د مينې افغاني بڼه

ښځې لا اوس هم د ودونو په بازا رکې د اسعارو په توګه کاريږي.

د مينې افغاني بڼه

ښځې لا اوس هم د ودونو په بازا رکې د اسعارو په توګه کاريږي.

ذاکره د خوني تربګنۍ په بدو کې ورکړ شوې وه. د هغه تره يو سړی وژلى و. ددې پرځای چې ددې دوو کرونيو تر منځ د غچ په اخيستلو کې د يواو بل وژل پاى ته ورسيږي، نو 22 کلنه ذاکره د وژل شوي سړي ورورته په نکاح شوه، چې د هغې د عمر درې برابره عمر يې درلود.

ددې ځوانې مېرمنې بدمرغې له ورايه د هغې له څېرې ښکاري، خو هغه وايي، لږ تر لږه ما دا خبره ډاډه کوي، چې ددوو کورنيو د تر منځ د سولې او روغې جوړې لامل شوې يم. هغه وايي: ((زما بخت به همداسې و.))

دوه ويشت کلنه ذاکره،چې ناروغه بريښي، ډاکټر ته له ورتګ غاړه غړوي. هغه په ژړا وايي: ((زه دعا کوم، چې مړه شم، ځکه له دې ژوند مرګ غوره دی. زه نه پوهيږم، چې خدای ولې ښځې پيداکړي دي. زموږ ژوند له څارويو څخه بدتر دی.))

د ښځو د حقونو د يو ماهرپه وينا، د زور له مخې ودونه په افغانستان کې يو زوړ دود دی. له لوڼو څخه د پيسو کاراخيستل کيږي، پورونه پرې پرې کيږي، ګټه پرې کيږي، د (کورنيو) د نارينه غړيو ګران ودونه پرې سرته رسيږي، او د ذاکرې د پېښې په څېر د دوو کورنيو تربګني پرې له منځه وړل کيږي. خو دا ودونه هماغه اندازه ستونزې راټوکوي، لکه څومره چې پرې له منځه وړل کيږي.

د ښځو د چارو په وزارت کې د ښځو د حقوقو د څانګې قاضي، فوزيه امين وايي، د هغوی د څېړنو له مخې د کورنيو د تربګنيو نيمايي هغه يې د زور له مخې د ودونو له امله رامنځته کيږي. هغه وايي دا ستونزه په ولايتونو کې خورازياته ده او زياتوي، په داسې حال کې چې د هغې وزارت دې ستونزې ته درسېدو په موخه کار کوي، خو هغومره زور يې نه رسيږي، چې د دودونو له درانه بار سره ډغري ووهي. هغه وايي: ((موږ کوم اجرايوي ځواک نه لرو. څه شی چې کولای شو، هغه تبليغ او خپرونې دي.))

د علي آباد د روغتون د رواني ناروغيو ډاکټره، خديجه الکوزۍ وايي، د هغوی د عقلي ناروغانو نيمايي برخه ښځې دي. هغه وايي، له دې ډلې څخه زيات شمېره هغه ښځې دي، چې د زور له مخې واده شوي دي.

د افغانستان د سترې محکمې غړی، قيام الدين کشاف د زور له مخې ودونه يوه پراخه ستونزه ګڼي. هغه وايي: ((اسلام ښځو ته ددې حق ورکړی، چې خپل مېړه په خپله خوښ کړي. مور او پلار بايد خپل اولادونه د خپلو ګټو له مخې په زور واده کولو ته اړ نه باسي.)) هغه زياته کړه، ددې لامل دادی، چې خلک د اسلامي قوانينوپه هکله ډېر لږ معلومات لري.

ولسشمر حامد کرزي دا ستونزه د اپريل په 22 د حضرت پيغمبر (ص) د مبارک ميلاد د لمانځنې په ورځ د خلکو غوږونو ته وروسوله. ولسشمر په ديني عالمانو غږ وکړ، چې د زور د ودونو په اړوند خلکو ته تبليغ وکړي. هغه وويل: ((د کوچنيوالي ودونه او د زور له مخې ودونه له اسلام سره يو مخالف عمل دی.))

د زرو له مخې د ودونو ستونزه په ټول افغانستان کې دود ده، خو په پلازمينې کې مخ په ځوړ ده.

د کابل په زاړه ښار کې زيږېدلې، يوويشت کلنه ګلۍ جانه لا له پخوا يو داسې سړي ته په نامه شوې وه، چې دوه مېرمنې يې لرلې. د هغې مور او پلار هغه نوموړي سړي ته د يو لوی پور په بدل کې ورکړې وه، خو ګلۍ جانه خپل سرنوشت ته غاړه نه ږدي. دا ځوانه مېرمن لږې زده کړې لري، خو په يو لوى ښار کې استوګنې کولو هغه زړوره کړې ده. هغه وايي: ((زه دا واده نه منم، آن که مړه مې هم کړي.))

کله چې يوه مېرمن واده شوه، نو هغه بيا د خپل مېړه د کورنۍ مال ګرځي او دځان لږ واک ورسره وي. پنځه دېرش کلنه حسينه يوه کونډه ده. هغه د اتلس کلنۍ په عمر يوزوړ سړي ته واده شوې وه، ځکه د هغه مور او پلار د هغه پوروړي و. د هغې مېړه له يوې لنډې مودې وروسته مړ شو او هغه له خپلو دوو اولادونو سره يوازې پاتې شوه. د هغې يوه لور14 او بله 13 کلنه ده. هغه غواړي بل واده وکړي. خو د هغه لېور هغې ته ددې کار اجازه نه ورکوي.

د هغې په سترګو کې اوښکې ځليدې او ويل يې: ((زما خسرګنۍ ما ته وايي، چې يا بايد له خپل لېور سر واده وکړم او يا همداسې کونډه پاتې شم. زما (خپل) لېور نه خوښيږي. له دې امله غوره بولم، چې کونډه پاتې شم.))

Frontline Updates
Support local journalists