د جنوبي خلک د طالبانو پر ضد وسلى اخلي
افغان ځواکونه چى په مختلط ډول جنوب ته استول شوي چى په عمومي توګه يي هرکلى نه کيږي.
د جنوبي خلک د طالبانو پر ضد وسلى اخلي
افغان ځواکونه چى په مختلط ډول جنوب ته استول شوي چى په عمومي توګه يي هرکلى نه کيږي.
افغان پوځي قومندانان د هيواد په جنوب کى په دى هيله عسکر مقرروي چى دوى به د طالبانو او القاعده ځواکونو په وړاندى چى هلته په غرونو کى پټ شوي موثر ثابت شي.
د جون د مياشتى په لومړيو کى، د بيلګى په توګه، ١٣٠ تنه پخواني مجاهدين چى نوي يونيفارم يي اغوستى و، د کابل جنوب ته د لوګر په ولايت کى له خپلو کورونو څخه د پکتيا لانجمنى ګاونډى سيمى ته يي خپل سفر پيل کړ.
د شوروي د اشغال په وختونو کى، دغو کسانو د ګډ غليم په وړاندى د متحدو ايالاتو ملاتړ درلود. اوس يي مخالفان اوسامه بن لادين او د طالبانو بقايا دي. خو د دغى جګړى په وړاندى سيمه اييز ملاتم ډير کلک نه دى.
د لوګر څخه دا کسان چى د پوځ دريم پوليس جوړوي، د چريکي بانډونو بقايا دي په تيرو ٢٣ کلونو کى د روسانو پر ضد جنګيدلي ، وروسته بيا د يو او بل او د طالبانو په وړاندى. د دوى مشري د بريد جنرال عطيق اله لودين له خوا کيږي چى د دفاع وزارت يو له افسرانو څخه دى چى د دفاع وزارت ترى غوښتنه کړى چى په سيمه اييز کچ رضاکاران مقرر کړي.
د افغانستان پوځي ځواکونه لا هم د تغير په حال کى دي. د افغانستان د رسمي ملي پوځ لپاره يو څو زره کسان روزل شوي، خو دوى لا د دى لپاره چمتو نه دي چى د جګړى لپاره وليږل شي. د نژدى ٧٠٠٠٠ نورو عسکرو او د لودين په شان د قومندانانو موقف چى د دفاع د وزير محمد قسيم فهيم له خوا کنتروليږي نامعلومه دى.
لودين په ٢٠٠١ کال کى د طالبانو تر ړنګيدو وروسته په لوګر کى خپل کور ته راستون شو. د متحدو ايالاتو له نقدي مرستى مطمئن، هغه ژمنه کړى چى د تراهګرى پر ضد د نړيوالى جګړى سره به مرسته کوي.
اوس چى د خپل عمر په اواسطو کى دى ، دا جنرال په خپل ټول عمر کى يو پوځي و. د شورويانو پر ضد د جګړى پر مهال، د هغه په هکله ويل کيږي چى د پاکستاني او امريکايي استخباراتو لپاره يي کار کړى دى.
په خاطب خيلو کى يعنى هغه ځاى چى لودين پکښى اوسيږي ، کليوال له هغه خوښ دي ځکه د سيمه اييز حکومت د قومندان په توګه، هغه د افغانستان له نورو برخو څخه د دوى سيمى ته د پوځي کسانو د راتلو مخه نيولى په ځانګړي توګه له شمال څخه.
هغه همدارنګه د سيمه اييزه جنګسالارانو د کار او بار مخه له دى امله نيولى چى د هغوى وسله وال کسان يي مقرر کړي دي. په عين حال کى ځينى خلک وايي چى هغه له جنگ سالار څخه هم اوچت دى او د هغه له خولى ويل شوي چى وايي: زه د کلي باچاه يم.
لودين دغه راز د خير ښيګڼو له کارونو سره د مرستى له امله شهرت لري او ٥٠ ډالره يي په کلي کى د يوه ښوونځي د جوړولو لپاره ورکړي دي.
که څه هم لودين د دفاع د وزارت لپاره کار کوي، هغه په موثره توګه د نړيوال اعتلافي ځواک سره په قراردادي ډول کار کوي. د هغه عسکر وايي، دوى د امريکايانو لپاره د پياده (پلي) عسکرو په توګه کار کوي چى هيليکوپترى تعقيبوي.
ځينى يي د اصول پر بنسټ کار کوي، دوى وايي ، په دى باور دي چى دا خورا مهمه ده چى د امريکايانو تر څنګ په دغه جګړه کى وجنګيږي.
نور يي بيا د بى روزګارۍ او د تعليم د نشتوالي په شان د ستونځو لپاره عملي حل بولي. تورن عبدالاسلام د کمپين لپاره د عملياتو مشر د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، چى عسکرو ته د متحدو ايالاتو د پوځ له خوا تنخواه ورکول کيږي، پداسى حال کى چى خواړه د افغانستان د پوځ له خوا ورکول کيږي . يوازى هغو کسانو ته د شامليدو اجازه ده چى خپل کلاشنيکوف او يا بله نيمه اتوماتيکه وسله لري.
