د کندهار یوازنۍ ښځینه څارنواله

ښځې عدالت ته د رسېدو په خاطر له سختې مبارزې سره مخ دي.

د کندهار یوازنۍ ښځینه څارنواله

ښځې عدالت ته د رسېدو په خاطر له سختې مبارزې سره مخ دي.

Zainab Fayez, the only woman serving as a prosecutor in Afghanistan’s southern province of Kandahar. (Photo courtesy of Z. Fayez)
Zainab Fayez, the only woman serving as a prosecutor in Afghanistan’s southern province of Kandahar. (Photo courtesy of Z. Fayez)

شپږویشت کلنه، زینب په کندهار کې یو بیساری دریځ لري: نوموړې په ټول سویلي زون کې یوازنې څارنواله ده.

نوموړې د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي فارغ التحصیله ده او د تېرو اتلسو میاشتو راهیسې د کندهار ولایت په څارنوالې کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په څانگه کې کار کوي.  

یوازې په تېر کال کې نوموړې په ښځو پورې اړوندې شاوخوا ۵۰ قضیې حل و فصل کړې دي. د افغانستان قضایي سیستم ښځینه وو مسلکي کادرونو ته زښته ډېره اړتیا لري.

نوموړې په دوام وویل، یوه ښځینه څارنواله د خپلو حقونو په لاسته راوړلو کې هغسې اهمیت لري لکه ښځینه ډاکټره يې چې ښځو ته لري. د بنسټپالو دودونو له امله زیاتره ښځې نشي کولای نارینه ته خپله قضیه په زغرده بیان کړي.  

زینب وویل: «زه ښځو ته له خدمت سره ډېره مینه لرم. زه غواړم د هغوی قانوني ستونزو ته غوږ کیږدم او د اړوندو حکومتی ادارو غوږونو ته یې ورسوم. په حقیقت کې د کندهار زیاتره مېرمنې د خپلو حقونو په اړه هیڅ معلومات نه لري او پر دې هم نه پوهیږي چې اصلا حق څه شی دی.»

د کندهار په بنسټپاله ټولنه کې زیاتره کورنۍ آن د نجونو د زده کړې مخالفې دي، له کوره بهر د ښځو کار خو لا لرې خبره ده. د ولایت په زیاترو برخو کې امنیت کاواکه دی. د بې کارۍ شمېره پکې ډېره لوړه ده.  

وضع د مخ په زیاتیدوکې جګړې له امله ډېره ترینګلې ده. په ۲۰۱۴ کال کې د ایتلافي ځواکونو له وتلو او له پاکستان څخه په لوړه کچه د کډوالو له راستنیدو وروسته اقتصادي ځوړتیا رامنځته شوې ده.

امنیتي ګواښونه د هغو ښځو په وړاندې یو بل خنډ دی، چې په دولتي پوستونو، په تېره بیا په عدلي او قضايي ادارو کې کار ته زړه ښه کوي.

زینب وویل، څرګنده خبره ده چې ځایی خلک له کوره بهر د ښځو له کار سره موافق نه دي. هغې وویل، له هغې سره د خپلې کورنې ملاتړ موجود دی او داسې کوم منفي کار به ونه کړي چې د هغې د کار په وړاندې خنډ شي.

د نوموړې د کار په لیکه کې د کوچني عمر ودونه، کورنی تاوتریخوالی، جنسي سرغړونې او د میراث له حق څخه د غاړې غړول او زده کړې ته د لاسرسۍ موضوعګانې شاملې دي. زینب وویل، که چېرته نورې ښځینه څارنوالانې له هغې سره په کار کې شریکې وای، نو اغېز به يې ډېر زیات و.

هغه ښځې چې ږینب ته خپلې قضیې راوړي وايي، زینب د خدای انعام دی.

د پنجوایی ولسوالۍ اوسیدونکې، پری ګل وویل، له لسو کلونو کورني تاوتریخوالي وروسته د مرستې لپاره د کندهار څارنوالې ته د مرستې لپاره ورغله. ښځینه څارنوالې ته په ورتګ یې هغې ته خپله ټوله غمجنه کیسه په زغرده بیان کړه.

هغې وویل: «زه له څارنوالې څخه ډېره خوشاله یم چې زما ستونزې ته یې غوږ ونیو. الله دې زموږ هېواد ته سوله اونېکمرغي راولي، ترڅو د زینب په څېر ډېرې ښځینه څارنوالانې ولرو.»

د کندهار د دامان د ولسوالۍ اوسیدونکې، صابره هم د کورني تاوتریخوالی له امله د مرستې په لټه کې وه.  

هغې وویل: «موږ خپلې ستونزې نارینه وو ته نشو بیانولای. له دې امله غواړو د کندهار په څارنوالۍ کې د ښځینه څارنوالانو شمېر زیات شي، تر څو زموږ په څېر د مظلومو او ځپل شوو مېرمنو غږونه واوري.»

د ګندهار ولایت د ښځو د چارو رئیسې، رقیې اڅکزۍ وویل، ځايي مېرمنې د جنسیت په وړاندې له سخت تاوتریخوالي سره مخ دي. زینب په دې اړه فوق العاده کار کوي.

اڅکزۍ وویل: «زموږ د ډېرې خوشالۍ ځای دی چې په عدلي او قضايي سیتم کې د زینب په څېر ځیرکه څارنواله لرو. ښځې نشي کولای خپل دردونه، ستونزې او کړاوونه نارینه څارنوال ته بیان کړي، خو په اسانۍ سره یې ښځنه څارنوالې ته ویلای شي.»

اڅکزۍ پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې دې موضوع ته پام واړوي او په عدلي سیستم کې د ښځینه کار کوونکو شمېر زیات کړي.

نارینه حقوقپوهان هم د ښځینه همکارانو د شمېر د زیاتوالي غوښتنه کوي ترڅو د خپلې ټولنې اړتیاوې په سم ډول پوره کړي.

ګل محمد نعیمي، چې له دو کلونو راهیسې په کندهار کې د دفاع د وکیل په توګه کار کوي، وویل، زیات شمېر مېرمنې، چې هغه ته د مرستې لپاره ورځي، ډېره سخته ورته لویږي چې خپل کیسه ورته په سم ډول بیان کړي.

هغه وویل: «سره له دې چې موږ په عدلي برخه کې له ښځو سره مرسته او همکاري کوو، ډېره به سودمنه وای چې پخپله ښځو په دې برخه کې خپل ستر رول لوبولی شوای.»

د کندهار ولایت یو بل مدافع وکیل، عبدالکریم وجدان له دې سره موافق دی او وایي دا به ډېره بې عدالتي وي چې په عدلي سیستم کې د ښځو استازیتوب موجود نه وي.  

هغه وویل: «د ښځينه مسلکي کادرونو نشتوالی په حقیقت کې  دا معنا لري چې یوازې څو تنه په حکومتي ادارو کې شته او زموږ د ټولنې نیمايې برخه له خپلو حقونو څخه بې برخې ده.»

په کندهار ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سرپرستې، فرخندې فایض هم ټینګار وکړ چې یوازې د یوې ښځینه څارنوالې موجودیت په هیڅ صورت بس نه دی.

هغې وویل: «موږ باید په کندهار ولایت کې ښځینه څارنوالانې او مدافع وکیلانې لرلای. هغوی باید په لوړو څوکیو او پوستونو کې کار کولای، ځکه پکار ده چې په درې واړو برخو کې ښځې کار وکړي.»

د کندهار ولایت د څارنوالې رئیس، عبدالرحمن کوشان ومنله چې په عدلي سیستم کې د ښځینه کارکوونکو له امله ستونزې موجودي دي.

هغه وویل، سره له دې چې یو شمېر ښځینه څارنوالې د کندهار په دفتر کې ګومارل شوي دي.، خو د کاواکه امنیتي ستونزو له امله په کابل کې خدمتي دي.

کوشان وویل، څو څو ځلې یې په دې اړه په کابل کې خپلې ادارې ته لیکونه استولي اویادونه یې کړې چې د کندهار امنیتي حالت ښه شوی او د ښځینه کارکوونکو د کار لپاره وضع خوندي ده.  

هغه دا هم وویل، په سیمه ییزو رسنیو کې يې څو څو ځلې د مېرمنو لپاره حکومتي پوستونه اعلان کړي دي او د شرعیاتو او حقوقو د پوهنځیو استازو ته مو ویلي چې خپلې ښځینه فارغانې د هغوی ادارو ته وروپېژني.

ځايي فعالې، زرمینې احمدي وویل، حکومت ته پکار ده چې ښځینه څارنوالانې په لوړ معاش او ړزسره نورو مل امتیازاتو وهڅوي.

هغې وویل: «د ښځینه (عدلي) کارکوونکو به نشتوالي کې زموږ د ستونزو د اوریدو امکان نشته،  د هوارۍ خبره خو یې لا پر ځای پریږده.»

Frontline Updates
Support local journalists