د کابل بدبينه فقيران او سوالګر

افغان نااميده او مايوس سوالګرد زياتو پيسو د تر لاسه کولو له پاره د ماشومانو څخه ناوړه ګټه اوچتوي.

د کابل بدبينه فقيران او سوالګر

افغان نااميده او مايوس سوالګرد زياتو پيسو د تر لاسه کولو له پاره د ماشومانو څخه ناوړه ګټه اوچتوي.

نفيسه د هغه وخت راهيسى چې خاوند ئي د يوه توغندي په بريد کې د کابل د دهمزنګ په سيمه د هغوى په کور کې و وژل شو د خپلى کورنۍ له پاره د ډوډۍ د پيدا کولو له ستونځى سره مخامخ ده. له همدى امله هغى د خپلو ماشومانو له مرستى څخه کار واخيست او اوس يي د ښار حرفوي سوالګرو ته ورکوي چى ورته ورځنۍ مزدوري ورکړي.


افغانستان د ټولنيزه مرستو سيسټم يا نظام نه لري او د عمر خوړلو او معيوبه کسانو لخوا په کوڅو او بازارونو کې سوال کول يو عادي کار دى. په داسى حال کې چې يو ګڼ شمير همدا سوالګر د فقر پيسو ته سخته اړتيا لري، خو ځينى نور بيا د خلکو له زړه سوي، همدردۍاو خواخوږي څخه ناوړه ګټه اوچتوي او په بيلا بيلو تاکتيکونو سره له خلکو څخه پيسي تر لاسه کوي.


په کابل کي د ورځى له پيل څخه يو ګڼ شميرماشومان چې ډير وږي ښکاري په سوال کولو پيل کوي، خو د ورځى په پاى کې يو څه اضافه پيسى يي تر لاسه کړي وي چى د نفيسى او د هغى په شان د زرګونو سوالګرو د پايښت او د لوږى په مخنيوي کى د زيات بدلون سبب نه ګرځي.


نفيسې دجنګ او سولى راپور ورکوونکې موسسى ته وويل: اکثره زه او ماشومان مى د (١٠٠٠٠٠) او (١٥٠٠٠٠) افغانيو تر منځ ( ٢،٥ او ٣،٧٥ امريکائي ډالره لاس ته راوړو چې زموئږ ورځنۍ اړتياوى پرى بشپړه کيږي. هغى زياته کړه: په داسى حال کې چې په کابل کې خلک د ځان له پاره د پيسو انديښني لري، خو بيا هم هغوى زموئږ سره مرستيى کوي او د هغوى يو ګڼ شمير زموئږ سره ډير ښه چلند کوي.


محمد حسن د کابل د شمال لويديځ په (٢٠٠) کيلومترۍکې د سمنګان ولايت د درۀ سوف د سخت ژوند څخه خپله کورنۍ د هيواد پايتخت ته را وستى ده. نوموړي نه وظيفه درلوده او نه کور، نو هغه داسى احساس کاوه پرته له دى چى په کوڅو کى سوال وکړي بله لار يي نه لري.


هغه وويل: زه د اوو مياشتو راهيسى سوال کوم او دومره پيسى لاس ته را وړم چى زما کورنۍ پرى ژوندۍ پاته شي. هغه زياته کړه: که ما کړاى شواى چې له يوى بلى لارى خپلى کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړم، نو سوالګري به مى نه کولاى، خو زه بل څه وکړم؟


محمدحسن پر خپلو پنځو ماشومانو سوالګري کوي چى د ورځى هر يو ور ته (٢٠٠٠٠) افغانۍ را وړي. د نوموړي يو مشتري کمال نوميږي چې يو حرفوي سوالګر دى او د هيواد په ختيځ کى د لغمان له ولايت څخه چى د پلازمينى په (١٠٠) کيلومترۍ دى کابل ته راغلى دى.


کمال وويل: سوالګري زما حرفه او عادت دى او له همدى امله زه يو بل کار نه شم کولى. نوموړي زياته کړه: زه ماشومان نه لرم نو د بل چا ماشومان د سوالګرۍ له پاره په کرايي اخلم، ولى چې خلک ما ته پيسى نه راکوي. هغه وويل: زه همدى کرايه شويو ماشومانو ته پيسي ورکوم او هم په دى ښه پوهيږم چې هغوى د سوالګرۍ له امله د ښوونى او روزنى څخه محرومه او بى برخى پاته کيږي، خو دا د هغوى د پلرونو او ميندو سرخوږى دى.


دا ستونځه دومره لويه ده چى چارواکي د همدى ستونځى د مخنوي سختى هلى ځلى کوي. هغوى د معيوبه ماشومانو څخه د ناوړو ګټو د اوچتولو د مخنوي په هکله يو څه پرمختګ کړيدى.


د کابل وړکتون په کوڅو او بازارونو کى د معيوبه او سوالګرو ماشومانو د ښوونى او روزنى، سر پرستۍ او پالنى مسؤليت په غاړه اخستى دى. دغوماشومانو ته لومړى ښوونه او روزنه ورکول کيږي او وروسته د خياطۍ، ترکاڼۍ او خامک په شان کسبونه ور زده کيږي.


د دغه مرکز د رئيس مرستيال سيف الله سعادت دجنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د خلکو د نظر برخلاف، د کابل اکثره سوالګر په فزيکي ډول د کار کولو توان لري او همدا حرفوي سوالګر ماشومان د زياتو پيسو د تر لاسه کولو دپاره په کرايه اخلي او هغوى د ښوونى او روزنى او يوه روښانه راتلونکي څخه بى برخى کوي.


د همدى مرکز د هڅو برسيره به بيا هم د ماشومانو څخه د ناوړو ګټو اوچتول تر هغه وخته دوام ولري تر څو افغانستان همدا ډول ويجاړ پاتى وي او دکابل اوسيدونکي د سوالګرو سره همدردۍ او خواخوږي ته دوام ورکوي. .يو موټر چلوونکي حاجى ګلباز وويل: همدا سوالګر او ماشومان چى خيرن او څيري جامى ئي په تن دي، ټول کال د همدى سړک پر غاړه د سوالګرۍ له پاره ناست وي او موئږ بايد تر خپله وسه له هغوى سره مرسته وکړو.


محمد نسيم شفق د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Support our journalists