د مزار غميزه د لويديځ د تصميم ازمېښت
دا به ډېره ناسمه خبره وي چې که د مزار شريف او د هېواد په نورو برخو کې له تاوتريخوالي څخه د ډکو لاريونونو له امله له افغانستان څخه د نړيوالوپوځونو د ايستلو خبره رامنځته شي.
د مزار غميزه د لويديځ د تصميم ازمېښت
دا به ډېره ناسمه خبره وي چې که د مزار شريف او د هېواد په نورو برخو کې له تاوتريخوالي څخه د ډکو لاريونونو له امله له افغانستان څخه د نړيوالوپوځونو د ايستلو خبره رامنځته شي.
په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د مشر، پيتر آيشتيت ليکنه
د افغانستان په شمالي ښار، مزارشريف کې لاريون کوونکو د فلوريډا د کشيش په لاس د قران کريم د سوځولو د عمل په وړاندې د اپريل په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو پر ودانۍ بريد وکړ، د درېو نړيوالو کارکوونکو په ګډون يې اووه تنه ووژل. څلور تنه افغانان هم په دې پېښه کې ووژل شول.
دې او په افغانستان کې له تاوتريخوالي ډک نورو لاريونونو په دې هېواد کې د نړيوالې ټولنې حضور تر پوښتنې لاندې راوست.
دې پوښتنې ته بايد هرو مرو ځواب وويل شي. د نړيوالې ټولنې دنده او رول بايد په پرله پسې توګه د وخت او حالتونو له بدلون سره سم تحليل او له سره وکتل شي.
ناسم غبرګون به دا وي چې په افغانستان کې له لسو کلونو جګړو، بشردوستانه مرستو او په لسګونو مليارډو ډالرو لګولو وروسته د مزارشريف له وروستيو پېښو ډار رامنځته او د وتلو خبره راپورته شي.
قهرجن لاريونکوونکي، چې د ملګروملتونو پر ودانۍ يې ورودانګل، د فلوريډا د کشيش ،تيري جونس او د هغه د جنيس وايل کليسا د کړنې له امله پارېدلي وو، چې د مسخرې په توګه د Dove World Outreach Center په نامه ياديږي.
د مارچ په شلمه جونس او ملګرو يې د قرانکريم يوې نسخې ته اور واچاوه او له امله يې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه ترسره شول . داسې ناوړه لاريونونه چې يوازې په مزارشريف کې د شلو تنو د وژل کېدو لامل شو.
جونس ددې پرځاى کې چې په نړۍ کې د سولې پراخېدو ته کار وکړي، په خپلې کړنې د کرکې اور بل کړ او مرګ و ژوبله يې رامنځته کړه.
په داسې حال کې چې د جونس او د هغه د ډلې بې مسؤوليته او لارورکي چلن او اخلاقو ته له تاوتريخوالي ډک غبرګون نشي توجيه کېداى، ښايي بل کوم لامل هم ورسره وي، چې يو څه توضيح ته اړتيا ولري.
افغانستان د دښمنانو د هديرې په نامه مشهور دى. هره لوېشت خاوره يې د پخوانيو (غليمو) پوځونو له هډوکو او کوپړيو څخه ډکه ده. هرکله چې پياوړي مدنيتونو راغلي او تللي، هر يو يې پر دې کلتور د ګوتې نښې پرېښي دي.
افغانستان د تېرو دېرشو کلونو راهيسې يا له بهرنيو پوځونو سره او يا هم په خپلمنځي جګړو کې ښکېل دى، چې له امله يې ټولنه لا هماغسې ويجاړه پاتې ده. ښوونه او رزنه خال خال ده، اقتصاد په ځوړ روان دى او حکومت د بوړ بوړکۍ په څېر په هوا کې څرخيږي. .
د شمېرنو له مخې نژدې ٨٠ سلنه افغانان په کلو او بانډو کې ژوند کوي، د منظمې برښنا، روغتيايي څارنې، ښوونې او روزنې او امنيت.په څېر له ټولو خدمتونو بې برخې دي، چې په نړۍ کې حياتي بلل کيږي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د زيږېدنې کچه د نړۍ په ١٧ ځاى کې ولاړه ده، د مړينې کچه پکې، د مور او ماشوم د مړينې د کچې په څېر، دويمه لوړه شمېره لري. د عمر منځنۍ کچه يې ٤٥ کالوته رسيږي. ددې کار لامل په هېواد کې د خوړو کمبوت او له اوبو څخه راولاړې شوې ناروغۍ دي.
