د کابل بريدونه او سترې امنيتی پوښتنې
ياغيانو بايد ددې وړتيانه درلودای چې د افغان پلازمېنې له دفاعي کرښو راتېر شوی وای.
د کابل بريدونه او سترې امنيتی پوښتنې
ياغيانو بايد ددې وړتيانه درلودای چې د افغان پلازمېنې له دفاعي کرښو راتېر شوی وای.
په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د مشر، نور رحمن رحماني ليکنه
افغان ياغيانو د اپرېل په ۱۵ پر کابل يو لړ بريدونه وکړل؛ بهرني سفارتونه، پارلمان او د ناتو مرکزي قومانداني يې په نښه کړل. په نورو ولايتونو کې هم يو شمېر بريدونه سرته ورسېدل. د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مشر، نورالرحمن رحماني د هغو سختو او ترخو بريدونو د اغېز په اړه خبرې کړي چې په تېرو لسو کلونو کې پلازمېنې [کابل] ليدلي دي.
نني حالات څنګه دي؟
اوس وضعه کراره ده، خو پرون ټول ښار بند و. خلکو خپلو انډيوالانو او کورنيو ته تليفونونه کول، چې له وضعې يې ځانونه ډاډمن کړي. سفارتونه تړلي وو، پوهنتون تړلی و او د غير دولتي موسسو کارکوونکي په خپلو دفترونو کې دننه پاتې وو. زما يو ملګري، چې د پولنډ په سفارت کې يې کاوه، پرون د شپې نهه بجې راته تليفون وکړ او ويې ويل په پخلنځي کې پټ شوی دی. هغه ډارېدلی و، که ترهګر يې ونه وژني، نو ښايي پوليس پرې د ياغي ګومان وکړي او ډزې پرې وکړي
نن د سهار نهه يا لس بجې به وې چې سړکونه بېرته پرانيستل شول او خلکو وکړای شول ښوونځيو او خپلو کارونو ته لاړ شي. د هېواد په نورو برخو کې هم بريدونه پای ته رسول شوي وو.
د منظمو بريدونو دا لړۍ د افغانستان د امنيت په اړه څه وايي؟ آيا کېدای شي په کابل کې د تېر سپتمبر د بريدونو په څېر له نورو بريدونو څخه عبرت واخيستل شي؟
د پارلمان يو شمېر غړو نن سهار د هغو خبرونو په اړه خبرې کولې، چې افغان امنيتي پوځونو څومره ستره دنده سرته رسولې او څومره پرې دوی وياړيدلي. زه هم د نورو په څېر د خپلو سرتېرو پر زړورتيا وياړم، خو له هغې سره سره د خپلو ځواکونو د پراخې وړتيا په اړه ډېر اندېښمن يم. هغوی ښايي دا بريدونه له سرته رسېدلو دمخه شنډ کړی وای.
د کابل په مهمو برخو کې ياغيانو دپلوماتيکو ځايونو او د سياسي قدرت مرکز ته نژدې يو ځل بيا جوته کړه، هغه څه چې زړه يې غواړي، سرته يې رسولای شي. هغوی آن د ولسمشر پر ماڼۍ بريد وکړ. دا د ډېرې اندېښنې خبره ده.
ياغيان ښه سمبال وو، پوره وسلې ورسره وې او اکمال وو او څرګنده ده چې له اوږدې مودې راهيسې يې پر دې بريدونو کار کړی و.
دا يوه استخباراتي نيمګړتيا وه او د ياغيانو د قوت په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو کمزوري ښيي، چې غواړي ترهګري او ډار خپور او خپله موخه ترلاسه کړي.
طالبانو څو څو ځلې د تېرو لسو کلونو په څېر د پسرلنيو بريدونو د سرته رسولو خبرداری ورکړی و.
دې ته ورته په څو پېښو کې ترهګرو [نيمکاره] ودانۍ نيولي او له هغه ځايه يې پر خپلو موخو بريدونه سرته رسولې وو. د بېلګې په توګه، هغوی د پارلمان مخې ته يوه نيمکاره ودانۍ د خپل مرکز په توګه ونيوله. د پارلمان د امنيت لپاره ډېرې پيسې لګېدلي، څنګه هغې ته څو متره وړاندې يوه تشه نيمکاره ودانۍ له پامه غورځول شوې وه؟
يوه بله د اندېښنې وړ موضوع د افغاني بېلابېلو ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالی او په امنيتي ځواک کې د ياغيانو د موجوديت حقيقت دی.
