د خراباد په ستاينه کى
د پلازمينى هنرمندان د تشدد او هغو محافظه کارانو په وړاندى چى دوى ته سپکاوى کوي مقاومت ښيي.
د خراباد په ستاينه کى
د پلازمينى هنرمندان د تشدد او هغو محافظه کارانو په وړاندى چى دوى ته سپکاوى کوي مقاومت ښيي.
د موزيک غږ يو ځل بيا د کابل د خراباد له ورانو او ويجاړو کوڅو څخه چى د پيړيو راهيسى د دوديزه افغاني سندرو ځانګو ده اوريدل کيږي.
د افغانستان د ډيرى بدى جګړى پر مهال چى خراباد د خاورو په انبار بدل شوى ، اوس پکښى په تدريج سره ساه پداسى حال کى د بيرته راتلو په حال کى ده چى هغه هنرمندان چى د طالبانو د رژيم له خوا له هيواد څخه ويستل شوي و راستنيږي چى بيرته خپل وران خټين کورونه بيا جوړ کړي او د سندرو او موسيقى د غږولو او دغه راز د موسيقي آلاتو د جوړولو کار له سره پيل کړي.
خو يو کال وړاندى د طالبانو له ړنګيدو سره سره په افغانستان کى د سندرغاړي په توګه کار کول لاهم يو خطرناکه دنده ده. دوى د دودپالو له خوا د حملو او ګواښونو سره مخامخ دي ځکه دا دودپالي د طالبانو د هغه نظر ملاتړ کوي چى د موزيک غږول، نڅاه، فلمونه او تلويزيون اسلام ته سپکاوى و.
تير کال دوه هنرمندان هغه مهال ووژل شول چى کابل ته نژدى د پغمان په ولسوالۍ کى د يوه واده په مراسمو کى په هغه خونه کى چى دوى موزيک غږوه يو لاسي بم وغورځول شو. ګڼ شمير نور هنرمندان وهل او ټکول شوي پداسى حال کى چى ډير نورو ته سپکاوى شوى او ګواښونه شوي.
غلام حسين د ١٩ تاري رباب ماستر دى . رباب د شپيلۍ په شان د موسيقي يوه آله ده چى افغاني ځانګړتيا لري. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چىله بده مرغه په عمومي ډول موزيک غږونکي او سندرغاړي د ځينيو خلکو نه خوښيږي. په کابل کى حالت دومره بد نه دى، خو له کابل څخه بهر وضع ښه نه ده، او که چيرى په دى اړه ګامونه وا نه خيستل شي نو کيدى شي دلته هم داسى څه پيښ شي.
د هنرمندانو د يوى ډلى سندرغاړي چى ويي نه غوښتل نوم يي واخيستل شي ويل: سندرغاړي د خپل ژوند د له لاسه ورکولو له امله په ويره کى شپى سبا کوي، او تل ډاريږي نه چى د دوى په وړاندى تعصب لرونکي کسان يا ډلى د جهالت له وجهى پرى حمله وکړي.
د ډلى بل غړى چى هارمونيه غږوي وايي: ځينى کسان دا کار د جهالت له امله کوي. دوى د موسيقي په هکله په څه نه پوهيږي، او داسى فکر کوي چى د اسلام دين ورسره مخالف دى.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال وضع ډيره خرابه وه. يو بل موسيقي غږوونکي عبدالطيف وويل: ما ٢١ ورځى له دى امله په زندان کى تيرى کړي چى هنرمند يم. دوى زما د موسيقي غږولو ټول وسايل واخيستل او له منځه يي يوړل. هغوى ماته وويل که چيرى بيا مى موزيک وغږوه نو لاسونه به مى غوڅ او په غازي سټديم کى (د کابل هغه لوى سټډيم دى چى طالبانو پکښى وژنى تر سره کولى) به مى ښخ کړي.
حسين له نورو موزيک غږونکو سره يو ځاى د خرابات کوڅى ته راغلى او په کنډوالو کى اوسيږي. د هغه کور يوه خونه لري چى چت يي نوى او ديوالونه يي خټين دي چى لا رنګ شوي نه دي او دا د خاور له انبار څخه په ډکه کوڅه کى يوازينى جوړ کور دى.
د کابل دا پخوانۍ کوڅه هغه مهال د جګړى په لومړۍ کرښى بدله شوه چى د مجاهدينو سيالو مشرانو په ١٩٩٢ کال د شوروي پوځ له وتو وروسته پر يو بل د توپچي ګوليو ورول پيل کړل.
خو نور هنرمندان هم راغلي او د کوڅو څنډو ته په تشو دوکانونو کى په انتظار ناست دي چى څوک ورته دواده په مراسمو او نورو خوښيو کى د سندرو ويلو بلنه ورکړي.
حسين د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل د افغانستان د دوديزه هنرمندانو په سلو کى ٣٠ له جلا وطنۍ څخه راستانه شوي . زه بيرته خراباد ته راغلم که څه هم دا يوه مخروبه ده خو تر څو خپلو خلکو ته خدمت وکړم او د افغانستان دوديزه موسيقي بيا ژوندۍ کړم.
که څه هم هغه د دى خبرى ذکر ونه کړ خو دى او د ده ملګري به د هندي موسيقۍ او د باليوډ د موسيقي سره سيالي کوي چى د ډير عادي افغانانو تر منځ له هغه راهيسته چى تير کال سينماګانى بيا پرانيستل شوي محبوبيت لري.
محمد نادر تبله غږوونکى چى د طالبانو له واکمنيدو وروسته پاکستان ته تللى و هم بيرته دغه کوڅى ته راستون شوى. هغه وايي په پاکستان کى مى د پلورونکي په توګه کار کوه خو چى طالبان نسکوره شول نو ژر بيرته هيواد او ځاى ځايګي ته راغلم. خلک ليواله دي چى په ودونو کى يي سندرى وويل شي. زه تبله غږوم پداسى حال کى چى ملګرى مى سندرى وايي.
له راپورونو سره سم د ښار د پلانولو مسولين نيت لري چى د خراباد کوڅه ورانه او پر ځاى يي جګ پوړي ودانۍ جوړى کړي او استدلال کوي چى سيمه د اوسيدو وړ نه ده.
که څه هم د کور جوړونى او ښاري چارو د پرمختيا د وزير محمد يوصف پشتون له خولى په دى وروستيو کى ويل شوي چى هغه غواړي د دغى سيمى د لرغونتيا د ساتنى له پاره يوه برخه وساتي پداسى حال کى چى نوى بنسټيز جوړښت به ورزياتيږي. هغه زياته کړى چى غواړي د يوه دود په شان يي وساتي.
محمد عظيم قادري چى د خراباد په کوڅه کى په خپل دوکان کى ربابونه جوړوي وايي پر هر چا خپل هيواد ګران دى. چى افغانستان بيا خپله خپلواکي تر لاسه کړه ، نور نو په پاکستان کى پاتى کيدى نه شوم. زه د خپل هيواد خټينو کورونو ته د نورو د ماڼيو په پرتله ترجيح ورکوم.