د کابل په روغتونونو کى د مړينى کچ لوړيږي

د کابل په روغتونونو کى، د روغتونونو د خرابيدونکي حالت له امله ماشومان بى ځايه مړه کيږي.

د کابل په روغتونونو کى د مړينى کچ لوړيږي

د کابل په روغتونونو کى، د روغتونونو د خرابيدونکي حالت له امله ماشومان بى ځايه مړه کيږي.

د داسى يوه روغتون په هکله فکر وکړى چى په کى درمل پخپله يوسۍ، خواړه نه وي، روغتيايي پرسونل لومړني وسايل لکه کينچي او د پانسمان سامان ونه لري او پر هر يوه بستر دوه او کله هم درى کسان څملي.


په کابل کى د ماشومانو د دريو لويو روغتونونو همدا حال دى، ځکه هلته حالت په چټکۍ سره پداسى حال کى خرابيږي چى د ناروغانو د مړينى کچ لوړيږي. د اندراګاندي د روغتون نرس بسم اله بسمل وايي زموږ په روغتون کى د اوونۍ څلور يا شپږ ماشومان مري چى د تيرو څو مياشتو په پرتله د مړينى کچ دوه برابره زيات شوى.


هغه وويل عمده دليل يي دادى چى ناروغان په وخت او زمان روغتون ته نه رسول کيږي، خو د درملو او وينى نه موجوديت يي هم له لاملو څخه دي.


له تيوريکي پلوه د اندراګاندي روغتون چى په نولس سوه او شپيتمو کلونو کى يي بنسټ ايښودل شوى و، هغه ډول څانګى يي درلودى چى د ښار په يوه لوى روغتون کى يي طمع کيدى شي. خو ستونځه دا ده چى ډيرى لږى څانګى د سم کار له پاره درمل او يا ضروري سامان لري.


د عزيزګل په نامه د يوه ماشوم مور وويل: شپږ ورځى کيږي چى د خپل ماشوم سره دلته يم، او موږ ته هيڅ درمل نه دي راکړل شوي نو بايد يي د بازارله درملتونونو څخه واخلو . دوى د وردګو او ميدان څخه چى لويديځ ته پروت دى دوه ګړۍ په ګادي کى تر دغه ځايه سفر کړى.


د کابل له شاوخوا ولايتونو څخه د ناروغانو راتګ پر روغتونونو فشار لاپسى زيات کړى، ځکه هلته روغتيايي آسانتياوى نه شته. د اندرا ګاندي د روغتون ريس محمد طاوس موعهد وايي: دوى ته د ورځى له ٥٠٠ څخه تر ٦٠٠ پورى ناروغان راځي.


خو په نورو روغتونونو کى حالت له دى هم بد دى. د کابل په دريمه ناحيه د اتا ترک د روغتون څانګى ډير بد بوى ورکوي او په هر يوه بستر کى دوه کسان دي.


له خيرخانى څخه د يوه ناروغ مور شيما وويل: ډوډۍ منظمه نه ده، آن د هغو ناروغانو له پاره چى په خوارځواکۍ اخته دي. په خوراک کى وريجى لوبيا او شيدى دي. روغتون د ماشومانو له پاره ميوى رانيسي خو دا ميوى هيڅکله هغوى ته نه رسيږي.


د روغتون سوپروايزر زمري حسين وويل : که څه هم د اتاترک د روغتون د خوار ځواکۍ له څانګى سره د ماشومانو د ژغورنى ياSave the Children اداره مرسته کوي خو نورى څانګى لکه جراحي، انتاني او داسى نور بلکل فلج دي. موږ له دغو ناروغانو سره مرسته نه شو کولى او د اندراګاندي روغتون ته يي ليږو.


د ميوند روغتون چى د نادر شاه د پاچاهي پر مهال په نولس سوه او ديرشمو کلونو کى جوړ شوى، ګل پيکۍ د خپل ناروغ زوى تر څنک ناسته وه او په سلګو ژړيده.


هغى وويل: زما د ماشوم حالت ډير جدي دى – هغه په دا تيرو دريو ورځو کى هيڅ نه دي خوړلي آن شيدى يي هم نه دي څکلي. ډاکتران د ورځى يو ځل د ليدو له پاره راځي. هر ځل چى زه د دوى خونى ته ځم له ما سره ډير شديد چلند کوي او له له خونى باسي.


دا چى ډاکترانو ته د حکومت له خوا سمه تنخواه نه ورکول کيږي، ډير يي د څو ګړيو له پاره په غير رسمي ډول کار کوي، او ماسپښين خپلو کلينيکونو ته ځي چى پيسى پيدا کړي.


د روغتون ډيرى څانګى په بد حالت کى دي، پر زړو او پمنو تلتکو دوه او کله هم درى ناروغان پراته وي.


د اندراګاندي په روغتون کى ډاکتر محمد ليس نوابي وايي: که څه هم پر يوه بستر له يوه څخه د زياتو ناروغانو اچول غيرقانوني دي خو دوى بله لار نه لري.


هغه وايي په دوبي کى زموږ د ناروغانو شمير د نس ناستى له امله ډير وي ، موږ د معلوماتو په ساحه او دهليزونو کى اضافي بسترى ايښي تر څو د ډيرو زياتو ناروغانو درملنه مو کړى وي.


د انتقالي حکومت يو روغتيايي چارواکى مير اعظم مهران وايي: دا چى په روغتونونو کى څه ډول خواړه او ميوى ويشل کيږي په دي هکله يي د پلټنى غوښتنه کړى ده. هغه وايي موږ به له ناروغانو سره د طبي پرسونل د چلند په هکله هم پوښتنى وکړو.


طبي ستونځى دومره ډيرى دي چى حکومت نيت لري لومړى د موجوده روغتونونو حالت ښه کړي او بيا نوي روغتونونه جوړ کړي.


داډير کار دى . يوه ښځينه ډاکتره چى اسحق زۍ نوميږي وايي: روغتون يوازي قيمتي سامان لکه د الټرا ساونډ ماشينونو يا الکترو کاردياک ته اړتيا نه لري بلکى ډير ابتدايي او لومړيو وسايلو لکه کينچي يا بيتي ته اړتيا لري.


Frontline Updates
Support local journalists