د خبريال مړينې افغان حکومت تر سيورې لاندې راوست

ولسمشر کرزي ښايي له ايتالوي خبريال سره د طالبانو د بنديانو د تبادلې له لارې له سقوط څخه د رومانو پرودي د حکومت په ژغورلوکې مرسته کړي وي، خو په دې لار کې يي د هېواد دننه خپل اعتبار ته زيان ورساو.

د خبريال مړينې افغان حکومت تر سيورې لاندې راوست

ولسمشر کرزي ښايي له ايتالوي خبريال سره د طالبانو د بنديانو د تبادلې له لارې له سقوط څخه د رومانو پرودي د حکومت په ژغورلوکې مرسته کړي وي، خو په دې لار کې يي د هېواد دننه خپل اعتبار ته زيان ورساو.

Monday, 16 April, 2007
. د ولسمشر کرزي د حکومت په وړاندې د خپګان او غوسې څپي راپورته شوي او د اجمل په وړاندې د بې پروايۍ له امله پرې پړه واچول شوه.



دې خبرونو د مارچ په اتمه په هوا کې څپي ووهلې. د شهاب الدين اتل په نوم يو قوماندان چې ځان يي د ملا دادالله وياند باله، رسنيو ته وويل، چې د ځوان خبريال سر يي د ټاکل شوي نېټې يوه ورځ دمخه له تنې څخه پرې کړی دی.



په څو ساعتونو کې دې خبر په ټول هېواد کې غوغا راپورته کړه.



د کابل يو اوسيدونکي 40 کلن نثاراحمد له ژړا څخه په ډکو سترګو د اجمل نوم په خوله يادولو.



هغه وويل: "ولې هغه ظالمانو ته (خبريال) ووژلې، چې له قلم او کتابچې پرته دې بله کومه وسله نه درلودله؟ ته د ولس غږ وې. تا د ولس بدمرغۍ د نړيوالو غوږونو ته رسوله. زموږ حکومت د خپلو خلکو ساتنه او حمايت نه کوي. دا تاسې خبريالان ياستئ، چې د هغوی حمايت کوئ."



اجمل نقشبندي او د سيداغا په نوم يو موټر چلوونکی له يو ايټالوي خبريال دانيل ماسترو جياکومو سره د مارچ د مياشتې په پنځمه نېټه د هلمند په ولايت کې د طالبانو له خوا نيول شوي و.



د سيداغا سر په هماغه لومړيو ورځو کې له تنې څخه بېل کړای شو، په داسې حال کې چې ماسترو جياکومو د کرزي د حکومت د يوې ناندريزي معاملې په پاېلې کې خوشې شو. د ايټالوي خبريال د خوشې کېدو په بدل کې د ملا دادالله د ورور، منصور احمد او د طالبانو د پخواني وياند، لطيف الله حکيمي په ګډون، پنځه تنه بندي طالبان خوشې شول.



ولسمشر کرزي له طالبانو سره د معاملې په وړاندې له نيوکو څخه د ځان د سپينولو له امله وويل: "ايټاليي له دې جګړې ځپلې هېواد سره زياتې مرستې کړي دي. کله چې هغوی د مرستې غوښتنه وکړه، موږ بايد مثبت ځواب ورکړو."



خو نيوکه کوونکي وايي، چې د تبادلې معامله به يوازې طالبان نورو تښتونو او يرغمل نيولو ته وهڅوي.



د هلمند په ولايت کې يو قوماندان، چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، ددې ډار پخلی وکړ.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "يرغمل نيول اوس موږ ته د ځانمرګي بريدونو په پرتله زيات اهميت لري. موږ به په راتلونکي کې دې لارې ته دوام ورکړو."



د رپوټونو له مخې اجمل له ماسترو جياکومو سره د مارچ د مياشتې په 19 خوشې شوی و.



وروسته بيا کيسې بل رنګ غوره کړ. په هلمند کې د ځايي سرچينو او په کابل کې د چارواکو له خوا د تاييد شوو خبرونو له مخې دا ځوان افغان په لښکرګاه کې ايمرجنسي روغتون ته يوړ شو، چې د يوې ايټالوي خيريه موسسې په مرسته چليږي، له کوم ځاى څخه چى وروسته ناپديد شو.



د روغتون رئيس، رحمت الله روفي نيول شوی او د موضوع د پېلچتيا له امله تر څېړنو لاندې دی.



