د کابل شمال ته په يو پروت ښار کې د ناپاکو اوبو له امله خلک ځوريږي.

خلک وايي د څاګانو د کنلو په اړه د ژمنو د نه پرځاى کولو له امله له اوبو څخه زېږېدونکې ناروغۍ د چاريکار د ښار اوسېدونکې له ګواښ سره مخامخ کړى دى.

د کابل شمال ته په يو پروت ښار کې د ناپاکو اوبو له امله خلک ځوريږي.

خلک وايي د څاګانو د کنلو په اړه د ژمنو د نه پرځاى کولو له امله له اوبو څخه زېږېدونکې ناروغۍ د چاريکار د ښار اوسېدونکې له ګواښ سره مخامخ کړى دى.

په پروان کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال، محمد صابر صفار ليکنه

د کابل شمال ختيځ ته پروت د پروان ولايت په مرکزي روغتون کې د يوه دېوال سيورې ته ناست، ٢٦ کلن همايون، خپلې سترګې د ماشومانو د ناروغيو څانګې ته نيولې دي.

نوموړي په غمجن غږ وويل: "پروسږکال مې يو ماشوم د نس ناستې له امله مړ شو. اوس مې يو بل ماشوم له ورته ناروغۍ څخه کړيږي. که خداى مه کړه دا هم ومري څه به کوم؟"

همايون د پروان ولايت په مرکز، د چاريکارو په ښار کې مز دوري کوي. د چاريکارو ښار د کابل شمال ته ٦٠ کيلومتره وړاندې پروت دى. همايون وويل تر اوسه يې د درې ورځو د مزدورۍ پيسې د خپل ماشوم په درملنې لګولي دي.

هغه وويل د ناروغۍ لامل پوره څرګند دى.

همايون وويل: "زموږ د کور مخې ته يوه وياله بهيږي. خلک هلته خپل لوښي مينځي. آن د خپل کورونو خځلي پکې اچوي. موږ بيا همدااوبه څښو، ځکه په کور کې د نل پاکې اوبه يا څا نه لرو. له دې امله خلک له غټو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. حکومت د خلکو پروا نه لري."

ځايي خلک وايي په پام کې وه چې په چاريکارو کې د ناپاکو اوبو ستونزه د يوې پروژې له خوا د پاکو اوبو د چمتو کولو له لارې هواره شي.

پروسږکال د ولايت سيمه ييز دفتر د امريکا تر مشرۍ لاندې د ولايتي بيارغاونې د ډلې (PRT) په مرسته موافقه کړې وه چې د ښار په څلورو ناحيو کې د ٣٥٠ مترو په ژوروالي څلور ژورې څاګانې و کنل شي.

اوبه به زېرمو (ذخېرو) ته لېږدول کيږي او له هغه ځايه به د نلو په واسطه کورنو ته وېشل کيږي.

چارواکو وويل بايد تر اوسه نوموړې پروژې، چې يو عشاريه پنځه ويشت ميليونه امريکايي ډالر ورته ځانګړې شوي وو، د څښلو پوره اندازه اوبه چمتو کړى واى، خو لا تر دې دمه يې څلورمه برخه کار هم سرته رسيدلى نه دى.

ځينې ښاريان تر اوسه ناپاکه اوبه کاروي، خو يو شمېر نور يې له څاګانو يا چينو څخه د اوبو د راوړلو لپاره ساعتونه، ساعتونه پلې لار وهي.

د ښار په شپږمه ناحيه کې د شيما په نامه يوې درې دېرش کلنې مېرمنې له خپلو دوو ماشومانو سره يوه ٢٥ ليتره بوشکه په لاس ګاډي کې اچولې او په داسې حال کې چې په خولو کې ډوبه ده، د کور خوا ته يې راکاږي.

نوموړې آى ډبليو پي آر ته وويل، د ښار په لويديځ کې دوه کيلومتره وړاندې د ګل غونډۍ چينې ته پلې ځي او بيا يو ساعت په کتار کې دريږي، ترڅو ورته د بوشکې د ډکولو وار راورسيږي.

نوموړې وويل: "يو شمېر کوچنيانو ښوونځي پريښي، څو کيلومتره وړاندې اوړى او ژمى د ګل غونډۍ او هوفيانو چينو ته ځي او په بوشکو او لاس ګاډو کې خپلو کورونو ته اوبه راوړي."

ځايي استوګن وايي له ناپاکو اوبو څخه راولاړې شوې ناروغۍ په پروان کې د ناتار کچې ته رسيږي. د چاپېريال د روغتياساتنې د ولايتي څانګې شمېرې په ګوته کوي، چې د ولايت مرکزي روغتون ته د ورځې د ٤٠٠ ناروغانو له ډلې څخه ٣٠٠ تنه د چټلو اوبو د کارونې له امله ناروغ شوي او د زياترو هغو عمرونه له اتلس کلنۍ څخه کښته دي.

دا ناروغي له نس ناستې نيولې بيا تر اميب، نس خوږي، د پوستکي ناروغيو او حساسيت پورې رسيږي.

د چاپېريال د روغتيا ساتنې رئيس، دکتور نصرالله تيموري وويل، د پروان اتيا بستره يي روغتون نشي کولاى د ټولو ناروغانو درملنې ته ورسيږي.

هغه يادونه وکړه، چې د پروان په شخصي روغتونونو کې نوي سلنه ناروغان هم د ناپاکو اوبو د څښلو له امله رنځيږي.

تيموري وويل، د چاپېريال د روغتيا ساتنې رياست څو څو ځله دا ستونزو د چارواکو غوږونو ته رسولې ده، ترڅو د څښلو پاکې اوبه چمتو کړي، خو هغومره نتيجه يې ورکړې نه ده.

