د خوست لانجه

داسى ښګاري چى سيمه اييز جنګ سالار باچا خان ځدران ، نژدى له ټولو سره لاس او ګريوان دى

د خوست لانجه

داسى ښګاري چى سيمه اييز جنګ سالار باچا خان ځدران ، نژدى له ټولو سره لاس او ګريوان دى

خوست ښايي تيره اوونۍ د جګړى په ميدان کى د يوه امريکايي د وژنى له امله د خبرونو په سرټکو کى وو، خو د ډيرو خلکو په آند چى هلته ژوند کوي، د څلورو ګړيو په مخامخ نښته کى د يوه عسکر وژل کيدل يوه عادي مسله ده.


د مياشتو مياشتو ګډوډۍ، او د سيمه اييز جنګ سالار باچاه خان ځدراڼ او پاتى کسانو تر منځ د مقابلى وروسته ، په ښارګوټي کى ځينى خلک وايي چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ژوند ښه وو ځکه لږ تر لږه نسبي کراري خو وه.


يو سيمه اييز اوسيدونکى چى د خپل نوم له ښوولو څخه يي ډډه کوله وويل طالبان د نړۍ له پاره خطرناکه وو خو زموږ له پاره ښه وو ځکه امنيت يي راوړى وو. هغه مهال چى لويديځ ځواکونو دوى ويستل نو موږ يو ځل بيا د پخوا په شان په جګړه کى راګير پاتى شو.


د متحدو ايالاتو پوځي چارواکو ويلي د دوى يو عسکر وژل شوى او بل يي هغه مهال ټپي شوى چى د دوى پر يوى ډلى عسکرو چى ورسره يي افغان متحدين هم وو پرى ډزى وشوى. دا پيښه د خوست د ښارګوټي ختيځ لور ته اووه ميله ليرى شوى. پنځه افغانان هم وژل شوي او دا څرګنده نه ده چى دوى په کومى ډلى پورى تړلي وو.


وروسته امريکايي چارواکو اعلان وکړ چى دوى داسى محوطه بمبارد کړى چى هلته طالبان او القاعده بيا تنظيميدل.


خوست چى د پاکستان سره پر پوله پروت دى ، پدى وروستيو مياشتو کى د متحدو ايالاتو د پوځي عملياتو له پاره د توجه وړ ګرځيدلى او دا ځکه چى چارواکي پدى باور دي چى طالبان د پولى له لارى د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.


په عين حال کى باچا خان ځدران پر سيمى خپل تسلط ته په داسى حال کى دوام ورکوي چى د کابل د حکومت، او پخپل سر د ټاکليحامى پخواني باچاه ظاهرشاه او د راپورونو سره سم د امريکايانو ملاتړ او پلوي يي له لاسه ورکړى. هغه له لويي جرګى د احتجاج په توګه ووت او ولس مشر حامد کرزي ته يي خبردارى ورکړ چى که چيرى جرګه و نه شي کولى پخوانى باچا د دولت د مشر په توګه وټاکي نو وينه تويدنه به رامنځ ته شي. له دغه اعلان وروسته باچا له هغه ځان ليرى کړ او فاصله يي واخيسته.


د باچا خان ځدران ورور کمال خان اعلان کړى چى د ښوونى او روزنى له ادارى پرته د ولايت نور ټول تاسيسات د دوى تر ولکى لاندى دي. او د لويي پکتيا د ١٢ ولسواليو څخه ١١ د دوى تر کنترول لاندى دي. هغه زياته کړه چى ولاړ شۍ او له خلکو پوښتنه وکړۍ چى دوى څوک غواړي.


لويه پکتيا هغه نوم دى چى د هيواد د جنوب ختيځ ، د پکتيا، پکتيکا، لوګر او خوست ولايتونه پکښى راځي.


ځدران د لنډمهالى ادارى په لومړيو ورځو کى د پکتيا د والي په توګه ټاکل شوى وو، خو د اپريل د مياشتى د جګړى له امله چى په لس ګونو کسان يي مړه پريښودل کرزي هغه برطرفه کړ. که څه هم پر سيمه د هغه تسلط دوام لري او هغه هم تر دى کچ چى نوى والي حکيم تڼيوال نه شي کولى خپل دفتر ته ورننوځي، او په ولايتي ميلمستون کى ناست دى.


کمال خان وويل زما ورور ته د بن په کنفرانس کى ويل شوي وو چى د واليانو او چارواکو په انتخاب کى به د هغه د نظر درناوى کيږي. خو دوى په خپله خبره نه دي دريدلي . او پر ځاى يي د يوه والي پسى بل او د بل پسى بل راليږي. حالت به لا پسى کړکيچن شي.


دا وضع د خوست په کوڅو کى د هرج او مرج سبب شوى ، چى کوڅى يي له کسانو ډکى دي او له ١٢ کلونو څخه هم د لږ عمر ماشوم له ځانه سره کلاشينکوف ګرځوي پداسى حال کى چى امنيتي ځواکونه په سترګو نه ليدل کيږي. ځينى استوګنو قانون په خپل لاس کى اخيستى او د خپل ځان د ساتنى ډلى يي جوړى کړي دي چى ورته قومي اوربکي وايي.


لويي پکتيا د افغانستان په عصري تاريخ کى مهم رول لوبولى دى. د ظاهر شاه پلار د هيواد اداره د همدى سيمى د خلکو په مرسته په لاس کى واخيسته. او د شوروي د تيري پر مهال يي هم تسلط درلود ځکه پخوانې ولس مشر نجيب اله له همدى سيمى وو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم لس کسه وزيران او د وزير مرستيالان د زرمت له ولسوالۍ وو چى د پکتيا له ولسواليو څخه ده.


له دى بى نظمۍ سره سره تڼيوال د اوضاع په وړاندى خوش بينه وو. هغه وويل: موږ د شورا او د ځان ساتنى له ډلى يا دفاع خودي سره په تماس کى يو. زه يوه ٧٠٠ کسيزه ډله په خوست کى لرم. باچا خان د خلکو له ملاتړ څخه برخمن نه دى. تر هغى چى ټوله اداره زما لاس ته را انتقال شي يو څو ورځى به وخت اخلي.


ډير اوسيدونکي په دى باور دي چى د امنيت تر راتلو بايد اوږد مزل ووهل شي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists