د مارجې استوګن د ناامنۍ له امله تښتي
ځايي ولس د حکومتي او طالبانو د پوځونو ترمنځ بند پاتې دي او وايي چې له کډې کولو پرته بله چاره نه لري.
د مارجې استوګن د ناامنۍ له امله تښتي
ځايي ولس د حکومتي او طالبانو د پوځونو ترمنځ بند پاتې دي او وايي چې له کډې کولو پرته بله چاره نه لري.
په هلمند کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، محمد الياس داعي ليکنه
پنځه پنځوس کلن سيد محمد لګيا دى له خپلو کوچنيانو، مېرمنې او ورور سره کډه کوي. هغوى ټول له بار او بسترو او درېو چرګانو سره په يوه تراکتور کې سپاره دي.
د سيد محمد شلېدلې پګړۍ د هغه د بېوزليتوب ښکارندوى ده. د هغه په خاورو دوړو ککړ څلور اولادونه ډاريدلي بريښي او ځانونه د مور په تخرګ کې پټوي.
سيد محمد وويل: "مارجې ته به هيڅکله امنيت رانشي. پخوا يوازې د طالبانو ظلمونه وو، خو اوس ورسره حکومت او بهرنيان هم ملګري شوي دي. نه پوهيږم په دوى کې ډېر ظالم څوک دى. زه له مارجې کډه کوم."
رنګ الوتى خپه سيد محمد ادعا کوي چې طالبانو په مارجې کې د چټک بري ګواښونه کړي دي. هغوى له اوسيدونکو څخه غوښتي، چې خپل زامن او ورونه د جهاد په ليکو کې د جګړې لپاره ورواستوي. هغه وويل: "زه نه غواړم چې بېچاره ورور مې ووژل شي."
د سږکال په لومړيو کې د مشترکو عملياتو تر نامه لاندې شاوخوا ١٥٠٠٠ افغاني او نړيوالو پوځونو ٢٠٠٠ طالب جګړه ماران د هلمند ولايت د مارجې په ولسوالۍ کې له خپل مرکز څخه شاتګ ته اړ کړل.
د افغانستان د دفاع وزير، جنرال عبدالرحيم وردګ د هيرويينو د توليد ددې عمده سيمې د کنترول د ترلاسه کولو په موخه له يرغل وروسته خبريالانو ته وويل: "زموږ هدف دادى چې په مارجې کې حکومتي کنترول پياوړى کړو، مارجه بيا ورغاوو او د مارجې د اوسيدونکو امنيت تامين کړو."
اوس په نوموړي ولايت کې مخ په ناوړه کېدونکي امنيتي وضعه د مارجې د زيات شمېر اوسيدونکو د کډې کولو لامل شوه. زيات شمېر خلک د بهرنيو پوځونو او د طالب جنګياليو ترمنځ د بيا جګړې له امله ډاريږي. زياتره خلک وايي د ولايت مرکز، لښکرګاه ته له کډې کېدو پرته بله چاره نه لري.
په هلمند کې د سره صليب (؟) [سرې مياشتې] د دفتر د وينا له مخې زياتره بېځايه شوې کورنۍ بېوزلې دي چې د امنيتي اندېښنو له امله يې کورنه پريښي او لښکرګاه ته کډه شوي دي.
په هلمند کې د افغاني سرې مياشتې رئيس، احمد الله احمدي وويل، د مى د مياشتې په لومړيو کې ١١٧ کورنۍ کډه شوي او ويې ويل چې وضعه نوره هم پسې ناوړه کيږي. هغه وويل: "خلک په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي. روزګار نشته، جګړه بيا پيليدونکې ده. دې وضعې خلک اړ ايستلي دي چې له مارجې ووځي. موږ له هغوى سره د مرستې لپاره ډېر څه نه لرو."
خان زمان پر شنو بورقو باندې له پوښلومېرمنو څخه په ډک مازدا موټر کې د هلمند د سيند له پله څخه د تېرېدو په حال کې وويل، هغه ځکه لښکرګاه ته کډه کوي چې امريکايي پوځونو يې څو څو واره کور تالاشي کړ.
هغه وويل: "دا ډاروونکى کار دى. کومه ورځ به راباندې د طالب يا القاعدې د غړيتوب ټاپه ولګوي او د ګوانتنامو جېل ته به مې وليږي. له دې امله کډه کوم."
د متحده ايالتونو د پوځونو کوم وياند د تبصرې لپاره لاس ته رانغى، خو د مارجې ولسوال، حاجي محمد ظاهر د داسې ستونزو له شتون څخه غاړه وغړوله.
د مې د مياشتې په لومړيو کې په يوې رسني غونډې کې نوموړي خبريالانو ته وويل چې د کورنيو بېځايه شوو خلکو رپوټونه ناسم دي. هغه وويل: "دا زياتره هغه کورنۍ دي چې پخوا يې ستر جنايتونه کړي دي او اوس چې سيمه تر حکومتي کنترول لاندې راغلې ده، نو ځانونه خوندي نه احساسوي او له ولسوالۍ څخه وځي."
په مارجې کې د پوليس د عامه نظم امر، سمونوال غلام سخي هم ادعا وکړه چې د مارجې وضعه د قناعت وړ ده. هغه وويل کډه کوونکي خلک (ددې ځاى) اوسيدونکي نه دي.
هغه وويل: "زه د ١٦ کورنيو لست لرم چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له اورزګان څخه دلته کډه شوي وو او د کوکنارو په سوداګرۍ بوخت وو. دا په مارجې کې له امنيتي وضعې سره تړاو نه لري."
د مارجې ولسوال ته يوې نژدې سرچينې د نامه د پټ ساتلو په شرط ددې پخلى وکړ، چې امنيتي وضعه مخ په ناوړه کېدو ده او خلک له ولسوالۍ څخه کډه کوي.
نوموړې سرچينې وويل: "طالبان ورځ په ورځ خپل تکتيکونه بدلوي، دماينونه ښخولو ته دوام ورکوي او د سپکو وسلو بريدونه کوي. هغوى زياتره پر هغه چا فشار راوړي چې له حکومت سره تړاو لري."
د امنيتي سرچينو له مخې طالبانو د مشترک عملياتو له پيل کېدو راهيسې له حکومت سره د همکارۍ په تور ١٣ تنه قومي مشران وژلي دي.
د هلمند ولايت د کلو د بيا رغاونې او پراختيا رئيس، محمد عمر قانع هم وويل، خلک له ستونزو سره د لاس ګرېوان کېدو له امله له مارجې څخه کډه کوي.
هغه وويل: "له مارجې څخه کډه کوونکي خلک نه حکومتي مامورين دي او نه طالب جنګيالي، چې له خپلو جنايتونو څخه وډاريږي. حقيقت دادى چې هغوى له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او هرڅوک يې ځوروي."
ځايي خلک شکايت کوي چې که طالبان له چا سره امريکايي ډالر وګوري ، نو هغې ته له امريکايي پوځونو سره د همکارۍ په سترګه ګوري او سزا ورکوي، خو که افغان حکومتي پوځونه بيا له چا سره پاکستاني روپۍ وګوري، نو هغې ته له طالبانو سره د همکارۍ په سترګه ګوري او سزا ورکوي.
د عطامحمد په نامه د ځايي سرې مياشتې يو موټر چلوونکي وويل: "زما د تره زوى، عارف مارجې ته تګ په لاره طالبانو بندي کړى و. د هغه په جيب کې ٦٠ امريکايي ډالر وو. دومره يې وهلى و چې تر يوې اوونۍ پورې په کټ کې پروت و."
د مارجې د ولسوالۍ د کاروا په څلور لارې کې د کيمياوي سرې يو پلورونکى، محمد عمر وايي، هغه د حکومت او طالبانو له ډاره سيمه پرېښوده.
هغه وويل: "ما په (پاکستاني) روپيو، افغانيو او ډالرو سودا پلورله. کله ناکله به ټوله شپه په هټۍ کې پاتې کېدم، ځکه د پوليسو او طالبانو له ډاره نشوم وتلاى."
د حکومت او طالبانو دواړو وياندان دا خبره نه مني.
سمونوال سخي وويل: "پوليس هيچاته د (پاکستاني) روپيو او يا ډالرو له امله څه نه وايي. دا تورونه ردوم."
د طالبانو وياند، قاري احمدي د ځايي خلکو له ځورولو څخه انکار وکړ. هغه وويل: "زه له دې تورونو سره موافق نه يم چې ګوندې طالبان خلک ځوروي. هغوى چې د طالبانو په نامه څوک ځوروي، هغه حکومتي خلک دي."