د ماشومانو تښتونه د جنګ سالارانو د زور ښکارندويي کو

هغه مهال چې يو ځايي زورځواکی خپل زور وښايي، نو بشري حقونه هغومره څه شی نه شي کولای. دا خبره د کندوز ولايت اوسيدونکي له هغه وروسته کوي، چې يوه پېغله نجلۍ د جنګي سپې په وړاندې وتښتول شوه.

د ماشومانو تښتونه د جنګ سالارانو د زور ښکارندويي کو

هغه مهال چې يو ځايي زورځواکی خپل زور وښايي، نو بشري حقونه هغومره څه شی نه شي کولای. دا خبره د کندوز ولايت اوسيدونکي له هغه وروسته کوي، چې يوه پېغله نجلۍ د جنګي سپې په وړاندې وتښتول شوه.

" دسپي سره ديوې يوولس کلنى نجلۍ بدلول " په نړۍ کې احساسات راپارولي او د بشري حقونو په کړيو کې يې د کرکې سپرغۍ شيندلې دي. د سپې موضوع د کيسې يو کوچنی اړخ دی. هغې مازې دې پېښې ته د عامو خلکو د پام اړولو لامل شوه.



په حقيقت کې يوولس کلنه صنوبر او د هغې مور د داسې يو دود قربانيان دي، چې ښځو ته په کې د څارويو په سترګه کتل کيږي. همدارنګه د بې ثباتۍ او د يو کمزوري حکومت څرګندونه کوي، چې په کې وسله وال سړي واجب الاحترام او له سزا ليدلوخوندي بلل کيږي.



په دې پېښې کې يو په بل تورونه لګېدل او مقابل لوري له هغې څخه انکار کاو. خو هغه څه چې څرګند دي، هغه د اګست په مياشت کې له کور څخه د صنوبر ايستل او د هغې تری تم کېدل دي.



د صنوبر مور، 50کلنه ګلشاه وايي: "په نيمه شپه کې وسله وال سړي زما کور ته راننوتل او لور يي راڅخه يوړه. هغوی زه په چاکو ووهلم. ما لوی څارنوال او والي ته غوښتنليک وړاندې کړی، خو څوک راسره مرسته نه کوي."



ګلشاه ټنيګار کوي، چې لوريي ورڅخه د علي اباد ولسوال، ملا نظر وړې ده.علي اباد د کندوز ولايت ولسوالي ده، چې ګلشاه په کې د څارويو د ساتلو او څرولو له لارې خپله (د وخوره او مه مره) شپې ورځې سبا کوي. نوموړې ادعا کوي، چې په دې کار کې له ولسوال سره د هغه ورور، امر محمود هم مرسته کړې ده.



دا دواړه کسان د جمعيت اسلامي په تنظيم پورې اړوند د ملېشو پخواني قوماندانان دي، چې د افغانستان په شمال ختيځ کې ډېر غښتلي دي. په پام کې وه، له دې ډول تنظيمونو سره تړلې ملېشې، چې زياتره يي په اتياومو کلونو کې د مجاهدينو ډلې وې، د ملګرو ملتونو تر پروګرام لاندې ډېر پخوا منحل او بې وسلې شوی وای، خو قوماندانان يي لا تر اوسه په خپلو کورنيو سيمو کې لا زيات زور او ځواک چلوي.



د ګلشاه د وينا له مخې ولسوال نظرمحمد د هغې لور د نعمت الله په نوم يو سړي ته د يو جنګي سپي په بدل کې ورکړې ده. د کندوز اوسيدونکي وايي، له هغه وروسته نظر هغه سپی د سيمې يو بل زورو قوماندان ته د سوغات په توګه بښلې ده.



نظر بيا بل څه وايي. هغه په تښتنونې کې له خپل لاس لرولو څخه انکار کوي او وايي، نجلۍ په خپله نعمت الله وړې ده. نعمت الله بيا ځان د نجلۍ خسر بولي، ځکه هغه د کوچنيوالي په منګ د هغه د زوی په نامه شوې وه. د هغه زوی 40 کلن، يو کوڼ سړی دی او په عقلي ناروغۍ اخته دی.



ملا نظر وويل: "هغه مهال چې هغه د شپږو مياشتو ماشومه وه، د يو 30 کلن سړي په نامه شوې وه. وروسته بيا د هغې کورنۍ نه غوښتل هغه سړي ته يي ورکړي. نعمت الله دا نجلۍ تښتولې ده، نه ما."



ګلشاه له دې خبرې انکار کوي، چې لور يي چاته ورکړې يا يي د چا په نامه کړې ده. خو د چم او ګاونډ خلک په سيمې کې د داسې خبرو د شتون خبرې کوي. هغوی وايي، د صنوبر پلار هغه د نعمت الله زوی ته ورکړې وه، خو د هغه له مرګ وروسته ګلشاه دا معامله پرې کړه.



په دې توګه نعمت الله صنوبر يوړه او يا يي د يو بل چا په لاس وتښتوله، ځکه هغه په دې اند و، چې هغه يي حق و.



د صنوبر سرنوشت لا تر اوسه څرګند نه دی. د هغې مور په دې اند ده، چې هغه ښايي پاکستان ته وړل شوې او ښايي بيا بيا جنسي تيری پرې شوی وي.



نعمت الله هم له افغانستان څخه وتلی دی. د ګلشن د وينا له مخې هغه د هغې له لور سره يوځای دی.



ګلشاه ځايي والي او د بشري حقونو څانګو ته مراجعه کړې، خو کومه نتېجه يې نه ده ورکړې.



د افغانستان په شمال ختيځ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون مشر، محمد ظاهر ظفري وويل: "په دې موضوع کې د ډېرو پياوړو جنګ سالارانو لاس دی. له دې

امله موږ د ماشوم د ژغورلو لپاره هيڅ شی نه شو کولای. کله چې زموږ يو شمېر کارکوونکو د موضوع په څېړنه او پلټنې پيل وکړ، نو وګواښل شول."



ظفري د صنوبر د مور خبره تاييدوي، چې د هغې لور يو ځايي ملېشه وزمه قوماندان تښتولې او بيا يي يو بل جنګ سالار ته د سپي په بدل کې ورکړې ده او دا سپی بيا يو بل لوړپوړې هغه ته د سوغات په توګه ورکړ شوی وه.



هغه وويل: "حکومتي مامورينو موږ ته وويل، چې د نجلۍ تښتوونکي غښتلي خلک دي او له لوړپوړو چارواکو سره نېغ په نېغه اړيکي لري."



ظفري آی ډبليو پي آر ته وويل، نجلۍ له خطر سره مخامخ ده. "موږ خبر شوي يو، چې د هغې روغتيا ښه نه ده. په هغې څو څو ځلې تيری شوی دی."



د کندوز والي، انجنير عمر د جنګ سالارانو له خوا په زوره د صنوبر د تښتولو موضوع ردوي، لکه څنګه چې د هغې مور او د بشري حقونو څانګې يي خبر ورکړی دی.



هغه په ټينګار وويل، چې نجلۍ يي خپل کوژده (نامزد) وړې ده.



والي په ټينګه له ملا ظفر څخه دفاع وکړه او ويي ويل: "که هر چا دا ثابته کړه، چې ولسوال له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده، نو زه به يي شخصا د قانون منګولو ته وسپارم. خو هغه په بشپړ ډول بېګناه دی."



هغه په پېښه کې د ملېشه وزمو قوماندانانو لاس لرل په کلکه رد کړل. هغه وويل: "دا خلک پخواني قوماندانان دي، خو اوس يي خپلې وسلې سپارلې دي. پخواني قوماندانان لا په خلکو باندې اغېز لري، ځکه د پخواني دريځ له مخې ورته لا اوس هم خلک درناوی کوي. موږ له داسې يوې پېښې سره هيڅکله هم نه يو مخامخ شوي، چې پخواني کوم قوماندان دې ځانګړی وسله وال ځواک ولري او يا دې په خلکو باندې ظلمونه کړي وي."



د بشري حقونو کميسون له دې خبرې سره موافق نه دی.



ظفري وويل: "جنګ سالاران بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. خو موږ واک نه لرو، چې د هغوی پلټنه وکړو. حکومت او دا قواماندان وايي، د نجلۍ پخواني نامزد هغه تښتولې ده، خو دا يو واقعيت دی، چې هغه وسله والو سړو نيمه شپه تښتولې او بيا يې په سپې بدله کړې ده."



په داسې حال کې چې دې موضوع په نړيوالو سرليکونو کې ځای نيولای دی، خو د افغانستان په شمالي کونج کې پرې چا پوزه هم نه ده ګرولې. د سيمې استوګن وايي، حالت له هغه حالت

څخه چې پخوا قوماندانانو واکمني چلوله، هيڅ توپير نه دی کړی. هر څه چې ورته مخې ته ورشي، تښتوي او لوټوي يي.



د کندوز يو تن اوسېدونکي، علي احمد وويل: "ښايي په تخنيکي توګه جنګ سالاران بې وسلې شوې وي، خو ځواک يي څلور وارې زيات شوی دی. هغوی د نيشه يي توکو د قاچاق په څېر، د اغېز نورې لارې موندلي دي. د ټول هېواد کنترول د هغوی په لاس کې دی. که کومه نجلۍ يې زړه وغواړي، نو تښتوي يي. که چا ورسره مخالفت وکړ، نو مړ کيږي. نه به حکومت او نه به د بشري حقونو کميسون د هغه پوښتنه وکړي."



د صنوبر مور لا تر اوسه د خپلې لور د ژغورنې لپاره لاس او پښې وهي.



ګلشاه په ژړا وويل: "ما ته مې لور ګرانه وه، زه هغه بېرته غواړم. هر هغه چا چې دا کار کړی وي، بايد سزا وويني."
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists