د کمپاين عکسونو ښار په سر اخيستى دى

داسې کوم شى نه دی پاتې چې د ټاکنو پوستر پرې نه وي لګيدلى.

د کمپاين عکسونو ښار په سر اخيستى دى

داسې کوم شى نه دی پاتې چې د ټاکنو پوستر پرې نه وي لګيدلى.

هغوى (د کانديدانو عکسونه) په هرځاى کې شته. د افغانستان په هرښار، هر ښارګوټي او هر کلي کې يوه نوې پدپده. هغوى د ترافيکو له غرفو نيولي بيا تر ديوالونو پورې په هر ځای لګول شوي دي. د ونو په ځانګو ځړول شوي، د خلکو د کورنو په دروازو نښلول شوي او د موټرو د چلوونکو د ليد ساحه يې تنګه کې، ځکه د هغى د موټرو په ښيښو نښلول شوي دي.


سړی چې څومره ژر ځي هغومره شلېدلې او بڼه بدله شوي عکسونه او پوسترونه يې مخې ته راځي. د ښځو په پوسترونو باندې د ماشومانو په څېر لوبې شوي او د لارويانو له خوا ورته بريتونه او ږيرې رسم شوي دي.


دا د هغو خلکو پوسترونه دي، جې پارلمان او ولايتي شورا ګانو ته يې ځانونه کانديد کړي دي، د کاغذونو انبارونه په هغه اندازه زيات دي، چې آن د ولسمشرۍ لپاره د خلکو پروسږنۍ ټولټاکنو ته کمپاين له ياده وباسي. هغه ټولټاکنو ته ټول ټال اتلس تنه ولاړ و، په داسې حال کې دې ټاکنو ته ٦٠٠٠ تنه ولاړ دي، چې يوازې ٤٠٠ تنه يې په کابل کې دي.


په کابل کې يو شمېر پوسترونه ډېر لوى دي او له سلګونو مترو واټن څخه له ورايه ښکاري. يو پوستر يې د خلکو پام له ورايه ځانته رااړوي، چې خوله ي ېوازه پاتې ده. د هغې محتوى هغومره زياته راکښونکې نه ده هغه يوه برښنايي تخته ده، چې په هرو پنځو ثانيو کې بدليږي.


په داسې حال کې چې ښار د سيالۍ کوونکو سياستوالو تر څپو لاندې دى، زيات شمېر څارونکي په دې اند دي، چې د لګښتونو اندازه زياته شوې ده او هغه ټاکلې اندازه په ام که نه نيسي، چې د ټولټاکنو د سمون د ګډې څانګې ورته ځانګړې کړې ده.


پارلماني کانديدان اجازه لري، چې په خپل کمپاين باندې تر ٧٥٠ زره افغانيو پورې ولګوي او ولايتي شورا ته کانديدان ٣٧٥ زره افغانۍ د لګولو اجازه لري.


د کابل ښاروالۍ چارواکي نهيلي شوي دي. يو لوړ پوړي چارواکي، محمد اصف اکبري وويل، هغوی د ښار په ټولو ١٨ ناحيو کې د پوسترونو د ځړولو لپاره ځانګړي ځايونه په نښه کړي وي او د هغې په هکله يې د ټاکنو د سمون ګډې څانګې ته معلومات ورکړي و.


هغه وايي: "موږ اوس هيڅ کار نه شو کولاى. زه فکر کوم، چې هغوى به آن خپل پوسترونه زموږ په کورتۍ ګانو باندې ونښلوي."


که کانديدان زياتې پېسې ولګوي، لږ ترلږه د اوس لپاره دا کومه ګټه نه رسوي. د شکايتونو د اورېدلو د کميسون غړي فريد حميدي دا تاييد کړه، چې د ټاکلو پيسو څخه د زياتو هغو لګولو د ټاکنو د قانون خلاف عمل دى. ددوي ددارلا انشاته پدي هکله شکايتونه رسيدلي دي.


