د لويي جرګې سيالان خپل کمپين ته زور ورکوي
د ولس مشرۍ د دندې له پاره کانديدان د خلکو د لا زياتى خبرتيا له پاره خپل کمپين لاپسى زياتوي.
د لويي جرګې سيالان خپل کمپين ته زور ورکوي
د ولس مشرۍ د دندې له پاره کانديدان د خلکو د لا زياتى خبرتيا له پاره خپل کمپين لاپسى زياتوي.
د ډيرو مياشتو راپدى خوا د کابل پر کوڅو د شمالي ټلوالى د ارواښاد قومندان احمدشاه مسعود تصويرونه لګول شوي دي.
خو په دى تيرو دوو ورځو کى د افغانستان د راتلونکي دولتي مشرتابه له پاره کانديدان خپل موقف واضح کوي ، درې نور تصويرونه د احمدشاه مسعود د تصوير تر خوا د ښار پر ديوالونو او ښيښو لګول شوي دي.
د دوشنبى په ورځ د لنډ مهالى ادارى د مشر حامد کرزي ، د پخواني ولس مشر برهانالدين رباني او له نورستان څخه د يوه مشر عبداله وجداني په سل ګونو عکسونه چاپ شوي او د پلازمينى پر شاوخوا ځړول شوي دي.
يوه ٣٢ کلن ټکسي چلوونکي قسيم وويل حامد کرزى تر ټولو ښه کانديد دى. هغه ملي وحدت رامنځ ته کولى شي.
د کرزي د عکسونو لګولو کمپين تر ټولو منظم او له مالي پلوه برخمن بريښي. د پښتنو يو مشر چى د کرزي ملاتړ کوي له متحده عرب اماراتو څخه يي دوه د چاپ دستګاوى د ٤٥٠٠٠ امريکايي ډالرو په ارزښت رانيولي دي او په سل ګونو عکسونه چاپوي.
د احمدزيو د قام د مشر حشمت غني سکرتر محمد اکرم ويلي چې غني د وزير اکبر خان مينى په سيمه کې چې د ښار په مرکز کى دى يوه چاپ خانه جوړه کړى.
په همدغه کوڅه کى د وجداني عکسونه چى دومره مشهور نه دي شلول شوي دي.
دا تصويرونه د کابل د عادي ولس تر منځ چى د هيواد د راتلونکي حکومت له پاره په بى صبرۍ سره د خبرونو انتظار باسي زاړه بحثونه رامنځ ته کوي . د رباني تصويرونه چى د ١٩٩٢ څخه تر ١٩٩٦ پورى ولس مشر وو چى د کابل ډيره برخه ورانه شوه په ځانګړي توګه ناندره اييز دي.
رفيع اله عزيزي چى ځان د جمعيت اسلامى د ځوانانو د غورځنګ مشر او د شمالي ټلوالى سياسي استازى بولي ويلي د هغه ډلى د ګوند دمشر رباني د پوسترونو لګول هغه مهال پيل کړل چى د اوونۍ په پاى کې دا څرګنده شوه چى هغه ځان د دولت د مشرتابه له پاره کانديد کړى.
د پوسترونو لګول د طالبانو د پير د سياسي کلتور سره په تضاد کى دى ځکه هغه مهال تصويرونه د اسلام ضد ګڼل کيدل او منع وو.