د موټرو چلوونکي د موټرو د تمځايونو له نشتوالي سر ټکوي

دا اسانه ده، چې په موټر کې د سپرېدو پر ځای په پخلو پښو ولاړ شي.

د موټرو چلوونکي د موټرو د تمځايونو له نشتوالي سر ټکوي

دا اسانه ده، چې په موټر کې د سپرېدو پر ځای په پخلو پښو ولاړ شي.

.

دا د ورانکارانو کار نه و. بلکې دا د ترافيکو کار و، چې له دې لارې يې هغه ته د موټر د ناسم ودرولو په هکله يادونه کړې.



همايون له ترافيکو سره د نيم ساعت ګړ بړ وروسته په غوسه وويل: ((زه به مې موټر وپلورم. يا به په خپلو پښو ځم او به يا ټکسي نيسم. پوليسو زما (د موټر) ټايرونه پنچر کړي دي. هغوی زما لايسنس هم اخيستی. د بېرته تر لاسه کولو لپاره يې بايد بډې ورکړم. څو څو ځلې مې څراغونه غلا شوي، زه بايد ځان له دې موټر څخه خلاص کړم.))



په پلازمېنې، کابل کې د موټرو چلول زياتې ستونزې لري، ځکه د راجستر شويو درې سوه زرو موټرو د ودرولو لپاره يوازې د موټرو دوه تمځايونه (پارکنيګونه) شته دی. د تمځايونو د سيمې نشتوالی ددې مانا لري، چې د همايون په څېر موټر چلوونکي تل ځانونه په اېشېدلو اوبو کې پراته ګوري.



همايون وايي: ((ان پوليس نه شي ويلای، چې د قانوني تمځايونو ځای چېرته دی.))



د ترافيکو درياست د پلان او احصايي رئېيس، سمونوال محمداکبردا مني، چې د تمځايونو د نشتوالي موضوع له ټولو څخه لاره ورکه کړې ده. په ښار کې هره ورځ د دوو سوو په شاوخوا کې موټر زياتيږي او ښاري منابع په نوک کې د سوک منډلو ته رسوي.



هغه وايي: ((څلوېښت کاله دمخه موږ د 20 – 25 زرو موټرو لپاره سړکونه جوړ کړي و.)) له هغې وروسته له دريو لسيزو څخه د زياتو جګړو او بې پروايۍ له امله د ښار زيربنا په ناوړه توګه ګډه وډه شوې ده.



هغه وايي: ((که وضع همداسې دوام ومومي، خلک به پلي تللو ته اړ شي.))



اکبر و ايي، په ښار کې د موټرو د شمېرې پر زياتوالې برسېره وضع د زياتو ودانيو د جوړلو له امله لا پسې ناوړه شوې ده، چې د طالبانو له رانسکورېدو راهيسي مخ په وړاندې درومي. ښاري پلان جوړوونکي د نويو هټيو، اپارتمانونو، ودانيو او هوټلونو د جوړلو د تصويب پرمهال د موټرو د تمځايونو په رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي.



هغه وويل: ((د موټرو له تمځايونو پرته د لوړو پوړيزو وداينو ودانولو د ترافيکې کنترول لپاره لويه ستونزه رامنځته کړې ده. د ودانيو جوړوونکي بايد موږ ته راغلای وای، تر څو مو ورته د ترافيکې مقرراتو سره سم د تمځايونه په نښه کړی وای، خو له بده مرغه تر اوسه دا کار چا نه دی کړی.))



د ښار جوړولو په وزارت کې يو لوړپوړي چارواکي، شېراغا صديقي د پراختيايي پروژو په تصويب کې پړه د ښاروالۍ د چارواکو په نه همکارۍ واچوله.



د کابل ښاروالۍ يو چارواکي، چې نه يې غوښتل ونومول شي، وويل، په حقيقت کې نه ښاروالي او نه د ښار جوړولو وزارت واک لري.



نوموړي چارواکي ادعا وکړه: ((په ښار کې زياتره لوړ پوړې ودانۍ د شخصي اړيکو پر بنسټ يا د ځواکمنو اشخاصو له خوا جوړې شوي، چې د قانون پرځای زور کاروي. هغوی د ښاري ماسټر پلان پر خلاف کارکوي. نه ښاروالي، نه د ښار جوړولو وزرات او نه هم پوليس ددې ودانيو خاوندانو څه ويلای شي.))



په ښار کې د ځليدونکو نوو ودانيو ملاتړو له آی ډبليو پي آر سره له مرکې ډډه وکړه. خو د نوي (کابل سيټي سينټر) جوړې شوې ودانۍ خاوند وويل، د هغه شرکت د ودانۍ د کارکوونکو او ميلمنو لپاره د موټرو تمځای ځای جوړ کړی دی.



حاجي عبدالقدوس وويل: ((دا د حکومت دنده ده،چې د تمځای سيمې جوړې کړي. زه په ښار کې د ټولو موټرو لپاره تمځايونه، نه شم جوړولای.))



د کابل يو ټکسي چلوونکی عصمت الله وايي، که ترافيکو ته بډې ورکړې، نو د موټرو د تمځای هغومره ځايونه شته، چې زړه دې غواړې.



هغه وويل: ((يوه ورځ ما غوښتل په هغه ځای کې موټر ودروم، چې نورو خلکو درولي و. خو د ترافيکو پوليس منع کړم. کله چې ما نورو موټرو ته ګوته ونيوله، هغه وويل، دوه موټره د ځواکمنو خلکو دي او هغه نورو ماته پيسې راکړي. که ته ما ته پيسې راکړې، نو کولای شي، دلته موټر ودروې.)) هغه په خندا وويل: ((د زياتو پيسو په وړاندې ان د (ولسمشر حامد) کرزي د دفتر په وړاندې موټر ودرولای شې. ترافيک په هغې پام کوي.))



نه ويشت کلن احمد خان د ښار په مرکزي برخه کې د خپلې سپينې تويتا موټر تمځاي موندلی دی. هغه تل له ځان سره يوه سپرلۍ راولي، چې په موټر کې واوسي او له موټر څخه د څراغونو او نورو سامانونو د غلا مخه نيسي او ترافيک نه پرېږدي، چې ټايرونه يې پنچر کړي.



هغه وايي: ((په دې ورځو کې د کابل په ښار کې د موټر لرل ځانته د ستونزو پيداکول دي.)
Frontline Updates
Support local journalists