د ګرمسېر ستانه شوي خلك د كنډو كنډوالو په ليدوخپه شول
له كوره تښتېدلي خلك بېرته خپلوكورونو ته ستانه شوې اود ورانيو او ويجاړيو په جوړولو لګيا دي.
د ګرمسېر ستانه شوي خلك د كنډو كنډوالو په ليدوخپه شول
له كوره تښتېدلي خلك بېرته خپلوكورونو ته ستانه شوې اود ورانيو او ويجاړيو په جوړولو لګيا دي.
دا له يوې مياشتې څخه وروسته د وضعې خورا ښه والى په ګوته كوي، چې د طالبانو او د ۲۴ سمندري ځواك تر منځ د هغه ولسوالۍ زياتره برخه په كنډوالو واوښته..جګړه اوس درېدلې ده. ځايي اوسيدونكو بېرته خپلو كورونو او كروندو ته په راستنېدو پيل كړى دى. خو لا تر اوسه د خپګان او ويجاړيو او د راتلونكې د ډار نښې نښانې تر سترګو كيږي.
د ګرمسېر د خاركوه د كلي اوسيدونكي محب الله وويل: ((دوه مياشتې دمخه له ګرمسېر څخه ووتو. څو ورځې دمخه بېرته راستون شوم، خو خپل كور مې پيدا نه كړاى شو. زموږ د كور دمخه د توتانو غټه ونه ولاړه وه، خو اوس هيڅ شى نشته ټول ښاخونه يې الوزول شوې دي. د ونې لاندې د جامو او نورو شيانو ټوټې پرتې وې. يو شي مې پام په پاتو شوو ښاخونو كې ځانته واړوو، كله چې ورنژدې شوم، ومې ليدل، چې د انسان د غوښو ټوټې وې.))
د هلمند جنوب لويديځ ته د ګرمسېر پرته ولسوالۍ د (ازاده اوسه) تر نامه لاندې د جګړې ډګر و، چې د اپرېل په مياشت كې د امريكا د متحده ايالتونو دځواكونو له خوا پيل شوي و. د اكار د دوه مياشتنۍ اوږدې جګړې له امله د بند شوې سړك لپاره يو چټك مانور او عمليات و.
د هلمند د والي ګلاب منګل د وينا له مخې په دې عملياتو كې ياغيانو ته زياته مرګ ژوبله واوښته.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((د عملياتو په ترځ كې د عربو، چيچنيانو او پنجابيانو په ګډون ۵۰۰ بهرني طالبان ووژل شول. زيات شمېر كورنۍ بېځايه شوې او د ګرمسېر شاوخوا دښتو يا لښكرګاه ته لاړل. موږ ۱۵۰۰ كورنيو ته مرستې چمتو كړې او په ګرمسېر كې مو له مشرانو سره غونډې وكړې. هغوى د امنيت په ښه كېدا كې د مرستې ژمنه وكړه. اوس داسې بريښي چې ګرمسېر خوندي دى.))
د سمندري ځواك د يوې خپرې شوې بيانيې له مخې دا خبره ښايي زياته وي، چې ګرمسېر د ((د يو ارام، خو خوندي نه)) په توګه پېژني.
د ۲۴ سمندري ځواك د عامه اړيكو مامور تورن كيلي فروشر د ارين IRIN خبري آژانس ته وويل، چې د طالبانو ريښي ايستل شوي نه دي.
هغه وويل: ((ياغيان لا تر اوسه هلته شته. خو د پخوا په څېر له سمندري ځواك سره ځانونه نه ښكېلوي. ))
د ګرمسېر د ولسوالۍ يو اوسيدونكى دا خبره مني. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((طالبان لا تراوسه دلته شته. يوازې د خاركو اوهزار جفت سيمو كې نشته. په نور ولسواليو كې زيات طالبان شته او كله ناكله غلچكې بريدونه كوي.))
د ګرمسېر يو بل اوسيدونكى، شاه ولي ډاډ څرګند كړ او ويې ويل، چې په پاى كې د هغه ولسوالۍ ته امن راستون شو. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((ګرمسېر د لښكرګاه په څېر ارام دى. داسې نه بريښي، چې خلك ډاريږي. دلته هرچېرته امريكايان شته، له برګو يونيفورمونو سره هرچېرته ګرځي راګرځي او په لوډسپيكر كې طالبانو ته بدې ردې وايي.))
امريكايانو د هغو كورنيو لپاره د مرستې يو صندوق جوړ كړى دى، چې د جګړې پر مهال يي كورونه ويجاړ شوي اومال او شتو ته يې زيان رسيدلى دى. د فروشور د وينا له مخې د جولاى تر ۲۷ پورې څه ناڅه ۴۰۰ كورنيو ته د ۴۸۰ زرو امريكايي ډالرو په شاوخوا وېشل شوي دي.
نوموړې ارين ته وويل: ((د هغه چا شتو ته چې زيان رسېدلى دى، د پوځي عملياتو پوځي مركز ته ځي. د رسيدلي زيان رپوت سمندري ځواك ته وركوي. كه اړتيا ورته وليدل شي، سمندري ځواك د رسېدلي زيان څېړنه كوي... له څېړنې وروسته بيا د تاوان پيسې وركول كيږي.))
د ګرمسېر د ولسوالۍ له هغو خلكو سره چې آى ډبليو پي آر مركه كړې، ويلي يې دي، دا څېړنه زياتره د عمومي موقعيت موندلو PS: Global Positioning System د تګلارې په سيستم باندې سرته رسيږي. هغوى شكايت وكړ، چې كور ته د رسېدلې زيان او د هغې د ترميم په پرتله د مرستې اندازه ډېره كمه ده.
سيد ګل وويل: ((په هزارجفت كې زما كور بيخي وران شوى دى. ما هغوى ته خپله تذكره وركړه، هغوى د نقشې پر مخ زما په كور باندې ټكي كېښودل. له هغې وروسته يي ۶۵۰۰ كلدارې (۹۰ امريكايي ډالره) راكړل. هغه هيڅ شى هم نه دى. هسې يو څه خو يې راكړل.))
سيد ګل زياته كړه، نورو ته زياتې پيسې وركړ شوې. خو د پيسو د وركړې لپاره يې كوم سيستم ذهن ته رانغى.
هغه وويل: ((يو شمېر خلكو ته تر ۵۰۰ ډالو پورې وركړ شوې. كوم ستندرد وجود نه درلود. د هر چا خپلې طالع وې.))
د هلمند د ولايتي شورا مشر، محمد انور د سيد ګل د خبرو پخلى وكړو.
هغه آۍ ډبليو پي آر ته وويل: ((بهرنيان اوس د رسېدلې زيان تاوان وركوي. هغوى كور د GPS پر مخ پيدا كوي او له هغې وروسته له سلو څخه تر ۵۰۰ ډالرو پورې وركوي. د يو ويجاړ شوي كور لپاره په دې پېسو سړى آن يو دېوال نه شي جوړولاى.))
منګل همدا راز د زيان په وړاندې د مرستې د لږوالي له امله خپګان څرګند كړ.
هغه وويل: (([امريكايان] پيسې وركوي، خو يوازې يو څو تنو ته. پېسې ډېرې لږې دي، هرې كورنۍ ته يوازې ۵۰۰۰ افغانۍ (سل ډالره) وركوي.))
د ولايتي شورا مشر، چې همدا اوس په هغه ولسوالۍ كې د حقيقت موندلو له دندې څخه وروسته راستون شوى دى، وويل: ((په ګرمسېر كې يو شين بوټى هم نشته. پخوا به په ګرمسېر كې له غبرګولي (جوزا) څخه تر ليندۍ (قوس) پورې كروندې شنې وې. خواوس هرڅه په كنډوالو بدل شوي دي. په خاركوه باندې دومره درنه بمباري شوې ده، چې اوس يې هيڅوك نه پېژني. ما په هغو ځايونو كې تر شلو مترو پورې ژورې كندې ليدلې، چې پخوا په كې كورونه وو. يوازې د ګوتو په شمېر خلك خپلو ځمكو ته ستانه شوي دي. هغوى له ځمكنيو ماينونو څخه ډاريږي او د هغوى له ډاره كروندو ته نه شي ستنېداى. زموږ په پلاوي باندې د لارې په اوږدو كې يو ماين وچاود. موټر ويجاړ شو، خو موږ ژوندي پاتې شو.))
ځايي خلك وايي طالبانو خپل شا ته زيات شمېر ماينونه ايښي دي.
په هلمند كې د ولايتي بيارغاونې د ډلې يو غړي د پيسو د وركولو پخلى وكړ، خو نور جزئيات يې ورنه كړل.