يو ډېر غښتلى شى چې افغانان يې لري، د هغوى دين او مذهب دى. افغانان پر خپل دين او مذهب ډېر مين دي. د جګړو له امله د کورنيو ډېر غړي او زياتره ملګري يا مړه شوي او يا وژل شوي. همداسې حکومتونه تلي او راغلي، خو افغانان لا هماغسې پر خپل دين او مذهب ټينګ پاتې شوي دي.
که له هېواده بهر د نړۍ په هر ځاى کې څوک پر اسلام بريد کړي او يا داسى احساس وشي، چې بريد کوي، نو ډېره کى سني مذهبه هېواد غبرګون ښيي.
کشيش جونس بېځايه هڅه کړې وه چې خپل عمل پرځاى وښيي.
هغه ويلي و، اسلام د تاوتريخوالي دين دى. خو که څوک د تېرې پېړۍ پوځي تاريخ ته پام وکړي، لويديځ/ عيسوي هېوادونه د اسلامي هيوادونو په پرتله ډېر متجاوز دي. له دې امله مسلمانان زياتره خپل ځانونه په دفاعي ليکه کې احساسوي.
سربېره پر دې جونس او د هغه کليسا د ډېره کيو امريکايانو د احساساتو استازيتوب نه کوي، چې له ډېرى نورو سره په پرمختيايي هېوادونو کې د خپلو ځانونو په څېر نورو ته هم د خپلو ديني مناسکو د سرته رسولو حق ورکوي..
داسې بريښي، جونس له دې ناخبره دى، چې د هغه عمل نه يوازې د نړى مسلمانانو ته يو سپکاوى و، بلکې په مليونو مسلمانانو ته هم سپکاوى دى چې په امريکا کې اوسيږي او کار کوي.
کېداى شي جونس د بيان د ازادۍ له حق څخه ګټه اخيستې وي، خو خپلو مسؤوليتونو ته يې هم شا اړولې چې د نورو حقونو ته پکې درناوى شامل دى.
د جونس چلن کوم ښه اونيک شى تر لاسه نه کړ، پر ځاى يې امريکايي ضد احساسات لا پسې راوپارول، نړيوالې ټولنې او همدارنګه سرتيرو ته يې په افغانستان او نوراسلامي هېوادونو کې د کار کولو په وړاندې ستونزې رامخته کړې.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې وضعه تر بل هر وخت ستونزمنه ده، خو هيله موجوده وه. افغانستان يو ځوان هېواد دى. منځنى عمر اوس اتلس کاله دى، د ليک لوست کچه پکې په بيړه مخ پورته روانه ده او د هېواد د ټول نفوس له لسو څخه تر دېرشو سلنه پورې رسيږي.
د افغانانو نوى نسل رالوييږي او په راتلونکې لسيزه کې به چمتو وي، چې د هېواد واګي په لاس کې ونيسي. هغوى لوستي دي، د کمپويټر پوهه لري، پر څو ژبو پوهيږي، ډېر ليواله دي چې د نړيوالې ټولنې غړي شي، خو نه د هغې ښکار او قرباني.
راتلونکې لسيزه به څرګنده کړي، چې نه يوازې د افغانستان راتلونکې، بلکې د سويلي اسيا راتلونکې به افغانستان ته د نړېوالې ستونزې محوري رول ورکړي.
نوموړى هېواد او سيمه پاملرنې ته اړتيا لري، نه د تيري جونس په څېر اشخاصو بې مغزه اعمالو ته.
په مزارشريف کې له وروستۍ غميزې وروسته ډار او په پاى کې له افغانستان څخه وتل به تر ټولو لوى ناورين وي.
په دې ليکنه بيان شوې نظر الزاما د آى ډبليو پي آر د نظر څرګندونه، نه کوي