د لبنياتو فارمونه، د افغان مېرمنو عایداتي سرچینه

په يوې جوړې شوې غونډې کې پر دې اړه خبرې اترې وشوې چې کېدای شي آن يوه کاسه (سطل) شېدې گټه لاسته رواړي.

د لبنياتو فارمونه، د افغان مېرمنو عایداتي سرچینه

په يوې جوړې شوې غونډې کې پر دې اړه خبرې اترې وشوې چې کېدای شي آن يوه کاسه (سطل) شېدې گټه لاسته رواړي.

د شپږو اولادونو مور، حمیده درې کاله دمخه هغه مهال کونډه شوه چې مېړه يې، عارف د ملي پوليسو افسر، د دندې پر مهال د يو ماين د چاودنې له امله ووژل شو.

حمېدې خپلو ماشومانو ته د اعاشې او اباتې د موندلو لپاره دوه کاله په کوڅو او د جوماتونو په مخ کې درويزه گري وکړه، د خلکو ترخې خبرې يې واورېدې او گواښوونه يې وزغمل. اوس يې د کوچنيو پورونو په برکت پر داسې يو کسب او کار لاس پورې کړی چې کولای شي په لسگونو نورې ښځې هم له نيستۍ څخه وساتي.

حميدې وويل: «ليک او لوست مې زده نه دی، خو پر کورني اقتصاد ډېره ښه پوهيږم.» حميدې له يوې ناحکومتي موسسې څخه پنځوس زره افغانۍ پور کړې او يوه غوا يې پرې واخيستله. پر هټيو او شخصي کورونو باندې د هغې د شېدو د پلورلو له لارې يې وکړای شول دومره پيسې سپما کړي چې نورې څلور غواگانې پرې واخلي.

نوموړې په دوام وويل «د څارويو د ساتلو د تجربې له لارې راته دا فکر پيدا شو چې د لبنياتو د راټولولو يو مرکز جوړ کړم او نورې نالوستې او بې گټې مېرمنې راسره په دې کار کې شرېکي کړم.»

حميدې وويل، اوس هره ورځ له کلو بانډو او په سيمه کې د مالدارۍ له فارمونو څخه شاوخوا يو زر ليټره شېدې راټولوو او پل علم ته يې راوړو. وروسته يې د پروسس لپاره پلازمېنې، کابل ته ليږدوو.

لوگر ولايت د پلازمېنې، کابل سويل ته ٦٠ کليومتره وړاندې پروت دی. له دې امله محصولات هره ورځ په اسانۍ ورته لېږدول کېدای شي.  

حميدې وويل: «اوسمهال، ٢٠ اړمنې مېرمنې په دې کار کې راسره بوختې دي، هره ورځ په سلگونه افغانۍ گټۍ تر لاسه کوي او کولای شي خپله کورنۍ پرې وچلوي.»

د لبنياتو په دغه شرکت کې د صديقې په نامه يوې کارکوونکې مېرمن وويل، سره له دې چې د يوې غوا د ساتلو وس لري، خو له هغې څخه د شيدو د پلورلو له لارې ډېره گټه لاسته راوړي.

هغې وويل: «زه له غوا څخه د ورځې يو سطل او کله ناکله دوه سطلونه شيدې تر لاسه کوم. شيدې د راټولولو پر مرکز پلورم او ډېره گټه ترلاسه کوم.»

د شبنم په نامه يوې بلې مېرمنې وويل: «د شېدو د پلورلو له لارې هره ورځ شاوخوا ٦٥٠ افغانۍ گټم. د دغه پيسو له لارې مې ورځنۍ اړتياوې پوره کوم.»

د حميدې بخت تر دې بريده روښانه شوی چې اوس د ښار په يوه ښايسته مناسب کور کې اوسيږي او خپل دوه زامن او څلور لوڼې ښوونځي ته ليږي.

هغه په خپله خوښه نورو مينه والو مېرمنو ته په خپلو سيمو کې د دغه راز کسب او کار د جوړولو په اړه سلا مشورې ورکوي.

هغې وويل: «که چېرته کليوالې مېرمنې وغواړي د لبنياتو د راټولولو، ساتلو او بازار ميندلو (پلورلو) په اړه روزنه تر لاسه کړي، نو محصولات او عايدات دواړه به يې دوه برابره شي.»

کارپوهان وايي، په دغه راز کسب و کار کې پانگه اچونه کولای شي د ولايتونو په کلو او بانډو کې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي.

د نسرين په نامه يوې اقتصاد پوهې وويل: «لوگر يو کرنيز ولايت دی او ډېری اوسيدونکې يې په کرنې او مالدارۍ بوخت دي. که هغوی د لبنياتو په راټولولو، پروسس او بازار موندلو کې وروزل شي، نو محصولات او عايدات دواړه به يې لوړ شي.»

حميدې وويل، د لوگر د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ له رياست سره ښې کاري اړيکې لري، خو تر اوسه يې رسما کومه مرسته ورسره نه ده کړې.

د لوگر ولايت د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ رئيس، محمدين مهمند آی ډبليو پي آر ته وويل، د کرنې او اوبو لگولو وزارت پلان لري په راتلونکې کال کې په سلگونو کروندگرو ته د فارمونو د جوړولو او د محصولاتو د راټولولو په اړه روزنه او ټرينگونه ورکړي.

هغه وويل: «اوس کروند گر له پخوا څخه د لبنياتو له لارې ډېرې پېسې لاسته راوړي. سږکال پلان لرو چې کروندگرو ته د درملو د ويش په گډون په بېلابېلو ډگرونو کې روزنه چمتو کړو.»

Frontline Updates
Support local journalists