اجمل چې تر وژلو دمخه د پنځو اوونيو لپاره بندي و د افغان حکومت د مينې د نه ښوولو له امله د هر چا په خولو کې پرېوت. زياترو خلکو حکومت د افغانانو په وړاندې په بې پروايۍ تورن کړ. هرڅومره چې دې ناورين دوام موند په هماغه اندازه وضعه پسې چاوديدونکي کېده.



په کابل کې د ژورنالستانو ټولنې د اپرېل د مياشتې په نهمه د اجمل له مړينې څخه يوه ورځ وروسته د پارلمان په وړاندې يوه اعتراضيه غوڼډه وکړ. هغوی يو ګډ پرېکړه ليک خپور کړ او په حکومت باندې يي د اجمل د خوندي نه خوشې کېدو له امله پړه واچوله. هغوی له ټولو رسنيو څخه غوښتنه وکړه، چې د يوې اوونۍ لپاره طالبانو د خبرونو په خپرېدو باندې بنديز ولګوي.



د اپريل په لسمه نېټه ورځپاڼو د اجمل دوژل کيدو له امله دخپلې ورځپاڼې لومړني مخونه تور چاپ کړل او برښنايي رسنۍ د دوو دقيقو لپاره چوپ شوې.



د ژورنالستانو د ملي اتحاديې مشر، فاضل حسين سانچارکي د اجمل د مړينې پړه په حکومت واچوله.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "حکومت يوازې د بهرنيو اتباعو په فکر کې دی، نه د خپلو." سانچارکي زياته کړه، حکومت له خپل ټول واک سره سره بايد د اجمل د خوشې کېدو لپاره له هرې لارې چارې ګټه پورته کړی وای.



هغه زياته کړه: "له دې وروسته به خبريالان هيڅکله هم د خونديتوب احساس ونه کړي. ځکه هغوی ملاتړ نه لري. دا به په افغانستان کې د بيان په ازادۍ ډېره منفي اغېزه وکړي."



په هلمند کې يوه ځوانه خبرياله، فرېده ددې خبرې يو ه بېلګه ده. هغه اوولس کاله عمر لري، سره له دې چې لا اوس د ښوونځې زده کوونکي ده، خو د دوو کلونو راهيسې د خبريالۍ دنده پرمخ وړي.



هغې وويل: "زما زياتره همټولګيوال غواړي خبريالان شي. خو کله چې مو د اجمل کيسه واورېده، نو هغوی وويل، نه، موږ دا دنده نه غواړو. هغوی وايي، د نارينه ګانو په وړاندې چې داسې کيږي، نو زموږ په وړاندې به څه وشي؟ هغوی اوس پر ما باندې زور راوړي، چې نور دا کار ونه کړم او په کور کې کېنم."



د هلمند د راديو يو خبريال، سباوون وويل: "نن اجمل و، سبا ښايي موږ کوم يو واوسو. هغوی راروان دي، رانږدي کيږي. زما وار به کله وي؟"



قانون جوړوونکي هم په دې کار پړه اچوي. د پارلمان يو غړی، انجنير عباس ( نويان) دا تاييدوي، چې ولسي جرګې هېڅ مرسته ونه کړه.



هغه وويل: "ولسې جرګې په دې هکله بيخې بې پروايي وکړه. ان هغوى د يو ساعت لپاره داجمل موضوع په اجندا کې ونه نيوله . کله که د پارلمان د يو غړي کور تالاشي کيږي، نو موږ په ورځو ورځو په هغې باندې بحثونه کوو"خو د يو خبريال د ژوند په اړه پالمان چوپه خوله پاتې شو."



د هغه له خبرې سره د پارلمان غړې، شکريه بارکزۍ همغږې وه، ويل يي: "ما د (اجمل) موضوع څو، څو ځلې په پارلمان کې راپورته کړه، خو د ولسې جرګې رئيس، قانوني راته وويل، غلې کېنه او چوپ شه."



د ولسمشر وياند، کريم رحيمي د کرزي او حکومت دفاع وکړه.



هغه وويل: "موږ له هماغه پيل څخه موضوع څارله، خو طالبانو موږ ته درواغ وويل. موږ د ماستروجياکومو او اجمل په بدل کې پنځه طالبان تبادله کړل.خو هغوی دواړه اسيران ايمرجنسي روغتون ته راوړ، ايټآلوي ژورنالست يي خوشې کړاو اجمل يي بيرته له ځانه سره بوتلل

رحيمي زياته کړه، په پېښې کې يو شمېر ښکېل افراد نيول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

خو څارونکي بيا په موضوع کې د يوې سياسي دسيسې خبره کوي.



يو شنونکي، چې ونه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "اجمل نقشبندي د سياسي لوبې ښکار شوی دی. ګټونکي ايټاليا، امريکا او پاکستان دي. افغان حکومت او طالبان بايلونکي دي."



د ماسترو جياکومو خوشې کېدو د صدراعظم رومانو پرودي د حکومت له نه رانسکدرېدو سره مرسته وکړه، چې د نورو موضوعګانو په لړ کې افغانستان ته د پوځونو د لېږلو له امله تر فشار لاندې و.



پرودي دمخه کرزي ته خبرداری ورکړی و، چې که ماسترجياکومو خوشې نه شي، نو ښايي ايټاليه له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.



شنونکي وويل: "موږ د ايټالوي خبريال په خوشې کېدو وليدل، چې صدراعظم د خپلو خلکو په منځ کې غښتلی دريځ تر لاسه کړ او ايټاليې افغانستان ته د زياتو مرستو اعلان وکړ."



هغه وويل، امريکې هم له دې موضوع څخه ګټه تر لاسه کړه. ځکه د ايټاليې د 1800 تنو سرتېرو په نشتوالي کې به بار په امريکايي پوځو باندې ډېر شوی وای.



نوموړي زياته کړه، پاکستان د کرزي د حکومت له پاتې راتګ څخه ګټه وکړه. هغه وويل: "د اجمل په وژلو طالبانو او د پاکستان پوځي استخباراتو (ای ايس ای) افغانانو ته په ګوته کړه، چې دا د بهرنيانوحکومت دی. افغانان هغوی ته کوم ارزښت نه لري."

که دا خبره رښتيا وي، نو کېدای شي چې پاليسۍ خپل کار کړی وي.



د کابل يو استوګن، نجيب الله وويل: "په حکومت کې له ټولو چټليو سره سره تر ننه پورې زه دومره بدبينه نه وم. خو د اجمل تر وژلووروسته د حکومت په وړاندې زما کرکه زياته شوه. هغوی د يو ايټالوي خبريال په بدل کې پنځه قاتلان خوشې کړل، خو د اجمل لپاره يې هيڅ هم ونه کړل."



"موږ په دې حکومت نور باور نه کوو. موږ نور په کرزي باور نه کوو."



طالبان هم يو څه ملاتړ له لاسه ورکوي.



د کابل د لويدځي برخې اوسيدونکی، محمد ابراهيمي وويل: "ما له طالبانو سره خواخوږي درلوده. زه په دې اند وم، چې هغوی د اسلام د لارې غازيان دي. خو ګورو چې هغوی يو افغان او يو مسلمان وواژه. ما ته پته ولګېده، چې طالبان نه افغانان دي او نه مسلمانان. هغوی مازې د پاکستان مريان دي."



په هلمند کې هم د طالبانو په وړاندې غوسه راپيدا شوې ده.



د لښکرګاه يو اسويدونکي، 22 کلن سيد مصطفی وويل: "طالبان قاتلان دي. داځلې هغوی عادي افغانان، يو خبريال او يو موټر چلوونکی، ووژل. دا ډېر لوی جنايت دی."



د لښکرګاه د ښار يو بل اوسيدونکي، 28کلن محمد عارف وويل: "زموږ حکومت د خپلو خلکو په وړاندې د مسووليت احساس نه لري. که هره ورځ سل تنه هم ووژل شي، نو د هغوی لپاره کوم ارزښت نه لري. هغوی کمزوري دي. له پنځو طالبانو سره د يو ايټالوي تبادله ددې څرګندونه کوي، چې زموږ حکومت هيڅ شی هم نه شي کولای."



دوه څلوېښت کلن شاه محمد له دې خبرې سره همغږی دی. هغه وويل: "د طالبانو په وړاندې د ايټالوي تبادله زموږ له دود او دستور او عقيدې څخه وړاندې کار دی. خلکو په حکومت خپل باور له لاسه ورکړ. له دې وروسته به ورباندې هېڅ باور ونه کړي."
Frontline Updates
Support local journalists