د نه خوښې واده

د هغه مېرمنې قضيه چې "مېړه" يي يو اووه کلن ماشوم دی، په افغانستان کې د ماشومتوب د کوژدې کولو ښکارندويي کوي.

د نه خوښې واده

د هغه مېرمنې قضيه چې "مېړه" يي يو اووه کلن ماشوم دی، په افغانستان کې د ماشومتوب د کوژدې کولو ښکارندويي کوي.

(مستعار نوم) يوه 25 کلنه ښکلې نجلۍ ده. کله چې حکمت ته ګوري، تورې سترګې يي له اوښکوډکيږي. حکمت شپږ کلن وچ هلک دی، چې له هغې سره اوسيږي.



هغې په ژړېدونکي ژبه وويل: "ما هغه له درې کلنۍ څخه رالوی کړی دی. ما کله ناکله هغه ته خواړه هم ورکړي دي."



د ا ماشوم نه د هغې زوی دی، نه يي ورور دی اونه يي بنزی دی. هغه د هغې مېړه دی.



هغه وايي: "زما ژوند يوه لويه ستونزه ده. لطفا نورو خلکو ته وواياست، چې دا کار ونه کړي."



ګل غوټۍ، د سهيلي ولايت، هلمند اوسيدونکي، شپږکاله دمخه له يو ځوان سره واده وکړ، چې په کوچنيوالي کې يي کوژدن کړې وه. څنګه چې ميندو او پلرونو يي د واده او کوژدې په شرايطو باندې موافقه کړې وه، نو د معاملې پرې کېدل بيا ناشونې خبره وه، آن که نامزد (کوژده) يي په يوې پېښې کې ټپې هم شو.



د هغې پلار د هغې د ځوانۍ پر مهال مړ شو. د هغې کونډې مور د تړون د فسخ کولو لپاره لاره چاره او وسايل نه لرل.



ګل غوټۍ د نولس کلنۍ په عمر معيوب ميړه ته واده شوه. ميړه يي يو کال وروسته مړ او ګل غوټۍ کونډه شوه.



ددې سيمې د دود او دستور له مخې، چې زياتره اوسيدونکي يي پښتانه دي، واده شوې ښځه د مېړه د مېړه د کورنۍ د مال او شتو په ډلې کې راځي. که چېرته هغه کونډه شوه، نو معمولا د مړه شوي مېړه له يو خپلوان سره يي نکاح تړل کيږي.



ګل غوټۍ وويل: "ما بايد دا اصول منلای وای او د خپل مېړه له کوچني ورور سره مې واده کړی وای."



دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې حکمت مازې درې کلن و.



هغې وويل: "هغوی زه له دې ماشوم سره واده کولو ته اړ ايستم. کله چې هغه لوی شي، نو زه به زړه شوې يم."



حکمت نه پوهيږي، هغه ښځه چې هغه پرېمنځي، په هغه پام کوي او خواړه ورته چمتو کوي، په حقيقت کې د هغه مېرمنه ده. حکمت هغې ته ترور (خاله) وايي. هغه کوچنی او شرمندوک دی. هغه له پردو څخه ليرې تښتي. نه هغه په ښوونځي کې دی او نه د هغه په کور کې څوک لوستی شته.



په افغانستان کې مور او پلار کله ناکله خپلواولادونو ته په کوچنيوالي کې ښځه کوي، آن هغه مهال چې لا نوی زيږيدلای وي. داسې قضيې هم شته، چې د لسو ورځو ماشوم کوژده شوی وي او آن يو بل ته واده شوی وي. که څه هم د دا راز ودونو په وړاندې قانوني او ديني ممنوعيت شتون لري.



په زياترو معاملو کې د پام وړ پيسې له يو لاس څخه بل لاس ته ځي. د زوم کورنۍ د ناوې کورنۍ ته د جامو او ګاڼو په ګډون د ولور په نوم پيسې ورکوي. کله ناکله څاروي هم ورکول کيږي. ددې راکړې ورکړې له مخې بيا وروسته نه شي کېدای دا تړون فسخ شي.



دا دود د هېواد په يو شمېر سيمو کې د له منځه تللو په حال کې دی، خو داسې زياتې بېلګې شته، د ګل غوټۍ او حکمت په څېر کورنۍ په يو داسې وضعيت کې ښکېل شوي، چې ځانونه نه شي خلاصولای.



ګل غوټۍ وويل: "زه به خوښي ونه ګورم. زه به هيڅکله يوه رښتينې مېرمن نه شم."



دا ځوانه مېرمن د دود له مخې د خپل مېړه په کور کې اوسيږي او له ډاره ريږيدي، چې خسر يي ونه وپوهيږي، له يو خبريال سره خبرې کوي.



هغې په زارۍ وويل: "د مهربانۍ له مخې زما پيغام نورو خلکو ته ورسوئ! ميندو او پلرونو ته وواياست، چې خپل اولادونه د ماشومتوب پر مهال واده نه کړي. که نه نو په دې ناورين به اخته شي.
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists