د کليوالي روغتيايي څارنې لپاره هيلې په زرغونېدو دي

د هېواد لېرو پرتو کليواو بانډو ته د ډېرو ضرورې او بنسټيزو خدمتونو د چمتوکولو په منظور د نړيوالې ټولنې تر ملاتړ لاندې دوه ، نوي پروګرامونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.

د کليوالي روغتيايي څارنې لپاره هيلې په زرغونېدو دي

د هېواد لېرو پرتو کليواو بانډو ته د ډېرو ضرورې او بنسټيزو خدمتونو د چمتوکولو په منظور د نړيوالې ټولنې تر ملاتړ لاندې دوه ، نوي پروګرامونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.

Wednesday, 16 November, 2005

محمدابراهيم په مزارشريف کې د يوروغتون دروازې ته څېرمه ولاړ دى او اوښکي تويوي. هغه په يو لاس خپله مېرمن کلکه نيولې، چې يو دېوال ته يي تکيه کړې او په داسې حال کې، چې يو بې سا ماشوم يي تر څادرۍ لاندې په غيږ کې نيولى دى. هغې آسمان ته سر سرتور کړى، ډاکټرانو او حکومت ته ښېرا کوي.


محمد ابراهيم وايي، درې ورځې وړاندې د هغوى ماشوم ديوې لېرې پرتې سيمې په يوې بانډې کې وزېږېد او روغتيايي حالت يي ښه نه و.


هغه وويل : "له زېږېدو وروسته زما ماشوم عادي نه برېښېده، ما هغه د ولسوالۍ يو روغتيايي کلينيک ته څو ځلې راوست، خو هېڅ ګټه يي ونه کړه."


له هغې وروسته ابراهيم هغه ماشوم، له خپل کلي څخه پنځوس کيلو متره وړاندې، د مزارشريف د ښار يو لوى روغتون ته راوست. خو هغه وويل، چې : "بيا نو ډېر ناوخته شوى و."


سيمه ييز افغانان په عادې توګه له دوو څخه ترشپږو ساعتونو پورې لاره وهي، ترڅوخپل ناروغان يو روغتيايي مرکز ته ورسوي. په ځينو سيمو کې يوازې يو ډاکټر د ټولې ولسوالۍ د ناروغانو درملنه کوي او هره ورځ له اتياوو څخه تر يو سلو او شلو تنو پورې ناروغان ګوري. ملګرې ملتونه اټکل کوي، چې په افغانستان کې په هرو زرو تنو ژوندې زېږېدلوماشومانوکې ١٦٥ تنه يي مري او د ماشوم د زېږولو پر مهال په هرو زرز تنو ميندو کې په سلو کې يو اعشاريه اووه تنه يي مړې کيږي. دا دواړه اندازې په سيمه کې ترهر بل هېواد ډېرې لوړې دي.


خو ښايي دا حالت د هغه پروګرام له مخې ژر سم شي، چې تر مخې يي د افغانستان د ولايتونو په لېرې پرتو کليو او بانډو کې د لوړې کچې روغتيايي څارنه رامنځته کيږي. د روغتيايي څارنې دا سيستم اوس پلى کيږي، چې تېر کال يي ولسمشر حامد کرزي ژمنه کړې وه.


د تېرې مياشتې په سر کې د نړيوال بانک چارواکو، د افغانستان د روغتيا وزارت او د بنګله دېش د کليو د پراختيا له کمېټې (BRAC) سره يو تړون لاسليک کړ. BRAC يوه بنګله دېشۍ غير حکومتي موسسه ده او د افغانستان د شمال، د بلخ په ولايت کې، کار او فعاليت کوي. BRAC به په سيمه کې د روغتيايي څارنې په ښه کولو کې لارښوونکى رول ولوبوي او په مزارشريف کې به ميشت وي.


