د امريکا د متحده ايالتونو ټولټاکنې په کابل کې د هيښتيا خبره

افغاني خبريالان د امريکا د متحده ايالتونو په ټولټاکنو کې د سياسي سيالانواو له مخالف لوري سره په زغرده د ملاتړ د څرګندولو له امله هيښ پاتې شوي دي.

د امريکا د متحده ايالتونو ټولټاکنې په کابل کې د هيښتيا خبره

افغاني خبريالان د امريکا د متحده ايالتونو په ټولټاکنو کې د سياسي سيالانواو له مخالف لوري سره په زغرده د ملاتړ د څرګندولو له امله هيښ پاتې شوي دي.

د ټولټاکنو چاپېريال په بېلابېلو سياسي ډګرونو پورې د اړوندو خلکو له خوا څه ناڅه جشن ته ورته و. هغوې د خپلې خوښې کانديدانو او د ټاکنو د ګټلو په اړه خبرې اترې کولې.


د آى ډبليو پي آر دوو افغاني خبريالانو د ټاکنو د پايلو د اعلان څارنه کوله او له دې امله هيښ پاتې شوي و، چې څنګه رايې ورکوونکو (دخپلې خوښې کانديد په اړه) زغردې خبرې کوي. دا ټولټاکنې د امريکا په متحده ايالتونو کې تر سره کېدې. دې دواړ خبريالانو د اکتوبر په نهمې (د تلې په اتلسم) په د افغانستان کې د ولسمشر د لومړۍ ټولټاکنې په هکله خبري رپوټونه هم چمتو کړي و. هغوى ليدلي و، چې په دې ورځ رايه ورکوونکې نه غوښتل د خپلې خوښې د کانديد نوم په خوله راوړي..


دا دواړه خبريالان د نوامبر د مياشتې درېمه په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو په سفارت کې تېره کړه، چې له يوې خوا په افغانستان کې د ټولټاکنو نتيجې څرګندې شوې او د حامد کرزي برى په رسمي توګه اعلان شو او له بلې خوا يې امريکايان ليدل، چې د مخکينۍ ورځې د ټولټاکنو د پايلو راتګ ته سترګې په لار وو.


دا ورځ ددې خبريالانو لپاره د پرتليز سياست يوه تجربه وه. خبريالانو په اريانوونکې توګه ولېدل، زياترو مرکه شويو امريکايانو د جمهوريت غوښتونکي ګوند د کانديد په وړاندې د دموکرات ګوند د کانديد، جان کى ري پلوي کوله او په دې اند و، چې په امريکا کې د ادارې بدلون ښايې د افغانستان په ګټه پاى ته ورسيږي.


د رپوټ د چمتو کولولپاره هغوى سهار له وخته سفارت ته غوښتل شوي و. شپې لا د ښار پرمخ څادر غوړولى و. په لست کې د هغوى د نومونو له ليدلو وروسته هغوى له امنيتي پلوه ولټول شول او د ننوتلواجازه يې تر لاسه کړه. هغوى د سفارت کفيرتريا (د خوراک او څښاک ځاى) ته ولاړل، چې د مرکزې ودانۍ مخې ته يې موقعيت درلود.


د کفيرتريا دننه په دوو کونجونو کې دوه لوى تلويزيونونه ايښول شوي او د سي اين اين سيده خپرونې په کې خپرېدې. امريکايان، چې زياتره يې ملکې وګړي و، د کابل له ګوټ ګوټ څخه د ټولټاکنو د پايلو دليدلو لپاره کفيتريا ته يو په بل پسې راغلل. په داسې حال کې چې هغوى په سباناري کولو بوخت وو، خو سترګې يې د تلويزيون په پردې نښتې وې.


ډېره ژر معلومه شوه، چې د امريکانو ددې ځانګړې ډلې زياترو خلکو د چا پلوي کوله. کله چې به جان کى ري د کوم ايالت رايې تر لاسه کړې، نو نندارچيانو به لاسونه پړکول او چيغې سورې به يې وهلې. خوکله چې به بوش زياتې رايې وګټلې، نو په مخونو به يې د خپګان نښې راڅرګندې شوې او په يو شمېر خو لا خولې راماتې شوې وې.


