د مشروطه غوښتونکو ډب له زوره لوېدلى دى

دطالبانو له پاى دوه کاله وروسته د مشروطه غوښتنې ملاتړ مخ په کمېدو دى.

د مشروطه غوښتونکو ډب له زوره لوېدلى دى

دطالبانو له پاى دوه کاله وروسته د مشروطه غوښتنې ملاتړ مخ په کمېدو دى.

Wednesday, 17 December, 2003

پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه ته د نوي اساسي قانون په مسوده کې د هغه د ژوند تر پايه د وړانديز شوې وياړنى لقب، چې اوس په لويي جرګې کې تر خبرو اترو لاندې دى، ددې څرګندونه کوي، چې د هغه د رول په هکله توپيرونه له اتلسو مياشتو دمخه د بيړنۍ لويي راهيسې اوس مخ په کمېدو دى.


د ٢٠٠١ کال د جون د مياشتې په غونډه کې ، محمد ظاهر شاه ته له هغه وروسته چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ځان له نومونې په څنګ شو، د "ملت د بابا" وياړنى لقب ورکړ شو، چې ځينې تشريفاتي مراسم هم ورسره ملګري وو. اوس د نوي اساسي قانون د مسودې په ١٥٦ مادې کې هغه ته د هغه د ژوندتر پايه دا دندې او امتيازونه تاييدشوي دي.


ځينې تنظيمي ډلې له داسې يوې طرحې سره مخالفت ښيي او دليل راوړي، چې د جګړو په مودې کې پاچا په ايټاليي کې په جلا وطنې کې اوسېدلى او په اتياوموکلونوکې يې د کمونيستې نظام په وړاندې ډير لږ مقاومت ښوولى دى.


له دغو ډلو څخه د ځواکمن تنظيم جمعيت اسلامي يو مشر چارواکى اوس چمتووالى څرګند کړى، چې کېداى شي ددغه موضوع په هکله سره سلا شي. محمد صديق چکري ، چې د نوي اساسي قانون د لويي جرګې لپاره استازى ټاکل شوى، غوښتنه کوي، چې د هغوى د ډلې پورې تړلي اتل ته دې هم په دې هکله پاملرنه وشي. هغه وايي: "موږ پاچا ته د ملت د بابا د لقب له ورکولو سره موافقه کړې، خو بايد د جهادي قوماندانانو او د شمال د اتحاد قومندان احمد شاه مسعود دې هم په اساسي قانون کې د(اتل) په توګه وپېژندل شي.


د جمعيت اسلامي د فرهنګي څانګې مشر عبدالشکور واقف حکيمي په دې خوښ دى چې لږ تر لږه اوس دا موضوع په رسمي توګه تر بحث لاندې نيول کيږي، ځکه په تېره لويه جرګه کې هغه مازې په بيړه د لاسونو په پورته کولو منل شوې وه.


ځينې استازې لا تر اوسه هم په دې ټينګار کوي، چې د اتياوو کلونو په خواوشا کې عمر لرونکى پاچا اوس هم کولاى شي د سولې اوامنيت په ټينګښت کې رول ولوبوي او په دې باور دي، چې هغه ته بايد رښتينى قانوني واک ورکړ شي.


عزيز احمد آصف د افغان ملت د ګوند سکرتر جنرال، چې زياتره له پښتنو څخه جوړ شوى ګوند دى، په دې اند دى، چې د محمدظاهر شاه د حکومت څلوېښت کلنه دوره د امن او ډاډ دوره وه او هغه اوس هم کولاى شي، د ولس په يووالي کې ارزښتمن رول ولوبوي.


عزيزالله واصفي د کندهار د خلکو استازى اود ملي يووالي، پاچا پلوي ګوند، مرستيال له دې سره موافق دى او وايي: "د ملت د بابا لقب کوم شى نه دى. پخوانى پاچا افغانستان ته دخلکو په غوښتنه راستون شوى دى او بايد هرو مرو يو سياسي رول ولري."


داسې ښکاري چې په کابل کې زاړه خلک د پاچا تر ټولو لوى ملاتړي دي. شپېته کلن انجينر ولي آى ډبليو پي آر ته وويل: "زما په اند پخواني پاچا ته ورکړ شوي امتيازات بس نه دي. بايد په افغانستان کې مشروطه شاهي نظام وي ، چې مشري به يي پخپله پاچا او يا د هغه لارويان کوي، تر څو وسله والې جګړي او ځاني ګټې پاى ومومي."


