د موسی کلا د ولسوالۍ د فعالولو هلې ځلې

چارواکي په دې کړېدلې ولسوالۍ کې د خلکو د ژوند د ښه کولو د ثابتولو لپاره ډېر لږ فرصت لري. که چېرته په دې کار کې پاتې راغلل، نو د نوې جګړې رامنځته کېدل هرو مرو بريښي.

د موسی کلا د ولسوالۍ د فعالولو هلې ځلې

چارواکي په دې کړېدلې ولسوالۍ کې د خلکو د ژوند د ښه کولو د ثابتولو لپاره ډېر لږ فرصت لري. که چېرته په دې کار کې پاتې راغلل، نو د نوې جګړې رامنځته کېدل هرو مرو بريښي.

Wednesday, 23 January, 2008
. د امريکا د متحده ايالتونو سفير، لکه د يو شمېر وزېرانو او د هلمند د والي په څېر، هلته ولاړل.



هغوی خلکو ته ورته پيغام درلود. هغوی ټولو ويل دا پلا به له موسې کلا او ټولې ولسوالۍ سره مرسته وشي او د بيا ودانولو لپاره به ورته د اړتيا وړ پيسې ورکړشي. همدارنګه امنيت به يي بسيا شي، ترڅو ياغيان بېرته راونه ګرځي.



د کلو د پراختيا او بيارغاونې وزير، محمد احسان ضيا د جنورۍ په 17 قومي مشرانو ته په يوې غونډې کې وويل:



"زه هلمند ته په ډکو لاسونو راغلی يم."



"ما له ځان سره پيسې راوړي، ډېرې پيسې، په تېره بيا د موسی کلا لپاره، تاسو يوازې د خپلې اړتيا وړ پيسو غوښتنه وکړئ. په ولايت کې ددې وزارت رياست به يي تاسوته درکړي."



ضيا، موسی کلا ته د تللو پلان درلود، خو د خرابې هوا له امله هلته لاړ نه شو. هغه يوازې د هلمند ولايت په مرکز، لښکرګاه کې يو څو ساعته پاتې شو.



دې کار د هغه اوريدونکي خوښ نه کړل.



د هلمند د والي مرستيال، پير محمد اخوند زاده په خپګان وويل:



"تا په کندهار کې اته ورځې تيرې کړې. هلمند يو جګړه ځپلی ولايت دی، بايد دلته دې لږ تر لږه يوه مياشت تېره کړې وای. د هغې په ځای په لسو بجو راغلې او په دوو بجو بېرته لاړې. کار په دې توګه پرمخ نه ځي."



داسې غبرګونونه د پام وړ پاېلې لري. که چېرته مرکزي حکومت او نړيواله ټولنه د هلمند خلکو ته د مرستې په ورسېدلو کې قناعت ور نه کړي، نو د طالبانو لپاره دا ډېر ښه وخت دی، چې په پوره ډاډ او پياوړتيا راستانه شي.



د سيمې د پښتنو د يوې لويې قبېلې، د عليزيو د ټبر د قومي شورا استازي، حاجي ظاهر وويل: "تاسو بايد څومره چې شوني وي ډېر ژر له موسی کلا سره مرسته وکړئ. که د پخوا په څېر کارونه وکړئ او ولسوالي هيره کړئ، نو بيا به د خلکو باور له لاسه ورکړئ."



نړيواله ټولنه هم له دې شکمن ولس سره ژمنې وي.



د ازادۍ د راديو د يو رپوټ له مخې د امريکا د متحده ايالتونو سفير، ويليام ووډ د موسی کلا له نوي ټاکل شوي ولسوال، ملا عبداسلام سره د جنورۍ په 13 نېټه په يوې ليدنې کې وويل:



"د نړيوالو سترګې موسې کلا ته اوښتې دي. موږ غواړو د نړيوالو سترګې برياليتوب، سوله، پخلاينه، روغتيا، ښوونه او روزنه او ښه حکومت وګوري."



موسی کلا ته د يو ازمېښت په سترګه کتل کيږي



وهل ټکول شوي او کړول شوی ولس د باور د راوستلولپاره له خوږو خبرو پرته نورکار او مرستې ته هم اړتيا لري.



له موسی کلا څخه يو تښتېدلي سړي، فضل محمد چې اوس په ډېر ناوړه حالت کې د کډوال په څېر اوسيږي، په ژړا داسې وويل: "خدای دې په دې کافرو داسې ظلم وکړي، لکه دوی چې په موږ باندې وکړ."



"مو ږ په موسی کلا کې د طالبانو (د واکمنۍ پر مهال) ښه ژوند درلود."



موسې د هلمند نارام ولايت کې د موسی کلا ولسوالي د بغاوت يوه نښه ګرځېدلې، چېرته چې طالبانو او اپين ولسي خلکو ته تاوان رسولای دی.



دا ولسوالي په تېرو اتلسو مياشتو کې څو څو ځلې لاس په لاس شوه. لومړی د برتانوي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د تاوتريخوالي ډګر و او له امله يي هغه مهال موسی کلا د طالبانو په لاس کې ولوېده، چې برتانويان د 2006 په اکتوبر کې د يو تړون له مخې له هغه ځايه ووتل. ددې تړون له مخې بايد قومي مشرانو د سولې څارنه کړی وای.



طالبانو خپله واکمني رسما د 2007 کال د فبرورۍ په مياشت کې تاسيس کړه او د ولسوالۍ تشکيل يي جوړ کړ.



په دسمبر کې د ناتو او افغان ګډو ځواکونو ياغيان له خپل ټينګ مرکز څخه په شا کړل.



نوی (ټاکل شوی ولسوال) يوه ګډوله مخينه لري



يو څه موده ورسته چې خاورې دوړې کېناستې، حکومت د ملا عبدالسلام په نوم د يو نوي ولسوال د ټاکنې اعلان وکړ.



ملا عبدالسلام يو اختلافي او ضد ونقيض څېره ده. هغه د طالبانو يو لوړ پوړی قوماندان و او د غورځنګ مشر، ملا محمد عمر ته ډېر نژدې و.



په دې وروستيو کې حکومت ته له 200 سړيو سره د هغه اوښتنه په موسی کلا باندی له بريد يو څه دمخه ترسره شوه. دا کار د ياغيانو په وړاندې مبارزې کې لوی بری وګڼل شو.

څارونکي وايي ملا عبدالسلام په تېرې لسيزې کې څو څو ځلې اوښتی راوښتی دی او د دموکراتيکو ارزښتونو په پرتله زياتره په قومې او قبېلوي تربګنيو باندې څرخيږي.



عبدالسلام د طالبانو پر مهال د ارزګان والي والي و. وروسته هلمند ته تبديل او د کجکي د ولسوال په توګه وټاکل شو. هغه د يو سخت مشر په توګه نوم لري، خو هغه خلک چې په کجکي کې د هغه د واکمنۍ مهال يادوي نو وايي چې ملا عمر د هغه په هکله د چا خبرو ته غوږ نه ايښوولو.



د کجکي يو اوسيدونکي دين محمد وويل: "ملا عبدالسلام له خپلو سړيو سره ډېر بد چال چلن کاو. په ځانګړې توګه يي حسنزي سپکول."



حسنزي د عليزيو د قبېلې له دريو څانګو يوه څانګه ده، چې د هلمند ډېره برخه يي تر کنترول لاندې ده. عبدالسلام د پيرزيو له قوم څخه دی. بله ستره قبېله د خالوزيو په نوم ياديږي.



د پيرزيو قوم له لسيزو را په دې خوا له نورو سره تربګني لري. د ځايي اوسيدونکي د وينا له مخې عبدالسلام له خپل دريځ څخه د خپلو پخوانيو دښمنانو، حسنزيو د ځپلو څخه ګټه اخيستله.



د حسنزيو له ډلې څخه يو هم ملا شېر محمد اخوند زاده دی. نوموړی د 2001 کال په وروستيو کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د هلمند والي وټاکل شو.



د ملا شېر محمد د واکمنۍ پرمهال عبدالسلام د يوې لنډې مودې لپاره بندي شو او سخت وهل او ډبول شوی و.



له دې سره سره هغه له طالبانو بېل شو او ظاهرا له حکومت سره يوځای شو. هغه د ملاشېرمحمد د امنيت د امر په توګه کار کاو.



دين محمد وويل: "سره له دې چې د هغه قوميانو پخوانۍ تربګني نه وه هېره کړې، ويل يي دا ورځ به هم تېره شي او زموږ وا ربه راورسيږي."



د ځايي سرچينو د وينا له مخې کله چې طالبان د هلمند په شمال کې د يو ستر ځواک په توګه راڅرګند شول، عبدالسلام له هغوی سره يوځای او څو مياشتې وروسته ترې بېل شو.



د تېر کال د سپتمبر په مياشت کې طالبانو ته دا جوته شوه، چې عبدالسلام حکومت ته جاسوسي کوي او د هغه د منځه وړلو هوډ يي وکړ. هغه، د مخکينې رسيدلي اخطار له مخې د قومي مشرانو او خپلو ملېشو په مرسته وتښتېد.



په دې وخت کې هغه ته دا سودمنه ښکاره شوه، چې خپل ځواکونه له ولايتي حکومت سره بيا يو ځای کړي.



د طالبانو ځايي وياند، قاري يوسف وويل: "کله چې عبدالسلام له طالبانو سره و، نو هغه ښه سړی و. موږ وغوښتل هغه ته د جاسوسۍ کولو له امله سزا ورکړو. هغه دوه مخی دی."



طالبان د هغه چا په وړاندې خپله کرکه نه پټوي، چې له حکومت سره همکاري کوي. هغوی څو تنه ولسوالان او واليان وژلي دي او د نورو زياتو د وژلو په هڅه کې دي.



قاري يوسف دا جوته کړه، چې عبدالسلام د هغوی د ټينګ څار لاندې دی. هغه وويل: "اوس هغه بيخي د طالبانو له ليکو جلا شوی دی. موږ به له هغه سره لکه د نورو ولسوالانو په توګه چلن کوو."



د عبدالسلام نوی ولس له خپل نوي مشر څخه هغومره خوښ نه بريښي.



د موسی کلا يو استوګن چې نه يي غوښتل ونومول شي وويل: "زه فکر نه کوم چې ملا سلام به د ډېرې مودې لپاره ولسوال پاتې شي."



"هغه مازې غواړي د هغه مهال غچ واخلي، چې د شېر محمد تر لاس لاندې يي کار کاو.هغه به يو ځل بيا په ظلم او وحشت لاس پورې کړي."



د خلکو د زړونو د لاس ته راوړلو لپاره بايد ډېر څه تر سره شي



د موسی کلا اوسيدونکي د مخالفو ځواکونو له لاسه ډېر کړېدلي او پوزې ته رسيدلي دي. عبدالسلام او هغه حکومت چې دی يي استازيتوب کوي د ښو کارونو د سرته رسولو لپاره ډېر لږ فرصت لري. که چېرته هغوی ځايي ولس راضي نه کړای شي، چې د طالبانو په پرتله له مرکزي حکومتي چارواکو څخه ناخوښه دي، نو بغاوت به لا پسې پياوړی شي.



د دسمبر په مياشت کې د طالبانو له کنترول څخه د "ازادولو" په بهير کې په سيمې کې ډېر پاتې شوي خلک د پخواني وخت ارمان کوي.



د موسی کلا يو هټيوال، حاجي عبدالقيوم وويل: "د طالبانو پر مهال وضعه ډېره ښه وه. موږ کولای شول د شپې تر لسو بجو پورې خپلې هټۍ بېرته پرېږدو. اوس ييله لمر لويدو سره سم بندوو."



"زه له موسی کلا څخه د جګړې له پيل کېدو سره سم ووتم. طالبان هم ولاړل. کله چې بېرته راستون شوم، هټۍ مې لوټ شوې وه. د 300 زرو افغانيو (شپږ زره ډالرو) په ارزښت د ګرځنده تليفونونو تاوان راته راغی."



سره له دې چې قيوم د سولې هيله من و، خو د اداري د بدلون په اړه خوښ نه و.



هغه وويل: "زه د طالبانو په وتلو خوشاله نه شوم. هغوی له مو ږ سره ښه چلن کاو. هيله من يم حکومت به ښوونځي، پلونه او د برښنا ستيشن او همدارنګه روغتون جوړ کړي."



د هلمند اوسني والي، اسدالله وفا ددې او دې ورته د ډېرو نورو کارونو د سرته رسولو ژمنه کړې. نوموړي د طالبانو له ځواکونو څخه د موسی کلا له پاکولو يوه ورځ وروسته د ډېرو مرستو اعلان وکړ.



دا اعلان د يو شمېر اوسيدونکو لپاره بسنه نه کوي.



يو چا، چې ځان يي د محمد په نوم وپېژندلو، وويل: "موږ ښوونځي نه غواړو. موږ د سړکونو بيارغاونه، نه غواړو. يوازينی شي، چې موږ يي غوښتنه کوو هغه امنيت دي. کله چې طالبانو له حکومت سره په جګړې پيل وکړ، کوم کار چې تر سره شو هغه يوازاې د بيګناه خلکو مړينه وه. هغوی ښايي لس تنه له لاسه ورکړي، خو په لسګونه، لسګونو ولسي خلک مري."



محمد طالبان تر نورو غوره بولي.



هغه وويل: "زه له طالبانو څخه خوشال وم، ځکه د هغوی په مهال غلا نه وه. د هر چا شتمني خوندي وې. اوس بيا غلاوې پيل شوې."



خلک د سولې د دوام په هکله شکمن دي



زيات شمېر خلک په دې اندېښمن دي، چې د موسی کلا جګړه لا تراوسه پای ته نه ده رسيدلې. تر هغه چې د بشپړ ثبات نښې نښانې څرګنديږي، هغوی ځانونه پټ ساتي.



محمد جمعه وويل: "د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بازار له خلکو ډک و. اوس تش توکړ دی. يو لامل يي له ولسواليو څخه د خلکو نه راتګ دی. په مرکز کې افغانې او بهرني ځواکونه ګزمې کوي، خو د ولسوالۍ له مرکز بهر طالبان ناست دي. هغوی د شپې ګزمي کوي او خلکو ته اخطارونه ورکوي، ترڅو بازار ته رانه شي."



د حاجي نصير په نوم د موسی کلا يو بل اوسيدونکی د سولې د بسياينې په اړه خوشبين نه و.



هغه وويل: "زه ګومان نه کوم، چې داپوځونه به د زياتې مودې لپاره دلته پاتې شي. طالبان يوه کوچنۍ ډله نه ده. تاسو ګورئ، چې دلته د 32 بېلا بېلو هيوادونو پوځونه پراته دي او له هغې سره سر بيا هم طالبان له يوې ورځې څخه بلې ته پياوړي کيږي. بهرني ځواکونه د هغوی په له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي."



حاجي نصير وويل د طالبانو په وتلو د هغوی ستونزې نورې هم زياتې شوې. هغه وويل: "هغه شېبه چې پوخ دلته راورسيد د خواړو بيه اسمان ته وخته."



يو شمېر خلک شکايت کوي، چې بهرني ځواکونه د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ توپير نه شي کولای او زياتره په غيرعادلانه توګه ولسي خلک تر بريد لاندې نيسي.



حاجي عبدالرزاق وويل: "بهرنيان موږ ازادانه تګ راتګ ته نه پرېږدي. که چېرته يو ماين او له ليرې څخه چاوديدونکي بم وليدل شي، نو ولسي خلک وژني او يا يي بنديانوي."



نور محمد د موسی کلا په خوا وشا جګړې کې ټپي شوی له دې خبرې سره يوه خوله و.



هغه وويل:"بهرنيو پوځونو زه د طالبانو په تور ونيولم. که په هغوی باندې په يو کلي کې ډزې وشي، نو راځي او په هر چا بمونه غورځوي. د کلي ټول خلک طالبان نه دي. په بمباريو څه شی لاس ته نه راځي."



د ناتو تر مشری لاندې د سوله ساتنې نړيوال پوځ (ايساف)، چې د موسی کلا په عملياتو کې له ملي اردو سره مرسته وکړه په ټينګار وويل، چې د هغوی پوځونو د دسمبر د مياشتې په بريد کې په ولسي خلکو ډېر پام کړی دی.



د موسی کلا له سقوط وروسته د ايساف وياند، ريچارډ ايټن ټينګار وکړ، چې په عملياتو کې ولسي خلکو ته هيڅ مرګ او ژوبله نه ده اوښتې. نورو سرچينو د مرګ ژوبلې شمېره له څلورو تر 40 پورې ښوولې، خو د مړو کره شمېره لاس ته راغلې نه ده.



نور محمد وويل: "موږ د طالبانو په ملاتړ تورن يو. که چېرته بهرني پوځونه له هغوې څخه ځانونه نه شي بېغمه کولای، موږ به يي څنګه بېغمه کړو؟ زه حکومت ته وايم، چې بهرنيو ځواکونه ته ووايي له موسی کلا څخه ووځي او يوازې ملي اردو او پوليس دې دلته پاتې شي. هغوی زموږ فرهنګ پېژني او پوهيږي، چې څنګه چال چلن راسره وکړي."



اوس په موسی کلا کې د يو کوچني شمېر پوليسو او ناڅرګند شمېر بهرنيو ځواکونو په ګډون د ملي اردو څو سوه سرتېرې مېشت دي. هغوی زيار باسي د بيارغاونې لپاره د اړتيا وړ کراري رامنځته کړي.



چټکو مرستو او همدارنګه بيارغاونې ته اړتيا شته



له جګړې څخه تښتېدلې کورنۍ په ناوړه شرايطو کې ژوند کوي. د ژمي په سختو شپو ورځو کې په خيمواو کوډلو کې اوسيږي.



هلمند د افغانستان په سهيل کې د ژمې په موسم کې نرمه هوا لري، خو سږکال په ژمي کې يخني او ساړه د نور کله په پرتله ډېر زيات دي.



پنځوس کلن محمد علي د دسمبر په مياشت کې په موسې کلا کی د جګړې له پيل کېدو وروسته خپلی کلی کور پرېښود. هغه او د هغه د کورنۍ نهه تنه غړي لښکر ګاه ته څېرمه د مختار د کډوالو په پنډغالي کې په يوې کوټې کې اوسيږي. کوټه نه دروازه لري او نه کړکۍ. په سر يي يوازې يو ترپال پروت دی.



هغه په داسې حال کې چې ماشومان يي له يخنۍ ړچېدل، وويل: "د بمباريو د پيل پرمهال مې کوچني زوی مړ شو. موږ دلته راغلو. موږ وډارېدو، چې د دمزاسي په کلي کې به زموږ په کلي بمباري وشي او موږ ټول به ووژل شو. موږ د طالبانو او حکومتي ځواکونو د جګړې په لومړنۍ ليکه کې پراته و."



هغه زياته کړه: "په دې وروستيو ورځو کې له موسی کلا څخه 250 کورنۍ راغلې دي. هيڅوک مرسته نه کوي. زه هره ورځ بازار ته د کار لپاره ځم، خو په پنځو، شپږو ورځو کې راته يو ځل کار پيدا کيږي."



"موږ په موسی کلا کې ښه ژونددرلود. هلته موږ خوشال و. که چا به د سړک په غاړه سره زر ولېدل نو د پورته کولو جرات به يي نه کولو. پيسې او شته مني خوندي وې. موږ له دې پرته نور څه نه غوښتل. اوس به ګورو، چې حکومت به کله داسې کارونه وکړای شي.
Frontline Updates
Support local journalists