د خوګي انفلونزا ډار افغانستان پسې اخيستى دى

حکومت بيړني حالت اعلان کړى، چې يو شمېر يې د روغتيايي اندېښنې په پرتله سياسي ګټه بولي.

د خوګي انفلونزا ډار افغانستان پسې اخيستى دى

حکومت بيړني حالت اعلان کړى، چې يو شمېر يې د روغتيايي اندېښنې په پرتله سياسي ګټه بولي.

Tuesday, 24 November, 2009
(پوزبند) د تړلو لپاره ډېر کوچنى دى، چې خوله او پزه يې پرې پټه کړې ده. نوموړې ټوټې د هغه ټول مخ پټ کړى او داسې احساس کوي چې چا ورته زندۍ اچولې وي. هغه او کوچنۍ خور، مدينه يې چې يو راز ماسک يې تړلى دى په لويديځ ښار، هرات کې جومات ته روان دي.



ادريس په کراره وويل: "مور او پلار مې وايي که دا ماسکونه ونه تړو، نومړه به شو."



د کابل، هرات، مزارشريف او نورو لويو ښارونو په لارو کوڅوکې داسې څوک کم بريښي چې پوزه او خوله يې نه وي پټه کړي. له هغه وروسته چې د روغتيا وزير، محمد امين فاطمي د نومبر په لومړۍ بيړني حالت اعلان کړ، ټول هېواد ډار په سر واخيست.



فاطمي هېوادوالو ته وويل چې خوګي انفلونزا افغانستان ته راغلې او کېداى شي د شاوخوا ٧٠ زرو تنو ژوند واخلي. د نوموړي وزارت د وينا له مخې تر اوسه يوولسو تنو ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او نور ٨٠٠ تنه پرې اخته شوي دي. د هغوى ډېرى، ٥٠٠ تنه، يې په اردو کې دي.



نوموړي وزير ښوونځي، پوهنتونونه، د سپورت کلپونه او د ودونو سالونونه د درېو اونيو لپاره بند کړي دي. نوموړي په هېواد کې له لويو رسنيو سره يو تړون هم لاسليک کړى چې د خلکو د خبرتيا په کمپاين کې مرسته وکړي.



دا شمېرې د متحده ايالتونو په څېر هېوادونو سره د لږې پرتلې وړ دي، چې د مړينې شمېره په کې يو زر تنو ته رسيدلې او په زرګونو ناروغان په روغتونو کې بستر شوي وو. خو په داسې يو هېواد کې چې د طبي معلوماتو کچه په کې ټيټه ده، دې لږې پېژندل شوې ناروغۍ زيات شور او زوږ راپورته کړى دى.



افغانانو د نوموړي وزير خبرتيا د زړه په غوږونو اورېدلې او ډلې ډلې کلينيکونو ته وردرومي چې وګوري، ستوني خوږ، ټوخى او روانه پوزه يې د ايچ آى اين آى مرګونى وايروس نه وي.



ډاکتران د ناروغانو د شمېر د زياتوالي له امله حيران شوي او وايي چې ډار لا اوس له وخته وړاندې خبره ده.



په هرات کې د عامې روغتيا رئيس، دکتور غلام سعيد رشيد وويل: "دا نارغي هغومره مرګونې نه ده، لکه رپوټ چې يې ورکړ شوى دى. که درملنه يې ونشي نو پنځه سلنۍ يې د مړينې لامل کيږي."



له دې سره سره هغه وويل چې خوګي انفلونزا په ډېره اسانۍ له يو شخص څخه بل ته ليږدېداى شي.



هغه وويل: "موږ ته تر اوسه شپږ ناروغان راغلي. موږ د معاينې پايلې کابل ته د تاييد لپاره استولي دي."



د شپږو ناروغانو په ډله کې څلور هغه يې مېرمنې او دوه نور يې تنکي زلميان وو.



رشيد وويل، د عامې روغتيا رياست په ښه ډول د ناروغۍ مخه نيولې او د هرات په ولايت کې د خلکو د خبرتيا په موخه مو د ١٢٠٠ تنو ډاکټرانو، نرسانو او د خپلې خوښې کارکوونکو يوه ډله جوړه کړې ده.



د افغانستان په شمال ، مزارشريف کې د عامې روغتيا رياست له اندېښمنو کسانو څخه ډک و چې غوښتل يې ځانونه معاينه کړي.



د عامې روغتيا رئيس، ميرويس ربيع وويل: "موږ ته يوازې په يو څو ورځو کې درې زرو تنومراجعه کړې ده.))



خو تر اوسه مو په شمال کې ددې ناروغۍ کومه نښه نه ده ليدلې.



په مزارشريف کې د احمد جواد په نامه د يو درملتون خاوند بيا بل راز وويل هغه ته هره ورځ ډېر خلک راځي او ټول ناروغ وي. هغه ماسک تړلى او ويل يي: "زه په دې ورځو کې ډېر کار نه کوم. د وقايې په خاطر زياتره په کور کې يم."



په کابل کې چارواکي زيات معلومات نه ورکوي. يو خبريال له ابن سينا روغتون څخه د شمېرو غوښتنه کړې وه، خو د پېښې جزييات او شمېره ورته نه وه ورکړ شوې.



د داخله ناروغيود څانګې مشر، دکتور نجيب الله وويل هره ورځ په سلګونه خلک د معاينې لپاره راځي. "موږ ته د عامې روغتيا وزارت لارښوونه کړې چې هيڅ معلومات خپاره نه کړو."



په عين حال کې ماسک پلورنکي ښه ګټه کوي.



د هرات ښار د رفعت درملتون خاوند، بسم الله وويل: "په عادي ورځو کې د پنځو افغانيو په وړاندې له پنځو څخه تر لسو ماسکونو پلورم. خو په تېرو دوو ورځو کې مې د لسو افغانيو په وړاندې ٢٥٠٠ ماسکونه پلورلي دي. عمده خرڅونکو بيې لوړې کړې دي. ما هم په لوړې بيې پلورلي."



زيات شمېر افغان په دې اړه شکمن دي. په سياسي لحاظ دا اعلان په افغانستان کې د ولسمشرۍ لپاره د يوازيني سيال، ډاکتر عبدالله عبدالله له په شاتګ يوه ورځ وروسته، په ډېر حساس وخت کې رامنځته شو.



هغه مهال چې د ټولټاکنو خپلواک کميسون حامد کرزى ګټونکى ولسمشر اعلان کړ، بې باوري پر ولس برلاسې شوه او امنيتي پوځونو د لاريونونو او تر هغې ناړوه حالت ته چمتووالى ونيو.



د ښوونځيو او پوهنتونو تړلو او هم دارنګه په لويو غونډو کې د خلک د نه ګډون هڅولو ته يو شمېر خلک د شوني اخ و ډب مخنيوي د چارواکو ګام اخيستل بولي.



د هرات ولايت يو اوسيدونکي وويل: "حکومت ددې لپاره اوازې خپرې کړې چې خلک د کرزي د بيا ټاکلو په وړاندې لارو کوڅو ته راونه وځي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists