Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د کشمرې لوړه بيه

هغه مېرمنې چې د سېرليو وړۍ د صادراتو لپاره پاکوي، له ټيټې مزدورۍ او ناروغۍ څخه شکايت کوي.
By Mohammad Shafi Ferozi
.



هغوى د لويديځ ولايت، هرات په ټولو فابريکو کې د وړيو د لومړي پړاو په پاکولو بوخت دى، چې د نړۍ تر ټولو ګران بيه جامې تر جوړې شي.



بايد دولس کلنې سيما ښوونځى لوستى واى، خو پرځاى يې د سېرليو وړۍ ريشي، چې د بالاپوښونو نرم او تود استر ته پکاريږي. هغوى د سهار له اوو بجو څخه د مازيګر تر څلورو بجو پورې وړۍ ريشي او په وړاندې يې ١٤٠ افغانۍ (٩٠ . ٢ امريکايي ډالره) تر لاسه کوي.



هغې وويل: "زما مور و پلار مړه شوي دي او ورور مې د کار لپاره ايران ته تللى دى. زه په يوازې سره خپلو څلورو خويندو اوورونو ته خواړه چمتو کوم." د هغې کورنۍ په يوې کنډوالې کې اوسيږي. دا کنډواله د هغو نه ده. سيما د ګېډې له خوږ او سابندۍ څخه شکايت کوي، خو ډاکټر ته د تګ وس نه لري.



د کشمېري وړيو توليدول په افغانستان کې له پخوا څخه دود دي، خو د پروسس او توليد نور کار يې له هېواده بهر سرته رسيږي. کشمېره په ايران، چين، منګوليا او روسيې کې هم توليديږي.



دا وړۍ د لويديځ افغانستان په زياترو برخوکې توليديږي. هرات د هېواد تر ټولو مهم مرکز دى. همدارنګه دا وړۍ د هېواد په نورو برخو لکه بادغيس، ميمنې او کله ناکله په فراه، چخچران اوکندهار کې هم توليديږي.



د وروستيو اټکلونو له مخې افغانستان په کال کې زر ټنه کشمېره بهر ته صادروي، چې د نړۍ په سلو کې اووه غوښتنه پوره کوي.



د هرات ولايت د کشميرې د پاکولو شاوخوا ٤٠ فابريکې لري. په دې فابريکو کې شاوخوا دوه زره تنه ښځې په کار بوختې دي. هغوى زياتره له سابندۍ، د ګېډې له خوږ اړو ملا درد څخه کړيږي.



د هرات د روغتون د نري رنځ د څانګې مشر، ډاکټر احمدشاه بارکزي وويل د وړيو ډېرى پاکوونکي له ناروغيو شکايت کوي، چې د هغوى د استوګنې په بېوزلو سيمو کې عامې دى. هغه وايي، دا کار د نري رنځ د پراختيا لپاره زمينه برابروي، خو چارواکي د وضعې څارنه نه کوي.



هغه وويل: "زه يو څه موده دمخه د نري رنځ په اړه د خلکو د پوهې د کچې د لوړولو په موخه د وړيو پاکولو يوې فابريکې ته لاړم. ما وليدل چې هغوى په يو ډېر چټل ځاى کې وړۍ پاکوي او زه د ماسک پوښلو ته اړ شوم."



د حاجي حبيب الله سروري په نامه د يوې فابريکې خاوند ومنله چې کارګران تل له ناروغۍ شکايت کوي، خو هغه وايي دا د ډاکټرانو او عامې روغتيا د رياست دنده ده چې د ستونزې په اړه لاس په کار شي. هغه وويل: "هو، زموږ کارګران تل د سابندۍ، ملا درد، ګېډې خوږ، د معدې او سترګو د سوي په څېر ناروغيو څخه شکايت کوي."



د ګل بي بي په نامه يوه کارګره تل مدام ټوخيږي، خو تر اوسه ډاکټر ته نه ده تللې. هغې وويل: "دومره پيسې نه لرم چې د ډاکټر فيس ورکړم او درمل پرې واخلم. مېړه مې زوړ دى او کار نشي کولاى. اولادونه مې کوچني دي. بايد دا سخت کار وکړم."



پنځوس کلنه صابرو چې له لسو کلونو راهيسې وړې ريشي او پاکوي، وايي: "د سابندۍ ستونزه راته په دې وروستيو وختونو کې پيدا شوې. په يوې بلې ناروغۍ هم اخته شوې يم او د معدې سوى راته پيدا شوى دى."



حکومتي او ناحکومتي موسسو، چې د ښځو په چارو کې کار کوي، ددې موضوع په وړاندې څه نه دي کړي.



د ښځو د ټولنيزو خدمتونو د موسسې مالي او اداري مشر، واسع سيدي وويل: "د کورنيو موضوعګانو د شمېر د زياتوالي او جګړو له امله زموږ موسسې يوازې د ښځو د حقونو په اړه کار کړى او د وړيو د پاکوونکو د ستونزو په اړه مو کوم ګام نه دى پورته کړى ... موږ به په راتلونکي کې د هغوى موضوع تر غور لاندې ونيسو، خو دمګړۍ د ښځو په حقوقي موضوعګانو کې بوخت يو."



د هرات د کار او ټولنيزو چارو د رياست مرستياله، ضياګل يوسفي وايي کله ناکله چارواکو د وړيو د پاکولو بهير څارلى دى، خو د بشپړې څارنې کار سخت دى او تر اوسه نه دى شوى.



د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس، محمد چشتي مودودي وويل: "زياتره کارګران له موږ سره راجستر دي، خو د وړيو د پاکولو د فابريکې کارکوونکي تر اوسه راجستر شوي نه دي."



"موږ ښځو [کارګرانو] ته موقع ورکړې چې په هنر، لاسي صنايعو او سينګارځايونو کې کا روکړي. په دې توګه کولاى شي له دې خطرناک کار څخه لاس واخلي."



"څنګه چې وړۍ پاکوونکې له موږ سره راجستر نه دي، له دې امله مو د هغوى په اړه کوم ګام نه دى پورته کړى."