د ګرمسېر اعتصابونه دطالبانو د نژدې کېدا څرګندونه کوي

د ادعا له مخې د ياغيانو له خوا د جوړ شوي اعتصاب په پايله کې شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او زيات شمېر خلک په حکومت او بهرنيو ځواکونو په غوسه دي.

د ګرمسېر اعتصابونه دطالبانو د نژدې کېدا څرګندونه کوي

د ادعا له مخې د ياغيانو له خوا د جوړ شوي اعتصاب په پايله کې شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او زيات شمېر خلک په حکومت او بهرنيو ځواکونو په غوسه دي.

.



څارونکي وايي ښايي د جنورۍ د ١٢ نېټې ناکراريو د افغانستان په تر ټولو ناارم ولايت کې د حکومت او بهرنيو سرتېرو دريځ ته جدي تاوان رسولى وي.



ګرمسېر د هلمند د برياليو کيسو په لړ کې يوه کيسه وه. ګرمسېر داسې يوه ولسوالي ده چې د متحده ايالتونو د ځواکونو وروستيو پوځي عملياتو په دې پخواني ناامنه سيمه کې يوڅه امنيت تامين کړى و.



دا هرڅه د جنورۍ د مياشتې په ١٢ نېټې هغه مهال بدل شول چې څو سوه لاريون کوونکي د ولسوالۍ په مرکز کې راغونډ شول ترڅو د متحده ايالتونو د پوځونو له خوا قران ته د ادعا شوي سپکاوي په اړه خپل خپګان څرګند کړي.



امنيتي ځواکونو د رپوټونو له مخې تر بريد لاندې له راتګ وروسته ډزې وکړې. د سترګو ليدونکو شاهدانو په وينا لږ ترلږه نهه تنه ووژل شول او نور زيات شمېر ټپيان شول. د وژل شوو رسمي شمېره شپږ تنه وو.



د هلمند چارواکي او د ګرمسېر اوسيدونکي يو شان ټينګار کوي چې لاريون په ډېر احتياط د طالبانو له خوا تنظيم شوى و، ترڅو يو شمېر طالب بنديان له بند څخه خوشې کړي اوهمدارنګه د بهرنيو ځواکونو پر دريځ سيورى وغوړوي.



د هلمند د والي، ګلاب منګل وياند، داود احمدي وويل: "دا د طالبانو له خوا يوه دسيسه وه. ښايي هغوى خلک ډارولي وي او يا يې پرې د ګډون لپاره زور راوړى وي."



د احمدي د وينا له مخې د لاريون د جوړولو لارښود په هلمند کې د طالبانو پخوانى لوړ پوړى استازى او اوسنى وتلى، قوماندان ملا نعيم و.



نوموړې ستونزه د جنورۍ په لسمه د دروېشانوپه کلي کې د نړيوال سوله ساتي ځواک او افغان ملي اردو ځواکونو له خوا د نشه يي توکو د دوو قاچاق وړونکو په وړاندې په ګډو عملياتو کې پيل شوه. نشه يي توکي د نړۍ د کوکنارو د کښت په مرکز، هلمند کې غټ رول لوبوي.



طالبان ادعا کوي چې د بريد پرمهال قران پر چاکوګانو باندې وهل شوى او څيرې شوى و. ايساف دا تورونه په کلکه ردوي.



د ايساف د عملياتو د ګډې قوماندانۍ د درستيزوال مرستيال، جنرال مايکل ريګنر وويل: "موږ په داسې حال کې چې دا ادعاوې ردوو، هغه ډېرې جدي ګڼو او د ځايي افغاني چارواکو په ملتيا د تحقيق او پلټنې ملاتړ کوو. ايساف يو نړيوال ځواک دى چې مسلمان سرتيري په کې ګډون لري. موږ په هر حالت کې د داسې يو عمل د سرته رسولو غندنه کوو."



طالبانو په ډېره بيړه په خلکو کې خپلې ادعاوې خپرې کړې.



د طالبانو يو فعال قوماندان چې ونه يې غوښتل خپل نوم وښايي، وويل: "طالبان د خپلو جګړو لپاره داسې فرصتونو ته اړتيا لري. کله چې موږ واورېدل کافرانو په درويشانوکې داسې کارکړى دى، موږ له دې حقيقت څخه ګټه واخيسته او خلک مو خبر کړل. هغوى ته مو د هغوى د عقيدې له مخې خپله دنده ورپه ګوته کړه. په خداى قسم دى چې موږ مسلمانان يو او له اسلام څخه به دفاع کوو."



د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي د لاريون په اړه خپل ملاتړ څرګند کړ، رسنيو ته يې پيغامونه واستول چې په ګرمسېر کې په لاريون کې حاضر شي. همدارنګه ياغيانو د لوډسپيکرونو او معلوماتي پاڼو له لارې خلک خبر کړل او نورو لېرې ځايونو ته يې د ستلايټ تيليفون له لارې ليکلي پيغامونه واستول.



د سترګو ليدونکو شاهدانو په وينا د جنورۍ په ١٢ د ګرمسير د مرکز د هزارجفت په بازا رکې د خلکو يوه ډله راغونډه شوه. لومړى هرڅه منظم وو.



د ګرمسېر يو اوسيدونکي، شريف الله وويل: "خلک د معمول په شان خپل کاروبار ته روان وو. هټۍ پرانيستې وې. وروسته مو واورېدل چې لاريون کوونکي راروان دي. يو شمېر خلکو خپلې هټۍ وتړلې. يو شمېر نورې لا پرانيستې وې چې شاوخوا د ٥٠ تنو يوه ډله راغله او په نارو سورو يې پيل وکړ."



