د کرزي اجرات د افغانانو د قضاوت په

هنداره کى

د کرزي اجرات د افغانانو د قضاوت په

هنداره کى

Monday, 21 February, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

په کابل کى د محمد شفيق حقپال ليکنه


د افغانستان ربړيدلي خلک د ولس مشر کرزي د يوى کلنى مودى په اړه جلا جلا نظريي څرګندوي. د مدني حقونو د تامين او د ښونى او روزنى په برخه کى د ښه والي له امله هغه ستايي خو د يووالي او د د هيواد د اقتصاد په بيارغونه کى د نه پرمختګ له امله پر هغه نيوکى کوي.


کرزى يو کال وړاندى د برهان الدين رباني پر ځاى د لنډمهالى ادارى مشر شو. په لويه جرګه کى چى د جون په مياشت کى جوړه شوى وه هغه د ١٢٩٥ راي په ګټلو خپل انتخاباتي سيالى مسعودى جلال ته چى يوازى ١٧١ راى يي تر لاسه کړى وى په آسانۍ سره ماتى ورکړه او په رسمي توګه د ١٨ مياشتو له پاره د ولس مشر او د انتقالي ادارى د مشر په توګه انتخاب شو.


وروسته له دى چى نړيواله ټولنه يي د هغو مالى مرستو په نه تر سره کولو تورنه کړه چى ژمنى يي کړى وى ، کرزي پخپله تعهد وکړ چى د هيواد بيا جوړونه او په ځانګړي توګه د بمبارد شويو سړکونو د جوړونى چارى به پر مخ بيايي.


پاتى دى نه وي د هغه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کى چى د هغه له انتخاب وروسته جوړ شوى و هغه د يو لړ هغو پوښتنو په اړه چى د ځنيو غښتليو جنګ سالارانو په هکله چى د هيواد په ګڼ شمير ولايتونو کى واکمن دي ، او د ملي يووالي له پاره د دښمنيو او سياليو د له منځه وړلو په خاطر د مشر غوښتنى له پامه غورځوي څه پلان لري ځانګړي ځوابونه ور نه کړل. د يوه ملي پوځ نه درلودل، چى جوړيدل يي لا په لمړي پړاو کى دي ، ولس مشر د سيمه اييزه قومندانانو د مقابلى توان نه لري.


د ارادى د ورځ پاڼى مسول مدير ظهور افغان د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل ډيرى سيمى په يو ډول شخصي ملوک التوايفي بدلى شوي. په دغو سيمو کى د بشر حقونو ته اصلا درناوى نه شته. ځينى سيمه اييز قومندانان شخصي زندانونه لري چى تښتونى او د نورو جرمونو تر سره کول په پراخه تر سره کيږي.


موږ په هيواد کى بهرني ځواکونه لرو چى امنيت تامين کړي ، خو د امنيت تضمين نه شته.


هغه څه چى تر اوسه د خلکو له پاره تر ټولو لويه ستونځه ده هغه د ژوند د لمړنيو اړتياو پوره کول دي. نامنظمه بريښنا،د کار يا شغل ، د مجربو ډاکترانو او ښو درملو نشتوالى او د لومړنيو موادو د بيو لوړوالى، دا ټول هغه مسئلى دي چى د کرزي چى په اړه يي د کرزي پر حکومت د ولس او د مسلکي او واردو کسانو له خوا پرى نيوکى شوي.


د کابل يو تن اوسيدونکى محمدالدين وايي له هغه راهيسى چى د کرزي حکومت واکمن شوى موږ په خپل ژوند کى کوم لوى بدلون نه دى ليدلى. ډير کورونه بريښنا نه لري او د شيانو بيى نه دي ټيټى شوي. يوازينى بدلون دا دى چى سينماګانى بيا پرانيستل شوي اوښځى کولى شي چادرى له سر څخه ليرى کړي. دا چى طالبانو پګړۍ پر سر کوله اوس عسکر او پوليس خولۍ سر کوي.


سهيلا چى په يوه حکومتي اداره کى کار کوي، د هغو پرمختياو په اړه چى د ښځو په ژوند کى د انتقالي ادارى له راتلو وروسته رامنځ ته شوى په احتياط سره هرکلى کوي. هغه وايي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال موږ ښوونځي ته تلاى نه شو خو اوس تلاى شو. په دا يوه کال کى چى تير شو هيله کيده چى ښه والى او هغه هم په اقتصادي ډګر کى ښه والى راشي خو له بده مرغه دا کار عملي نه شو.


د کابل په ښار کى يو قرطاسيه پلورونکى خواجه عبدالبصير د کرزي له واکمنۍ وروسته خپل په دوکان کى د ګټى د تر لاسه کولو احساس کوي. هغه د دسترخوان د سر د خوړو پر سر شکر او د تلويزيون د نشراتو چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال منع و د بيا پيل له امله خوشحاله دى. هغه وايي د طالبانو د رژيم پر مهال ما د ورځى ٥٠٠٠٠ افغانۍ ( يو امريکايي ډالر) عايد درلود او اوس د ورځى ٣٠٠٠٠٠ اقغانۍ ګټم. بصير وايي د اوبو او بريښنا وضع لاپس خرابه شوى.