د بلخ په ولايت کې د BRAC د موسسې مشر، انعام الحق وويل، : "افغانان د داسې ناروغيو له امله مري، چې په اسانه يي درملنه کيږي، لکه؛ د مور او ماشوم مړينه، د ژمې په موسم کې د تنفسي او په اوړي کې د نس ناستې ناروغۍ"


په پام کې وه، چې د تېرې مياشتې په پاې کې د بلخ د ولايت د څلورو نويو روغتونو د جوړولو کار پيل شي او په هغې پسې به د روغتيا څارنې ټولنيزو مرکزونو جوړونه، د طبي او روغتيايي کارکوونکو او دايه ګانو روزنه پيل شي.


نوموړي وويل، د روغتيا څارني معياري حکومتي پروګرام داسې جوړ شوى، چې د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې، چې جګړواو وچکالى ځپلي دي، خلکو ته طبي څارنه چمتو شي.


د بلخ د ولايت د روغتيا د رياست مرستيال، ډاکټر غوث الدين وويل، په پام کې ده، چې په هرلېرې پروت ولايت کې يوه څانګه، د لارښوونکي روغتيايي څارنې د چمتو کوونکي په توګه پرانيستل شي، ترڅو په سمه توګه ډاکټران ومومي او په کار يي وګوماري.


هغه وويل، د بېلګې په توګه د بلخ په ولايت کې شل بېلا بېلې موسسې د خلکو د اړتياوو د ليرې کولو لپاره په کاراو فعاليت بوختې دي. له دې موسسو څخه غوښتنه وشوه، چې د سيمه ييز چمتو کوونکي په توګه خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي. په دې ډله کې BRAC تړون وګټلو.


انعام الحق وويل، نه پوهيږي، چې نړيوال بانک به ددې پروګرام د پلي کولو لپاره څومره پيسې ورکړي.


ورته هڅې په ګاونډې ولايت، جوزجان ، کې هم روانې دي، چې د متحده ايالتونو له خوا تمويليږي او د ماشومانو د حمايت د موسسې له خوا پرمخ وړل کيږي. دا پروګرام، چې دافغانستان د کليو د پراختيا د ټولنيزې روغتيا (REACH) په نوم ياديږي، تېره مياشت د يو تړون له لارې په شبرغان کې د د افغانستان لپاره د پرمختيايي او بشري خدمتونو (DHSA)، له يوې افغاني موسسې سره لاسليک شو.


د مرستې په دې ٢٥ مياشتني پروګرام کې به د شبرغان د روغتيايي څارنې سيستم DHSA پلى کوي.


د افغانستان په شمال کې د برتانيي د ماشومانو د حمايت د پروګرام چلوونکي، راميش سي پوري وويل: "موږ د بنسټيزې روغتيايي څارنې ټولګه جوړوو، چې د عامې روغتيا وزارت وړاندې کړې ده."


هغه وويل، د جوزجان ولايت په دې هڅه کې دى، چې ځوانان د پروګرام په ارزيابۍ او په سميه کې د اړتياوو د معلومولو لپاره د ځوانانو د شورى د جوړولو له لارې برخه واخلي. د ګاونډي بلخ هېواد په څېر به REACH، په داسې حال کې چې په ځينو روغتونونو کې موجود کلينيکونه پراخه کړي، په جمعيت ولاړ روغتيايي کلينيکونو ته به هم پراختيا ورکړي.


پوري وويل، دا پيسې به د جوزجان په ولايت کې د کارکوونکومعاشونه هم لوړ کړي. هغه نرسانې چې تر اوسه يي د مياشتې ٦٠ ډالره معاش تر لاسه کولو، ښايي له دې وروسته تر دوو سوو ډالرو پورې معاش واخلي.


د امريکې متحده ايالتونو له نړيوال پراختيايي پروګرام سره د دوه اعشاريه شپږو مليونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده، چې د ولايت نيمايي برخې ته يي د راتلونکو ٢٥ مياشتو لپاره ورکوي.


چارواکو د بلخ او جوزجان په دواړو ولايتونو کې وويل، چې ورته پروګرامونه دافغانستان په ټولو ليرې پرتو ولايتونو کې پلى کيږي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists