنه درلوده خو موږ ورته ډاډ ورکړ چى پوليس ځواکونه به د جنايت کارانو په وړاندى جدي تګلاره غوره کړي.


په تيرو څو مياشتو کى د کندهار، سرپل، زابل، لوګر او د وردګو په ولايتونو کى د نجونو پر ښوونځيو حملى شوي دي. په ډيرو مواردو کى دا حملى د ليکل شويو پاڼو د ګواښونو وروسته تر سره شوي چى دا ليکل شوى پاڼى په کليو او ښارګوټو کى لګول شوي و او په هغو کى ميندو او پلرونو ته دستور ورکړ شوى و چى خپلى لوڼى ښوونځي ته پرى نه ږدي. دغه له ګواښه ډک ليکونه دغه راز د کنړ، لغمان او هلمند په ولايتونو کى هم خپاره شوي و.


د طالبانو د رژيم پر مهال د نجونو ښوونځي په ټول هيواد کى تړل شوي و ځکه چى طالب مليشه د نجونو ليک لوست پر ضد و.


د وردګو ولايت د جلريز په ولسوالۍ کى د بي بي عايشى د ښوونځي سرښوونکى حبيب اله وايي نه پوهيږي چى ښوونځى يي چا سيزلى خو هغو خلکو چى دا عمل تر سره کړى دمخه يي ده ته اخطار ورکړى و چى نجونو ته د ليک لوست د ښودلو څخه دى ډډه وکړي.


د سيمه اييز بازار له څلورو چوکيدارانو څخه يو تن محمد عظيم چى د دوکاندارانو له خوا د دوکانونو د ساتنى له پاره استخدام شوى وايي: هغه او همکارانو يي هڅه وکړه چى د ښوونځي د بشپړ سوځيدو څخه مخنيوى وکړي. هغه وايي هغه مهال چى مو په ښوونځي کى د اور وړانګى وليدى په چټکۍ مو ځان هغه ځاى ته ور ورسوه او يه يوه ګړۍ کى مو اور مړ کړ.


اوس ١٩٠ نجونى د محمد خان هوټل په خونو کى زده کړه کوي چى اوس تړلى دى. نور کسان له دى ويرى چى ګواکى له دغه برخليک سره به مخامخ شي دى ته چمتو نه شول چى ښوونځي ته ځاى ورکړي.


حبيب اله او عظيم دواړو په سيمه کى پر کمزورو امنيتي تدابيرو نيوکى وکړى. عظيم وايي: هر څوک يو ټوپک لري او پخپله خپل امنيت نيسي.


د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى خبريال د جلريز د ولسوالۍ د پوليسو د مشر سره د تماس په ترڅ کى د خلکو د شکايتونو په اړه پوښتنه وکړه. هغه ونه غوښتل چى نوم يي واخيستل شي خو ويي ويل: په دغو مسايلو سر مه خوږوۍ . تاسى هم پوهيږۍ او زه هم پوهيږم چى خبره څه ده. ښه به دا وي چى دا خبرى هيرى کړۍ. خو د سيمى اوسيدونکي وايي نه شي کولى هغه ګواښ له پامه وغورځوي چى د دوى د لوڼو ژوند له تهديد سره مخامخ کوي.


د جلريز د وردګو د ولايت د ولسوالۍ د يوه تن دوکاندار سرور لور چى په هم هغه ښوونځي کى يي زده کړه کوله چى سوځول شوى او له منځه تللى وايي: تر هغه چى امنيتي وضع نه ده ښه شوى موږ نه شو کولى خپلى لوڼى ښوونځي ته وليږو.


هغه زياتوي: دغو ظالمو خلکو دا له ګواښه ډګ ليکونه په يوه ښوونځي کى ځړولي و چى پکښ ويل شوي و که چيرى ميندى او پلرونه ښوونځيو ته د خپلو لوڼو له استولو ډډه ونه کړي ښوونځى به د ورځى له خوا په توغندي وولو.


فيروزه چى يوه کوچنۍ لس کلنه نجلۍ ده چى د شيانو د رانيولو له پاره دوکان ته راغلى وه وايي له دى چى زموږ ښوونځى يي وران کړ ډيره خوابدى يم او که چيرى بل ځاى پيدا شي چمتو ده چى بيا ښوونځي ته ولاړه شي. هغه وايي که چيرى ښوونځى بيا پيل شي نو زه ښوونځي ته ځم او له گواښه نه ډاريږم.


محمد افضل چى يو له سيمه اييزو کروندګرو څخه دى او په داسى حال کى چى دکلي نورو خلکو يي د سر په خوځولو خبرى تائيدولى وويل: زموږ سيمه د وسلو پر انبار بدله شوى. تر څو چى خلک وسله ولري موږ د سولى مخه هم نه شو ليدلى. دا ټولى وسلى بايد راټولى شي. د آيساف عسکر کولى شي دلته راشي او له موږ سره مرسته وکړي. د کابل امنيت بى له شکه مهم دى خو موږ هم ساتنى ته اړتيا لرو. موږ غواړو چى زموږ ماشومان هم زده کړه وکړي.


په نورو ولايتونو کى هم ميندى او پلرونه او زده کوونکي همدا د ويرى او د اعتراض کولو احساس څرګندوي.


قدسيه چى د لوګر ولايت د محمد آغى د ولسوالۍ له زده کوونکو څخه ده وايي: له دى ويرى لرم چى يو ځل بيا مو پر مخ د تعليم دروازى وتړل شوى. زه غواړم د خپلو ورونو په شان تعليم وکړم او د هيواد په بيا ودانولو کى برخه واخلم.


د سيمى يو اوسيدونکى شکراله وايي ګواښ او ويرونه بايد خلک ونه ډاروي. سواد د سترګو رڼا ده . زه به هيڅکله اجازه ور نه کړم چى زما لور په کور کى بى سواده لويه شي.


د ولسولۍ د ښوونى او روزنى مشر يارمحمد خندان وايي د شکراله روحيه يوه نمونه ده. دا څرګنده خبره ده چى خلک د واښونو له امله انديښمن دي خو د هغو ښوونکو او زده کوونکو په شمير کى چى ښوونځي ته ځي کوالى نه دى راغلى.


خندان وايي ډير سيمينارونه او ورکشاپونه جوړ شوي دي چى له ښوونکو او زده کوونکو سره مرسته وکړي چى د ګواښونو په وړاندى تدابير ونيسي. د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو اداره يونسف د سيزل شوي ښوونځي د پاکولو له پاره مرسته کړى او خلکو ته يي د سيزل شوي ښوونځي پر ځاى يي خيمى ورکړي دي.


د ورګو ولايت د نرخ په ولسوالۍ کى د فاطۀ الزهرا ښوونځي تر سوځيدو وروسته ځنيو زده کوونکو په ميړانه د ښوونځي په انګړ کى خپلو زده کړو ته دوام ورکړى دى. د ښوونځى د يوى ښوونکى نرګسۍ په وينا د نومبر په مياشت کى د دوو حملو ورسته د زده کوونکو د حاضرۍ شمير له ٧٣٦ څخه ٥٠٠ کسانو ته راټيټ شوى دى.


سلما يوه له هغو زده کوونکو ده چى د ښوونځي تر سوځيدو وروسته ښوونځي ته نه ده تللۍ وايي: له هغى وروسته چى زموږ ښوونځى يي وسيزه پلار مى اجازه را نه کړه چى ښوونځي ته ولاړه شم. د سلما پلار محمد آضف وايي زما انديښنه پر ځاى ده هغه کسان چى ښوونځي ته اور ورته کولى شي زما لور هم وژلى شي. دوى د زده کړى دښمنان دي.


محمد داود يو تن بل له داسى پلرونو دى چى انديښمن دى او نه غواړي چى خپله لور ښوونځي ته وليږي. هغه وايي: تر هغى چى په امنيتي وضع کى ښه والى را نه شي زه خپلى لور ته په کور کى درس ورکوم.


د ورګو د ولايت د پوليسو آمر عبدالاحد وايي : تر ځنيو مشکوکو کسانو تحقيق کيږي خو نه شي کولى په ښوونځيو کى امنيتي پوستى جوړى کړي ځکه چش ښوونحي د هستوګنى په سيکو کى دي. د ښوونى او روزنى مسولين وايي چى د اميت تامين د پوليسو دنده ده او نه د ښوونى او روزنى د وزارت.


احد وايي پر ښوونځيو له حملو وروسته ښوونځيو ته تحريري ګواښونه هم استول شوي و چى پکښى ويل شوي و هغه نجونى چى ښوونځي ته ځي هغوى به وژل کيږي ځکه چى امريکايان او غربيان زموږ لوڼى ګمراه کوي.


د کورنيو چارو د وزارت کارکوونکو د ولايت چارواکو ته وستور ورکړى هغه کسان ونيسي چى ښوونځي يي سيزلي دي.د کورنيو چارو د وزارت مرستيال هلال الدين هلال وايي: که څه هم د وردګو او سرپل په ولايتونو کى ډير کسان نيول شوي دي خو د شواهدو د نشتوالي له امله بيرته خوشى شوي دي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists