د کوکنارو کرونکي بزګر غواړى چى د حکومت له دستورڅخه سرغړونه وکړى

په داسى حال کى چى د کوکنارو د کښتونو وکرولو ته يوازى دوى اونى وخت پاته دى، افغان مقاماتو ته دا يو ګران کار دى چه بزګران د کوکنارو پر ځاى د غنمو کرولو مجبوره کړى.

د کوکنارو کرونکي بزګر غواړى چى د حکومت له دستورڅخه سرغړونه وکړى

په داسى حال کى چى د کوکنارو د کښتونو وکرولو ته يوازى دوى اونى وخت پاته دى، افغان مقاماتو ته دا يو ګران کار دى چه بزګران د کوکنارو پر ځاى د غنمو کرولو مجبوره کړى.

Thursday, 3 March, 2005

په افغانستان کى حکومت دا منى: چه دوى د هيواد يوازى درى برخى د نامشروع او ناروا کرل شوو کوکنارو کښتونه د منځه وړى دى او بايد د کوکنارو د کرلو د مخنوى په اړه يوى سختى او پياوړى مبارزى ته دوام ورکړي.


يوازى دريو ولايتونو، هلمند په جنوب لويديځ کى، ننګرهار په ختځ کى او بدخشان په شمال ختځ کى د انتقالى جمهور رئيس حامد کرزى لخوا د کوکنارو د کښتونو د کرولو د بنديز فرمان منلى دى. همدا درى ولايتونه د ټول هيواد د کوکنارو د کښتونو (٣٠) فيصده برخه جوړوي.


د تارياکو توليدونکى په هر هيکتار مځکه کى د کوکنارو د کرولو څخه د (٢٠٠٠) ډالرو په شااو خوا کى پيسى لاس ته راوړى. خو اوس چه د کوکنارو کرولو ته لږ وخت پاتى دى، حکومت په کلکه هلى ځلى کوى چه بزګرانو ته د زيات حاصل توليدونکي تخمونه ور ورسوى، تر څو هغوى کوکنار و نه کرى.


د حکومت صلاح کاران په دى پوهيږى چه هغوى د يوه جدى چيلنج سره مخامخ دى. د مخدره يا نشيى موادو د کنټرول د دولتى کميسون د رئيس مرستيال عبدالرزاق وويل: تر ټولو مهم کار د کوکنارو د کښتونو د کرلو مخنوى دى چه دا کار په څو راتلونکو اونيو کى پيل کيدونکى دى.


نوموړي زياته کړه: موږ ته ډير لږ وخت پاته دى چى بزګرانو ته په چټکى سره د اصلاح شوو غنمو تخمونه ورکړو. هغه وويل: که زموږ سره مرسته کوونکي هيوادونه د همدى تخمونو مرسته وکړى، نو موږ به وکړاى شو چه يو زيات شمير بزګران د نوموړو تخمونو په کرلو راضى کړو.


خو ډير بزګران انتظار کولو ته تيار نه دى او وائى: که دوى پخپلو کروندو کى کوکنار و نه کرى، نو د دوى ژوند به ډير سخت وى.


د کابل د لويديځ په (١٥٠) کيلومترى کى د باميانو د ولايت يو بزګر قربان على د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زما سره حکومت هيڅ مرسته نه ده کړى، نو له همدى امله پخپله کرونده کى کوکنار کرم او دا کار د همدى فصل څخه د پيسو د تر لاسه کولو يوازنى لار ده.


ځينى د کوکنارو کرونکى بزګران وائى: دوى پخپلو کروندو کى د غنمو په کرلو خوښ نه دى، ولى چه دوى د غنمو څخه په کافى اندازه سره ګټه تر لاسه کولاى نه شى.


باميانو ته نژدى د سيغان په ولسوالۍ کى د کوکنارو کرونکى بزګر دا په ډاګه کړه: چى د تارياکو پاکستانى معامله کونکو تر مخه لا ده ته پيسى ورکړي دي. هغه وويل: نوموړو پاکستانى معامله کونکو ده ته (٥٠٠٠٠) پاکستانى کلدارى چه (٨٥٠) ډالره کيږى، ورکړيدى او هغوى به پاته نورى پيسى د تارياکو د تر لاسه کولو وروسته و ده ته ورکوى. نوموړى زياته کړه: که زه پخپله کرونده کى غنم وکرم، نو د کوکنارو د کښت په پرتله څلرمه برخه پيسى تر لاسه کوم.


برتانيا افغانستان ته د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو دپاره (٢٠) ميلون ډالره د مرستى په ډول ورکړيدى. په لومړى سر کى حکومت هر بزګر ته د هغه په يوه هيکتار مځکه کى د کوکنارو پر ځاى د بل شى د کرولو په بدل کى (٢٥٠) ډالره ورکول، خو وروسته د بزګرانو د شکايتونو له امله همدا شميره (٣٥٠) ډالرو ته زياته کړه شوه.


اشرف غنى، د افغانستان سره د مرستو د انسجام د ادارى رئيس او د ماليى وزير چى بزګرانو ته د کوکنارو پر ځاى د بل شى د کرلو په بدل کى د پيسو د ور کولو مسؤل دى، د جنګ او سولى راپور ورکونکى ټولنى ته وويل: تر اوسه پورى (١٢٥٠٠٠) هيکتاره کروندى چه د ټول هيواد د کروندو (٣٠) فيصده کيږى، د کوکنارو د کرلو څخه پاکى کړاى شوي دي او د همدى امله د (٢٠) ميلونو ډالرو څخه زياتى پيسى د نوموړو کروندو بزګرانو ته ورکول شويدي.


تير کال حالت په بشپړه توګه جلا وو او د ملګرو ملتونو د نشيى موادو د کنټرول پروګرام په دى باندى حيران پاته وو چه د طالبانو لخوا د کوکنارو د کرلو د بنديز د فرمان له امله د کوکنارو په کرولو کى يو په درى کموالى راغلى وو.


نوموړى اداره د اټکل له مخى وائى: په (٢٠٠٠) ميلادى کال کى د افغان بزګرو د کوکنارو د کرل شوو کښتونو څخه (٣٦٠٠) ټنه تارياک لاس ته راغلي وو چه د ټولى نړۍ د تارياکو (٧٥) فيصده برخه ئى تشکيلوله او دا شميره د نوموړي کال څخه


دمخه کال د (٤٥٠٠) ټنو د تارياکو څخه يو پر درى برخى را کمه کړاى شوى وه.


شعيب صافى د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists