د موسی کلا د کرارې وضعې موده ښايي لنډه وي

په داسې حال کې چې په هلمند کې غير عادي کراري ده، يو شمېر چارواکي وايي، چې طالبان له ډبه لوېدلي، خو يو شمېر نور بيا وايي چې توپان مخ په راتلو دی.

د موسی کلا د کرارې وضعې موده ښايي لنډه وي

په داسې حال کې چې په هلمند کې غير عادي کراري ده، يو شمېر چارواکي وايي، چې طالبان له ډبه لوېدلي، خو يو شمېر نور بيا وايي چې توپان مخ په راتلو دی.

: "داسې شپه مې هيڅ نه ياديږي، چې بريد به راباندې نه کېدو. خو د موسی کلا له سقوط وروسته د يوې مياشتې په اوږدو کې راباندې يوه پلا بريد شوی دی. دا د طالبانو د کمزورۍ څرګندونه کوي."



دې افغان پوليس، چې نوم يي ونه ښود، د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ته نژدې د نادعلي ولسوالۍ د نرۍ منډه د تالاشۍ په پوستې کې يي دنده درلوده.



د طالبانو ټينګ مرکز، د موسی کلا ولسوالي د افغان ملي اردو او ناتو د پوځونو په ګډو عملياتو کې د دسمبر په لومړيو شپو ورځو کې سقوط وکړ. دې جګړې دواړو لورويو ته سمبوليک ارزښت درلود.



د طالبانو لپاره هغه ددې ښکارندوی وه، چې هغوی کولای شي يوه سيمه ونيسي او مياشتې مياشتې يي تر لاس لاندې وساتي. د خپلې بڼې حکومت په کې جوړاو له خپل نظر سره سم سخت شرعي قوانين په کې جاري کړي.



ناتو په تېره بيا په هلمند کې برتانوي پوځونو ته د يو تړون تلپاتې يادونه کوي، چې ترخه پايله يي لرله.



د 2006 کال د اکتوبر په مياشتې کې برتانويان له موسې کلا څخه د يو ناندريز تړون له مخې د يوې ليدلې سزا په توګه ووتل، چې د سميې کنترول په کې ځايي قومي مشرانو ته وسپارل شو. د 2007 کال د فبرورۍ په مياشت کې طالبان هلته ورتوی شول، خپل بيرغ يي په کې پورته کړ او موسی کلا يي د خپل مرکز په توګه وکاروله. طالبانو دا ولسوالي د څه دپاسه د نهو مياشتو لپاره په خپلو لاسونو کې وساتله او هلته يي خپل حکومت وچلولو.



ولسمشر حامد کرزي د موسی کلا په اړه په ديوس کې په نړيوالې اقتصادي غونډې کې د يوې مرکې له لارې په برتانويانو باندې په برالا نيوکې وکړې.



هغه خبريالانو ته وويل: "يو نيم کال وروسته مو وکړای شول موسی کلا بېرته ونيسو. دا يوه ناكامي نه وه. هغه يوه اشتباه وه."



خو د دسمبر جګړې طالبانو ته هم د مرګ او ژوبلې او هم د هغوی پرستيژ ته سخت تاوان ورسولو.



يو شمېر ډاډمن دي، چې ياغيانو ته سخته مرګ او ژوبله وراوښتې ده.



د هلمند والي اسدالله وفا وويل: "موږ په دې سيمې کې ډېر عمليات تر سره کړل. طالبانو يو شمېر لوړ پوړې قوماندانان له لاسه ورکړل. او اوس يي خپل زړه، د عملياتو د ترسره کولو ځاله، موسی کلا، هم له لاسه ورکړه. دا د هغوی په مخ درنه څپېړه ده."



"هغه مهال چې موږ او نړيوالو پوځونو موسی کلا ونيوله، هر يو هلمندې ته جوته وه، چې طالبان نور نه شي کولای حکومت او د هلمند درنو او معززو اوسيدونکو ته سرخوږی پيدا کړي."



د هلمند يو شمېر اوسيدونکي، په تېره هغه خلک چې لا تر اوسه د طالبانو ترلاس لاندې ولسواليو کې اوسيږي، په دې خبرې قانع نه دي، چې ګوندې خبره دې همداسې وي.



څارونکي اټکل کوي، چې طالبان د هلمند له نيمايي څخه زياته برخه په لاس کې لري. د ولسواليو له يو څو ټينګو مرکزونو پرته ياغيان برلاسی ځواک دی او په يو شمېر سيمو کې حکومتي واک نه چليږي.