غلام رباني چى ٤٥ کلن دى، په دى وروستيو کى په ګرديز او د پکتيا په نورو برخو کى ګزمه کوي. د هغه عملي نظريه دا ده چى که څه هم زموږ ژوند په خطر کى دى، موږ د امريکايي ډالرو لپاره جنګيږو ځکه چى امريکا زموږ د هيواد د ښه کيدو لپاره دلته ده.
يو عسکر چى قند نوميږي او د لوګر ولايت د محمد آغى له ولسوالۍ څخه دى وايي، هغه د ګرديز په ګزمه کى ځکه برخه اخيستى چى د هغه په کلي کى د کار پيدا کول ګران و.
د دى پوښتنى په ځواب کى چى که چيرى د امريکا د متحدو ايالاتو د غير مسلمانو ځواکونو سره د مرستى پر مهال ووژل شي نو د هغه په هکله بايد څه ډول قضاوت وشي، قند د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، له ډيرو کلونو راهيسته دلته کورنۍ جګړه روانه ده، چى يوه غاړه پر بلى تور لګوي چى د اسلام ضد دي. زه يو مسلمان يم چى ډير کلونه د روسانو پر ضد جنګيدلى يم. زما پر مړينى الله تعالى به پخپله قضاوت وکړي.
د محمد آغى د ولسوالۍ د جومات ملا امام مولوي شير احمد وويل، عسکران سم کار تر سره کوي، او که چيرى د جنرال لودين ځواکونه دلته نه واى نو د لوګر ولايت سره جوښت په جنوبي سيمو کى به امنيتي اوضاع ډيره خرابه وه.
خو په سيمه کى نور مسلمان مشران له نړيوالو ځواکونو سره د افغاني عسکرو د کار کولو مخالفت کوي.
د سرخاب جومات ملا امام مولوي انځير ګل وويل، اسلام موږ ته اجازه نه راکوي چى د خپلو مسلمانو ورونو پر ضد له کفارو سره کار وکړو، نو دا عمل غير اسلامي دى. هغه کسان چى په دغه هڅه مړه کيږي نو د دى وړ دي چى دوزخ ته ولاړ شي.
له همدى امله ما اجازه ور نه کړه چى د دلاور ( دريم پوځي پوليسو عسکر) لپاره چى دغه ډول مړ شو د جنازى لمونځ وشي.
ځينى اوسيدونکي لا هم داسى ښکاري چى په ولايتونو کى د امنيتي وضعى د ښه کولو لپاره خوشحاله دي، ځکه چى دا ځواکونه د سيمه اييزه جنګسالارانو پر ځاى کار کوي. دوى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، که څه هم امام به يي نه تائيدوي، دوى د ثبات زياتيدل خوښوي.
د محمد آغى د ولسوالۍ د قندهار پول بازار يوه دوکاندار عطيق اله احدي وويل، هغه په دى خوشحاله دى چى پوليسو هغه خلک ليرى کړي چى تهديد يي رامنځ ته کوه. که څه هم هغه فکر نه کوي چى ډيرى عسکر د خلکو په اړه د انديښنى پرته هلته شامل دي. هغه وويل، يوازى په سلو کى لس د اقتصادي ستونځو له امله شامل شوي. پاتى ٩٠ فيصده غواړي چى له وسلو سره وګرځي څرنګه چى د کورنۍ جګړى پر مهال گرځيدل.
د رضاکارانو دوى نورى ډلى هم دي، چى شمير په مجموعي ډول ٤٥٠ ته رسيږي، او دوى په جنوب د خوست په سيمه کى کار کوي. دوى ته د مياشتى ١٥٠ ډالره او خواړه ورکول کيږي، چى د امريکا متحده ايالات يي ورکوي، او دوى د پاکستان د پولى تر څنګ د القاعدى او طالبانو لټون او ګزمه کوي او دغه راز د پوځي هوايي ډګر ساتنه کوي.
په خوست کى هم د لوګر په شان، د رضاکاره پوځ په اړه غبرګون مختلف دى. پداسى حال کى چى هلته د القاعدى او طالبانو ځينى خواخوږي د هغو کسانو په اړه چى راداخليږي خپل غږ اوچتوي ، نور بيا وايي چى عسکر سم کار کوي ځکه چى دوى د سولى له راوستو سره مرسته کوي. او ملايان د هغو عسکرو په جنازه کى لا هم لمونځ کوي چى وژل کيږي.
د افغانستان په نورو برخو ، په ځانګړي توګه د پاکستان د پولى تر غاړه، د مکرره پوځي يونټونو پر ځاى قومي مليشى ګزمه کوي. د حامد کرزي انتقالي حکومت پريکړه کړى چى دا د پولى د کنترول مهمه او موثره لار ده، په ځانګړي توګه په جنوب کى چى په پټه را داخل شوي کسان ستونځى رامنځ ته کوي.
پاکستان د پولى تر څنګ سيمه کى د مليشو د عملياتو په اړه نا خوښه دى، او غوښتنه يي کړى چى نړيوال امنيتي ځواک او يا هم د افغانستان ملي پوځ دى دا کار وکړي. خو د کرزي حکومت وايي، د قواو د روزنى لپاره نه خو وخت شته او نه هم پيسى، چى هغوى به د قومي کسانو په پرتله چى د سيمى او اراضي سره ډير آشنا دي په هر صورت کى پردي وي.