خو هغه دا ومنله چې تر اوسه يې د هغوى په وړاندې د څه کولو پرېکړه نه ده کړې. نوموړي زياته کړه: "هغو کانديدانو ته سزا ورکول چې د ټاکنو له قانون سره مخالفت کوي، تر اوسه ټاکل شوې نه ده."


برښنايي پوسترونو د لومړي ځل لپاره کارول شوي او دا خبره يې ډاډمنه کړې ده، چې هغه د نورو په پرتله ګران دي او خلک په دې هکله تبصري کوي. د کابل ښار په زړه، د عمومي باغ د پله په سيمه کې يو پوستر، چې د محمد يونس قانوني عکس پرې نښتی، په هرو پنځو ثانيو کې څرخيږي، چې دا مهال پارلماني ټولټاکنوته ولاړ دی. نوموړی د ولسمرى په ټولټاکنو د ډېرو لږو رايو په ګټلو دويم شوی و.


يو تن د هغه پوستر ته ګوري، په زياته ځير يې لولي او په لوړ غږ د هغې د بيې په هکله خبري کوي. عباس غياثي تبصره کوي او وايي.((له دې پوسترونو څرګنديږي، چې کانديدان زياتې پيسې لګوي او په دې توګه د کمپاين له قانون څخه سرغوړي. هغه (قانوني) ښايي په دې پوستر باندې په زرګونه ډالر لګولي وي.))


نوموړی زياتوي: ((کانديدان که په راتلونکي کې حکومت او دولتي خزانې ته لاره پيدا کړي، نو څه به کوي. که ټول کانديدان په پوسترونو باندې دومره زياتې پيسې لګوي، نو د پارلمان او دې بېوزلي ولس حال به څه وي؟))


قانوني ای يبليو پي ار ته وويل، چې په پوسترونو، برښنايي پوسترونو او نورو باندې يې زياتې پيسې نه دي لګولي، سره له دې حقيقت چې د هغه د خندانې څېرې پوستر په ټول هېواد کې له رايه ورکوونکو څخه پټېدای نه شي.


هغه وويل: ((زه دا خبره په ټينګه ردوم. دا زما په وړاندې زما د سيالانو پروپاګند دی. )) نوموړی زياته کړه، هغه نه پوهيږي، چې له رايه کوونکو څخه يې د غوښتنې لپاره څومره پيسې لګېدلي دي. په دې هکله دې د هغه د کمپاين له منيجر څخه پوښتنه وشي.


پر ځای يې هغه د زيات لګښت پړه په نورو کانديدانو باندې اچوي او وايي، چې د خلکو د ملاتړ د راپيدا کولو لپاره هغوی ميلمستياوې جوړوي او خلکو ته ډوډۍ ورکوي.


هغه وويل: ((ما نه چاته ډوډۍ ورکړي او نه مې خلکو ته ميلمستياوې جوړې کړي. د برښنايي پوستر لګښت يو افغاني سوداګر انجنير عتيق ورکړي دي.))


د قانوني د کمپاين منيجر علي يار ونه ويل، برښنايي پوستر باندې څومره پيسې لګيدلي دي اوټولې يې څومره لګښت کړی دی. هغه وويل: ((کمپاين لا تر اوسه روان دی. نو له دې امله تاسو ته دلګېدلو پيسو په هکله معلومات نه شو درکولای.))


د افغان اعلاناتو سترګې هم تيټې وې، چې د برښنايي پوستر مسووليت يې په غاړه درلود.: هلته يې لوړ پوړي چارواکو، وويل: ((موږ ددې تړون په هکله هيچا ته معلومات نه شو ورکولای.))


انجنير ملا ګل په کابل کې يو پارلماني کانديد دی. هغه وايي د هغه سيالان ډېرې زياتې پيسې لګوي: ((يو شمېر کانديدان د ورځې (د) يو زر ډالر (په اندازه) پيسې لګوي او خلکو ته ډوډۍ ورکوي.))


تر اوسه هغه په خپل کمپاين باندې ټول 6000 ډالر لګولي دي. په دې کې لس زره چاپ شوي پوسترونه شامل دي. خو هغه وايي، د هغه پوسترونه په سلکو کې اتيا شلول شوي دي او نه شي توانيدلی بېرته يې په ځای نور و نښلوي.


په پلازمينې کابل کې پارلمان ته يو بل کانديد، فتح الله الباري درې زره رنګه پوسترونه چاپ کړي و او ټينګار کوي، چې يو شمېر کانديدان ډېر زيات لګښت کوي. هغه وويل: ((داسې کانديدان شته، چې د ټولټاکنو د سمون د څانګې له خوا د ټاکل شويو پيسې دوه برابره يې لګولي دي.))


په داسې حال کې چې شلول شوي پوسترونه باد وړي او راوړي، د کورنيو چارو د وزارت د مطبوعاتي دفتر وياند، دادمحمد راسا د ای ډبليو پي ار خبريال ته وويل، کانديدان حق لري هر ځای کې، که حکومتي وي يا نه وي، خپل پوسترونه بند کړي.


هغه وويل، د هغه چا په وړاندې کومه سزا، چې دا پوسترونه شلوي، په پام کې نيول شوې نه وه. نوموړی وايي: ((که کوم يو کانديد موږ ته د خپلو پوسترونو د شلول کېدو له امله شکايت وکړي، نو له هغې وروسته به غور وکړو.))


د کابل ښار يو اوسيدونکي، 37 کلن قيام الدين وويل، هغه خلک چې د نورو کانديدانو پوسترونه شکوي يا يې څېره خرابوي، يو بل ته درناوی نه لري. له هغوی څخه بايد په ټينګه وغوښتل شي، چې د ولس او خلکو درناوی وساتي.


هغه سپارښتنه وکړه: ((زما په اند بايد هغوی ته په پارلمان کې د سوک وهلو يا غېږې نيولو ډګر جوړشي، ځکه د هغوی زيات شمېر ځايي قوناندانان دي او هغوی به پارلمان د جګړې په ډګر واړوي.))


وکيل ګل اغا، چې له کابل څخه د 33 څوکيو څخه د يوې د ګټلو لپاره مبارزه کوي. د هغه په اند هغه لږ چانس لري. نوموړي د خپلو پوسترونو په هکله خپګان څرګند کړ، ويل يې هغه د ښه او کيفيت لرونکو پوسترونو د چاپولو توان نه درلود، تر څو د بډايو کانديدانو له پوسترونو سره سيالي وکړي، چې زياترو يې زيات لګښتونه کړي دي.


هغه وايي: ((خلک هغو کانديدانو ته رايې ورکوي، چې ښه او ګران بيه پوسترونه يې چاپ کړي دي. هيڅوک د بېوزلو او کمزورو کانديدانو پروا نه کوي.))


د صدارت په څلور لارې کې د احمدي په چاپ خونه کې اتلس تنه په اتو ماشينونو باندې په کار لګيا دی او د ټاکنو لپاره پوسترونه چاپوي. د هغې مشر، حاجي سيد احمد په بل ځای کې يوازې په کار لګيا و او دومره بوخت و، چې د دوو دقيقو لپاره يې د خبرو وخت نه درلود.


هغه د چاپ د لګښت په اړه وويل، يوه تخته (A4) پوستر د اتو افغانيو په شاوخوا کې چاپيږي، چې البته د کاغذ په څرنګوالي پورې هم اړه لري. نور مشهورې اندازې (A2) په لسو افغانيو چاپيږي. چاپخونه له ډيزاين څخه 500 افغانۍ اخلي.


سيد احمد وويل: ((داسې يو شمېر کانديدان شته، چې يو زر پوسترونه يې چاپ کړي او داسې نور بډای هم شته، چې 50 زره پوسترونه يې چاپ کړي دي، چې د اتو زرو ډالرو په شاواخوا کې پرې لګېدلي دي.))


د چاپخونو بهر يو لاروی يو دېوال ته ځير شو، چې له پوسترونو ډک و. هغه له ځانه سره وويل: ((دا دومره عکسونه به څوک پاکوي؟))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists