د مزارشريف شار ته د پوليسو نوى واك واستول شو

مركزي حكومت د شمال دجنگ سالارانو تر منځ د جګړو له امله راولاړې شوې امنيتي وضعې د كرارولو لپاره هلته د پوليسو ځواك استولى دى.

د مزارشريف شار ته د پوليسو نوى واك واستول شو

مركزي حكومت د شمال دجنگ سالارانو تر منځ د جګړو له امله راولاړې شوې امنيتي وضعې د كرارولو لپاره هلته د پوليسو ځواك استولى دى.

Wednesday, 22 October, 2003

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د بلخ په ولايت كې د رامنځ ته شوي تازه اخ وډب له امله له كابل ځخه مزارشريف ښار ته د امنيت د بيرته راستنولو په منظور د پوليسو يو درې سوه كسيزه ځواك استولى دى. دا پوليس چې به لږ تر لږه د مزارشريف په ښار كې د پنځو مياشتو لپاره پاتيې شي، د پوليسو د ګزمو شمير به زيات كړي او همدارنګه د هغه پوليسو د ځاى تشه به هم ډكه كړي، چې د بلخ ولايت په نوې جوړه شوې اكاديمى كې تر روزنې لاندې نيول كيږي.


د 2001 كال په نومبر كې د طالبانو له رانسكوريدو راوروسته شمال ولايتونه د پخوانى شمال تگلوالې د دوو قوماندانانو جنرال عبدالرشيد دوستم، د ولسمشر حامد كرزي امنيتي سلاكار او جنرال عطا محمد د اوومې قول اردو قوماندان ترمنځ د قدرت د ترلاسه كولو د سيالى ډگر ګرځيدلي دي.


د جنرال عطا محمد پوځي واحد د نوې لويديځ روزونكي افغاني ملي اردو برخه نه ده او د جمعيت اسلامي له تنظيم او د دفاع له وزير محمد قسيم فهيم سره تړاو لري.


دوستم د اوږدي مودې لوبغاړى، چې په اتياوموكلونوكې د شوروي پلوي قوماندان په توګه يې په دندې پيل وكړ، د جنش ملي اسلامي د ډلې مشري كوي.


زياتره تنظيمي جګړې د اتلسو مياشتو راهيسې له مزارشريف بهر د بلخ ولايت په شاوخوا كې واقع شوي دي. خو د ښار كنترول، چي داقتصادي سياسي ګټو زړى جوړوي، د سيالو قوماندانانو ستره هيله ده. په ملكي وګړو باندې د جنايتونو د څپو تور په هغو سرتيرو اچول كيږي، چې په دې دواړو ډلو پورې تړلې دي.


سيمه ييزو خلكو ددې نويو پوليسو په راتګ د خوښى او خوشحالى څا ايستلى ده. د بلخ ولايت د پوهنتون د طب د پوهنحگي زده كوونكې محجوبه فرشته وايي: "موږ تل په انديښنې كې يو. آن پوهنتون ته د تګ په لار. هيڅكله په لوستونو تمركز نه شو كولاى." حميده همدرد د يوې سيمه ييزې موسسي مشره، چې د ميرمنولپاره د سواد د زده كړې كورسونه جوړوي، آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د هغې له 300 تنو زده كوونكو څخه 50 تنه يې د څيرمه پوستو د سرتيرو د مزاحمت له امله كوروسونوته نه راځي. هغه وايي: "وسله وال سړي زموږ زده كوونكي ډاروي." نوموړې زياته كړه: "څه موده وړاندې هغوى زه په لرګي په شا ووهلم. زه ملا ته د شكايت لپاره لاړم، خو ملا راته وويل، چې له دې خلكو سره د مقابلې ځواك نه لرم."


نوي پوليس په سيمه كې د تاو تريخوالي د زياتيدو د مخنيوي په منظور راغلي دي. وروستى جګړې د اكتوبر د مياشتې په لومړى اوونى كې هغه مهال په مزارشريف كې رامنځ ته شوې، چي د دوستم دوه تنه قوماندانان و تښتول شول. بريد كوونكي ونيول شول خو بيرته ژر خوشې كړاى شول.


د اكتوبر په نهم په افغانستان كې د ملكگرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) او په كابل كې د برتانيې د سفير په ملاتړ د افغانستان د كورنيو چارو وزير علي احمد جلالي د اړوندو ډلو ټپلو سره له خبرو اترو وروسته روغه جوړه رامنځ ته كړه . تړون دوستم او عطامحمد لاسليك كړ، چې د هغې له مخې به يو كميسون كې د جمعيت او جنبش په ګډون د يوناما او د برتانيې تر مشرى لاندې د ولايتي بيارغاونې د ډلي استازي برخه ولري او د تښتول شوو قوماندانانو په هكله به موضوع وڅيړي او د اوربند څارنه به وكړي.


د تړون د پلي كولو سره د مرستې په غرض جلالي وپتيله چې د ملي ځواك پوليس دې ښار ته واستوي. دا پوليسي ځواك به د سيمې له پوليسو سره د تلاشى په پوستو كې او همداشان د ګزمو او د ښار په دننه او بهر د تاوتريخوالي په رامنځ ته كيدونكو سيمو كې مرسته وكړي.


زلمى خان مزارشريف ښار ته د ليږل شووو پوليسو له ډلي څخه دى. هغه وايي، د هغه ملګري ښه روزل شوي، له بيلابيلو قومونو څخه جوړ او له هيڅ سياسي ډلې ڼپلې سره تړاو نه لري.


رحمن ګل افغانيار له كابل څخه د پوليسو يو بل ليږل شوى مامور دى، هغه وايي: "موږ چمتو يو چې هر راز مزاحمت له منځه يوسو او په بشپړ زړورتوب د هغه چا په وړاندې وجنګيږو، چې غواړي ناارامي راپيداكړي." نوموړى زياتوي: "زه له ټولوخلكو څخه غواړم، چې يو له بل سره لكه د ورورو په څير چال چلند وكړي."


ددې تمه كيږي چې په مزارشريف كې د پوليسو په شته والى به راولاړې شوې ستونزې پخپله د هغه ولايت د پوليسو له خوا له منځه يوړل شي.


د جنرال دوستم پوځي سلاكار جنرال مجيد روزي د وينا له مخې د مزارشريف په ښار كې شته ځواكونه د جمعيت د تنطيم تر ولكې لاندې دي. نوموړى وايي: "زه نه وايم چې ټول په هغوى وي، خو د موجودو پوليسو زياته برخه يې بې پرې نه دي. موږ بايد هغه چانگ او وكړاى شويو نوى حگواك رامنحگته كړو، چيگ تگولو ألو تگپلو ته د منلو وړ وي."


د مزارشريف د پوليسو قوماندان جنرال عيسى افتخاري نوموړې خبرې ته داسې غبرګون وښود: د پوليسو افراد له اوومې قول اردو څخه ګومارل شوي دي، خو افسران يې ټول مسلكي كسان دي. هغه وويل له اوربند څخه راوروسته امنيتي حالت ښه شوى دى.


د ولايتي بيارغاونې د ډلي وياند تورن ټام بيكر آى ډبليو پي آر ته وويل، له كابل څخه راغلي نوي پوليس به سيمه ييزو پوليسو ته ددې موقع وركړي، چي د پوليسو په نوې جوړې شوې اكاديمى كې ، چې په پام كې دي په راتلونكې جنورى كې په كار لاس پورې كړي، تر روزنې لاندې ونيول شي. دا روزنيز مركز چې د امريكا د متحده ايالتونواو برتانيې په ګډه مرسته جوړ شوى، لس اوونيز روزنيزو كورسونو كې به ملكي پوليسو ته سياسي تخنيكونه وروښوول شي او په يو وخت كې به 350 پوليس په هغې كې په زده كړې بوخت وي.


د ښار اوسيدونكي له كابل څخه د راغلو پوليسو په هكله د هغوى د مرستي اوهمدا شان ددغې روزنې هركلى كوي.


سيد خليل رحمن يو 25 كلن ځوان دى، چې د دوو كلونو راهيسې د پوليسو دنده پر مخ بيايي. هغه له پوليسو سره تر يوځاى كيدو دمخه په يوې ديني مدرسې كې تر اووم ټولګي پورې زده كړه كړې ده. هغه وايي: "كله چې پوليسو ته راغلم نو په حقيقت كې په هيڅ شي نه پوهيدم. زه ډيگر ليوال وم، چې روزنه ترلاسه كړم او د پوليسو په هكله څه زده كړم، خو ددې كار لپاره كومه لاره نه وه. اوس چې مې واوريدل په مزارشريف كې د پوليسو اكاديمي جوړيږي، زه ډيگر خوشحال شوم، چې ګوندې وبه روزل شم او څه زده كړه به ترلاسه كړم."


رحمن په دې تمه دى چې ددغې روزنې له بهير وروسته به يې معاش هم زيات شي. هغه وايي چې اوسنى معاش ډير لږ دى او د هغه سمه ګوزاره پرې نه كيږي. نوموړى وايي: "د پوليسو د كار د كيفيت د ښه والي لپاره يې بايد معاشونه لوړ كړاى شي، چې په دې توګه به پوليس د رشوت اخيستلو ته اړتيا ونه لري."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists