د کونډو ښځو د ودونو ستونځى

له اسلامي شريعت او د مدني قوانينو څخه په سرغړونه، په ولايتونو کى کونډى ښځى دى ته اړ باسي چى د خپل متوفى خاوند له خپلوانو سره واده وکړي.

د کونډو ښځو د ودونو ستونځى

له اسلامي شريعت او د مدني قوانينو څخه په سرغړونه، په ولايتونو کى کونډى ښځى دى ته اړ باسي چى د خپل متوفى خاوند له خپلوانو سره واده وکړي.

حبيبه له کابل څخه يوه ٢٨ کلنه کونډه ده چى د خپل مرحوم خاوند د مشر ورور له زوى سره يي نامزاده کړى ده. خو د هغى راتلونکى خاوند يوازى شپږ کلن دى.


شګوفه له ننګرهار څخه ٢٩ کلنه کونډه ده چى د خپل خسر په حکم د خپل متوفى خاوند د تره له زوى سره چى ٤٥ کلن دى او دوى نورى ميرمنى هم لري بايد واده وکړي. شګوفه وايي چى د دغه واده پر ځاى مرګ ته ترجيح ورکوي.


د افغانستان د کونډو له پاره په ځانګړي توګه په ولايتونو کى چى زاړه دودونه پر اسلامي شريعت او مدني قوانينو غښتلي دي ژوند ډير ګران دى. د دغو دودونو پر بنسټ کونډى ښځى کولى شي د خپل خاوند له يوه خپل سره واده وکړي. له دغو دودونو سرغړونه د کورنۍ د سر ټيټوالي سبب کيږي او ښايي ډيرى خرابى پايلى ولري.


محمد ٥٢ کلن دى او د لوګر ولايت اوسيدونکى دى چى د کابل جنوب لور ته موقعيت لري. هغه يو ورور درلود چى په ١٩٩٨ کال کى ووژل شو. د ورور له دوو ميرمنو څخه يوى وغوښتل چى د خاوند له کورنۍ څخه بهر واده وکړي. د خپلى کورنۍ د شرم د پټولو له پاره ، محمد وړانديز وکړ چى د دغى ښځى يوه لور خپل زوى ته را واده کړي او په دى توګه د خپل ورور ياد په يوه ډول په کور کى وساتي.


خو وريندارى يي دا وړانديز ونه مانه او د خپل واده د پريکړى سره يي سم خپل کار وکړ چى په تائسف سره دى کار خونړى غچ اخيستنى درلودى چى په پاى کى يي دوه تنه مړه، يو د مړينى له ګواښ سره مخامخ او دوى نورى ميرمنى يي کونډى کړى.


د واده له امله قهروړي محمد ، زوم چى وزير نوميده ووژه. د دغه مړينى د غچ له پاره د وزير ورور حکم د محمد ٢١ کلن ورور څلور مياشتى وروسته ووژه. محمد د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى اوس زه هڅه کوم حکم ووژنم.


د دغو پيښو د تکراريدو د مخنيوي له پاره، محمد د خپل ورور له دوهمى ميرمنى سره واده وکړ، تر څو دا خبره يقيني کړي چى د لومړۍ ميرمنى مثال تعقيب نه کړي او د خاوند له کورنۍ څخه بهر واده ونه کړي. دوى اوس يوه لور لري.


شګوفى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى خاوند يي اختر محمد درى کاله وړاندى په پاکستان کى په يوه ترافيکي پيښه کى پداسى حال کى مړ شو چى له واده څخه يي يوازى ٥ مياشتى تيرى شوى وى. هغه وايي زه ماشومان نه لرم او غواړم له يوه ښه سړي سره واده وکړم او ښکلى ژوند ولرم. خو زما خسر نه غواړي چى د خاوند له کورنۍ څخه بهر واده وکړم . هغه غواړي چى د خاوند د تره له زوى صيف اله سره واده وکړم. زه نه غواړم له هغه سره واده وکړم او که چيرى اړ ايستل شم نو يا به وتښتم او يا به ځان ووژنم.


د حبيبى خاوند دوه مياشتى وړاندى د يوى لنډى ناروغۍ وروسته مړ شو. هغه وايي ما درى ماشومان درلودل او غوښتل مى چى واده وکړم تر څو د ماشومانو له پاره داسى څوک پيدا شي چى ډوډۍ وګټي. زما ليور درمحمد او زه سره موافق و چى واده وکړو خو ميرمنى يي مخالفت وکړ.


حبيبه وايي د ځنيو دوستانو او خپلوانو له خوا ورته د واده کولو وړانديز شوى خو درمحمد اجازه نه ورکوي چى له کورنۍ څخه بهر واده وکړم. له همدى امله هغه غواړي چى د هغه له شپږ کلن زوى سره واده وکړم. زه ٢٨ کلنه يم او هغه يوازى ٦ کلن. اوس نو تاسى پخپله قضاوت وکړى.


عبيدالرحمن د پل خشتي جومات ملا چى د کابل په مرکز کى موقعيت لري او د کابل د اسلامى مدرسى ريس هم دى وايي چى د اسلامي کود پر اساس يوه کونډه حق لري چى د خاوند د مړينى څخه د څلورو مياشتو او لسو ورځو وروسته له هر چا سره چى وغواړي واده وکړي خو په دى شرط چى هغه سړى مسلمان وي.


مولوي عبيداله زياتوي: دا مهمه نه ده چى کونډه دى بچيان ولري که نه. قران ورته دا اجازه ورکوي چى د دغى ټاکلى مودى وروسته خپل راتلونکى خاوند انتخاب او له هغه سره واده وکړي. هغه خلک چى د دغو احکامو د تطبيق مخنيوى کوي جاهل او بى سواده دي. دا ډول چلند په بشپړه توګه د اسلامي شريعت مخالف دى.


عبدالاحد د پوليسو يو متقاعد افسر په دى اړه وايي بايد کونډو ته اجازه ورکړل شي له هرچا سره چى غواړي واده وکړي. دوى د خاوند د له لاسه ورکولو سره ډيرى ستونځى ګاللي وي .موږ بايد له هغوى سره د خپلو لوڼو په شان چلند وکړو.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists