د کرزې افغاني ساتونکي

اوس د امريکايانو پرځای ځايي ځواکونه د ولسمشر کرزي امنيت ساتي، خو يوشمېر په دې هکله شک لري، چې ګوندې هغوی به ددې کار جوګه وي.

د کرزې افغاني ساتونکي

اوس د امريکايانو پرځای ځايي ځواکونه د ولسمشر کرزي امنيت ساتي، خو يوشمېر په دې هکله شک لري، چې ګوندې هغوی به ددې کار جوګه وي.

Sunday, 13 November, 2005
(M4) ماشيندارې او په شپه کې ليدونکي ځانګړې عينکې به ورسره وې، ولاړل، چې د ولسمشر حامد کرزي د امنيت د ساتلو مسووليت ورپه غاړه و. هغه ځغره لرونکي موټرې هم ولاړې، چې تل به د ولسمشرۍ د دفتر مخې ماڼۍ ته ولاړې وې. آن هغه سپې هم تري تم شول، چې په ميخانيکې توګه به يې په هغه ځای کې ګزمه کوله.



د هغوی په ځای کې دامنيت افغاني کسان، چې يوازې په زړو کلاشينکوفونو سمبال دې، ولاړ دي.

په 2002 کال کې له هغه مهاله، چې يو لړ وژنو حکومت څپڅپانده کړ، د لومړي ځل لپاره کرزې وپتېله، چې خپل امينت د افغاني ساتونکو غاړې ته واچوي. د امنيت د امريکايي ساتندويانو له مخې ليرې کول به ولسشمر ته د کور دننه يو څه ګرانښت ور په برخه کړي. دا لا تر اوسه څرګنده چې په دې کار به هغه څومره خونديتوب ولري.



د جمهوري رياست د مطبوعاتو د رياست مرستيال، خليق احمد په ټينګار وويل: ((دا (افغاني) ساتونکي پوره تجهيزات او لازمه روزنه لري، ترڅو د ولسمشر لپاره مناسب امنيت چمتو کړي.))



د جمهوري رياست ماڼۍ ته نزدې يو شمېر سرچينې په هغه اندازه ډاډمنې نه دي. هغوی يادونه کوي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د 50 مليونه ډإلرو تر تړون لاندې د (DynCorp) د امنيت شخصي شرکت ګومارل شوی و، هغوی به موټرې، وسلې او د امنيت نور تجهيزات د هغوې له کارکوونکو سره يوځای له مخې ليرې کړل.



DynCorp له بيا بيا غوښتنې سره سره په موضوع باندې له مرکو څخه ډډه کوله. خو د ولسمشر وياند، محمد کريم رحيمي بيا ټينګار وکړ، چې افغاني ساتونکي د DynCorp له خوا ښه روزل شوي او هغومره پوره وسلې لري، چې خپله دنده پرې په ښه توګه په مخ يوړلای شي.



رحيمي وويل: ((په دې هکله د اندېښنې کوم لامل نه شته.))



DynCorp د ولسمشر حامد کرزي امنيت د 2002 کال له وروستيو څخه راپه دې خوا، هغه مهال چې په کندهار کې له يوې قاتلانه بريد څخه ژوندی پاتې شو، په غاړه درلود. د 2002 کال په لومړيو وختونو کې د منځمهالې حکومت دوه لوړپوړي چارواکي هر يو د ولسمشر مرستيال، حاجي عبدالقدير او د هوايي چلن وزير ډإکټر عبدالرحمن ووژل شول او د دفاع وزير محمد قسيم فهيم د مرګ له پولې راوګرځېد.

دا شرکت چې ويل کيږي، د بوش له حکومت سره نژدې اړيکې لري، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له خوا د څو مليونو ډالرو يو تړون تر لاسه کړ، تر څو افغاني پوليس وروزي او سمبال يې کړي.



د امريکا د امنيتي ډلې له خوا د ولسشمر ساتل د افغانانو د ناخوښيو لامل ګرځېدلی و.

دا خپګان کله نالکه د DynCorp د کارکوونکو د سخت چلن او ناوړه سلوک له امله نور هم پسې زياتېده. د بي بي سي يو خبريال ليدلي و، چې د DynCorp يو ساتونکي يو افغاني وزېر په څپېړې وهلی و. د امريکا د متحده ايالتونه اړشوي و، ترڅو د دداسې يو شمېر پيښو د پېښېدو له امله رسمي بښنه وغواړي.

د امريکايانو بدلولو ته د حامد کرزي پلويان او مخالفين دواړه د ولسي حمايت د تر لاسه کولو د يوې لارې په توګه کوري.



د وياند مرستيال خليق وويل: ((کله به چې ولسمشر له مشرانو سره ليده کاته درلودل نودوي به له ولسمشرنه هيله کوله چې خپل ساتونکي بدل کړي اوافغاني ساتونکي په دنده وګوماري.))

سياسي څېړونکى او د افغاني جريدې مديرمسوول او چلوونکي، محمد حسن ولسمل وايي: ((کرزي خپل خواوشاته د امريکايي ساتونکو د لرلو له امله د خلکو د ذهنونو کې د خپلې خپلواکۍ په اړه پوښتنه رامنځته کړې وه. ښايي په دې پرېکړې، حامد کرزي د خلکو غوښتنو ته سر ټيټ کړی وي.))



ددافغانستان دملي کنګرې مرستيال بشيراحمد بېژن وايي: ((د بهرنيو ساتونکو ګومارل د افغانانو دشان وشوکت خلاف کاروو.))

نوموړی زياتوي: ((زموږ په اند کرزی پخپله هيڅ پرېکړه نه شي کولای. هغه، هغه څه کوي، چې امريکايان يې ورته وايي.))



د امنيت چمتو کول لا تراوسه په افغانستان کې يوه ستونزمنه دنده ده.



د 2004 کال د اګست په مياشت کې 12 تنه هغه مهال په کابل کې ووژل شول، چې د DynCorp په دفتر بريد وشو. يوه مياشت وروسته کرزی په ګرديز کې د ولسمشرۍ د کمپاين پر مهال له يوې بلې وژونکي برېد څخه روغ رمټ راووت.



اوس د DynCorp 300 کسيزه ډله له هېواد څخه بهر شوې ده، چې د درې کلونو راهيسې يې د کرزي امنيت ساتل په غاړه و او خپل ټول سامان اولوازم يې له ځان سره يوړل. په داسې حال کې چې د هغوی په دندې کې د هغوی د ځای ناستو روزنه هم شامله وه، يو شمېرخلک ډاريږي، چې نوي ساتونکي ښايي خپلې دندې په ښه ډول سرته ونه شي رسولای.



يو افغان څېړونکی او د پيام د مجلې چلوونکی، فضل الرحمن اوريا وايي: ((زه سل په سلو کې ډاډه نه يم، چې افغان ساتونکي به په پېچلو شرايطو کې د ولسمشر حامد کرزي ساتنه وکړای شي.))



افغان چارواکو ته امنيت سپارل د افغانستان په څېر يو هېواد کې، چې توکميز، قومي او سياسي تاو تريخوالي څخه ډک دی، خپلې ځانړې ننګونې لري. د جمهوري رياست په ماڼۍ کې ځينې سرچينې وايي، چې دا ساتونکي د افغانستان له ټولو قومونو او قبېلو څخه غوره شوي دي او يو شمېر خلک په دې اند، چې دا کار ښايي يوه اشتباه وي.



ولسمل وايي: ((کرزي بايد خپل ساتونکي له خپلو قومي خلکو څخه ټاکلای وای. له دې پرته ښايي د هغه په ساتونکو کې داسې يو څوک واوسي، چې د هغه لپاره يو ګواښ شي.))



هغه د هند د صدراعظمې، انديراګادهي پېښې ته ګوته ونيوه، چې د خپلو دوو سکهه ساتونکو له خوا په 1984 کال کې ووژل شوه.



خليق د ولسمر د ساتونکو د شمېرې له څرګندولو څخه د امنيتي لاملونو له مخې ډډه وکړه، خو ډله ييزې رسنۍ د هغې شمېره 600 تنه ښيي.



افغاني ساتونکو ته د ندې ورسپارل ښايي يوه اندزه پيسې سپما کړي. د DynCorp امنيتي کارکوونکي د بهرنيانو يوه برخه وه، چې لوړ معاش يې اخيسته او د افغانانو په اند يې د ژوند کچه ډېره لوړه وه. افغاني ساتونکي به لږ معاش اخلي او امنيتي لګښتونه او اضافه کاري به نه ورکول کيږي.

ولس هم د ولسمشر کرزي د بهرنيو ساتونکو په وتلو خوښ دي.



د کابل يو اوسيدونکي، 65 کلن ګل احمد وايي: ((کله چې به کرزي د ازادۍ په هکله خبرې کولې ماته به خندا راتله او ځان سره به مې ويل، چې هغه ستا شاته څوک ولاړ دي؟ ما له خپلو پلرونو او نيکونو څخه نه دي اورېدلي، چې کوم ولسمشر دې د بهرنيو عسکرو له خوا ساتل شوی وي.))
Frontline Updates
Support local journalists