د کابل نمونه زنداني

په کابل کې د آي ډبليو پي آردخبريالي، فريدى نيکزاد ليکنه

د کابل نمونه زنداني

په کابل کې د آي ډبليو پي آردخبريالي، فريدى نيکزاد ليکنه

Friday, 1 September, 2006
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

هغه سهار دوخته له خوبه پاڅيږي، لومړى د سهار لمونځ کوي ، بيا د غړيو د پياوړتيا ورزش کوي او له هغه وروسته د کابل په جېل کې کانتين ته ځي. د ورځې ناوخته له سلو زياتو بنديانو ته د انګليسي ژبې لوست ورکوي او د دري ژبې د يو بل ښوونکي د لوست څارنه کوي. په همدې توګه هغه له نورو بنديانو سره مرسته هم کوي، چې په بېلا بېلو کارونو بوخت دي. په وزګار وخت کې هغه د بنديخانې له خوا د طب او ادبياتو په اړوند د ورکړ شوو کتابونو مطالعه کوي.


د ماشومتوب پر مهال اعظم يو بېسارى هلک و، هغه د دوه نيم کلنۍ پر مهال ليک او لوست کولاى شول. د لس کلنۍ پر عمر هغه په کابل کې د طب په پوهنځې کې شامل شو. خو جګړو او د هغه د کورنۍ بېوزلتوب د هغه مخه ونيوه چې زده کړې پاى ته ورسوي.


د کورنۍ د وينا له مخې اعظم لکه د خپلې کورنۍ له نورو ټولو غړيو؛ ورونو خويندو، مور او نيا سره، د خپل پلار، سيد محمد اقبال، له لاسه د وهلو ټکلو له امله پوزې ته راغلي و. اعظم د ١٦ کلنۍ په عمر د خپل پلار د وهلو له امله د خپلې مور مړينه په خپلو سترګو وليدله. بل کال اقبال د اعظم کشره خور په اور وسوځوله.


د اعظم ويني خپل پلار ته په خوټکېدو راغلي وې او په پاى کې يي د هغوى په کسات کې هغه وواژه. د هغه نيا آى ډبليو پي آر ته تېر کال ويلي و، چې د هغې زوى، اقبال، د اعظم پلار د وژلو لايق و. هغې وويل: "که ما کولاى شواى، نو ما به هغه پخپله وژلاى واى."


اعظم چې اوس خپل د بند څلور کلنه دوره تېروي، وايي خوشحاله دى، چې مطالعه کوي او له هغه درناوي خوند اخلي، چې خپل بندي انډيوالان يي ورته لري.


هغه اندېښمن دى، چې خپل پاتې نور درې کاله به په بل ځاى کې څنګه تېروي. په پام کې ده چې هغه د څرخي پله مرکزي جېل ته واستول شي. هلته به اعظم له نورو وژونکو (قاتلينو) سره به په يو ځاى کې اوسيږي. اعظم ډاريږي، چې هلته به هغه ته د مطالعې او لوست زمينه مساعده نه وي. هغه د خپلې نيا او خويندو ورونو په هکله هم اندېښمن دى، چې وبه نه کړاى شي، په دومره لېرې ځاى کې د هغه ليدو ته راشي؛ ځکه د څرخي پله زندان له ښاره لس کيلومتره لېرې پروت دى.


د سيداعظم مدافع وکيل، قاضي حبيب د عدليي له وزارت څخه غوښتنه کړې ده، تر څو اعظم د څرخي پله په جېل کې له سلګونو مجرمينو څخه ليرې وساتي. هغه له سترې محکمې څخه د هغه د بند د مودې د کمولو غوښتنه هم کړې ده.


اعظم د کابل په بنديخانه کې يوه مشهوره څېره ده. د بنديخاني آمر، جنرال عبدالفتاح وايي، تر څو چې هغه ددې ځاى مسووليت په غاړه لري، نو پرې به نه ږدي چې اعظم له دې ځايه څوک بل ځاى ته وليږدوي.


هغه وايي: "سيد اعظم يو هوښيار او ذکي هلک دى. د هغه ذکاوت د قدر وړ دى. دا سمه ده، چې هغه يو مجرم دى، خو موږ هڅه کوو د څرخي پله جېل ته د هغه د ليږدونې مخه ونيسو؛ ځکه د کابل په بنديخانه کې خلک له هغه څخه ډېرې زده کړې کوي."


Frontline Updates
Support local journalists