د مليون ډالري جايزو ځلول

افغانان د اسامه بن لادن او ملا عمر په اړه د امريکا د متحده ايالتونو د جاېزې اعلان مازې يوه دسيسه بولي.

د مليون ډالري جايزو ځلول

افغانان د اسامه بن لادن او ملا عمر په اړه د امريکا د متحده ايالتونو د جاېزې اعلان مازې يوه دسيسه بولي.

په افغاني ښارونو کې د القاعدې د مشر، اسامه بن لادن او د طالبانو د مشر، ملاعمر او نورو څوارلسو تنو نومونه د هوا په څپو کې انګۍ کوي، چې (امريکايانو) يې نيول غوښتي دي. دا د هغه اعلان يو ه برخه ده، چې له امله يې نغدي جايزه ورکول کيږي.


د امريکا د متحده ايالتونو له خوا تمويل شوي رسنيو تېره مياشت دافغانستان په يو شمېر لويو ښارونو کې يو کمپاين پيل کړ، چې د زمري په مياشت کې نو رهم پسې پراخه شو. په دې کمپاين کې په پښتو او دري ژبو باندې د تلويزيون او راديو له لارې اعلانونه خپاره شوي او همدارنګه د هغوی د نيولو په هکله پوسترونه چاپ شوي دي.


د امريکا د عدالت تر پروګرام لاندې د جايزو د ورکړې اندازه او د غوښتل شوي خلکو نومونه په اورلګيتونو باندې ليکل شوي او په خلکو وېشل شوي دي.


د امريکا د متحده ايالتونو لاس ته ددې ټولو خلکو په ورتګ تر 125 ميليونو ډالرو پورې نغدي جايزه تر لاسه کېدای شي.


ترغوښتنې لاندې د تښتېدلو کسانو د سپارلو شرايط چې هر څه وي، وي به، ځکه نه په دې اړه د امريکا د متحده ايالتونو چارواکو او نه د اعلان ورکوونکو خوله خوځولې ده.


د امريکا د متحده ايالتونو جمهور رېيس، جورج بوش د 2001 کال د سپتمبر په 17 پخپله د جايزو په هکله خبرې وکړې او ويې ويل: ((په لويديځ کې يو زوړ پوستر وايي: غواړو يې: ژوندی يا مړ!))


د يو شمېر مړو شويو ترهګرو عکسونه د امريکا په رسمي ويب سايټ کې ځای په ځای شوي، چې د هر يو تر عکس لاندې ليکل شوي: (جايزه ورکړ شوې)


د اګست د مياشتې په نيمايي کې د طالبانو په اصلي استوګنځي، کندهار کې د تلويزيو ن له لارې اعلانونه خپريږي، چې لا تر اوسه د امريکا متحده ايالتونه او افغاني ځواکونه په 2001 کال کې د راپرځول شوي ملاعمر د رژيم له جنګياليو سره په جګړه بوخت دي.


ددې خلکو په سر لا له پخوا څخه جايزې ايښوول شوې وې، چې د امريکا متحده ايالتونه يې د ترهګرو په نامه يادوي، له دې امله د اعلانونو د اغېز پرتله کول ستونزمنه خبره ده.


دا درې مياشتنی کمپاين چې اوس په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت له خوا پيل شوی دی، هماغه هڅه يې په مخ کې اچولې، چې د جنورۍ په مياشت کې په ګاونډي هېواد پاکستان کې په لاره اچول شوې وه، چې ګومان کيږي د طالبانو او القاعدې مشرانو ته يې پنا ورکړې ده.


په کابل کې د امريکا د سفارت وياند، لاو فينتور وويل: ((په پاکستان کې د امريکا د متحده ايالتونو سفارت ته له جنورۍ څخه ترجون پورې ټولې 242 پتې رسېدلې وې .... هغه ټولې پټې ساتل شوې دي.)) هغه ونه ويل، چې ايا د هغو پتو (معلوماتو) له مخې کوم شکمن نيول شوی يا وژل شوی او که نه.


سفارت وويل، په افغانستان کې د اعلانونو د خپرونو د وروستي کمپاين له پيل څخه راوروسته تر اوسه څو پتې (معلوماتونه) رارسېدلې دي، خو د هغې د شمېرې له ښوولو يې ډډه وکړه.


د بن لادن او د هغه د ادعا شوی مرستيال، ايمن الزواهري د هر يو په پګړۍ وهل شوي سر د 25 مليونو ډالرو لوی انعامونه ايښوول شوي دي. په هغوی پسې ملا عمر راځي، چې په سر يې لس مليونه انعام او په نورو پاتو ديارلسو کسانو پنځه، پنځه مليونه ډالره انعام ايښوول شوی دی.


افغانان وايي ملا عمر د بن لادن او يا ايمن الزواهري په پرتله لږ ارزښت لري، ځکه امريکايان هغه خپل امنيت ته لږ خطر بولي.


د هرات يو تن اوسېدونکي، 50 کلن محمدخان وويل: ((زما په اند د ملاعمر لپاره د انعام لږوالی په دې کې دی، چی هغه د اسامه بن لادن او د هغه د ملګرو په پرتله امريکايانو ته لوی ګواښ نه دی.))


د پنځو مليونو ډالرو د انعام سړي، لکه په مصر کې زېږېدلی، 52 کلن ميدهت مورسي السيد عمر او په سوريې کې زيږيدلی، 47 کلن مصطفی سيت مريم ناصر لکه د بن لادن په څېر بهرنيان دي، خو د واشنګټن په اند هغوی له افغانستان سره سيده اړيکې لري.


داسې انګېرل کيږي، چې عمر د چاودېدونکو او زهري موادو ماهر دی، چې د ننګرهار ولايت د درونټې په سيمې کې يې د (ترهګرو) د روزلو کمپ درلود، په داسې حال کې چې ناصر د زهري او کيمياوي موادو روزونکی ښوودل شوی، چې د درونټې او د الغربا د روزنې په کمپونوکې يې کار کړی دی.


سفارت وويل: ((موږ خلکو ته اعلانوو، چې دا (ټول) سړي نه يوازې د افغانستان دښمنان دي، بلکې د (ټولې) نړۍ دښمنان دي. موږ ددغو خلکو په بندي کولو کې له خلکو څخه مرسته غواړو. خلک بايد په موږ باور وکړي، چې د هغوی تر لاسه شوي معلومات به پټ وساتل شي.))


خو د اعلانونو کمپاين د دروهه ګرو (دسيسه کوونکو) تيوريستانو د قناعت وړ نه دی، چې ګومان کوي، د امريکا متحده ايالتونو په پټه د افغانستان د نيولو په پلمه له پټو شويو او تښتېدلو کسانو سره يو تړون لاسليک کړی و.


د کندهار د ولايت اوسېدونکی، 45 کلن سيدولي آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه په دې اند دی، چې ملاعمر او بن لادن اوس په سپينې ماڼۍ کې د امريکا د متحده ايالتونو له جمهور رئيس سره دي.


هغه وايي: ((اسامه او د هغه انډېولان اوس له جمهور رئيس بوش سره دي اوامريکايان په دې کار (د کمپاين په کولو) مازې خلک غولوي.)) خو دايې ونه ويل، چې ولې هغه او د هغه په څېر نورخلک په دې نظريې باور لري.


هغه زياته کړه، که ما ته د ملا عمر د پټېدلو د ځای پته معلومه وای، نو يوازې د يو مليون ډالرو په وړاندې به مې امريکايانو ته ښودلی وای.


د کندهار ولايت يو بل اوسېدونکی، محمد سليم وايي، د امريکايانو هرڅومره پيسې به هغه تطميع نه کړای شي، ترڅو هغوی ته معلومات ورکړي.


نوموړی هم دا يوه دسيسه بولي او وايي، هغه ډاريږي، هر چاچې امريکايانو ته معلومات ورکړل، ښايي بندي يې کړي، ځکه دا کار به د هغوی دسيسه بربنډه کړي.


هغه وايي: ((زه په دې کې هيڅ شک نه لرم، چې دا درې کسان (بن لادن، الزواهري او ملاعمر) له بش سره په واشنګټن کې (ناست) دي.))


د کابل اوسېدونکی، 25 کلن مجيب الرحمن وايي، ملاعمر به امريکايانو ته يوازې د سلو زرو ډالرو په وړاندې وسپارم.


هغه وايي: ((لس ميلونه ډالره ډيرې زياتې پيسې دي. که ما د ملا عمر او د هغه دانډېوالانو په هکله معلومات درلودای، نو ما به يوازې د سلو زرو ډالرو په وړاندې دا کار کړی وای، ځکه له يوې خوا به بډای شوی وای او له بلې خوا به مې افغانان ددې شيطان (له شر څخه) ژغورلای وای.))


Frontline Updates
Support local journalists