د کابل يو خوند

د قندهاري کاکا ښورا په کابل کې ډېره مشهوره ده.

د کابل يو خوند

د قندهاري کاکا ښورا په کابل کې ډېره مشهوره ده.

. خو د کابل په زړه، زوړ ښار کې دا خټينه ودانۍ او شنې رنګه کړکۍ هر څوک پېژني. دا د کاکا قندهاري رستورانت دی، چې له 40 کلونو څخه را په دې خوا ښوروا پخوي.



دا نوم د هغه له پخواني تاريخ سره تړاو لري. هغه مهال چې څلور لسيزې دمخه غلام حسن له قندهار څخه کابل ته راغی او د ښوروا په پخولو يې پيل وکړ، په خپل رستورانت باندې يې کوم نوم کېنښود. په دې توګه ګاونډيانو او څېرمه هټيوالو هغه له خپل ولايت قندهار سره د تړاو له ا مله د (کاکا قندهاري) په نوم ياد کړ. دا نوم په هغه پورې ونښت.



د ډوډۍ د خوړلو ځای او پخلنځی دوديزه افغاني بڼه لري. دروازې ته نژدې د لرګو په بخارۍ باندې دوه لويې کټۍ (ديګونه) ايښي، چې ښوروا په کې پخيږي. هلته ميز او څوکۍ نه شته. مشتريان د لرګو په تخته چې په ټغر فرش شوې، کېني. په دېوالونو باندې افغاني مشهوري غالی ځړېدلي او خپل خوا وشا يې ښکلی کړی.



د ټغر په منځ کې پلاستيکي دسترخوانونه غوړېدلي. ډوډۍ له يوې کاسې ښوروا، يوې دانې مرچ، يوه دانه پياز، نيم دانې نارنج او يوې چاينکې تورې او يا شنې چایو څخه عبارت دی. هلته کاچوغې او پنجې نه شته. ډوډۍ په ښوراو کې ماتيږي او بيا په لاس خوړل کيږي.



مينو ډېره ساده ده. هغه يوازې د غوښې ښوروا ده. خو هغومره زيات شمېر خلک ورته راځي، چې تل يې د رستورانت مخې ته اوږده کتارونه جوړ کړي وي.



د کابل يو اوسيدونکي 64 کلن احمد شاه وايي، چې دې رستوانت ته له کلونو کلونو را په دې خوا راځي.



هغه وايي: ((د رستورانت خاوند او کارکوونکي صادق او رښتيني خلک دي. په ټول افغانستان کې څو ک داسې خوږه او خوندوره ښوروا نه شي پخولای. غلام حسن ددې رستورانت خاوند ډېر ستره او پاکخور دی. که چېرته يو څوک له ناولو جامو سره رستورانت ته راشي، نو غلام حسن ورته وايي، چې ښوروا نه ده پاتې.))



د انور په نوم د لنډې سپينې ږيرې خاوند وايې، چې د يو وزارت کارکوونکی دی.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((زه په اوونۍ کې درې يا څلور ځلې راځم او مامورينو ته (له دې ځايه) ښوروا وړم. زموږ آمرين دا ښوروا ډېره خوښوي.))



آن بهرنيان د کاکاقندهاري له ښوروا خوند اخلي.



د جرمني اوسيدونکی، ډاکټر توماس هارتمنشن د بيارغاونې او کليو د پراختيا په وزارت کې د سلاکار په توګه کار کوي.



هغه په داسې حال کې چې په تخته باندې ناست دی، وايي، چې د لومړي ځل لپاره دې رستورانت ته راغلی دی. هغه وايي: ((ما ددې ځای په اړه زيات اورېدلي و او اوس له افغاني ملګرو سره دلته راغلی يم. زه دلته په راتګ خوشحاله يم. (ښوروا) په رښتيا ډېره خوندوره ده.))



د رستورانت کارکوونکو هارتمنشن ته په ځانګړې ډول کاچوغه او پنجه راوړي و.



د رستورانت اوسنی خاوند، 44 کلن محمد مهدي په يو کونج کې غلی ناست دی او په لرګي باندې غوښه ټوټې کوي. هغه وايي، پلار يې دا رستورانت 40 کاله دمخه جوړ کړی و.



هغه وايي: ((موږ کوم ځانګړی کار نه کوو. يوازې په کار کې پاک، ستره او رښتيني يو. کله چې پخلی کوو، موږ څو څو ځلې د الله نوم يادوو.))



هغه وايي، چې په رستورانت کې يوازې د پسه له غوښې څخه ښوروا پخيږي. نوموړی زياتوي: ((زه تر هغه په قصابانو ګرځم، چې ډېره ښه غوښه ومومم. داچې ولې زموږ ښوروا خوږه ده، ښايي لامل يې داوي، چې موږ يوازې د نر پسه غوښه پخوو. د مېږې غوښه خوندوره نه وي.))



رستورانت د سهار له يوولسو بجو څخه د ماسپښين تر يوې نيمې بجې پورې پرانيستی وي.



د کاکا قندهاري د ډوډۍ بيه په سميه ييزې کچې يوڅه لوړه ده. سره له دې چې ښاروالۍ د عادي وريجو بيه 35 افغانۍ ټاکلې،خو مهدي له خلکو څخه 65 افغانۍ اخلي. له هغې سره سره مشتريان سر نه ټکوي.



يوازې يو شی، چې د کاکا قندهاري په رستورانت کې نه تر سترګو کيږي، هغه مېرمنې دي. د افغانستان په زړې پالې ټولنې کې په رستورانتونو کې د ښځو لپاره بېل ځايونه ځانګړي شوي وي. مهدي وايي، هغه ددې کار شونتيا نه لري.



هغه وايي: ((موږ دلته پوره کوټې نه لرو. له دې امله د مېرمنو لپاره بېل ځای نه شو جوړولای. ))
Afghanistan
Support our journalists