د ملي سرود پر سر نوي توپيرونه رامنځته شوي دي
د کرزي له خوا د ملي سرود د متن نه منلو ناندريو ته لاره پرانيسته، چې يوازې يوه لنډه موده دمخه يې په خپله تصويب کړی و.
د ملي سرود پر سر نوي توپيرونه رامنځته شوي دي
د کرزي له خوا د ملي سرود د متن نه منلو ناندريو ته لاره پرانيسته، چې يوازې يوه لنډه موده دمخه يې په خپله تصويب کړی و.
که د هيواد له اله ګولو څخه ډک تاريخ او د قومونو تر منځ تاو تريخوالي ته سړی پام وکړي، نو دا به د کومې حيرانۍ خبره نه وي، چې د ملي سرود د غوره کولو کار له ننګوونې (چلينج) سره مخامخ کيږي. خو په تېر وخت کې کله هم د کلمو د کارونې پر سر داسې ناندرۍ او غوغا جوړه شوی نه وه.
د نوي ملي سرود متن، چې له يوکال څخه د زيات مودې مسابقې وروسته د سلو شعرونو په منځ کې غوره شوی و، دادی اوس له مخې لېرې شوی دی.
اوس د يو نوي متن لپاره روانې هڅې له دې ګواښ سره مخامخ دي، چې ښايې افغاني شاعران په متن کې د ټولو سياسي پيغامونو د ځايولو د ناشونتيا له امله له دې بهير څخه مخ واړوي.
د ملي سرود موضوع د اساسي قانون د تصويب په پروسږنۍ لويې جرګې کې ستغې او ترخې خبرې راوپارولې. هغه مهال د مناقشې تر ټولو ترخه برخه د ملي سرود لپاره د ژبې غوره کول و. پښتنو پر پښتو متن ټينګارکاوه او دا کار د غير پښتنو استازو له پرېکوڼ سره مخامخ شو.
په پای کې د لويې جرګې استازو موافقه وکړه، چې د ملي سرود متن بايد پر پښتو ژبه وي.
له هغې وروسته يو ځانګړي کميسون ته دنده وسپارل شوه، چې په راغلو شعرونو غور وکړي. کميسون له زياتو خبرو اترو وروسته يو متن خوښ کړ، چې يوه برخه يې د اويامو کلونو پر مهال جوړه شوې وه او يو څو نوي بندونه په کې سياسي څېړونکي او دافغانستان دعلومو داکاډمۍ غړي، حبيب الله رفيع ورزيات کړي و.
وروسته غوره شوی متن ولسمشر حامد کرزي ته د لاسليک لپاره واستول شو. کرزي متن له لوستلو وروسته لاسليک او تصويب کړ او په دې کار افغانانو د ارام سا وکښله.
اوس داسې بريښي، چې دا کار يوڅه له وخت څخه دمخه و.
د مارچ په مياشت کې ولسمشر حامد کرزي وويل، هغه متن چې يوازې يو څو ورځې دمخه يې لاسليک کړی و، د منلو وړ نه دی او بايد د يو نوي متن لپاره کار وشي.
د نظر دا بدلون د ولسمشر د دفتر وياند، جاويد لودين په داسې چل او ول بيان کړ: ((ولسمشر لومړی دا متن تصويب کړ، خو کله چې يې څو څو ځلې ولوست، نو فکر ورته ورغی، چې سرود بايد احساسات وپاروي او د افغانستان تاريخ منعکس کړي.))
د لودين د وينا له مخې د افغانستان ځينې قومونو ګيله کړې وه، چې د هغوې نومونه په دې سرود کې نه دي راغلي.
افغانستان له پښتنو، تاجيکو، ازبيکو، هزاره ګانو او نورو کوچنيو او وړو قومونوڅخه جوړ دی. قومي تاوتريخوالي ته د شوروي اتحاد داشغال پرمهال پکی وهل شوی و او د تنظيمي جګړو پر مهال نورې هم پسې ناوړه شو، چې د نجيب الله د رژيم د رانسکورېدو لامل شو او د خلا د ډکولو لپاره قومي او سيمه ييزې ډلې په خپل منځي اخ و ډب کې ښکېل شوې.
لا تر اوسه هم ددغه مهال ټپونه تازه پاتې دي. داسې توقع کېده، چې نوی سرود به د ملي پخلاينې بهير ګړندی کړي، خو برعکس يې زاړه ټپونه بېرته راژوندي کړل.
د نوي نامنل شوي ملي سرود د متن ليکوال، حبيب الله رفيع وويل، هغه په دې اند دی، چې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د هغه د سرود د متن د نه منلو لامل د مجاهدينو د قوماندانانو فشار و، چې د شوروي يرغلګرو په وړاندې د جګړو پرمهال اتلان او په هغې پسې د خپل منځي تنظيمي جګړو له امله د هرچا تر ګوتنيونې لاندي دي.
د رفيع د وينا له مخې مجاهدين غواړي د نوي يمو کلونو سرود پاتې شي. دا متن د مجاهدينو د حکومت د مشر، د برهان الدين رباني د رژيم پر مهال په دري ژبه جوړ شو او لا تر اوسه په حکومتي مناسبتونو کې غږول کيږي.
رفيع وايي: ((هغه يو (ملي) سرود نه، بلکې يوه تنظيمي ترانه ده.))
رفيع زياته کړه، مجاهدين غواړي د هغوی برخه په سرود کې ياده شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د خپرونو رئيس او د ملي سرود د غوره کولو د کميسون غړی، شاه زمان ورېځ ستانکزی دا مني، چې د روانو ناندريو شاته د مجاهدينو لاس دی.
د ستانکزي د وينا له مخې د رفيع شعر تر هغه دمخه چې کرزی د پخوانيو جګړه مارانو له خوا ولمسول شي، هغه تصويب کړی و. ستانکزی وايي، په ځانګړې توګه رباني له دغه شعر سره مخالف و.
هغه وايي: ((زه فکر کوم، چې که د "جهاد" يا "مقاومت" کلمې په دې سرود کې زياتې شي، نو د ولس له سخت غبرګون سره به مخامخ شي .))
ښايې کرزی په نژدې راتلونکي کې د سرود د يوبل متن په لاس ته راوړلو کې له ستونزو سره مخامخ شي.
د رفيع په وينا هيڅ کوم پښتون به اوس د بل سرود د ليکلو لپاره زړه ښه نه کړي.
ستانکزی دا خبره تاييد کړه او ويې ويل، چې هغه له څو تنو شاعرانو سره تماس نيولی خو هيڅ يو يې هم سر نه دی خوځولای.
د ملي سرود د غوره کولو د کميسون يو بل غړي، رهنورد زرياب وويل، شاعران به ونه شي کړای د ملي سرود په اړه د موجودو شرايطو له مخې کوم الهام واخلي. هغه وويل: ((اساسي قانون د شاعرانو لاسونه او پښي تړلي دي.))
د اساسي قانون له مخې سرود بايد پر پښتو وي، د الله اکبر کلمه په کې ياده شوې وي او د ټولو افغاني سترو قومونو نومونه په کې راغلي وي.
زرياب وويل، هغه هيڅکله هم د غوره شوي متن پلوي نه و، خو د ملي سرود د ټاکلو د کميسون د نورو
پاتو څلوېښتو تنو غړيو فشار يې احساسولو. نوموړی وايي: ((ما بايد لاسليک کړی وای، ځکه د کميسون زياتره غړي يوه خوله و او موږ د شعر د غوره کولو لپاره اوږده موده کار کړی و.))
په نوي سرود کې د جهاد يا مقاومت د کلمو د ځايولو په هکله زرياب شکمن و. هغه وويل: ((زما په اند لا تر دې دمخه موږ په اساسي قانون کې د ملي سرود په هکله زيات شرطونه ايښي دي.))
رفيع په دومره بې پروايۍ باندې د خپل ليکل شوي سرود د ردولو په اړه خپل خپګان نه پټوي. هغه ټينګار کوي، چې هغه په مخکې ټول ايښوول شوي شرايط په پام کې نيولي و او له دې امله بړوس دی، چې کرزي د نويو شعرونو لپاره غږ کړی دی. هغه وايي: ((ولسمشر کېدل دا مانا نه لري چې ګوندې هغه دې د شعر په اړه قضاوت وکړای شي.))