زيات شمېر مرکه شويو خلکو ويل، چې د جان کى ري ملاتړ کوي او د رايو د اعلان شويو پايلو له امله ناخوښه برښېدل. د اېلي نايس اوسېدونکې، ليزلې ويلسن وويل: "د رايو له شمېر داسې ښکاري، بوش به ګټونکى وي، هغه چې ماته يو ښه خبر نه دى." هغې کى ري ته رايه ورکړې وه. هغه زياتوي: "زه په حقيقت کې د هغو ارزښتونو او پيغام پلوي يم، چې هغه (کى ري) يې لري. زه به ډېره خپه شم، که شيان د لومړنيو نښو نښانو په عکس راوخيژي. خو له لويو ايالتونو څخه د رپوټونو تر لاسه کېدو پورې به زموږ هيلې لا ژوندۍ وي." ويلسن ددې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا د هغې په اند به د کىري ولسمشري دافغانستان په ګټه وي، وويل: "که کى ري ټاکنې وګټي، نو هغه به د بوش تګلارې په بشپړه توګه وارزوي او که پوه شي، چې سمون ته اړتيا ليدل کيږي، نو ښايې د بوش په پرتله د ناتو او نورو ملتونو د ښکېلتيا دوام نور هم لازم وګڼي."


د ويس کانسن د ايالت استوګن، سکاټ براون شوايګ له هغې سره موافق و، هغه وويل: "د بوش له شتون سره دا ډار شته دى، چې هغوى له افغانستان څخه پوځونه وباسي. هغه به دا کار وکړي او بل ځاى ته به پام واړوي. په داسې حال کې چې زما په اند کى ري به د (پوځ د) پاتېدو کېدو پلوي وي، له ملګرو ملتونو سره به کار وکړي او دا خبره به ډاډمنه کړي، چې موږ په افغانستان کې د بيا ودانولو له بهير سره مرسته کوو." براون شوايګ ددې پوښتنې په ځواب کې، چې کوم يو کانديد به په افغانستان کې دامريکا د متحده ايالتونو پوځي شتون لا پسې زيات کړي، وويل: "زه فکر نه کوم، چې يو دې هم په افغانستان کې د پوځ د زياتېدو فکر ولري. که کوم يې ولري، نو ډېره شونې ده، چې کى ري به په افغانستان کې پاتې شي."


د کاليفورنيا د ايالت اوسېدونکي تيري ګريس وويل، هغه فکر کوي، چې ښـايي کى ري د افغانستان په اړه خپله تګلاره نوره هم پياوړې کړې. هغه وايي: "د امريکا بهرنۍ تګلاره بايد بله چلن غوره کړي. که چېرته جان کى ري وټاکل شي، نو ښايي په افغانستان کې د بيارغاولو او امينت په اړه نوې ژمنې او هڅې تر لاس لاندې ونيول شي. ددې کار لامل دادى، جان کى ري په دې پوهيږي، چې په افغانستان کې د دموکراسۍ رامنځته کول د منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره خورا ارزښت لري. په حقيقت کې افغانستان دنړۍ پر مخ په نورو هېوادونو کې د امريکا له خوا د دموکراسۍ د رامنځته کولو لپاره د بنسټ د ډبرې او د يو لوى پول حيثيت لري.


؛


په هر حال په کفيتريا کې موجود ټول خلک د جان کى ري پلويان نه وو.


له ايداهو څخه سکاټ شارټ بوش ته غيابي رايه ورکړې وه. هغه وايي: "زما په اند جارج بوش ددې توان لري، هغه لاره چې موږ پرې په مخ روان يو وساتلى شي. زه شخصا په د ې اند يم، چې (دهغه برى) د هغو پرواګرامونو د ثبات لپاره اړين دى، چې موږ پرې د افغانستان او د هغې د خلکو لپاره کار کوو."


شارټ چې د بيارغاولو په پروژه کې کار کوي، وايي، نه غواړي د سياست د اوچتې کچې د موضوعګانو په اړه څه ووايي. خو زياته يې کړه: "زه فکر کوم، چې ايتلافي ځواکونه ډېر هانداو هڅه کوي، تر څو د هېواد د امنيت د ټينګولو لپاره د اړتيا وړ لارې چارې ومومي. زما په اند هره ورځ په دې برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کيږي."


د افغاني خبريالانو په اند ډېره ژوندۍ موضوع د امريکا په ټولټاکنو کې د پر مختللې تخنيک کارول و. په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې د لوژستيکي او تخنيکي ستونزو له امله پيکه شوې وې. په افغانستان کې د رايو شمېرلو پوره شل ورځې وخت ونيو، تر هغه چې د امريکا د ولسمشرۍ د ټولتاکنو په ورځ افغاني رايه ورکوونکي لا هم د پايلو اعلانولو ته سترګې په لار وو. په دې کې يو بل توپير دا دى، چې د بوش او کى ري پلويانو په زغرده په يو بل نيوکې کولې، تر څو د خپلو رايو له لارې ټولټاکنې بريالۍ کړي. په افغانستان کې کانديدانو يو په بل تورونه لګول او د ټولټاکنو په ورځ پنځلسو کانديدانو د ټولتاکنو د تحريم ګواښ وکړ.


Frontline Updates
Support local journalists