د ګرمسېر يو بل تن اوسيدونکي، استاد ماتو کيسه پيل کړه: "په څو دقيقو کې لسګونه نور لاريون کوونکي راڅرګند شول، خو نه يې په چا بريد وکړ او نه يې هټيو ته زيان ورساوه. د هغوى زغم پرځاى و. امريکايان له ټانکونو سره راغلل او خلکو ورباندې ډبرې واورولې. هغه مهال چې د لاريون کوونکو يوه لويه ډله هغوى ته ورنژدې شوه، امريکايانو هوايي ډزې وکړې."



ځايي چارواکي وايي افغاني ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې تر بريد لاندې راغلل.



يو امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل خبرې يې ثبتې شي، وويل: "ملي ځواکونو ځکه په لاريون کوونکو ډزې وکړې، چې طالبانو پر هغوى ډزې وکړې."



د هلمند د والي يو وياند وويل يو افغان امنيتي کارکوونکى په پېښه کې ووژل شو. هفه وويل: "حکومتي ځواکونو د نور زيان د مخنيوي په خاطر بايد ډزې کړى واى."



د وژل شوو او ټپي شوو خلکو د شمېرې معلومول ستونزمنه خبره ده. د منګل له خوا يو ليږل شوي پلاوي ته څرګنده شوه چې شپږ تنه ولسي خلک وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي، خو نورو سرچينو لوړه شمېره ورکړې ده.



له ګرمسېر څخه شکرالله خپل ورور په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون ته راوړى و. هغه د ډزو د بيان پرمهال ډېر په غوسه و.



هغه وويل: "حکومتي ځواکونو زما ورور په سينه وويشت. هغه بېګناه و. هغه د قران غچ اخيست."



د شکرالله د وينا له مخې په لاريون کې لس تنه ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول.



يو تن پوليس چې ونه يې غوښتل ونومول شي، وويل: "ټول وژل شوي خلک د ملي امنيت ځواکونو ويشتلي وو. خو د هغوى ګناه نه وه. طالبان ددې لامل شول."



د ګرمسېر ولسوال، عبدالله جان ټينګار کوي چې حکومت مناسب عمل سرته رسولى دى.



هغه وويل: "موږ ته د لاريون پته وه، خو نه پوهېدو چې هغوى څه غوښتل. که هغوى موږ ته په کرارۍ راغلى واى، نو موږ به ورسره خبرې کړې واى. هغوى ستونزې راولاړې کړې. لاريون کوونکو وسلې راوړې وې او ډزې يې کولې."



امريکايانو تر دې دمه له ځايي خلکو سره نسبتا ښې اړېکې درلودې. هغوى وايي له طالبانو څخه د ګرمسېر د ازادولو لومړي عمليات په ښه ډول تنظيم شوي و. لږ شمېر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.



د ټولنپوه، ډاکټر رمضان هروي په وينا داسې بريښي چې لاريون هم د بهرنيو ځواکونو او هم د حکومت دريځ ته زيان رسولاى وي.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "حکومت او نړيوالو پوځونو ته به ستونزمنه وي چې د ګرمسېر خپه ولس خوشحال کړي. د ګرمسېر خلکو د حکومت ننګه کوله، خو د وينې تويولو له امله خلک خپه او ډېر احساساتي دي."



د ګرمسېر يو استوګن، غلام سرور غفاري وايي، د طالبانو تکتيکونه که ظالمانه هم دي، خو اغېزمن دي.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې بهرنيان يوې سيمې ته راځي او ژمنې کوي، نو په خلکو اغېز کوي. خو طالبانو په لاريون د حکومت هڅو ته [زيان] ورساوه چې په ګرمسېر کې امنيت ډاډمن کړي. هغوى خپلې موخې ترلاسه کړې او بهرنيانو ته يې څرګنده کړه چې [خلک] په ګرمسېر کې د هغوى پر ضد دي."



د ډزو له امله طالبانو هم له ځايي خلکو سره د اړيکو نيولو يو کمپاين تر سره کړ.



د درويشانو يو اوسيدونکي، عبدالله وويل: "زما ورور په لاريون کې ووژل شو. ځايي طالبان د فاتحې او خواخوږۍ د څرګندولو لپاره روغتون ته راغلل. خو د ولسوال دفتر زموږ د غم هيڅ پروا هم ونه کړه."



د لښکرګاه په روغتون کې يو (روغتياپال) نرس، چې خپل نوم يې څرګند نه کړ، روغتون ته د ملا نعيم د راتګ پخلى وکړ. هغه وويل: "[هغه] روغتون ته د فاتحې لپاره راغلى و."



په عين وخت کې د هلمند د ولايتي شورا مشر، محمد انور څرګنده کړه چې د حکومتي پلټنو د لومړنيو موندنو له مخې د پېښې تر شا د طالبانو د شتون په اړه هيڅ پوښتنه نه رامنځته کيږي.



هغه وويل: "موږ له قومي مشرانو، ځايي چارواکو او ديني مشرانو سره وليدل. موږ زياتې پوښتنې وکړې او په پاى کې څرګنده شوه چې وسله والو مخالفو ډلو دا لاريون پلان کړى و."



هغه زياته کړه، قران ته ادعا شوى سپکاوى د خلکو د احساساتو د پارولو په موخه د طالبانو له خوا سرته رسيدلى و.



خو انور وويل، طالبانو د خپل ادعاوو لپاره رښتينې لاسوندي موندلي وو. هغه وويل: "ځايي خلک د [بهرنيو ځواکونو] له بريدونو څخه پوزې ته راغلي دي. هغوى نور دا [بريدونه] نشي زغملاى. له دې امله د مخالفينو لپاره ښه لاره ده چې داسې يوه پېښه رامنځته کړي."
Frontline Updates
Support local journalists