د هلمند ولايت په سهيل کې د ګرمسېر د ولسوالۍ يو اوسيدونکي، نادرشاه وويل: "ګرانه، ته لېونی يي. په ګرمسېر کې موږ ته شپه اورځ يو شان ده. دلته هره ورځ جګړې روانې وي، بمونه اوريږي. زموږ ماشومان مري. زيات شمېر طالبان په سيمې کې ګزمې کوي. زه ګومان نه کوم، چې طالبان دې له موسی کلا (له لاسه ورکولو څخه وروسته) کمزوري شوي وي. دا هسې بې مانا خبره ده."



د موسی کلا شمال ته د واشېر پرتې ولسوالۍ ته د خپل مشهورې ګاونډۍ ولسوالۍ په پرتله لږ پام اړول شوی دی. هغه د 2007 کال په فبرورۍ کې له موسی کلا څخه وروسته سمدلاسه د طالبانو لاسته ورغله.



ملا مسافر په واشير کې د طالبانو له خوا د هغه ځای د ګومارل شوي ولسوال، ملا امير وياند دی. هغه د طالبانو د کمزورتيا خبره له يوې مخې رده کړه. هغه وويل، د موسی کلا له لاسه ورکول يوازې د لنډې مودې شاتګ دی او ډېر ژر به يي بېرته ونيسو.



هغه د تيلفون په ليکه ای ډبليو پي ار ته وويل: "نه زه او نور طالبان داسې انګيري، چې ګوندې موسی کلا مو له لاسه ورکړې ده. که خدای کول ډېر ژر به يي بېرته ونيسو. موږ خپل ځواک ساتلی دی. په نژدې راتلونکي کې به خپل عمليات له سره پيل کړو. دا د جګړې قاعده ده، کله موږ دمخه يو او کله هم امريکايان."



د نورو زياتو افغانانو په څېر ملا مسافر هم نړيوال پوځونه سره نه شي بېلولای. په حقيت کې په هلمند کې د دنمارکيانو، استونيايانو او نورو په ګډون زياتره ميشت بهرني پوځونه برتانويان دي.



د موسی کلا په له لاسه ورکولو طالبانو د خپل عايداتو ستره سرچينه له لاسه ورکړې ده. د رسنيو د رپوټونو له مخې د هيېروينو د اوياو په شاخوا کې په لسګونه لابراتوارونه په دې ولسوالۍ کې موجود و او له منځه وړل شوي دي.



د طالبانو سرچينو ای ډبليو پي ار ته په شخصي توګه وويل، کله چې هغوی په فبرورۍ کې دا ولسوالۍ ونيوله نو د نيشه يي توکو سوداګرو هلته مخه کړه، ځکه هلته حکومت او د هغې نړيوال متحدين نه شواى رسېدلای.



افغانستان د نړی د اپينو د کوکنارو د صنعت مرکز دی او په اروپايي بازارونو کې د خرڅلاو لپاره په سلو کې له نوی څخه زيات هيرويين چمتو کوي. يوازې د هلمند په ولايت کې د ټول هېواد نيم اپين توليديږي. ددې ولايت وچ اقليم او د امنيت نشتوالي ددې صنعت لپاره په زړه پورې زمينه برابره کړې ده.



د اپينو کسب وکار طالبانو ته له کروندګرو څخه د عشر د راټولولو له لارې ښه مالي عايد ورکوي او د يو شمېر رپوټونو له مخې قاچاق وړونکي د حمايت او ساتنې لپاره هم پيسې ورکوي.



د واشېر د ولسوالۍ اوسيدونکی، ملا محمد ابراهيم يادونه وکړه، د موسی کلا د عايداتو له لاسه ورکول د ياغيانو په عملياتو باندې ناوړه اغېز کړی دی.



هغه وويل: "زه پوره ډاډمن يم، چې طالبان د موسی کلا د لاسه په ورکولو اوس ډېر کمزوري شوي دي. دا د هغوی لپاره يو خوندي ځای و. هلته د هيروينو ډېرې فابريکې وې. هلته د نيشه يي توکو زيات شمېر قاچاق وړونکي و. هغوی طالبانو ته ډېرر پيسې ورکولې."



"د هلمند د ټول ولايت جنګياليو ددې بډايې ولسوالۍ څخه مرسته تر لاسه کوله. اوس په بريدونکې لږوالی راغلی دی. دا ددې مانا لري، چې طالبان کمزوري شوي دي."



هرڅه لامل چې وي، خو د ځوريدلو اوسيدونکو لپاره د جګړې ودرېدل يو ښه خبر دی.



د موسی کلا او لښکرګاه تر منځ د ګرشک د مهمې ولسوالۍ يواوسيدونکي، طاهرجان وويل: "زه هيله من يم، چې طالبان کمزوري شوی دي. زه هغوی د شپې په خوب کې ګورم. له موسی کلا دمخه به تل په ګرشک کې جګړه وه، خو اوس يو څه کراره شوې ده."



يو شمېر نور خلک بيا په دې اند دي، چې د جګړې سوړوالي د ژمي د سختې يخنۍ له امله دی. د هلمند هوا په پرتله ييز ډول ان د ژمي په موسم کې نرمه ده، خو سږکال ډېر سوړ او باراني دی.



د ګرشک د يو بل اوسيدونکي د وينا له مخې ، چې د نوم له ورکولو څخه ډډه وکړه: "طالبان نه غواړي هغو سيمو باندې بريدونه وکړي، چې خلک يي له يخنۍ او باران سره مخامخ وي. هغوی غواړي د خلکو زړونه لاس ته راوړي."



هغه ګوته وڅنډله: "له موسی کلا وروسته طالبان به نوو بريدونو باندې لاس پورې کړي. هغوی به ډېر ژر په سيمې کې په پوليسو او حکومتي کارکوونکو خپل بريدونه پيل کړي."



طالبان د خپلو دايمي لاپو شاپو په څېر نه وايي، چې ګوندې هغوې دې توان له لاسه ورکړی وي.



يو سيمه ييز قوماندان وويل: "طالبان له موسی کلا څخه نه دي راپاڅېدلي. زموږ بنسټ اسلام دی. تر هغه چې اسلام موجود وي، موږ به موجود اوسو. موږ په دې ورځو کې يو څه کرار يو، ځکه نوي تکتيکونه مو تر لاس لاندې نيولي دي. دښمنانو ته به ډېره ژر څرګنده شي، چې طالبان د موسی کلا په له لاسه ورکولو ناتوانه شوي او که نه."



د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو يو غړی دې ته چمتو و، چې د موسی کلا پ له لاسه ورکولو طالبانو ته د تاوان په اوښتلو خوله و خوځوي.

هغه د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل: "که رښتيا ووايم، موږ ته د بهرنيانو او د هغوی د الوتکو له لاسه زيات تاوان راورسېد. موږ ته د پوليسو پروا نه راځي، خو چې له بهرنيانو سره جنګيږيو، نو خلک مري. موږ جنګيالي له لاسه ورکوو او بايد يو څه په شا ولاړ شو. موږ داسې وسلې نه لرو، چې الوتکې يي وولو."



نوموړي وويل، وروستۍ جګړې د قوماندې جوړښت ته زيان ورسولو. هغه يادونه وکړه: "موږ اوس نور ځايي قوماندان نه لرو. اوس بايد له ليرې ځای څخه قومانده تر لاسه کړو."



د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد د جنګاليو د کمزورتيا خبره رد کړه، د زيات تاوان رسېدو خبره خو لا په ځای پرېږده.



هغه ای ډبليبو پي ار ته وويل: "طالبان به هيڅکله هم لاس وانخلي. دا مازې يو تکتيک دی. موږ نه يوازې موسی کلا، بلکې نورې ولسوالۍ هم په لاس کې لرو."



"تاسو ولې د بريدونو د شمېر د لږوالي خبرې کوئ؟ موږ په امريکايانو او پوليسو باندې هر چېرته، هره ورځ په هر ولايت کې بريدونه کوو. د طالبانو د کمزورتيا کوم لاسوند په لاس کې نه شته. موږ به د جهاد تر بري پورې (جګړه) بس نه کړو."



يو پوليس چې په لښکرګاه کې د پوليسو د شين رنګه موټر تر څنګ ولاړ و، وويل، طالبان لا تر اوسه هم د يو ځواک په توګه په ځپل ځای پاتې دي او بايد له پامه ونه غورځول شي.



نوموړي پوليس چې نه يي نوم واخيست او نه يي د کار ځای وښود، وويل: "طالبان کمزوري نه دي. هغوی لا اوس هم غښتلي دي. د بريدونو په شمېر کې د ژمې د يخنۍ له امله کموالی راغلی دی. د ژمې له پيلېدو دمخه په موږ باندې هره ورځ بريدونه کيدل."



"طالبان ډېر زړور دي. هغوی زموږ په لور راځغلي او زموږ په ډزو نه ايساريږي."
Frontline Updates
Support local journalists