د متحده ايالتونو سفير، رايان کراکر د اپرېل د مياشتې په ۱۶ وويل، د هغه په اند د «حقاني شبکه» د وروستيو بريدونو تر شا وه. آيا همداسې ښکاري؟
زه هم په دې باور يم چې د حقاني شبکې په بريدونو کې لاس درلود. هغه [د حقاني شبکه] د سيمې د استخباتې ادارو په مرسته د داسې همغږو او تنظيم شوو بريدونو ښه وړتيا لري.
په جلال آباد کې يوه ترهګر له نيولو وروسته پوليسو ته وويل، هغه په پاکستان کې روزنه ليدلې او له حقاني شبکې سره تړاو لري.
افغانان ددې خبرې پروا نه لري. مهمه خبره د ورځې په پای کې د افغان امنيتي ځواکونو ظرفيت او د بريدونو په مخنيوي کې د هغوی وړتيا وه. دلته دا پوښتنه پيدا کيږي، آيا په ۲۰۱۴ کال کې د نړيوالو سرتيرو له وتلو وروسته، که داسې وشي، نو څه به پېښ شي. اوس دا نېټه معلومه شوې، نړيوال پوځونه هم له مالي پلوه له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ډېره مرګ ژوبله هم ور رسيږي او نشي کولای دلته پاتې شي. زيا ت شمېر افغان سوداګر لا له وړاندې له هېواده کوچيدلي، خپله پانګه يې دوبۍ ته لېږدولې او کورنۍ يې له هېواده ايستلې ده. هغوی نه يوازې له ياغيانو څخه ډاريږي، بلکې له دې هم ډاريږي چې بيا کورنۍ جګړه ونه نښلي.
له ياغي ډلو سره به د سولې پر خبرو ددې ډراماتيکو بريدونو اغېز څنګه وي؟
افغانان د خبرو اترو پلويان دي، خو وايي حکومت اوس د يوې غير دولتي موسسې په څېر کار کوي او له هغو پروژو سره مينه لري چې بهرنۍ پيسې پکې وي. د بېلګې په توګه کابل د سولې د عالي شورا په نامه مليونونه ډالر ترلاسه کړل، خو سره له دې هم هغه يو سمبوليکه بڼه لري او اغېز يې نه په سترګو کيږي.
طالبان غواړي مستقيما له امريکايانو سر خبرې وکړي، وايي د کابل په حکومت کې پخوانی غليمان برلاسي دي او له هره پلوه د يو خپلواک عمل وړتيا نه لري.
په عين وخت کې د حکومت مخالفين غواړي بهرنيو او افغان ځواکونو ته خپل زور وښيي. هغوی په دې کار غواړي په خبرو اترو کې بر لاس ولري. له دې سره سره ياغيان يوه متحده ډله نه ده، بريدونه سرته رسوي، خو خبرو اترو ته هم خپل نيت څرګندوي.
طالبانو د ټولو خبرو اترو مسؤوليت په غاړه اخيستی، خو زه ډاډه يم يو شمېر بريدونه تر همدې نامه لاندې نورو کوچنيو ډلو سرته رسولي دي.
زما په اند به دا کار د سولې له خبرو اترو سره د خلکو ملاتړ اغېزمن کړي. عادي افغانان غواړي نور بريدونه سرته ونه رسيږي، خو په همدې وخت کې غوره بولي، ددې په پرتله چې د تېرې لسيزې برياوې پر اوبو لاهو شي، ربړه په خبرو اترو هواره شي. هغوی وايي که چېرته پخواني جنګ سالاران حکومتي لوړې څوکۍ په واک کې لرلای شي، نو ولې يې طالبان ونه لري؟ خلک دواړه ډلې يو خېل جنايتکاران بولي.
نور رحمن رحماني د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مشر دی.