ولي په دې اند دى چې پاچاهي نظام داسې يو سيستم دى، چې افغانستان ورته تر راتلونکې پيړۍ پورې اړتيا لري.


اويا کلن غلام سخي د لويي جرګې يو پوخ او تجربه لرونکى استازى ، چې د پاچا د واک دوره يي ښه په ياد ده، په دې اند دى، چي وختونه اوښتي دي اوافغانستان يو نوي او عصري سيستم ته اړتيا لري. غلام سخي چې د نورستان د ولايت استازى دى او د پاچا د حکومت پرمهال يي هم په لويه جرګه استازيتوب کړى، د پاچا د رول د ارزښت په هکله يي فکر بدل شوى دى. هغه وايي سره له دې چې د پاچا د حکومت دوره د امن دوره وه، خو د پاچاهۍ راژوندي کول د نن ورځې امينيتي ستونزې له منځه نه شي وړاى. هغه زياتوي: "نړۍ بدله شوې او پرمخ تللې ده. افغانان هم بدل شوي دي. که د خلکو د حقوقو د بسياينې خبره وي، نو ديموکراتيک سيستم تر ټولو غوره دى."


غلام سخي اوس د پارلماني سيستم پلوي دى، چې صدر اعظم يي په سر کې وي او که سمه دنده سرته ونه رسوي نوکېداى شي، له دندې ګوښه شي.


د هغه دفکر بدلون ښايي د يوې لويې غوښتنې غبرګون وي. د هغه داټکل له مخې د تېري بيړنۍ لويي جرګې د استازو يوپه دريمې برخې پاچاهي نظام غوښتنه کوله، خو اوس ښايي د استازو په سلو کې څلوېښت دا غوښتنه ولري.


محمد ظاهر شاه د دراني پښتنې کورنۍ د ٢٥٠کلنې پاچاهي لړۍ وروستى پاچا و، چې په ١٩٧٣ کال کې د يوې سپينې کودتاه له لارې له واکه وغورځول شو. له دې مخکې د ١٩٦٤ کال اساسي قانون هغه ته دپام وړ واک ورکړى او چا ته يي د حساب ورکولو مسووليت په غاړه نه و.


هغه مهال هغه واک درلود، چې صدراعظم و ګوماري، تړونونه لاسليک کړي، او د جګړې اعلان وکړي، چې هغه زياتره د نوي اساسي قانون په مسوده کې ولسمشر ته په پام کې نيول شوي دي.


محمد ظاهرشاه د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د ٢٠٠٢ کال په اپريل کې د سترو مراسموپه ترڅ کې هېواد ته راستون شو. د هغه د پاچاهۍ په دوران کې ښځو ته د زده کړې موقع برابره شوه، کابل په پرتله ييزه توګه په يو نړيوال ښار واوښت ، چې بشپړه سوله او هوسايي په کې تامين شوې وه.


څه نا څه دوه کاله وروسته ، د منځمهالې ادارې په رادبره کېدو اوس په ښاراو کوڅو کې د پاچاهۍ په هکله لږې خبرې تر غوږو کيږي. خو پخپله د محمد ظاهرشاه په هکله احساس لا اوس هم ژوندى دى.


د کابل د ښار يو هټيوال محمد ظاهر ايشانزاده وايي: "د ملت بابا يوازې د ملي يووالي يو سمبول دى او لکه څنګه چې د هغه د ژوند موده ډيره پاتې نه ده، نو کومه سياسي دنده سرته رسولاى نه شي."


داساسي قانون دتسويد د کمېټې غړي محمد صديق پتمن د پاچاهي نظام په وړاندۍ سيمه ييز توپيرونه په ګوته کوي. هغه وايي: "د ننګرهار او د هېواد د جنوبي برخو اوسيدونکي دمشروطه پاچاهۍ مينه وال دي، د کابل اوسيدونکي بيا د صدر اعظم په لرلو يوپارلماني سيستم غواړي او په شمالي ولايتونو کې خلک فدرالي نظام غواړي."


Frontline Updates
Support local journalists