د لویدلو افغان کورنیو د حقوقو په تادیه کې د ځنډ له امله خپګان

د پیسو [امتیازاتو] ورکړه د ډاروونکي پوځي خدمت لپاره کلیدی هڅونه ده.

د لویدلو افغان کورنیو د حقوقو په تادیه کې د ځنډ له امله خپګان

د پیسو [امتیازاتو] ورکړه د ډاروونکي پوځي خدمت لپاره کلیدی هڅونه ده.

Soldiers with the Afghan National Army at an outpost in Momand Valley. (Photo: Andrew Renneisen/Getty Images)
Soldiers with the Afghan National Army at an outpost in Momand Valley. (Photo: Andrew Renneisen/Getty Images)

د ختیځ ولایت، نورستان اوسیدونکي ۲۰ کلن کریم داد په ۲۰۱۲ کال کې د افغان ملي اردو له لیکو سره یوځای شو.

هغه د هېواد په سویل کې، هلمند ولایت ته واستول شو او هلته د میوند د قول اردو د دریم کنډک د انجنیرۍ په ټیم کې دلګی مشر مقرر شو.

ځه کم یو کال وروسته د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.

د هغه ورور، ګلاب الدین آی ډبلیو پي آر ته وویل، د میوند له قول اردو څخه ورته تلیفون راغی او ورته وویل شول چې کریم داد ټپي شوی او سبا ته دې د هغه لیدو ته په کابل کې روغتون ته ولاړ شي.

ګلاب الدین، چې د یوه ښوونځي ساتونکی و، وویل: «کله چې کابل ته ورسیدم، پوه شوم چې ورور مې وژل شوی دی. د هغه مړی مې نورستان ته یوړ.»

په نورستان کې د هغوی په کلي، «مامو» کې د کریم داد د شپږکلن زوی مور، کونډې فاطمې آی ډبلیو پي آر ته وویل، هڅه يې وکړه چې د خدای بښلي سرتیري د کورنۍ امتیازات تر لاسه کړي.   

د ۲۰۱۳ کال د غبرګولي په میاشت کې هغې ته د ټاکل شوي دولتي تقاعد  ۲۶۰۰ ډالرو پر ځای د تقاعد ۱۷۰۰ ډالرو معادل افغانۍ حواله او پاتې نور معاش يې هم قطع شو.

هر کله چې به هغه د تقاعد د پیسو د اخیستلو لپاره  په لغمان ولایت کې عزیزي بانک ته تلله، هلته به ورته ویل کېدل چې پیسې نه دي راغلي.

د کریم داد مور، دارم بي بي وویل، اوس پر دې وپوهیدم دا مې د ژوند ډېره لویه غلطي وه چې خپل زوی ته اجازه ورکړم، له پوځ سره یوځای شي. هغه له دې امله ډېره کړیږي چې د فاسد حکومت لپاره يې  ماشوم زوی خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د آی ډبلیو پي آر یوې پلټنې جوته کړه چې لږ تر لږه په اتلسو مواردو کې حکومت هغو کورنیو ته د هغوی امتیازات نه دي ورکړي چې اولادونه يې د دندې پر مهال په جګړه کې وژل شوي دي.    

د کابل حکومت ژمنه کړې د هغو افرادو کورنیو ته، چې د خپل هېواد لپاره د جګړې په ډګر کې وژل کیږي، په پوځ کې د شاقه او سخت خدمت ته د هڅولو په منظور یو شمېر امتیازات ورکړي.   

پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ کې یو فرمان په ترڅ کې حکومت ته لارښوونه کړې، د هر سرتيري او بریدمل کورنۍ ته چې د خدمت پر مهال وژل کیږي، تر ۳۹۰۰ ډالرو پورې نغدی حقوق ورکړل شي.

په دغه پيسو کې د مړي انتقال او د تکفین او تدفین لګښت چې د هغوی د تېرو ۱۵ میاشتو معاش سره معادل وی، هم شامل دي. سرتېرو ته له ۱۸۸ – ۲۶۰ ډالرو پورې میاشتنی معاش ورکول کیږي.

همدارنګه حکومت دنده لري د دندې پر مهال د وژل شوي نارینه يا ښځینه سرتیري د یوې وروستۍ میاشتې معاش د هغوی کورنیو ته ورکړي.

تقاعدي معاش د مړه شوي سرتيري پلار یا مور ته د عمر تر پایه یا د هغوي اولادونو ته  ۱۸ کلنۍ تر رسيدو پورې ورکول کیږي.

د ملي دفاع د وزارت مرستیال ویاند، محمد موسی رادمنش له دې سره موافق دی چې هېواد په ختیځ، په تېره بیا په نورستان، کې د ملي اردو د منسوبینو کورنیو ته د تقاعدي امتیازاتو په ورکړه کې ځینې ستونزې موجودي دي.  

هغه وویل، دغه موضوع د پوځي واک د قانون په حدودو کې نه راځي.

هغه وویل: «د شهیدانو کورنۍ باید خپل شکایتونه ملي دفاع وزارت ته نه، بلکې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولانو وزارت MoLSAMD ته وړاندې کړي.» هغه زیاته کړه، دغه وزارت یوازې اړوند لاسوندي چمتو کوي.

وروسته د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولانو وزارت  MoLSAMD د هغوی کورنیو ته د تقاعدی معاش د اخیستلو لپاره بانکي حسابونه پرانیزي.  

ښکېلو کورنیو آی ډبلیو پی آر ته وویل، دغه بهیر تل آسان پر مخ نه درومي.

عبدالکریم وویل، ۱۹ کلن زوی، ضیاءالدین يې د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې د خاشرود د ولسوالۍ په یوې سیمه کې په یوې بمی چاودنه کې ووژل شو.

نوموړی، چې اصلا د ننګراج د کلي اوسیدونکی و، په هلمند کې د ۲۱۵ میوند د قول اردو د څلورم پلي کنډک د «تطهیر په تولی» کې دلګی مشر و.

پلار يې، چې یو کروندګر دی، وايي، هغه ته خبر راغی چې کابل ته لاړ شي او له روغتون څخه د خپل زوی مړی تر لاسه کړي.

هلته عبدالکریم ته د مذهبي چارو ریاست یو افسر د هغه د وژل شوي زوی، د ۳۲۰۰ ډالرو حقوقو پر ځای ۱۸۰۰ ډالره ورکړل.

له هغه وروسته چې يې د هغه د تقاعد د حقوقو د تر لاسه کولو لپاره لازم اسناد چمتو کړل، د ۲۳۰۰ ډالرو پر ځای يې  ۱۳۴۸ ډالر تر لاسه کړل.

عبدالکریم دا هم وویل، د ملي دفاع د وزارت چارواکو د هغه د زوی له حقوقو څخه ۴۷۸ ډالره فیس وضع کړ.

د میوند د قول اردو ویاند، عبدالقدیر بهادر زوی د دې پخلی وکړ چې له هر کلني تقاعد څخه ۴۷۸ ډالره فیس وضع کوي، خو د پیسو د دغه وضع کولو لپاره کوم قانوني بنسټ نشته.

د نورستان دوه تنه ځوانان، چې کورنۍ يې ونشو کړای د هغوی بشپړ تقاعد واخلي، په افغان سیمه ییزو  پولیسو کې د خدمت پر مهال مړه شوي وو.

دغه ځواک د افغان ملي پولیسو له لیکو څخه جلا د کلیو له ملیشو څخه جوړ شوی. سره له دې چې د کورنیو چارو د وزارت تر لاس لاندې کار کوي، خو عموما د سیمه ییزو خلکو له ډلو څخه جوړیږي.

عزیزالله ۱۷ کلن و او پنځه میاشتې يې په پولیسو کې خدمت کړی و، چې د زابل ولایت د شاه جوی د ولسوالۍ د خان کلي د تالاشۍ په پوستې کې د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په میاشت کې ووژل شو.

ورور يې محب الله، چې په ننګراج کې هټۍ لری، آی ډبلیو پي آر ته وویل، کله چې د عزیزالله د مړي د انتقال لپاره کابل ته لاړ، د زابل پولیسو هغه ته ۳۶۰ ډالره د هغه پخوانی معاش ورکړ.  

محب الله وویل، له تکفین او تدفین وروسته د خپل ورور د حقوقو او امتیازاتو،  د تقاعد د حقوقو د تر لاسه کولو او د لازمو اسنادو د چمتو کولو لپاره زابل ته لاړ.

هغه وویل، د زابل ولایت د پولیسو سیمه ییز قوماندان، عبدالله نظري ورته وویل، زموږ په پوخ کې د عزیزالله په نامه څوک ثبت نه دی.

د دې خبرې په اوریدوهغه ټکان وخوړ او وروسته د شاه جوی ولسوالۍ ته لاړ چې هلته د عزیز الله د مړینې په ځای کې له قوماندان، داود سره وګوري.

هغه وویل: «قوماندان داود وویل، عزیزالله له دوی سره د تالاشۍ په پوسته کې پنځه میاشتې خدمت اجرا کړی، خو د سیمه ییزو پولیسو له لیکو سره رسما نه و یوځای شوی او په دې توګه د مړینې له امتیازاتو او د تقاعد له حقونو څخه برخمن کیدای نشي.»

محب الله وویل، دا د منلو خبره نه ده چې یو پولیس دې پنځه میاشتې خدمت وکړي او بیا دې د خدمت پر مهال مړ شي او حکومت دې د هغه له شتون څخه خبر نه وي او د مړینې امتیازات دې د بل چا جیبونو ته لاړ شي.

هغه وویل: «زه یو بېوزلی او کمزوری انسان یم. حکومت دې زما د ورور حقونه اجرا کړي.»

د همدغه کلي یو بل اوسیدونکي، ضیاءالرحمن هم د شاه جوی د ولسوالۍ په سیمه ييزو پولیسو کې خدمت اجرا کړی او د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې له طالبانو سره په جګړه کې د ۲۱ کلنۍ په عمر ووژل شو. د هغه ارواښاد خپلوانو وویل، هغوی له ډېر منډو ترړو سره سره تر اوسه د هغه د مړینې هیڅ امتیازات نه دی تر لاسه کړي.

د نورستان د پولیسو مشر، غلام محی الدین سروري وویل، هغه د نوموړو شهیدانو کورنیو ته د هغوی د امتیازاتو د ورکړې مسؤولیت پر غاړه نه لري.

سروري آی ډبلیو پي آر ته وویل: «دا د کابل د چارواکو ستونزه ده، چې [د حدمت پر مهال] د وژل شوو پولیسو کورنیو ته د هغوی د مړینې او تقاعد د امتیازاتو د ورکړې مسؤولیت پر غاړه لري.»

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولانو وزارت  MoLSAMDویاند، عبدالفتاح عشرت احمدزي اعتراف وکړ چې په نورستان ولایت کې په خدمت کې د مړو شوو افرادو کورنیو ته د تقاعد د امتیازاتو په ورکړه کې ستونزې موجودي دي، خو د نورو جزیاتو له ورکړې څخه یې غاړه وغړوله.

Frontline Updates
Support local journalists