د کرزي د ماليي د جارو مسولين مليونونه تر لاسه کوي

د افغانستان د ولايتونو مشران پرته له بنګيدو خپل تر لاسه شوي ځينى عوايد مرکزي حکومت ته ورکوي.

د کرزي د ماليي د جارو مسولين مليونونه تر لاسه کوي

د افغانستان د ولايتونو مشران پرته له بنګيدو خپل تر لاسه شوي ځينى عوايد مرکزي حکومت ته ورکوي.

د ولس مشر حامد کرزي هڅه چى د افغانستان له ضدي سيمو څخه راټولى کړي، په حيرانوونکي توګه په ګړنديتوب او پرته له کوم څرګند مخالفت څخه مثمر او ګټور ثابت شوى.


د مى د مياشتى په ١٨ نيټه د کرزي له وينا وروسته چى غوښتنه يي کوله چى سيمه اييز مشران بايد ماليي ورکړي ، او د ماليي وزارت ١١ ولايتونو ته چى د افغانستان په لر او بر کى پولى لري، ډلى استولي دي. دوى د يوى اوونۍ په موده کى په مليونونو ډالر ګمرکي عوايد تر لاسه کړي.


ولايتي واکمنو، حکومتي چارواکو ته دا فرصت ورکړ تر څو د هغوى اسناد وويني، او دا لومړى ځل دى چى د کرزي حکومت د ګمرکي ماليو دومره په تفصيل سره کتنه کيږي، او دوى ژمنه وکړه چى د ګمرکي عوايدو ډيره برخه به ورکوي.


په کابل کى د خزانى د څانګى مشر محمد احسان اسدي وويل: اوس موږ بډاى او شتمن يو. اسدي د حنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى چارواکو يوازى د هرات له ولايت څخه ٢٠ مليونه ډالر تر لاسه کړي دي.


هغه دا شميره د هغو ٦ مليونو ډالرو سره په تضاد کى وباله چى دغه ولايت د ٢٠٠١ کال د دسمبر د مياشتى راهيسته چى دغه اداره رامنځ ته شوى ليږلي دي.


هرات چى د والي اسماعيل خان له خوا اداره کيږي، د ماليي د وزير اشرف غني په وينا د کال ٥٧ مليونه ډالر له ګمرکي عوايدو جوړوي او که پر نورو اټکلونو باور وشي نو د دى پنځه برابره تر لاسه کوي.


د هرات د ډلى مشري پخپله د ماليي د وزير له خوا کيده . بيرته په راستنيدو د جون د مياشتى د دريمى نيټى خبري کنفرانس ته هغه وويل: له هغو پيسو څخه چى د هيواد له لر او بر څخه راټول شوي ، نژدى ٧ مليونه ډالره بۀ يي د پوځ د پاتى تنخواه ګانو د ورکولو لپاره ورکړل شي.


د دى پوښتنى په ځواب کى چى آيا دا عادلانه کار دى چى اسماعيل خان د هرات يوه برخه عوايد له ځانه سره ساتي، غني وويل: دا حقيقت لري خو موږ بايد سازش وکړو.


اسدي وويل: نژدى ١،٥ مليونه ډالره د ننګرهار له ولايت څخه راغلل چى ختيځ لور ته له پاکستان سره پر پوله دى. نيمروز چى له پاکستان او ايران دواړو سره پوله لري ، ژمنه يي کړى چى ١،٥ مليونه ډالره به ورکوي. نورى ٨ سيمى چى د ماليي وزارت چارواکو ترى ليدنه کړى وه لږ مقدار يعنى هرى يوى سيمى له يوه مليون ډالرو څخه لږى پيسى ورکړي.


له خپلى وينا څخه درى اوونۍ وروسته ، کرزي د ١١ سرحدي ولايتونو واليان وغوښتل او پر هغوى يي يوه موافقه لاس ليک کړه چى په راتلونکي کى به يي ټول احکام مراعات کوي. د دغى موافقى عملي کول له ګمرکي پلټنو سره پيل شول.


د ماليي وزير اشرف غني د مرکزي حکومت کلنۍ بوديجه چى د ٢٠٠٣ کال د اپريل له مياشتى څخه پيليږي، ٥٥٠ مليونه ډالره ټاکلى وه. که څه هم هغه هيله مند دى چى د ماليي ډيره برخه به له بهرنيو مرستندويانو څخه راشي، خو د ٢٠٠ مليونو ډالرو بوديجه يي له داخلي عوايدو لکه ګمرکي ماليي څخه ټاکلى.


له راپورونو سره سم د ولايتونو چارواکو د کابل له پلاو سره ډيره همکاري کړى، خو دا شونى ده چى دوى وکولى شو د عوايدو يوه ډيره برخه له ځانه سره وساتي.


د ماليي وزارت چارواکو د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، له هغه راهيسته چى د مارچ په مياشت کى مالي کال پيل شو، هغه مقدار چى ټولو ولايتونو له خوا تحويل شوى د تيرکال په پرتله لوړ دى، خو دا مقدار د دوى د حقيقي عوايدو د يوى کوچنۍ فيصدي استازيتوب کوي.


د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى د نګګرهار په ولايت کى د ګمرکي ملييو يا عوايدو اتلو ته په سيمه اييز کچ له نژدى څخه نظر وکړ، ځکه دا يو له هغو ولايتونو دى چى ډير عايد لري او له پاکستان څخه د اموالو د راتلو لويه لار ده. د ماليي د وزارت د پلاوي مشر حاجي ګل وويل: په جلال آباد کى سيمه اييز واکمنو ډيره همکاري وکړه.


د پلاوي ډلى دا وموندله چى د پلټنى په لومړيو څلورو ورځو کى دغه ولايت ٤،٦ مليونه افغانى يا نژدى ٩٢٠٠٠ ډالره عوايد تر لاسه کړيو چى په دغه حساب کيدى شي ننګرهار سږکال ٨ مليونه ډالره تر لاسه کړي وي.


د وزارت د ګمرکونو مشر شاه محمود صافي وايي په تير مالي کال کى کابل له ننګرهار څخه ٥٠٠٠٠٠ ډالره تر لاسه کړي دي، او آن سيمه اييز ګمرکي چارواکو په ولايتي بانک کى ٤،١٤ مليونه راټول کړي دي. هغه وويل، داسى نيمګرتياوى په ټول هيواد کى شته دي.


ګمرکي عوايد، بايد په سيمه اييز بانک کى راټول او کابل ته انتقال شي . خو د ټيټ کچ کارکوونکي وايي دا پيسى پدغه بهير کى په ګڼ شمير نقطو کى د ملکي او پوځي واکمنو له خوا اخيستل کيږي.


يو محاسب چى د ګمرکي پيسو راټولول سمبالوي ، د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته بل ډول کيسه وکړه، جنګسالاران موږ دى ته اړ باسي چى ورته بانکي چکونه لاس ليک کړو(چى حکومتي پيسى راوباسي) او څو ځله يي له دى امله موږ ته ګواښونه کړي چى د دوى چکونه مو نه دي لاس ليک کړي، په ځانګړي توګه پوځي پوليسانو، استخباراتي خدمتونو او د پوليسو مرکزونو.


هغه وويل، د ننګرهار واکمن د عوايدو په سلو کى ٨٠ په يو نه يو ډول ليرى کوي.


د ولايت د ګمرکونو د مشر مرستيال سيد جمال باچا د خپلى ادارى ننګه وکړه او ويي ويل: موږ ټول ورځني عوايد بانک ته ورکو او د هغى لپاره سندونه لرو. موږ ټول کارونه په قانوني او سمه توګه تر سره کو.


چارواکو دا منلى چى د ګمرکي عوايدو يو څه برخه يي ساتلى او دا ځکه چى کابل، کومى پيسى چى بايد دوى ته يي وليږي ، نه دي ليږلي.


افريدي چى د ننګرهار په ولايت کى د ماليي د عوايدو مسول دى وايي: تيرکال دغه ولايت ٤٤٥ مليونه افغانى يا ٨،٩ مليونه ډالره د ګمرکونو او نورو سيمه اييزه ماليو له درکه تر لاسه کړي. هغه وويل: د دغو پيسو ډيره برخه د پوځ له خوا لګول شوى.


هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، سږکال (چى د ٢٠٠٣ کال د مارچ له مياشتى پيليږي) مرکزي حکومت ٤٠٠ مليونه افغانى د ننګرهار ولايت ته ځانګړي کړي دي، نو له دى امله موږ د جلال آباد عوايد وکارول.


د ننګرهار ولايت د امنيتي مشر مرستيال حاجي اميرخان ليوال په دى خبره موافقه وکړه چى دا پيسى د قانوني او پر ځاى سيمه اييزه لګښتونو لپاره کارول شوي دي.


هغه وويل، پخوا د ماليو لپاره قواني نه و، نو د والي په امر موږ بوديجوي مصارف له ولايتي بانک څخه را ايستل ، ځکه چى د امنيتي پوليسو د کارکوونکو لپاره ورته اړتيا وه او زياته يي کړه چى له دغو پيسو څخه مو د پوليسو تنخواه ګانى او د ګاډو او تجهيزاتو لګښت ورکوه.


د ننګرهار والي حاجي دين محمد د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، که څه هم د کرزي احکام مراعات کوي، خو هغه ډاډ غواړي چى کابل به له دى وروسته د سيمه اييز لګښت لپاره کافي پيسى ليږي.


هغه وويل: ننګرهار يو سرحدي ولايت دى او دلته ډيرى ستونځى دي.


Frontline Updates
Support local journalists