د جرمني ډاکټر د مرستې درناوی وشو

افغانان د يو وتلي جرمني ډاکټر درناوی کوي، چې د خپل عمر د تقاعد کلونه يې په هېواد کې د طبي حالت د ښه کولو لپاره وقف کړي دي.

د جرمني ډاکټر د مرستې درناوی وشو

افغانان د يو وتلي جرمني ډاکټر درناوی کوي، چې د خپل عمر د تقاعد کلونه يې په هېواد کې د طبي حالت د ښه کولو لپاره وقف کړي دي.

ددې مياشتې په سر کې د اوياوو په شاوخوا کې ډاکټران د کابل د علي آباد په تدريسي روغتون کې راټول شوي و، تر څو د هغه چا د مړيني په هکله خپل خپګان څرګند کړي، چې هغوى ټولوته د يو فوق العاده ښوونکي، روزونکي او ملګري په توګه برېښېده.


دا غونډه چې اصلا په دې وروستيو وختونو کې د داخله ناروغيو د تخصصي څانګې د فارغو شويو ډاکترانو د فراغت په وياړ جوړه شوې وه، د هغې پرځاى د ډاکټر مارتين وينبېک د يادونې په غونډې بدله شوه. نوموړى داسې يو شخص و، چې په يوازې لاس يې د افغانستان د طبابت ډګر بدل کړ.


اته شپېته کلن ډاکټر وينبېک په پلازمېنې کې د اپرېل په ٢٧ په داسې حال کې په يوې ترافيکي پېښې کې مړ شو، چې په بايسکل سپور و.


مخکې تردې هغه د جرمني په اوګسبورګ کې د داخلي طبابت د څانګې مشر و، چېرته چې کلينيک يې د مونشن د څېرمه پوهنتون لپاره د يو تدريسي روغتون په توګه کارېده. ګاستروانټيسټينال (د کولمو ناروغي) د انقباض او حرکت د ځواک (موټيلېټي – راټولېدنه (انقباض) او د غړيو خوځښت) په برخې کې يو وتلى نړيوال ماهر و، د څلورو کتابونو او ٥١٦ څيړنيزو مقالو ليکوال هم و. د هغه ددې دريځ له امله اروپايانو هغه ته د (موټيليټې د پاپ) لقب ورکړى و.


هغه د طبي پراخيتا او ودې لپاره د وينبېک ټولنه (فونډيشن) رامنځته کړه، ترڅو له دې لارې وکړاى شي، خپله پوهه اومهارتونه نورو ته ولېږدوي. په ٦٥ کلنۍ کې له تقاعد وروسته سمدلاسه هغه له افغانستان سره د مرستې تکل وکړ.


ډاکټر وينبېک په ٢٠٠٢ کال کې کابل ته له رارسېدو ورسته د کابل پوهنتون د رئيس د لېدو لپاره ورغى او ترې يې وپوښتل: "زه څه مرسته کولاى شم؟" هغه د علي آباد روغتون ته معرفي شو. علي آباد روغتون ته له رسېدو سره سم هغه له ډاکټر خواجه قمرالدين صديقي سره وکتل، چې اوس مهال د اندوسکوپۍ د څانګې مشر دى. هغه وويل، هغه په خپلو سترګو باور نه شو کولاى، چې دا مشهور او وتلى ډاکټر يې مخې ته ولاړ دى، چې د هغه د څېړنو د لوستلو له لار ې د هغه له نوم سره آشنا و . نوموړى د هغه په وړاندې ودرېد او د خپل خدمت وړانديز يې وکړ. په پام کې وه، چې ددې ورځې په ماسپښين د انديسکوپۍ (د کولمو د خوځښت دنننى کتنې) څلور معاينې تر سره شي. ډاکټر وينبېک دوه معاينې تر سره کړې.


له دې ورځې څخه وروسته ددې دواړو تر منځ ملګرتوب پيل شو.


ډاکتر صديقي وايي: "مارتين ماته ډېر نژدې و. زه د هغه مرستيال (اسيستانت) او ژباړونکى وم. کله چې هغه ومړ، ما داسې فکر وکړ، چې ګوندې خپل پلار مې مړ شوى دی."


د ډاکټر وينبېک د يوې ښځينه همکاري، ډاکټرې نجلا ناصر په وينا په افغانستان کې د نژدې دريو کلونو تېرولو وروسته، هغه (ډاکټر وينبېک) "د افغانستان د اندسکوپى پلار" په حيث وپېژندل شو.


ډاکټر سيد محمد امين فاطمي د هغه کا رته د درناوي په ترڅ کې وويل: "ډاکټر مارتين داسې بهرنى و، چې په رښتيا يې افغانانو ته خدمت وکړ."


د علي آباد د روغتون په يو يونټ کې چې ډاکټر وينبېک په کې پخپله ماته ګوډه دري ژبه ناروغانو ته تسکين او ډاډ ورکولو او په ښه ډول يې خپل همکار ډاکټران روزل، د وينبېک د انديسکوپۍ د مرکز په نامه ونومول شوه.


له رارسېدو سره سم ډاکټر وينبېک نه يوازې په کابل کې د روزنې او تجهيزاتو داړتيا په هکله يوه څېړنه تر سره کړه، بلکې همدارنګه يې د هېواد د نورو سترو ښارونو په لويو روغتونونو کې ددې کار ارزيابي وکړه. په هغې برسېره د طبي وسايلو د نشتوالي ترڅنګه نوموړى ډاکټر په دې هم ډېر ژر وپوهيد، چې په ټول هېواد کې آن يوه ښځينه انديسکوپيسته نه شته. دا په دې مانا چې په داسې يو دوديز هېواد کې د ښځينه ناروغانو دا درملنه نه کېده.


افغاني مېرمنې په وړو کولمو کې د ډېرو اولادونو او د ځوانۍ په عمر کې د واده کولو له امله ددې ستونزو په وړاندې ډېرې حساسې دي.


يوازې په دريوکلونو کې ډاکټر وينبېک په پوهنتون کې د اوږدو ساعتونو د تدريس له لارې دا حالت بدل کړ، روزنه يې ورکړه او بېرته په جرمني کې يې پيسې راغونډې کړې، تر څو د دويم لاس تجهيزات پرې واخلي.


هغه به معمولا اته مياشتې په افغاسنتان کې اوسېده. هره پلا به يې له ځان سره د انديسکوپۍ ماشينونه او کتابونه راوړل. ددې شيانو يو زيات شمېر به هغه ته خپلو طبي ملګرو ورکول. يو شمېر به يې په ټيټه بيه رانيول. (د انديسکوپۍ يو نوى ماشين ٢٥ زره امريکايي ډالره بيه لري.)


نوموړۍ ډاکټر ډېر ژر د خلکو په زړونو کې ځاى وموند. د سپينو وېښتانو لوديځوال به په چينايي بايسکل باندې د کابل ښار په سړکونو ګرځېد.


د ډاکټر وينبېک هلو ځلو مېوه ونيوه. د تېر کال په پاى کې هغه د علي آباد تدريسي روغتون د انديسکوپۍ په ماشينونو سمبال کړ او د مېرمنو په روغتون کې يې د انديسکوپۍ يو مرکز پرانيست. د طالبانو له رانسکورېدو وروسته هغه د لومړي ځل لپاره درې ښځينه ډاکټرانې د انديسکوپۍ په برخې کې وروزلې.


هغه د کابل د انديسکوپۍ ټول ډاکټران وروزل. د انديسکوپۍ کارونه يې نه يوازې د تشخيص د يوې آلې په توګه تدريس کړل، بلکې د درملنې د يوې آلې په توګه يې هم هغوى ته زده کړه ورکړه.


ډاکټر وينبېک د بلخ، هرات او کندهار د ولايتونو پنځه ډاکټران وروزل او هغوى ته يې په کابل کې د نورو زده کړو لپاره يو موټى پيسې راټولې کړې.


ددغو پنځو ډاکټرانو په ډلې کې يو هم د هرات ولايت مسعود ابدالي دى، هغه وايي:"ډاکټر مارتين د ډېر زغم والا سړى و. کله چې به موږ له يوې ستونزې سره مخامخ کېدو، نو هېڅکله به نه بې حوصلې کېدو. زه به د هغه په لاره پل کېږدم.


Frontline Updates
Support local journalists