د کابل ښار د خاورو خځلو ستونزه

چارواکي او اوسيدونکي يو پربل د ګڼ ميشتې ښار د خاور خځولو د ستونزې پړه اچوي.

د کابل ښار د خاورو خځلو ستونزه

چارواکي او اوسيدونکي يو پربل د ګڼ ميشتې ښار د خاور خځولو د ستونزې پړه اچوي.

Thursday, 20 January, 2011

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، يلدا اسلمي ليکنه

محمد عارف او کورنۍ يې د کابل اوړي ته ښه نه ګوري. پروسږکال هغوى په خيرخانه مينه کې په خپل کور کې مياشتې مياشتې بند وو او هڅه يې کوله په چم ګاونډ کې د خاورو خځلو له ډېريو څخه د راولاړ شوي  توند او زندۍ کوونکي بوى څخه ځانونه وژغوري.   

څلوېښت کلن [محمدعارف] وويل: "موږ په ټول اوړي کې د بد بوى، ماشو او مچانو له امله د خپلو کوټو کړکۍ نشواى بېرته کولاى چې تازه او پاکه هوا راننوځي."

سره له دې چې د خځلو او کثافاتو د اچولو ځايونه جوړ شوي، خو د عارف په وينا هغه دومره جګ او تنګ دي چې خلک ورته خځلې نشي رسولاى او ښاروالي هم په خپل وخت هغه نشي خالي کولاى. له دې امله د خځلو ډېرۍ او انبارونه هرې خوا ته پراته او د بد بوى لوخړې ترې خيژي، ماشي او مچان پکې غوبل کوي.  

د کابل نور اوسيدونکي او د روغتيا د برخې کارکوونکي له عارف سره همنظره دي. هغوى وايي د خځلو ناقانونه انبار او د هغوى د پاکولو او ټولولو نيمګړي سيستم په دې ګڼ ميشتې ښار کې د چاپېريال د ککړتيا ستونزه راپيدا کړې ده.

د عامې روغتيا د وزارت د اټکل له مخې د کابل اوسيدونکي هره ورځ ٣٥٠٠ متريک ټنه خځلې توليدوي. د ښار په بېلا بېلو برخو کې د خځولو د راټولولو لپاره  ٣٠٠٠ کانتينرونه ځاى په ځاى شوي دي. وروسته ددې کانتينرونو خځلې د کابل ښار په دېرش کيلومترۍ کې د ګزک سيمې ته لېږدول او تر خاورو لاندې کيږي.

اوسنى موجود سيستم د ښار د پنځو مليونو اوسيدونکو اړتياوې نشي پوره کولاى. کابل ښار ته له ولايتونوڅخه خلک د ښه امنيت او کار لپاره کوچيږي. د حکومتي چارواکو په وينا د کابل ٦٠ سلنه کورونه په ناقانونه توګه ودان شوي او په دې ډول يې د خځلو د انبار او ډېرۍ ستونزې راپيدا کړي دي. 

يوازې دا نه ده چې د خځلو ډېريو کوڅې بندې کړي، بلکې پخپله د کوڅو تنګوالى هم د بد بوى د رامنځته کېدو لامل دى. د ماهرانو په وينا دا کار روغتيا ته جدي  ستونزې راپيدا کوي. 

د کابل پوهنتون د طب د پوهنځي د داخله ناروغيومتخصص، زمرى حصين وايي: "خځلې چاپيريال ته سترخطر دى، ځکه کله چې له خاورو دوړو سره يوځاى شي او باد يې يوسي، نو د پوستکي او نس ناستې د ناروغيو د رامنځته کېدو لامل کيږي."

ولاړې اوبه  هم ماشي راپيداکوي، چې دا بيا په خپله د ملاريا ناروغي زيږوي.  په همدې توګه چټلي او خځلې د خاکي ماشو د پيدا کېدو لامل کيږي او د لشمانيا ناروغي رامنځته کوي. . 

د کابل اوسيدونکي اوځايي چارواکي په دې خبره يوه خوله نه دي چې ددې کار پړه د چا پر غاړه ده. 

د کابل ښاروالۍ د تنظيفاتو رئيس، نثار احمدحبيبي غوري وويل، اوسيدونکي د ښار په پاک ساتلو کې له چارواکو سره له ګډ کار څخه مخ اړوي. هغه وايي پرځاى يې  خپلې خځلې د خپلو کورونواو ودانيو مخې ته اچوي.

هغه وويل: "له بده مرغه، زموږ خلک د نظافت رعايت نه کوي او له موږ سره له  مرستې مخ اړوي. کله چې يو هټيوال خځلې د خپلې هټۍ په مخ کې واچوي، دوه ډالره جريمه کيږي. خو هغوى چمتو دي چې دا جريمه دوه برابره ورکړي، خوخځلې [ ټاکلي] ځاى ته نه وړي."

د نجيب الله په نامه د کابل ښار يو هټيوال اعتراف وکړ چې خځلې د خپلې هټې مخې ته اچوي  او وايي دا کار ځکه کوي چې ښاروالۍ ورته د خځلو اچولو ځاى نه دى جوړ کړى.

هغه وويل: "د ښاروالۍ له خوا د خځلو اچولو چمتو شوي ځايونه زما له هټۍ څخه ډېر لېرې دي. زه نشم کولاى خپل کسب وکار او مشتريان پرېږدم او خځلې اړوند ځاى ته يوسم. زه له ښاروالۍ څخه غوښتنه کوم، چې کانتينرونه زموږ له هټيو سره نژدې کښيږدي."

يو شمېر نور خلک وايي چې د ښار په ککړوالي کې نړيوال ځواکونه هم د ستونزې يوه برخه ده.

د کابل ښار له مرکز څخه شاوخوا لس کيلومتره وړاندې هودخيلو او څرخي پله په سيمه کې د خځلود انبارولو له امله د ځايي اوسيدونکو او چارواکو له خوا يو لړ شکايتونه راپورته شوي دي. 

د عبدالغني په نامه د هودخيلو يوهټيوال وويل،  د ايتلافي ځواکو له مرکزونو څخه د بدرفت ليږدوونکي ټانکرونه خپل مواد د خلکو د استوګنو کورنو ته نژدې خالي کوي. 

هغه وويل: "د سيمې ټول خلک د بد بوى له امله پوزې ته راغلي دي. څو څو ځلې مو حکومت ته شکايت وکړ، خوهيچا د هغې مخه ونشوه نيولاى."

حبيبي غوري وويل، د هغه رياست د ناتو تر مشرۍ لاندې د امنيت ساتلو نړيوال ځواک، ايساف، چارواکو ته شکايت کړى  او آن د دفاع له وزارت او د وزيرانو له شورا څخه مو غوښتي دي چې له بهرنيوځواکو وغواړي د بدرفت جامد او اوبلن مواد په ممنوعه سيمو کې تش نه کړي.

هغه وويل: "موږ په ډېر لږو امکاناتو  او ډېرو ستونزو د کابل له ښار څخه خځلې راټولوو او د ګزک سيمي ته يې ليږدوو. خو بهرنيان له ټولو امکاناتو او اسانتياوو سره سره د بدرفت مواد د ښار دننه تشوي."

د ايساف يو مطبوعاتي چارواکي ددې خبرې په غبرګون کې وويل، کېداى شي قرارداديانو د تړون له شرايطو څخه  سرغړونه کړې وي. هغوى پېښه تر څيړنې لاندې نيولې ده.

مطبوعاتي چارواکي وويل: "[نړيوال] ځواکونه په چاپېريال پام کوي او هڅه کوي چې د بدرفت د منځه وړلوځانګړې لارې چارې وکاروي."نوموړي زياته کړه، د قرارداديانو د وسايطو د لېږدونې په لارو کې د پلټون لارښوونه شوې، ترڅو ددې ډاډ تر لاسه شي چې هغوى د تړون له شرايطو سره سم عمل کوي.  

په همدې وخت کې کابل ښاروالي وايي هغوى پوره وړتيا او وسايل نه لري چې د ښار د خځلو ستونزه هواره کړي.

حبيبي غوري وويل: "د ښاروالۍ د تنظيفاتو رياست ٣٣٠٠ کارکوونکي او له ١١٥ څخه تر ١٣٠ پورې لارۍ لري. موږ په دې امکاناتو د کابل ښار د پنځو مليونو استوګنو  د خدمت جوګه نه يو."

هغه وويل له دې امله د تنظيف رياست په يو شمېر ناحيو کې ازميښتې پروژې تر لاس لاندې نيولي، چې هرې کورنۍ ته يې د خځولو د اچولو لپاره پلاستيکې کڅوړې ورکړو او د هرې ډکې کڅوړې د راوړلو په وړاندې د لسو سنټو انډول پيسې ورکوو.

حبيبي غوري په دوام وويل: "دې کار يو شمېر ماشومانو او وزګارو خلکو ته د پيسو د پيداکولو زمينه برابره کړې ده. هغوى له هر کور څخه پلاستيکې کڅوړې راټولوي، زموږ کارکوونکوته يې راوړي او پيسې ترلاسه کوي. موږ په پام کې لرو دا پلان ډېر ژر په نورو ناحيو کې هم پلى کړو."

دې پروژې ښه نتيجه ورکړې ده. د فريد په نامه د پروان مينې يو اوسيدونکي وويل: "پخوا پروان مينه ډېره چټله وه. خلک د خځلو له بوى څخه په تکليف وو او زموږ ماشومان په هر ډول نارغيو اخته کېدل."

"کله چې ښاروالۍ د پلاستيکې کڅوړو پروژه پيل کړه، زموږ سيمه پاکه شوه، ځکه بېروزګاره کوچنيان او افراد راځي او د کورونو له مخو څخه خځلې ټولوي."

حبيبي غوري وويل، د چارواکو او خلکو ترمنځ ګډه مرسته او همکاري د ستونزې د هوارولو يوازنۍ لاره ده. "خلک بايد د خپل ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلي."

Afghanistan
Environment
Frontline Updates
Support local journalists