د آزادو مطبوعاتو په رامنځ ته کيدو سره خبريالان نژدى ١٥٠ خپرونى چاپوي چى دجاري حکومت له خوا د دغى آزادۍ هرکلى کوي خو خبردارى ورکوي چى دا خپلواکي لا په کوم قانون او يا اساسي قانون کى نه ده راغلى او په هغو ولايتونو کى چى جنګ سالاران پکښى واکمن دي اصلا دا خپلواکي نه شته.


يو خبريال چى په کابل کى د يوه نړيوال راډيوى سټيشن له پاره کار کوي او ويي نه غوښتل چى نوم يي خپور شي وويل: حکومت د مطبوعاتو خپلواکي اعلان کړى خو تر اوسه داسى ډلى شته چى د خبريالانو د خپلواک کار مخه نيسي. دا ١٥٠ ورځپاڼى ټولى په کابل کى خپريږي. په ولايتونو کى ډيرو خبريالانو ته هره ورځ د سيمه اييزه قومندانانو له خوا ګواښونه کيږي.


د تيرى مياشتى په وروستيو کى د فردا د خپلواکى ورځپاڼى مسول مدير د دفاع د وزير محمدقسيم فهيم په امر زنداني شو. البته ګناه يي دا وه چى هغه کارتون يي چاپ کړى و چى پکښى پر کرزي ملنډى وهل شوي و خو بله ورځ د ولس مشر د مداخلى وروسته خوشى شو ځکه د دغه مسول مدير د زنداني کيدو پر مهال ولس مشرله هيواد څخه بهر و.


ښوونکي د هغه ښه والي چى د ښوونى او روزنى په برخه کى او په ځانګړي توګه د ښځو په اړه رامنځ ته شوى هرکلى کوي. دا هغه څه دي چى کرزى يي هم د خپلى يوى کلنى مودى د لويي لاس ته راوړنى په توګه يادونه کوي. دا اوس مهال درى مليونه ماشومان په ښوونځيو او ٢٦ زره محصلينو په پوهنتونونو کى خپل نومونه ثبت کړي او په هيواد کى ٨٣٠ د سواد د زده کړى کورسونو په کار پيل کړى دى. داسى اټکل دى چى د هيواد د نفوسو په سلو شپيته په ليک لوست نه پوهيږي.


محمداجان چى د کابل په پوهنتون کى د ادبياتو استاد دى وايي په پوهنتونونو کى د محصلينو شمير زيات شوى او د محصلينو د ليليي ستونځى نه دي حل شوي. د نومبر په مياشت کى هغه مهال ٧ کسه محصلين ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول چى پوليسو پر مظاهره کوونکو چى د ليليي د حالت د خرابوالي له امله يي مظاهره کوله ډزى وکړى.


محمداجان زياتوي نه کتابخانه او نه هم محصلين کتابونه لري. له دى امله په مجموع کى تحصيلي سطح ټيټه ده. هغه همدارنګه زياتوي هغه هيلى چى موږ له نوي حکومت څخه درلودى تر سره نه شوى. کرزي ډيرى هڅى وکړى چى حالت ښه کړي خو د هغه د هلو ځلو په لار کى ډيرموانع رامنځ ته شوي په ځانګړي توګه د هغو له خوا چى په لوړو مقامونو کى دي.


د ځنيو ډاکترانو په وينا نوي حکومت له بهر څخه د نويو تجهيزاتو او واردو کسانو په راوستو سره د عامى روغتيا په ډګر کى ښه والى راوستى. د وزير اکبر خان روغتون د ريس مرستيال ډاکتر نجيب حليم د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د ډاکترانو تنخواه ډيره ټيټه ده او په داسى حال کى چى د ناروغانو شمير ډير خو په کافي اندازه روغتونونه او روغتيايي کارکوونکي نه شته. هيچ چا هم په ولاياتو کى د روغتونونو د جوړولو په هکله فکر نه دى کړى. د آسانتياو د نشتوالي له امله ميندى د ماشومانو د زيږون پر مهال مړه کيږي.


کرزي پخپله په هغه وينا کى چى د حکومت د کليزى پر مهال يي کوله ، له جنګ څخه د ستومانو خلکو څخه وغوښتل چى حوصله له لاسه ور نه کړي. هغه وويل: نه شو کولى چى دوه لسيزى جنګ له پامه وغورځو او له حکومت څخه د معجزى توقع هم و نه کړو. زه د افغانستان له خلکو غواړم چى ستونځى له موږ سره يو ځاى تحمل کړي.


ا


Frontline Updates
Support local journalists