ځايي خلك وايي، د ګرمسېر له بېځايه شوو كورنيو سره هم لږه مرسته شوې ده. د هلمند د سرې مياشتې رئيس، اسدالله مايار د وينا له مخې ۱۵۰۰ كورنيو ته خواړه، شړۍ او د اړتيا وړ نورې مرستې وركړ شوي دي. له ۱۷۰۰ څخه زياتو كورنيو ته هم يو څه مرسته ور رسېدلې.
له آى ډبليو پي آر سره په يوې مخنكۍ مركې كې منګل د اتو زرو بېځايه شوو كورنيو اټكل كړى و. ددې شمېرې له مخې زياتو خلكو ته مرستنه نه ده رسېدلې. هغوى په پرېشانۍ كې شپې ورځې تېروي.
هره ورځ په لسګونه كورنۍ د سرې مياشتې د رياست مخې ته راټوليږي او د مرستو غوښتنه كوي. يو شمېر يي والي ته ښكنځلې كوي، يو شمېر نور يې د سرې مياشتې د رئيس غندنه كوي. خو يو شمېر نور يې له امريكايانو څخه كركه څرګندوي.
يوې زړې مېرمنې، چې كوچنى ماشوم يې په غېږ نيولى و، وويل: ((موږ هيڅ خواړه نه لرو، مرستې ته اړ يو. موږ له ګرمسېر څخه د تېښې پرمهال هيڅ شى له ځان سره رانه وړ. هر سهار بازار ته ځم، د خوړو پاتې شونې راټولوم او خپلو ماشومانو ته يې راوړم. كله د خوراك يو شى پيدا كوم، خو زياتره شپې وږي بېده كيږو.. بېګاه مو هيڅ خواړه نه درلودل. خپل كلي ته بېرته نه شم تللى، ځكه ډاريږم، چې جګړه پيا ونه نښلي. زامن مې د كار نه دي، كوچنيان دي. مېړه مې ناروغ دى، خوځېداى نه شي. يوازې همدا زه يم، چې ټولو ته خواړه چمتو كوم.))
خومايار ټينګار وكړ، چا چې مرستو ته اړتيا لرله، ورته ورسېدلي.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((بهر كې ولاړ خلك هره ورځ دلته راځي. هغوى غواړي، يو څه لاس ته راوړي. هغوى مستحق خلك نه دي.))
د ګرمسېر يو اوسېدونكي سردار آى ډبليو پي آرته وويل، چې مرستې په عادله توګه نه وېشل كيږي.
هغه شكايت وكړ: ((يوازې د ګوتو په شمېر خلك له مرستو خوښ دي. هغوى د ګرمسېر ليرې پرتو سيمو ته مرستې نه شي رسولاى. موږ دوې مياشتې په دښتې كې تېرې كړې او هيڅ مرسته مې ونه ليده. زموږ كور بيخي وران شوى دى. دوې ښختې يې جوړې پاتې نه دي. زه څو، څو وارې امريكايانو ته ورغلم، خوهيڅ مرسته يې راسره ونه كړه.))
د خوړو او تاټوبي د څرګند نشتوالي سربېره د ګرمسېر خلك روغتيايي ستونزې هم لري.
د رسنيو د رپوټونو له مخې د سمندري ځواك د ولسوالۍ روغتون رغولى دى. هغې ته يې طبي بنسټيز توكي وركړي دي. د هغه واحد د يو خبري بيان په وينا هره ورځ دې روغتون ته تر سلو پورې ناروغان راځي.
د ابن سينا د روغتون رئيس دكتور توريالي اسحق وويل په ولسوالۍ كې پنځه كلينيكونه فعال دي. ټول په درملو، وسايلو او كاركوونكو سمبال دي. هغه زياته كړه، دا د ګرمسېر د خلكو د اړتياوو د پوره كولولپاره بس دي.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((زموږ د سروې له مخې د ګرمسېر نفوس د سلو زرو تنو په شاوخوا كې دى. موږ پنځه كلينيكونه جوړ كړي او ټول فعال دي.))
خوځايي اوسيدونكي وايي، چې هغوى مناسبې طبي څارنې ته نه شي رسېداى.
په لښكرګاه كې د بست د روغتون بهر يو پايواز، چې د ناروغ د ليدلو لپاره راغلى و، وويل: ((په ګرمسېر كې يوكلينيك شته، خو درمل نه لري. نه امبولانس لري او نه نورې اسانتياوې. له دې امله بايد لښكرګاه ته راشو. په هغو روغتونونو كې ناروغان تر پخوا هم بدتريږي.))