د کابل د اور وژنې (اطفايي) څانګه
په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريال ، وحيد الله امانى ليکنه
د کابل د اور وژنې (اطفايي) څانګه
په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريال ، وحيد الله امانى ليکنه
د کابل ښار د تيلفوني خدمتونو مسوول غلام فاروق خرم آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د مخابراتو وزارت مامورينو په دې وروستيووختونو کې د هغه وزارت د ځمکې لاندې برخه کې په اور وژنه کې برخه واخيسته او يو څو تنه يي د دود او لوګي له امله زيانمن شول.
د کابل د اوروژنې مشر، خليل الرحمن ومنله ، چې ددغه وزارت کارکوونکو داور په وژلوکې مرسته وکړه، خو ټينګار يي وکړ،چې د اور په وژلوکې د اوروژنې کارکوونکي مخکښ وو. هغه وويل، د اور د وژلو په پاي کې داوروژنې درې تنه کارکوونکي ژوبل او روغتيايي څارنې ته اړ شول.
خليل الرحمن دا ومنله چې د هغه رياست د زيات شمېر بنسټيزو وسايلو له نشتوالي سره مخامخ دى، چې په مناسبه توګه د ښار د خونديتوب لپاره اړين ګڼل کيږي. هغه زياته کړه، چې دهغه دفتر تنفسي وسايل او ماسکونه، د اوبو پايپونه، لوړې زينې، رسۍ او د مخابروي ارتباط وسايل نه لري.
په پلازمېنې کې داور وژلو له پنځو مرکزونو څخه يي درې هغه فعال دي او څلورم هغه يي اوس د کاناډا په مرسته تر ترميم لاندې دى.
جنرال محد داود عسکريار، د هېواد داوروژنې د لوى رياست رئيس وايي، چې له پلازمېنې بهر په درې سرحدي سيمو؛ حيرتانو، تورغونډۍ او اسلام قلعه کې داور وژنې ظرفيت لوړ شوى دى. نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکو دولسو مياشتو کې به د نورو ديارلسو ولايتونوپه مرکزونوکې د اوروژنې سيستم پياوړى شي.
عسکريار زياته کړه، چې په کابل کې داوروژنې کارکوونکې په کابل کې د نړيوال سوله ساتي ځواک په مرسته تر روزنې لاندې دي او هيله من دى، چې په هېواد کې به ډېر ژر د اور وژنې اکاډيمې پرانيستل شي.