په سيمه کې روغتيايي کارکوونکي وايي له ناپاکو اوبو څخه راولاړې شوې ناروغۍ نه يوازې د څښلو له لارې لېږدول کيږي، بلکې د لوښو، مېوو او ترکاريو او آن د لاسونو د پرېمنځلو له لارې ليږدول کيږي. د هوا په تودېدو د ناروغۍ کچه هم لوړيږي.

يو شمېر خلک په خپل وخت د پاکو اوبو د نه چمتو کولو پړه د بسپنه ورکوونکو موسسو او قراردايانو تر منځ د ګډې همکارۍ په نشتوالي اچوي.

هغه وويل: "عمده ستونزه په بسپنه ورکوونکو کې ده، ځکه قرارداديانو ته په خپل مهال پيسې نه ورکوي. له دې امله هغوى کارونه په ورو او ځنډ پر مخ وړي."

د نويد نوري بګراموال د ودانولو قراردادي شرکت وايي، يوه موده ورته په خپل وخت پيسې ونه رسېدې، خو د پروژې کار يې درولى نه دى.

د نوموړي شرکت يو کارکوونکي وويل: "دا سمه ده چې د پيسو په رسېدو کې څه ستونزه شته، خو موږ پخپله د همدې سيمې اوسيدونکي يو او د خلکو ستونزې راته څرګندې دي له دې امله مو يوه ورځ هم په کار کې ځنډ نه دى راوستى."

نوموړي زياته کړه، څلورمه او وروستۍ څا به د يوې مياشتې په موده کې بشپړ شي او د ګټې اخيستنې لپاره به د اوبو رسولو رياست ته وسپارل شي.

په بګرام کې د ولايتي بيارغاونې د ډلې مشر، کيلي هايګينز وويل، د څاګانو د پروژې د کار د پرمختګ له امله ورته بشپړ معلومات ورکول کيږي.

هغه وويل: "ترکومه چې زه پوهيږم، د زياترو پروژو کارونه د موسمي ستونزو، په تېره بيا د ژمې له امله ځنډېدلي وو، خو مالي ستونزه، چې تر يوې کچې موجوده وه، اوس هواره شوې ده."

د پروان ولايت د اوبو د رسولو رئيس، محمد قاسم ټينګار وکړ، د څاګانو په کنلو کې تخنيکي ستونزې نه شته. درې [څاګانې] بشپړې شوې او زېرمې ته اوبه چالانې شوې دي.

هغه وويل، د اوبو رسولو رياست به تر هغه څاګانې تسليم نشي، ترڅو څلورمه څا هم بشپړه شوې نه وي. دمګړۍ بشپړې شوې څانګانې ٢٦٠٠ کورونو ته اوبه رسوي. له عمومي شبکې سره د ټولو څاګانو له تړلو وروسته به دا شمېره ١٥٦٥٠٠ ته لوړه شي.

سره له دې چې افغانستان د اوبو پراخه زېرمې لري، خو د چارواکو په وينا يوازې شل سلنه وګړو ته پاکې اوبه رسيږي.

چارېکار د اوبو څلور سرچينې لري، چې د پنجشېر، سالنګ، غوربند او شاتل له سيندونو څخه عبارت دي. ددې سيندونو له اويا سلنې څخه زياتې اوبه له پولې هاخوا پاکستان ته بهيږي او پاتې نورې يې د افغانانو له خوا د کرکېلې او اوبو لګولو لپاره پکاريږي.

د چارېکارو په ښار کې دوه ويالې بهيږي. د هغې اوبه ډېرې چټلې دي، ځکه خلک پکې خپلې موټرې او غالۍ پرېمنځي او سابه پلورنکي پکې خپل خوسا سابه اچوي.

يو شمېر ښاريان د څښلو اوبه په پيسو اخلي.

د پروان د لوړو زده کړو د انستيتوت يو زده کوونکي، ٢٥ کلن عبدالبصير وويل، که هره ورځ څو ساعته د اوبو په راوړلو تېر کړي، نو زده کړې به يې نيمګړې پاتې شي.

هغه وويل: "موږ هره اوونۍ له يوه ټانکر څخه له درېو څخه تر پنځو ډالرو پورې اوبه په بيه اخلو. نوموړې اوبه سل په سلو کې پاکې نه دي، خو د هر چا وس هم ورته نه رسيږي."

څلوېښت کلن محمد خالد په ټانکر کې د اوبو د پلو رلو له لارې خپل ژوند تېروي، خو وايي چې ډېره ګټه نه کوي او په اوړي کې خو نوره هم راټيټيږي، ځکه خلک په لاس ګاډو کې خپلو کورنو ته اوبه راوړي.

د پروان اوسيدونکي وايي د چارواکو له ژمنو څخه پوزې ته راغلي دي.

د ماښام په رادبره کېدو د پراچه سيمې د کلي استازى، ٦٠ کلن ګل اغا د خپل لمسي راتګ ته سترګې په لار و، چې ګل غونډۍ ته د اوبو د راوړلو لپاره تللى و.

هغه له غوسې سر ښوراو او ويې ويل: "ږيره مې سپينه شوه، خو داسې بې کفايته حکومت مې نه دى ليدلى."

هغه وويل: "څو څو ځلې راته وويل شول چې د اوبو ستونزه به نن يا سبا هواره شي. حکومت پنځه کاله دمخه ځانته مبارکي ورکړه او ويې ويل چې په چاريکارو کې د څښلو د اوبو ستونزه هواره شوه، خو دادى پنځه کاله تېر شول او ستونزه لا پرخپل ځاى پاتې ده." 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists