د کوکنارو په کرکيلې کې ډېرښت

افغاني او بهرني چارواکي تور لګوي، چې ولې د غير قانوني کرکيلې د له منځه وړلو هڅې پاتې راغلي دي.

د کوکنارو په کرکيلې کې ډېرښت

افغاني او بهرني چارواکي تور لګوي، چې ولې د غير قانوني کرکيلې د له منځه وړلو هڅې پاتې راغلي دي.

د افغانستان په شمال کې بزګران وايي، چې د سږني زيات اورښت او د کوکنارو د له منځه وړلو ناوخته هڅو له امله سږکال د کوکنارو په کرکيله کې زياتوالی راغلی دی.


په داسې حال کې چې ولسمشر، حامد کرزي د کوکنارو په وړاندې د جهاد غږ کړی دی او ددې توکي په وړاندې نړيوال ايتلاف خپلې هڅې جاري ساتلي، آن يو شمېر حکومتي لوړپوړي چارواکي دا مني، چې د له منځه وړلو هڅې زياتره ډېر ناوخته پيل شوې او ډېره لږه بريا يې درلودلې ده.


د ملګرو ملتونو د نيشه يي توکو او جرايمو د څانګې د اټکل له مخې پروسږکال په افغانستان کې د 4،200 ميتريک ټنه خام اپين توليد شوی دی، چې د نړی د اپينو په سلو کې 87 جوړوي.


د بلخ ولايت يو بزګر، محمد نظر، چې په خوشحالۍ يې د کوکنارو يو ډک شين پټی د آی ډبليو پي آر خبريال ته ورښوده، وويل: ((سږنيو بارانونو د تېر کال په پرتله زموږ سږني حاصلات ډېر کړي دي.))


د هيروينو د جوړولو خام مواد، اپين، د افغانستان په زياترو ولايتونو کې کرل کيږي. په داسې حال کې چې په دې هکله کومه رسمي شمېرنه په لاس کې نه شته، خو د رپوټونو له مخې به سږني حاصلات په پروسږنو هغو ورواوړي.


هغه شمېر بزګران چې د کوکنارو د اړولو او د هغې پر ځای د يو بل متبادلې کرکيلې په هيله يې سږکال کوکنار کرلي نه دي، پښېمانه دی، چې ددغه زياتو پيسو لاسته راوړونکي حاصل څخه به بې برخې شي.


د بلخ د ولايت يو بل بزګر، نصرالله وويل: ((د کوکناور کرکيله هغسې، چې خلکو ويل، چا وانه اړوله. هغه شمېر بزرګران ډېر خپه دي، چې کوکنار يې کرلي نه دي.))


حاصل د کارګرانو په ګټه پای ته ورسېد. يو تن کارګر، محمد عمر آی ډبليو پي آر ته ويل: ((زه د اپينو د ټولولو له فصل څخه دمخه وزګار وم. اوس د کوکنارو په پټيو کې کار کوم او د ورځې له درې سوو څخه تر څلور سوو افغانيو پورې ګټم.))


د کوکنارو په کرکيله کې ډېروالی په داسې مهال کې راڅرګند شو، چې ولسمشر، حامد کرزی د متحده ايالتونو په سفر بوخت و. هغه د نيشه يي توکو په خلاف د هڅو په وړاندې ګوتنيونې ونه منلې، ويې ويل، د هغه حکومت د کوکنارو د کرکيلې په له منځه وړلو کې زياته هڅه کړې ده. پر ځای يې هغه په لوېديځو هېوادونو باندې د مرستې د نه چمتو کولو پړه واچوله.


د نيويارک ټايمز د می د 23 نېټې د يو رپوت له مخې د (متحده ايالتونو) د بهرنيو چارو وزارت يو يادښت د کوکنارو د کرکيلې په له منځه وړلو کې پاتې والی د کرزي او دنورو حکومتي چارواکو په زړه نازړه توب واچاوه، چې د کندهار او نورو سيمو جنګ سالارانو په وړاندې يې لازم ګامونه پورته کړي نه دي.


د نيويارک ټايمز د رپوټ له مخې له کابل څخه واشنګټن ته د يو لېږل شوی کېبل پر بنسټ ولايتي چارواکو او د کليو مشرانو د کوکنارو د ځمکې د کتنې وړ اړولو مخه نيولې او د کرزي په ګډون نورو افغاني لوړ پورو چارواکو ددې مخنيوي په اړه ډېر لږ څه کړي دي.


دوو امريکايي چارواکو نوموړې ورځپاڼې ته وويل، چې د کېبل مسوده د نيشه يي توکو په خلاف مبارزې کې د ښکېلو چارواکو له خوا ليکل شوي وه: ((سره له دې، چې کرزی د (کوکنارو) د له منځه وړلو د بنسټيز او اغېزمن پروګرام د پلي کولو د هڅو په وړاندې له ستونزو ښه خبر دی، خو نه غواړي آن په خپل پلرني ولايت، کندهار کې د پياوړي مشرتابه څرګندونه وکړي.))


ورځپانه ليکي، په کېبل کې همدارنګه په برتانيې باندې هم پړه اچول شوې، چې په افغانستان کې د نيشه يي توکو په وړاندې د مرستې چمتو کولو مسووليت په غاړې لري. هغوی د زياتو کروندو د له منځه وړلو په وړاندې (په بنيادي توګه مسوول) دي. برتانوي کارکوونکي د له منځه وړلو د ډلو د کار ځايونه غوره کوي، خو کېبل وايي، چې هغه سيمې د (کوکنارو) د کرکېلې عمده ځايونه نه و او برتانويان نه غواړي،خپله موخه واړوي.


کرزي دا ګوتنيونه نه مني او وايي د اد هغه هڅې يوه برخه وه، چې پړه د امريکا له متحده ايالتونو، برتانيې او نورو هېوادونو څخه د بل چا په اوږو واچوي، چې د اقتصادي مرستو په چمتو کولو کې پاتې راغلي دي.


کرزي له سي اين اينCNN سره په يوې مرکې کې وويل: ((ښايي د ټول هېواد په کچه لږه ترلږه په سلو کې تر دېرشو پورې کموالی راغلی وي. موږ خپله دنده سرته رسولې ده. افغانانو خپله دنده تر سره کړې ده. اوس د نړيوالې ټولنې وار دی، چې افغانانو ته يو متبادل کښت او (ژوند) چمتو کړي، چې د تر اوسه يې نه دي چمتو کړي.)) هغه زياته کړه: ((راځئ، چې دا په يو بل باندې د پړې اچولو لوبه يوې خواته پرېدو.))


حاصلات د اپرېل په مياشت کې راټوليږي. د می له 15 نېټې لږه موده وروسته د کورنيو چارو وزارت د سلو تنو يوه ډله د بلخ ولايت ته واستوله. د بزګرانو د وينا له مخې له ناوخته کرل شوې کروندې پرته هغوی يوازې د ګوتو په شمېر کروندې له منځه يوړي.


دې ځنډ او ټال د بلخ والي عطامحمد نور په غوسه کړ، چې ويل يې چارواکو بايد ډېر دمخه او په خپل وخت ګام پورته کړی وای.


د کورنيو چارود نيشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معين، جنرال محمد داود د ځنډ او ټال لامل د پيسو نشتوالی او د هوا خرابوالی وښود. د می په وروستيو کې جنرال داود وويل: ((په يوازيني ولايت کې چې موږ د کوکنارو کرکيله په بشپړ ډول واړوله، د بدخشان ولايت دی، چې حاصلات په کې لا ټول شوي نه و.))


بدخشان د افغانستان شمال ختيځ ته لېرې پروت ولايت دی. څرنګه چې په لوړه پروت دی، نو حاصلات په کې د نورو ځايونو په پرتله وروسته رسيږي.


د جنرال داود په وينا د بلخ، کندهار او فراه ولايتونه سږکال د کوکنارو عمده کروندځايونه و. هغه دا خبره ومنله، چې په نوموړو ولايتونو کې د له منځه وړلو پروګرام هم ډېر ناوخته پيل شو. داود وويل، په ختيځو ولايتونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو پروګرام ښايسته ښه بريالی و، ځکه چارواکو په خپل وخت ګامونه پورته کړي و. هغه وويل، چې اصلا سږکال د تېر کال په پرتله زياته کرونده له منځه وړل شوې، خو کومه سمه شمېره يې په لاس کې نه وه.


د می د مياشتې په وروستيو کې د خامو اپينو خرڅلاو په بلخ کې په ښه ډول پر مخ روان و. يو شمېر بزګرانو وويل، راکړه ورکړه په برالا ډول تر سره کېده، خو چارواکو دا ادعا رده کړه.


د بلخ د يو سمت د پوليسو مامور وويل: ((موږ پوره پوليس نه لرو، سيمه خورا پراخه ده، اپين په کليو او بانډو کې پلورل کيږي او پېرودل کيږي. د نيشه يې توکو قاچاق وړونکي له سهيلي ولايتونو څخه دلته راځي، له کليوالو څخه اپين اخلي او له هغو لارو څخه يې خپلو ولايتونو ته ليږدوي، چې پوليس په کې نه وي.))


په داسې حال کې چې چارواکي له وضعې خپه دي، خو بزګران د يو نېکمرغه او سوکاله کال په هيله دي. د يو زيات شمېر بزګرانو په وينا هغوی پخپله خوښه خپله کرونده نه اړوي.


د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د يو هکتار اپينو له کروندي څخه په منځني ډول پروسږکال د 4600 امريکايي ډالرو په انډول پيسې تر لاسه شوې وې، خو په همدغه اندازه ځمکه کې له کرل شويو غنمو څخه يوازې 390 ډالره ګټه لاس ته راغلې وه.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists